سعودي له طالبانو سره د منځګړتوب هڅي وځنډولې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
د سعودي عربستان دخبری اژانس دراپور له مخی چی وړمه ورځ په ځینو رسنیو کی خپور شوی دی دهغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر سعودالفیصل په ډاګه کړي ده
چی دا هیواد به تر هغو د افغانستان د سولې په پروسه کې برخه وانخلي  څوطالبانو له افراطي تروریستي ډلو سره اړیکې نه وي شلولي،نوموړی هیواد دغه اقدام وروسته له هغه په ډاګه کړي دي چی تیر میاشت دافغانستان دسولی عالی شورا دسعودی عربستان وغوښتل چی دافغانستان دنهه کلنی جګړی په پای ته رسولی کی دخپل رول په درلودلو سره مرسته وکړي.
سعودي عربستان تر دی وړاندی په ۱۹۹۸ کې له طالبانو سره خپلې اړیکې وروسته له دې وځنډولې چې طالبانود اسامه بن لادن له ورسپارلو انکار وکړ.سعودي عربستان دامریکا تر فشار لاندی په دې خاطر د بن لادن د ورسپارلو غوښتنه کوله چې نوموړي د سعودی تابعیت درلود او د سعودي د سلطنتي کورنۍ پرضد یې هم فعالیت کاوه. دسعودی دبهرنیو چارو وزیر همدا راز ویلی دي زمونږ ځخه دافغانستان ولسمشر غوښتنه وکړه چی مینځګړیتوب وکړو مونږ په جواب کی ورته وویل تر ځوچه طالبان ښه نیت ونه ښیی او له ترورستانو ته له پناه ورکولو ځخه لاس وانخلی مونږ به داکار هیځکله هم ونه کړو
عربستان تر اوسه د افغانستان د سولې د عالي شورا وړاندیز ته چې له طالبانو سره دې د سولې په خبرو کې مرسته وکړي، علنا څه نه ؤ ویلې، خو سیاسي څیړونکي وایي، عربستان چې دوه کاله مخکې په مکه مکرمه کې له طالبانو سره د پټو خبرو کوربه و داسې ښکارې چې د امریکا ترفشار لاندې به راشي، ځکه چې واشنګټن له افغانستان د خپلو ځواکونو د وتلو پر ستراتیژۍ غور کوي
عربستان چې مکه مکرمه او مدینه منوره په خپلې غیږکی کې لري بیا تل دا هڅه کوي چې پر اسلامي هیوادو خپل اغیز وساتي. یوه غربي دیپلومات په ریاض کې رویټرز اژانس ته وویل، پر عربستان ډیر فشار شته څو د افغانستان په لانجې کې منځګړیتوب وکړي
رویټرز اژانس د یو شمیر سرچینو په وینا څرګندوي چې اوس د لومړي ځل لپاره ټولې مهمې خواوې، که افغان حکومت دی، یاغیان دي، واشنګتن دی یا اسلام اباد جدي غواړي چې روغه وشي
د چارواکو په وینا عربستان، ترکیه، متحد امارات او پاکستان دا وس لري چې منځګړیتوب وکړي.  عربستان، امارات او پاکستان مثبته هڅه کولای شي. رویټرز اژانس د یوې سرچینې په وینا چې په افغانستان کې د سولې له خبرو خبره ده وایي، ریاض به تر دې نورو هیوادو منځګړیتوب ته ډير زړه ښه کړي، ځکه چې اوس واشنګتن د سولې د خبرو حمایت کوي او دوه کاله مخکې چې عربستان د افغان حکومت او طالبانو د سولې کوربه و هغه مهال واشنګتن دې خبرو ته زړه نه ښه کاوه. د سیاسي چارو کارپوه سیاسی کار پوهان له طالبانو سره د روغې جوړې په خبرو کې د عربستان د دلچسپي په اړه وایي
« عربستان د دې لپاره په دې خبرو کې علاقه لري چې نه غواړي په سیمه کې د ایران اغیزی پراخی شي»
کارپوهان په دی نظر دي چی دکرزی ددفتر درېس سره دایران له لوری په پټ شکل دپیسو کمک سعودی عربستان دی ته اړ کی چی دطالبانو سره دمنځګړیتوب هځی دایران درول او نفوذ له وجی ودروی دغه هځی به ترهغه ولاړوی ترځو دسعودی حکومت دافغانستان ددولت له لوری دایران دپیسو پرشفافه پروسه باندی اعتماد حاصل نه کړی
د یپلوماتان څرګندوي چې عربستان ته چې له تیرکال راهیسې د غرب یو شمیر کسان ورځي دغه هیواد هڅوي چې د سولې په خبرو کې منځګړیتوب وکړي، خو عربستان بیا هم ولې د افغانستان د سولې د عالي شورا دې غوښتنې ته چې نژدې یوه میاشت م مخکې یې له عربستانه وغوښتل چې د سولې خبرو ته د منځګړیتوب لپاره راوړاندې شي، تر اوسه ځواب نه ؤ ویلی، سیاسی کارپوهان د دې جواب ځنډول داسی بیانوي .:
« د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ نیټې له نولس الوتک تښتونکو نه پنځلس د عربستان و، له همدې امله عربستان محتاطانه ګام اخلي څو لویدیځ هم خوشاله وساتي او د افراطیت تور هم پرې پورې نه شي»
یوجګپوړي لویدیځ دیپلومات چې نوم یې رویټرز اژانس ته نه دی اخیستی وایي، عربستان به منځګړیتوب وکړي خو دغه هیواد غواړي چې علني له ذي دخله افغان خواوو واوري چې دوی دا ځل د سولې په خبرو کې جدي دي. دغه دیپلومات زیاته کړه چې عربستان نه غواړي چې د سولې په هغو خبرو کې منځګړیتوب ته راوړاندې شي چې نتیجه نه ورکوي او له دې سره د دوی حیثیت ته زیان ورسي
د عربستان د استخباراتو د ادارې د پخواني مشر شهزاده ترکي الفیصل په وینا تیره اونۍ خبر ورکړل شو چې دی وایي، پخوا چې عربستان د سولې په خبرو کې کومې هڅې کړې وې دا له کابله د ریاض د حمایت نښه وه خو الفیصل د دغو خبرو د بیا پیلیدو په اړه څه ونه ویل
لس میاشتې مخکې چې د سولې خبرې تودې شوې د عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده سعود الفیصل څرګنده کړه، طالبان باید د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن وغندي بیا به ریاض منځګړیتوب ته رامخکې شي.
که چیرته عربستان د سولې خبرو ته راوړاندې نه شي نو ایران به په دې خبرو کې نسبتا ډیر نقش ولري. یو سعودي خبریال جمال خاشقجي وایي، زما په فکر عربستان به د افغانستان په قضیه کې ډیر دخیل شي کنه نور به وړاندې شي.پای سلام خان.