کمال خان اولسمل شيراني د مړینې له امله د خوشينۍ پيغام

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سربازپښتون
دغم خبر):- دسوهيلي پښتونخوا وتلى سياست پوهـ او دپښتونخوا ملي عوامي ګوند ستر لارښود سائين كمال خان اولسمل شيراني نن په حق ورسيد ـ ددۀ د جنازې لمونځ به سبا د ماسپښين پر دوه نيمې بجې (پرنېټه ۶م نومبر ۲۰۱۰ ) په سيليځي، سوهيلي پښتونخوا ږوب، كښې وركول كيږي ـ دستر لارښود مړينه د پښتون ملت دپاره يو ستر زيان دى ـ دۀ خپل ټول ژوند دپښتو او پښتنون ملت د سرلوړۍ او سوكالۍ دپاره وقف كړى وو ـ دى خپل اولس په غم او خوښۍ کښي تل ګډ اوسېدلې وو ـ ځكه نن ټول پښتون ملت ددۀ په مړينه غمجن دى ـ دستر لارښود د منل شوي مشرتوب نه كه څه هم نن پښتون ملت بې برخې شو ،چي تشه به يې هيڅ ك�
�ه هم ډكه نه سي ـ خو هيله من يو چي پښتون ملت به دخپل دې لارښود لاره هيڅكله هم پرې نږدي او ددۀ لارښونې به په ورېن تندي پرمخ بيايي ـ له ستره څښتنه ددۀ دپاره دجنت فردوس غوښتونكي يو او ددۀ له درنې كورنۍ، د ملي کاروان له ټولو ملګرواوټول پښتون ملت سره په دې لوى غم كښې ګډ او غمجن يو