سرور احمد
دډیورند دجرګی په نامه نیکي هیلې اوسلامونه:دډیو رنډ دبیلتون په رسمیت نا پیزنل شوي کرغیړنه کرښه دټولو افغانانو او لر اوبر پشتنو په زړونو کی د۱۸۹۳ م کال ځخه تر نن ورځی پوری یو لوی داغ دي او ددی په امید او ارزو دی چه کله به ددغه ناروا خط نوم دتاریخ ځخه لیری او ورک شی
۱- دډیورند موضوع دومره ساده او بی اهمیته هم نه ده چی هغه دی په خالی خبرو او تیلفونی تماسونو ځوک حل کړی خصوصا داسی اشخاص او افراد چه دهیواد ځخه فراری وی او په تعصب ،کینه توزیو او روحی اوروانی ناروغیو مبتلآ وي.
۲ - د دیورند پیچلی او ډیره مغلقه معضله اوحل یی دهیواد په دی موجوده شرایطو دپنځه نفری جرګی چه هیځ نوع رسمیت او راجستر نه لری دصلاحیت ځخه ډیره لیری خبره ده،ددی موضوع دحل لپاره دمنطقی په سطح ویوه ملی بحث او نظر خواهی ته ضرورت دي وروسته له بحثونو او نظر خواهی ځخه دټولو افغانانو خصوصا دخط ددواړو غاړو دمیشتو قومی او قبایلو دمشرانو ځخه باید یوه لویه جرګه دمنطقی ددولتونوپه مشوره او دملل متحدتر نظارت لاندی ددی معضلی دحل په خاطر په کار شروع وکړي
۳ - هغه دفارسی ژبی یو متل دی چه وایی :به هرچه بازی اخر په ریش بابا هم بازی؟ دابه بهتره او غوره وی چه ددیورند دجرګی په نامه دپروګرام پرځای په افغانستان کی دملی وحدت او ملی یووالی ته درسیدو په لارو چارو دبحث کولو پروګرام مخ ته یووړل شی چه فعلا په افغانستان کی نسبت بلی هری موضوع ته اشد ضرورت دې اول باید دکور دیوالونه ښه مضبوط او پاخه جوړشی بیا په چت باندی باید شروع وشی؟
۴- دامریکا او اروپا له ډیرو ښایسته پارکو دهیواده ځخه په ډیره لیری فاصله کی بیله مشوری او صلاحیت ځخه دتلویزیونی ښایسته پروګرامو له لاری په خالی لافو او شاپو ددی درانه مسئولیت سرته رسیدل نا ممکن کار دی که دا کار په خالی خبرو کیدای شوای نو دلندن ځخه قاضی صاحب،خرسانی ،له جرمنی ځخه عظیم،وردګ،بسمل،او ځینو نورو په خبرو به افغانستان اوس ګل ګلزار وایی او تر پل اټک پوری به امن امانی وایی؟دلته دمحترم سیستانی صاحب یوه لیکنه را پیاد شوه چه په خپل یوه مضمون کی یی لیکلی و چه مونږ(افغانان) اټک غواړو او هغوی(پاکستان) پل متک غواړي.
۵- ددیورند دمعضلی دحل موضوع دخط دواړو غاړو پرتو قومونو اوقبایلو تر میځ وپوره یووالی اوګډ تفاهم ته ضرورت لری،مونږ افغانانو خو همیشه دا خط غیری رسمی بللی دی ایا دپاکستان وطرف ته پراته دقومونو مشران هم ددی جرګی دجوړیدو ځخه خبر دي ایاکوم قومی مشر ددغی جرګی غړیتوب لری؟،او دهغو له جملی ځخه کومه ور ځ چا ځوک دتلویزیون په پرده لیدلی دي؟ داسی نه وی چه وایی :دزوم کورنی خبره نه ؤ دناوی په کورکی دواده مراسم شروع ؤ.
۶- که چیری ددی ځونفری دګوتو په شمار دجرګی غړی په رښتیا غواړی چه دافغانستان لپاره صا دقانه خدمت وکړی ،تر ټولو لمړی دی په خپلو ځانونو کی دا جرائت پیدا کړی داروپا او امریکا تر ډیر ارام ژوند ځخه دی تیر شی بیرته دی هیواد ته ستانه شی له افغانانو سره دی دیوه ملی حکومت په جوړه ولو کی کمک وکړی،هیواد دی د ای،اس،ای له منګلو پاک کړي،ملی اردو دی جوړ کړي،دپردیو له احتاجه دی افغانان خلاص کړي وروسته له هغه دی په ګډه دډیرند په غم کی شي.فعلا ده کجا ودر ختان کجا؟پای سرور