کابل ته له ایرانه د میلیونونو ډالرو را توييدل

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

زرغون شاه
د پيسو رسوايي داسې رامنځ ته شوه . کرزی چې د یو رسمي سفر دپاره ایران ته تللی ؤ ، د هغه آلوتکه وطن د راستنېد په مهال وځنډېده ، څرګنده شوه چې آلوتکه د یو مسافر انتظار باسي، په پای کې له لږڅه ځنډ وروسته مسافر را پيدا شو ،

دا د ايران سفیر فداحسین مالکي ؤ نوموړی د داودزي تر څنګ پریوې څوکۍ کښيناست ، نوموړي باید د همدې آلوتکې په وسیله سفر کړی وای. د یو افغاني مامور په ژبه چې په همدغه آلوتکه کې  يې سفر کاوه ، مالکی یوه لويه کڅوړه داودزي ته ورکړه چې له یورو څخه ډکه وه.
یو بل افغاني مامور هم ویلي چې داودزي د پيسو یوه ډکه کڅوړه کور ته یوړله. یو افغاني مقام چې د خپل نوم له ښودلو يې ډډه کړې ویلي: « دا دایران پيسې وې. دې کار ته مو له ډیرو میاشتو دمخه پام شو.» د لویدیز او افغاني ډیرو مقاماتو په وینا ، د پيسو دغه کڅوړه د هغه پټو پیسو یوه برخه ده چې ایران په پرله پسې ډول د داودزي د وفادارۍ د تر لاسه کولو او د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د ايران د نفوذ او ګټو د خوندي کولو  دپاره ورکولې. هغوی وایي چې ایران غواړي ددغه پيسو په مرسته د افغانانو او د هغوی د متحدانو ،امریکا او ناتو ترمنځ د درز د رامنځ ته کولو دپاره کار اخلي. ددغه مقامونو په وینا  دغه پیسې چې میلیونونو ډالرو ته رسېږي ، غير رسمي پيسې دي چې کرزی او داود زی يې د پارلمان استازیو، د قبایلو مشرانو او آن د طالبانو قوماندانانو ته د خپل ایتلاف د ټينګولو دپاره ورکوي.

د لویدیز یو چارواکي په کابل کې د ایران د مرستو په اړوند وویل: « دا د اولسمشر د پيسو یوه ځانګړې ذخیره ده.  د داودزي دنده هم په افغانستان کې د ایران د ګټو پرمخ وړل دي. » د لوېديځ او افغان هغه مسوولین چې ورسره مرکه شوې ده د کرزي او د هغه د مشاورانو د مالي موضوع ګانو په اړوند د مسالې د حساسیت له امله د نومونو دڅرګندولو څخه ډډه وکړه. هغوی همدارنګه تشویش لري چې داود زی د کرزي او د امریکا د متحده ايالاتو تر منځ د خنډونو د راپيداکولو په چارو بوخت دی. داود زي او کرزي هغه ليکلو پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه وکړه چې له ایران سره ددوی د اړیکو په اړوند شوي ول. د داودزي یو مشاور وویل چې دغه تورونه هيڅ ارزښت نه لري. ښاغلي مالکي ، چې په افغانستان کې د ایران سفیر دی دغه  تورونه « د لوېديځ او د بهرنیو رسنیو شیطاني آوازې وبللې». مسوولین وايي د ایران دغه پيسې د داود زي د دريځ د غښتلي کولو دپاره کېږي چې په خوا په ایران کې سفیر ؤ. داود زی تل هڅه کوي کرزي ته د لویدیځ ضد لوری ورکړي. نوموړی هر سهار ، کرزي ته یو رپوټ سپاري. کرزي ته یو نژدې سړي وویل: « کرزی پوهېږي چې د امریکا د متحده ايالاتو له شتون پرته د هغه کار پای ته رسېدلی دی.»
« کرزي د سږګال په لومړیو کې د ایران له ولسمشر محمود احمدي نژاد څخه بلنه وکړه څو له افغانستان څخه ليدنه وکړي. او هغه هم دغه بلنه ومنله او د افغانستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې يې د امریکا خلاف وینا وکړه»

