رحمت اله روان
د آى، ايس، آى پخواني مشر جنرال حمیدګل ځوورځی مخکی دیوه پاکستانی تلویزیونی چینل سره دخپلی مرکی په یوه برخه داهم وويل: چې اسلام اباد بايد تر هغو د کابل او نوي ډيلي ترمنځ سوداگريزه لاره ورنه کړي
د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستى تړون، چې له مخې به يې افغانستان وکولی شي خپل صادراتي توکي د پاکستان د کراچۍ، ګوادر او قسيم بندرونو له لارې نورو هیوادونو ته صادر کړي، د افغانستان لپاره په ترانزيتي برخه کې يو بې سارى پرمختګ دى چی ځو ورځی وړاندی ددواړو دولتو تر مینځ په کابل کی دامریکا دسفیر او د افغانستان اوپاکستان لپاره دهغه هیواد دخاص استازی په ګډون لاسلیک شو
سره له دې چې افغانستان له دغه تړون څخه وړاندې هم د سوداګريزې راکړې ورکړې په برخه کې له پاکستان سره يو تړون درلود، خو دا تړون که له يوه اړخه زوړ و او لسګونه کلونه پرې تیر شوي وو، له بله اړخه يې يوه اړخيزه بڼه هم خپله کړې وه او يوازې هغه برخې يې عملي کیدلی چې ګټه يې پاکستان ته وه
په دغه برخه کې پرمختګ د افغان سوداګرو له پرله پسې شکايت او ګواښونو وروسته اخيستل کيږي، ځکه افغان سوداګر نه پرېښودل کیدل چې خپل مالونه د خپلو لاريو په واسطه مخامخ د پاکستان د بندرونو له لارې نورو هیوادونو ته ولیږی او ددې خلاف پاکستاني لارۍ پرته له کومې ستونزې د افغانستان هرې سيمې ته تللې او خپل مالونه يې رسولاى شول. د پخواني تړون له مخې افغان سوداګرو هم دا حق درلود چې همدغه کار وکړي، خو په تیرو څو کلونو کې د سياسي لاملونو له مخې له دوى څخه دا حق اخيستل شوى و.
سره له دې چې په دغه تړون کې د پاکستان ځينې شرطونه منل شوي، خو که پاکستان د افغانستان صادراتي توکو ته په تړون کې ذکر شوې لازمې اسانتياوې برابرې کړي، نو افغانستان به وکولی شي، چې خپل ډېر صادراتي توکي تر نړيوالو بازارونو پورې ورسوي او په دې ډول به له خپل اقتصاد سره مرسته وکړي.
مخکې له دې چې د پاکستان پارلمان دغه تړون تصويب کړي، په پاکستان کې يو شمیر سياسي کړيو هڅه وکړه، چې ددغه تړون مخه ونيسي، خو د بې لا بیلو لاملونو له مخې بريالي نه شول.
دې ته په کتو سره چې د پاکستان له خوا ددغه تړون په لاسليک کولو کې د امريکا فشار و، داسې ويره ده چې ښايي پاکستان د سياسي دلايلو له مخې کله نا کله ددغه تړون ځينې برخې عملي نه کړي.
له دغه تړون وړاندې هم د افغان سوداګرو نيوکه دا وه، چې که پاکستان پخوانى تړون له خپله اړخه نه عملي کوي، نو افغانستان هم بايد دغه کار وکړي او پاکستاني لاريو ته اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان خاورې ته داخلې شي. د پاکستان له خوا د تړون د نه عملي کیدو په صورت کې يوه لاره هم دا ده، چې که پاکستان ددې تړون په عملي کولو کې ستونزې را ولاړوي، نو افغان لورى هم بايد ورسره همدا چلند وکړي. ددې ترڅنګ که د پاکستان له خوا ددغه تړون په عملي کولو کې ستونزې را ولاړيږي، نو اغيزمنه لاره داده چې افغان دولت پر ممکنه بديل لارو فکر وکړي او ښايي ددې کار لپاره د ايران بندرونه غوره وي. خو موږ ډاډمن يو چې که افغان دولت د ستونزې په صورت کې دغه ډول دريځ خپل کړي، نو پاکستان به اړ شي چې ياد تړون عملي کړي او امريکا به هم له ايران سره ستونزو ته په کتو سره پاکستان پرې نږدي چې د افغانستان سره د نوي تړون په عملي کولو کې ستونزې را ولاړې کړي.
د دواړو هیوادونو ترمنځ د دغه تړون له لاسلیک وروسته افغان سوداګر کولاې شي، چې د پاکستان د بندرونو له لارې خپل مالونه هند، چین او د نړۍ نورو هېوادونو ته ولیږدوي
د ورکړل شوېو معلوماتو له مخې افغان سوداګر کولاې شي، چې د کومې مالیی له ورکولو پرته خپل مالونه د پاکستان له لارې ټرانزیټ کړي
د پاکستان د سوداګرۍ وزیر مخدوم محمد فهیم امین دجنرال حمیدګل دغلطو ځرکندونو برخلاف د دغه تړون لاسلیک د دواړو هیوادونو لپاره مهمه تاریخي پیښه وبلله او ویي ویل، چې پاکستان هڅه کوي ژر تر ژره دغه تړون پلې کړي،نوموړی په کابل کی دتړون له امضا وروسته وویل پاکستان یو مسؤلیت منونکی هیواد دی او مونږ په سیمه کی دښه اړیکو او دخلګو دژوند دښه کولو لپاره خپل مسؤلیتونه در کوو،دپاکستان دسوداګیری وزیر همدا راز وویل مونږ په سیمه کی دآمن اوسلامتی اود خپل نسل دراتلونکی لپاره چی هر ځه په واک کی ولرو تر سره به یی کړو.خودابه وروسته معلومه شی چی دپاکستان دسوداګیری دوزیر ځرګندونی به دعمل په ډګر کی بلی شي او که به دجنرال حمیدګل زهر جنی اود مداخلو ډګو ځرګندونی به په نوموړی ترانزیتی تړون باندی ناوړه منفی اغیزی وکړی او دپخوا په شانی به بیاهم پاکستان دخپلو خبرو ځخه شاته تګ وکړی؟
د ورکړل شوېو معلوماتو له مخې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دغه تړون مسوده شاوخوا څلور میاشتې مخکې په اسلام اباد کې لاسلیک شوې وه
د دغه تړون مسوده هم د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې په حضور کې لاسلیک شوې وه
د افغانستان د سوداګرۍ وزیر د امریکا له ځانګړي استازي نه مننه وکړه، چې د دغه تړون د لاسلیکولو په برخه کې همکاري کړې.
تر دې مخکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ تړون په ۱۹۶۵ میلادي کال کې لاسلیک شوې وو، چې له ډیره وخته یی په نوی کولو ټینګار کې دی، خو اوس دا کتل دي، چې دا تړون به په څومره وخت کې عملي جامه اغوندي،پای رحمت اله روان