تاسو زموږ اتلان یاستئ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
رحمت اله روان
دافغانستان د کرکټ ملي ټيم په اسيايي سياليو کې په خپله دويمه لوبه کې دپاکستان دکرکټ په ټيم باندې بريالي شو . په دې برياليتوب سره دافغانستان دکرکت ملي ټيم په چين کې داسيايي سياليو دکرکټ دلوبو وروستۍ پړاو ته لاره وموندله .
دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې ، دهيواد دکرکټ ملي ټيم په لومړى لوبه کې دهانک کانګ دکرکټ ملي ټيم ته ماتې ورکړه او په دويمه لوبه کې دپاکستان له پياوړي او غښتلي ټيم سره مخامخ شو . دغه ټيم وکولاى شو دويمه لوبه هم په برياليتوب سره ترسره کړي اوددغو سياليو وروستۍ پړاو ته لاره پيدا کړي . اوس دافغانستان ملي ټيم يوه لوبه په مخ کې لري او په دې لوبه کې دبرياليتوب په صورت کې د کرکت داسيايي لوبو اتلولي ترلاسه کوي
د افغانستان د کرکټ بورډ د مطبوعاتي دفتر له خبر سره سم د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان په وړاندې د ملي ټیم له ننۍ بریا وروسته لوبغاړو ته ټېلفون وکړ او د دې اتلولۍ په خاطر یې مبارکي ورکړه
د افغانستان د کرکټ بورډ په مطبوعاتي خبرپاڼه کې ویل شوي:د ولسمشر او کرکټ د ملي لوبډلې د مدیرنظیم جارعبدالرحیمزي تلیفوني خبرې ((لومړی جمهور ریس د خندا څخه په ډکه خوله د ملي لوبډلې مدیر ته مبارکي وویله، او د ملي لوبډلې په اړه یې وویل چې تاسو زموږ اتلان یاستئ، ستاسو راتګ ته سترګې په لار یو، عبدالرحیمزی صېب ټولو اتلانو ته مې سلامونه وویاست او سبا مو د ښې لوبو کولو په هیله یم د سپینو زرو مډال په څېر موږ ته د سروزو مډال هم راوړ)).
ئښاغلي کرزي په مدیر عبدالرحیمزي ټینګار کړی چې د اتلانو ښه خیال وساتي او کله چې هیواد ته راستنیږي د دې ستر ویاړ د ترلاسه کولو لپاره به یې بدرګه کوي .
ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان د مالیې وزیر او د کرکټ بورډ عمومي مشر حضرت عمر زاخېلوال ننۍ لوبه د پاکستان خلاف په ژوندۍ بڼه د ملي تلویزیون له لارې وکتله او ټولو هیواد والو ته په اسیاد کې د سپینو زرو د مډال مبارکي وايي.
د دولت  مخالف  حزب اسلامي د پاکستان د کرکټ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان د کرکټ لوبډلې د بريا په مناسبت افغان ولس ته مبارکي وويله
په اروپا کې د حزب اسلامي د سولې د جرګی مشر قريب الرحمن سعيد، د ياد شوي حزب په استازيتوب   رسنيو ته په ليږل شوي برېښنا ليک کې د يادې بريا په مناسبت د مبارکۍ ويلو ترڅنګ، باور څرګند کړى، چې افغانان په هر ډګر کې همداسې بريالي دي.پای رحمت اله روان