دډیورنډ جرګې خبرتیا

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ټولو درنو هېواد والو ته خبر ورکوو چې راتلونکې یکشنبه د نومبر په ۱۴ څوارلسمه نېټه د اروپا په وخت د شپې په ۱۰ لسو بجو د ډیورنډ د نارواکرښې په اړوند په اریانا افغـــانســــتان تلویزیون کې له ځینو مخورو افغانانولکه محترم ډاکتر صاحب روستار تره کي، محترم غلام محمدزرملوال، محترم ډاکتر صاحب زیرکیار محترمه ډاکتره ثریا خادم اویوشمېر نورومخکښو افغانانوسره به د ښاغلي انجنیر صدیق متین په کوربه توب درۍ ګېنټېیز بحث تر سره شي، دډیورنډجرګې غړي ستاسوهمکاري او مثبتو نظریاتو ته سترګې په لار دي .
یادونــــــــــــــــــــــــــــــــــــه :
دډیورنډجرګې په پلان کې لرل چې سږ کال دنومبرپه ۱۴څوارلسمه نېټه دډیورنډدکرغېړنې کرښې دغندنې په منظورپه لندن ښار کې یوه غونډه وکړي خو دیوشمېرافغانانودمشورواولا ښه تنظیم لپاره مو نوموړې غونډه راتلونکي ۲۰۱۱ زېږدیز کال دفیبروري ۱۴ څوارلسمې نېټې ته وځنډوله .
دډیورنډ جرګې لخوا