سلام خان
دلزبن د غونډې جوړيدل چې دافغانستان داسلامي جمهوريت او دشمالي اتلانتيک يا ناټو دتړون ګډه اعلاميه پکې لاسليک شوه ، د افغانستان داسلامي جمهوريت او دناټو دسازمان په وړاندي دهمکاري او مرستې نوي لرليدونه رامنځته کړل . که چيري ددغې اعلاميې محتوا ته پاملرنه وشي
دافغا نستان داسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي په لزبن کې دافغانستان په اړوند دناټو سازمان له خوا جوړ ه شوې غونډه په تیرو نهو کلونوکې دافغانستان ددولت ستر بریالیتوب وباله او دهېواد له حکومتي چارواکو، سیاسي شخصیتونو او له ټول افغان ملت څخه یې وغوښتل چې دغه بریالیتوب دې په رښتینولۍ سره مقصود منزل ته ورسوي.حامدکرزي چې دسه شنبه په ورځ یې دجمهوري ریاست په ماڼۍ کې له خبریالانو سره خبرې کولې، وویل: دافغانستان په اړوند دناټو سازمان له خوا دپرتګال هېواد دلزبن په ښارکې دجوړې شوې غونډې په پای کې په داسې حال کې چې دملګرو ملتونو دسازمان عمومي منشي ښاغلی بانکې مون هم حاضر و دافغانستان دجمهوررئیس او دناټو سازمان دسرمنشي اندرس فوګ راسموسن ترمنځ دهمکارۍ یوه ګډه اعلامیه لاس لیک شوه چې له مخې به یې د۲۰۱۱ میلادي کال له پیل څخه د۲۰۱۴ میلادي کال ترپایه پورې له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته دامنیت دمسوولیت دلیږدونې بهیر بشپړ او دافغانستان دټولو امنیتي چارو درهبري کولو واک او مسوولیت به افغان امنیتي ځواکونه ته وسپارل شي. جمهوررئیس وویل: ددغې ګډې اعلامیې دمفرداتو له مخې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به دناټو سازمان په افغانستان کې د دغه هېواد له امنیتي ځواکونو سره دملاتړ کوونکې رول په غاړه ولري او دافغانستان او ناټو ترمنځ دستراتیژیکې هميشنيو اړیکو پر بنسټ به دغه سازمان دافغان ځواکونو دروزلو او سمبالولو او دترهګرو دځپلو او دهغو لاس وهنو دمخنیوي په لاره کې چې په افغانستان کې دتاوتریخوالي، تروریزم او افراطیت دپیاوړتیا سبب کیږي،خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. حامدکرزي وویل: په دې اعلامیه کې بله شامله موضوع داده چې هم اوس اوهم له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به په افغانستان کې دناټو سازمان شتون یوازې او یوازې له موږ سره دپوځي، مالي او سیاسي همکاریو په موخه وي، نه دکوم درییم هېواد پرخلاف دکوم عمل په نیت. جمهوررئیس زیاته کړه چې په دې ګډه اعلامیه کې بله مهمه شامله موضوع داده چې دناټو سازمان له موږ سره منلې ده چې افغانستان ددې حق لري چې له نن څخه تر راتلونکو دریو کلونو پورې په افغانستان کې دنړیوالو ځواکونو دقانونمند کولو په اړه اقدام وکړي. حامدکرزي دامسله دافغانستان لپاره مهمه برياليتوب وباله اوويې ویل ددغې موافقې له مخې افغانستان کولای شي هر مهال چې وغواړي په افغانستان کې دنړیوالو ځواکونو دقانومند کیدو په لاره کې اقدام کولای شي. حامدکرزي څرګنده کړه: بله مهمه مسله داده چې زموږ او دناټو سازمان ترمنځ لاس لیک شوې ګډه اعلامیه اونورې شوې موافقې ددې مخه نه نیسي چې موږ دې له نورو هېوادونو سره دوه اړخیزې سیاسي او او پوځي اړیکې ونه لرو. افغانستان په داسې حال کې چې دناټو له سازمان سره یې دستراتیژیکې او دودايمي همکارۍ یوه ګډه اعلامیه لاس لیک کړې خو په ټوله معنی کولای شي چې له بل هر هېواد سره په بیلابیلو برخو کې دهمکارۍ تړون لاس لیک کړي. جمهوررئیس په توليزه توګه دافغانستان په اړوند په لزبن کې دناټو سازمان دمشرانو له خوا جوړه شوې غونډه بریالۍ وبلله او وې ویل چې په دې غونډه کې دناټو غړي هېوادونه دافغانستان په اړوند له لازیاتو واقعیتونو څخه خبر او ددغه هېواد په اړه یې دنویو لرلیدونو په باب خبرې وکړې او دافغانستان غوښتنو ته یې په پوره غور او دقت پاملرنه وکړه، دملکې وګړو دمرګ ژوبلې او دشپې له خوا دبریدونو دترسره کیدو دمخنیوي په په بارکې یې دافغانستان نظرونه ومنل. حامدکرزي په دغه مطبوعاتي ناسته کې یو ځل بیا په ټول افغان ملت، حکومتي چارواکو او سیاسي شخصیتونو غږ وکړ چې که موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې زموږ له خاورې ووځی او یا خپل عسکر کم کړي نو داهم زموږ دنده ده چې د خپلې خاورې څخه ساتنه وکړو ترڅو هغې موخې ته ورسیږو چې افغانان پخپل لاس دخپل هېواد دفاع وکړي. جمهوررئیس دافغانستان امنیتي ځواکونوته دتجهیزاتو دسپارلو په اړوند دیوې پوښتنې په ځواب کې وویل: موږ له هغو تجهیزاتو څخه چې تر ننه پورې دافغانستان ملي اردو ته سپارل شوي دي رضایت نه لرو او دغه تجهیزات دیو ځواک لپاره چې وکولای شي دخپل هېواد له قلمرو دفاع وکړي، کافي نه دي. موږ له خپلو ملاتړو سره په تماس کې یو او له هغوی څخه غواړو چې زموږ امنیتي ځواکونو ته لاډیر تجهیزات ورکړي ترڅو وکولای شي په ښه ډول دخپلې خاورې دفاع وکړي. حامدکرزي دیوې بلې پوښتنې په ځواب کې وویل:له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به هم امریکا او هم ناټو په افغانستان کې زموږ د ملګرو په توګه پاتې شي چې دهغوی دغه پاتې کیدل هم دافغانستان اوهم د سیمې دمصونیت لپاره ډير ګټور دي.پای سلام خان