دلیز بون غونډه به دناټو په تاریخ کی تر ټولو مهمه غوڼده وي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

د ناټو د اته ویشتو غړو هیوادنو مشران به د دوه ورځو لپاره د پرتګال د لزبن په ښار کې سره جرګه شي او په افغانستان کې به د دغه تړون د روانو هڅو په اړه تازه مالومات سره شریک کړي او هم به په افغانستان کې پخپلو راتلونکو پوځي هڅو باندې خبرې وکړي،تمه کیږی

چی په دی غونډه کی به دناټو دغړو هیوادونو مشران افغانستان ته دامنیت دچارو په تدریجی سپارلو باندی ټینګار وکړي.

افغانانو ته د امنیت ساتنې د مسؤلیت سپارلو د پروسې هدف دا دی چې د افغانستان د ټولو څلور دیرشو ولایتونو د امنیت ساتنې د مسؤلیت سپارل به په 2014 میلادي کې بشپړ شي. دا یوه پروسه ده چې د 2011 کال په لومړیو میاشتو کې به پیل شي او په 2014 کال کې به پای ته ورسیږي. “

د نوي پلان له مخې به د ناټو نه وغوښتل شي چې د افغانستان امنیتي قواوې وروزي او په بشري کارونو کې برخه واخلي.

د ناټو سرمنشي اندرس راسموسن وويل، د لیزبون سرمشريزه غونډه به د ناټو په تاريخ کې تر ټولو مهمه سرمشريزه غونډه وي. په دغه غونډه کې به لومړی د ناټو د ٢٨ هېوادونو مشران د ناټو د راتلونکی لس کلن پرمختګ د لارښود په اړه نوی ستراتيژينکی پلان تصويب کړي.

دوهم به د بېلا بېلو هېوادونو مشران په ګډه د توغنديو ضد سيسټم د جوړولو په اړه سياسي سند لاسليک کړي. د امريکا ولسمشر باراک اوباما وړانديز کړی و چې امريکا او اروپا په ګډه ياد شوی سيسټم جوړ کړي. د ناټو سرمنشي راسموسن په فعاله توګه دغه وړانديز ته ځواب ورکړی دی

درېيم به د افغانستان په پوځي عملياتو کې د ٤٨ هېوادونو مشران، د  ملګرو ملتونو سرمنشی، د نړيوال بانک مشر او د اروپايي ټولنې مشر د افغانستان د حالاتو په اړه بحث وکړي او له دغه هېواد څخه د ناټو د ځواکونو د ايستلو مهال ويش به وټاکي. د امريکا ولسمشر باراک اوباما د تېر کال په پای کې افغانستان ته د نورو سرتېريو د لېږلو په اړه د ده له پريکړې څخه د امريکايي وګړيو د ملاتړ تر لاسه کولو لپاره ژمنه وکړه چې امريکا به د ٢٠١١ کال په جولای کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو پر ايستلو پيل وکړي. د ناټو سرمنشي راسموسين د دغې غونډې له پيل مخکې ويلي و چې ناټو به په راتلونکې کال کې افغان وسلوالو ځواکونو ته دفاعي چارې ورکړي. که شرايط به ښه وي، افغانستان ته د دغو دفاعي چارو ورکونه به د ٢٠١٤ کال تر پايه پورې بشپړه شي. خو د جنګي حالاتو له لحاظه اوس مهال د افغانستان د حکومت وسلوال ځواک کمزور دی او هغه شک شته چې ايا په ټاکلي وخت کې به دفاعي چارې تر لاسه کولای شي که نه. خو د اروپا ملګري هېوادونه په افغانستان کې د اوږدې مودې پر جګړې ستړی شوي دي. د فرانسې او ايټاليا په شمول يو شمېر هېوادونو څرګنده کړې ده چې په راتلونکې کال کې به له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي. د ناټو د غړو هیوادونو د مشرانو په غونډې کې به د امریکا جمهور رییس براک اوباما د روسیې د جمهور رییس دیمیترې میدویدیف سره هم وګوري او د افغانستان په شمول په ځینو مسایلو به وسره خبرې وکړي د افغانستان ولسمشر حامد کرزى هم پرون د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشري د ناټو په غونډه کي د ګډون دپاره د پرتګال مرکز لېزبون ته ورسېدئ،له ولسمشر کرزی سره په دی غونده کی ددفاع اوبهرنیو چارو پر وزیرانو او دملی امنیت پر سلا کار سربیره ډاکتر اشرف غنی احمدزی هم ملګر ي دی

ټاکل سوې ده چي دغه غونډه به  د جمعې په ورځ پيل سي او سبا د شنبې په ورځ به هم دوام وکړي، په دې غونډه کي به پرېکړه وسي چي د ٢٠١٤ کال تر پايه د افغانستان ټولي امنيتي چاري افغان ځواکونو ته وسپارل سي

دې غونډي ته د امريکا ولسمشر باراک اوباما هم رسېدلى دئ او سبا د شنبې په ورځ به ولسمشر کرزى او ولسمشر اوباما سره وويني

سپینې ماڼۍ وویل چې د امریکا ولسمشربارک اوباما به د اروپا د سفر په ترڅ کې د افغانستان او ګورجستان له ولسمشرانو سره جلا جلا ملاقاتونه وکړي

د امریکا ولسمشربارک اوباما د پرتګال پلازمېنې لیزبون ته رسېدلی چې د ناټو د غړیو هیوادونو په سرمشریزه کې ګډون وکړي . د ناټو په دې سرمشریزه کې چې نن پیلېږي او سبا هم دوام کوي تر ۲۰۱۴ پوري د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د دغه هیواد د ټولو امنیتي چارو پر سپارلو پرېکړه کېږي

سپینه ماڼۍ وايي چې ولسمشربارک اوباما به د افغانستان له ولسمشرسره ، چې د لیزبون په غونډه کې ګډون لري، د شنبې په ورځ جلا کتنه وکړي

کرزي د شنبې په ورځ له امریکا وغوښتل چې د شپې له لوري عملیات پای ته ورسوي، د نورو عملیاتو شدت هم کم کاندي او په کلیو او بانډو کې خپل حضور کم کاندي، ولسمشر کرزی له امریکایی پو ځیانو دا هم غوښتی وو چی په خپلو اډو کی محدود پا تي شي.

که څه هم څرګنده نه ده چې د افغانستان او امریکا ولسمشران به د لیزبون د سرمشریزې په څنګ کې پر کومو مسایلو خبرې وکړي خو یوې سرچینې په پرتګال کې  وویل چې ښايي د نورو موضوعاتو په څنګ کې د ولسمشرکرزي د وروستیو څرګندونو د انګېزې په باب د امریکا ولسمشرځینې پوښتنې مطرح کړي

-په عین حال کی جان میکین وایي چي امریکا به دې ته چمتو نه وي چي بل کال ته دي په افغانستان کي خپل نظامي ماموریت ختم کړي

سناتور مکین د امریکا غږ آشنا تلویزیون ته وویل چي د جمهوررئیس اوباما له خوا د عسکرو د راایستلو اصلي اعلان شوې نېټه لویه اشتباه ده. هغه وویل چي دغه مهلت د امریکا دښمنان زړه ور کړي او دوستان یې بې جرئته کړي دي

مکین وویل چي نوې پیشنهاد شوې نېټه چي ٢٠١۴ کال ورته ټاکل شوی دی، امریکا او ناتو ته زیات وخت ورکوی چي د یاغیانو په خلاف هلي ځلي ترسره کړي

دامريکا ددفاع وزارت ويندوى جيف مودل پرون وويل افغان ځواکونوته دامنيتي مسووليت سپارل ضرب الاجل نه دى بلکي يو هدف دى

دامريکا ددفاع وزارت ويندوى جيف مودل پرون وويل افغان ځواکونوته دامنيتي مسووليت سپارل ضرب الاجل نه دى بلکي يو هدف دى ټاکل شوې ده دامريکا دمتحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما او دناټو نور مشران په هغه کنفرانس کې چې نن دپرتګال په پايتخت لزبن کې جوړيږي د ٢٠١٤ ميلادي کال تر پايه پورې افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليت دسپارلو ملاتړ وکړي . دباختراطلاعاتي اژانس دنړيوالو خبرځايونو دڅرګندونو له مخې خبر ورکوي دامريکا ددفاع وزارت ويندوى ويلي دي، افغانان ښايي تر ٢٠١٤ ميلادي کال پوري ونه کولاي شي چې په خپل ټول هيوادکې امنيت تامين کړي او دې ته به اړتيا وي چې له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته هم يو شمير امريکايي عسکر په دغه هيواد کې پاتې شي . مورل څرګنده کړې ده، تر ٢٠١٤ ميلادي کال پورې افغان پوځي ځواکونو ته دامنيت تامينول دمسووليت سپارل يو هدف دى نه ضرب الاجل او داپه دې مانا نه دى چې دائتلاف او امريکا ټول ځواکونه له افغانستان څخه ووزي بلکي امريکا او پلويان به يې له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته هم په افغانستان کې شتون ولري

برعکس دبر يتانيا صدراعظم چې پرون يې ددغه هيواد د پارلمان درييسانو په کميټه کې خبري کولي دغه راز ويلي دي : دبريتانيا عسکرو په افغانستان کې زياتې قرباني زغملي دي . ده ويلي دي د دغه هيواد عسکر به په ٢٠١٥ ميلادي کال کې له افغانستان څخه ووزي . او په خپل دغه تصميم کې به مترددنه وي . او له افغانستان څخه دبريتانوي ځواکونو د وتلوضرب الاجل نه بدليږي . داپه داسې حال کې دى چې په کابل کې دناټو جګپوړي ملکي استازي سدول ويلي دي چې په افغانستان کې ياغيانو ته له سختو ګوزارونو ورکولو سره سره به دغه هيواد له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته دغه راز د تاوتريخوالې شاهد وي . اوښايي له افغانستان څخه دوتلو لپاره زموږ هدف وځنډيږي

رویټر خبر ورکوی چی د فرانسې مخکني صدراعظم ( الن جوپی ) چی په نوې کابینه کی د دفاع وزیر ټاکل سوﺉ ، پرون وویل چی « افغانستان د ټولو هغو اړخونو لپاره چی پکښی دخیل دي ، یو دام دی . » ده وویل چی فرانسه به په ۲۰۱۲ کی تر جمهوری انتخاباتو پوری خپل پوځونه راوباسی . فرانسه په افغانستان کی ۳۵۰۰ پوځیان لری چی ۵۲ یې وژل سوي دي

د لیزبون دغونډی دشروع سره سم افغان حکومت مخالفي وسله والي ډلي اسلامي حزب ويلي چي که له افغانستان څخه د بهرنيوپوځيانو د وتلو پر مهالوېش جوړه وسي دوى به د افغان او بهرنيو پوځيانو پر ضد عمليات ودروي

حزب اسلامی ويلي چي دوى هغه وخت اوربند کوي چي بهرنيان له هيواد څخه د وتلو مهالوېش اعلان کړي او دوى په افغانستان کي په خپلو مرکزونو کي پاته سي دغه ځرګندونی د حزب اسلامی دمشر ګلبدین حکمت یار زوی حبیب الرحمن دبی،بی ،سی راډیو سره په خپله مرکه کی کړی دي .پاي رحمت اله روان