دا کار یو ډول کوډو ته ورته دی. داود زی له امریکا سره د ستونزو ټوله سرچینه ده. هغه تل کرزي ته غلط او یا په ناسم تعبیر مالومات ورکوي.» داود زي ته د نغدو پيسو ورکول د ايران د دولت هغه ژور نفوذ څرګندوي چې د کرزي چې په ظاهره د امریکا او ناتو ملګری دی¸ په شا او خوا کړۍ کې يې لري. دغه هیوادونو له ۲۰۰۱ کال څخه را په ديخوا کله چې طالبان له واکه وشړل شول ، کرزي ته په میلیونونو ډالره اقتصادي او پوځي مرستې ورکړې دي.
یو افغاني چارواکی وايي کله چې احمدي نژاد له کابله دیدن کاوه د پيسو دوه صندوقه يې له ځانه سره راوړي ول. دغه چارواکي وویل: « د پیسو یو صندوق په ځانګړي ډول داود زي ته او بل يې  د ولسمشر دفتر ته ټاکل شوی ؤ . » د هغه پيسو په اړوند چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته لار پيداکوي ، راز راز خبرې کېږي . یو افغاني سیاسي مشر وویل چې داود زی په هرو دوو میاشتو کې د ۱ تر ۲ میلیونه ډالره تر لاسه کوي.
یو دیپلومات چې په خوا يې په افغانستان کې خدمت کړی وویل کله هم ددغه پیسو شمیر ان تر ۶ میلیونو پورې رسېږي. د ناتو یو مقام چې د نوم له ښودلو يې ډډه وکړه د داود زي د نغدو پيسو د اخيستلو په اړوند له تبصرې ډډه وکړه . خو هغه وویل چې د ایران دولت د افغانستان په دننه کې زیات بوخت دی څو د ناتو او امریکا مامویت تر سیوري لاندې راولي او د سیاستمدارانو تر منځ نفوس وکړي. د ناتو دغه مقام وویل د ایران اطلاعاتي جوړښتونه د شخړې په دواړه خواو کې فعاله دي. دوی طالبانو ته هم پيسې، وسلې او پوځي زده کړې ورکوي او همدارنګه د ایران عواملو د پارلمان په تیرو ټاکنو کې  یو شمیر کسانو ته هم پيسې ورکولې.
خو د ارګ په ماڼۍ کې غبرګون څه ډول دی. لومړی د ولسمشرۍ د دفتر یو کارکوونکي دغه خبر دروغ او بې ځایه وبللو، خو لږ څه وروسته حامد کرزي د پیسو د اخیستلو خبر ومانه او  و يې ویل چې داود زي د نوموړي په آمر دغه پيسې اخیستي ، کرزي دا کار یو عادي کار وګاڼه او زیاته يې کړه چې دوی نه یوازې له ایران څخه په دې ډول پېسې تر لاسه کوي بلکې له نورو هیوادونو څخه يې هم تر لاسه کوي.
کرزي وویل دغه پيسې د ولسمشر ددفتر د چارو دپاره لګېدلي دي، ځکه  ولسمشر د خپلو لګښتونو دپاره بوديجه نه لري. نوموړي وویل دا سپينې پيسې دي او په دې کار کې درغلي نشته. نوموړي وویل چې له ایران څخه د پيسو د راتګ له بهیر څخه د امریکا پخوانی ولسمشر جورج بوش هم خبر دی او نوموړي په کمپ دیوید کې نوموړی په دغه خبره خبر کړی ؤ.
د ولسمشر د دفتر ریس داود زي هم د آریانا تلویزیون سره په خبرو کې د کرزي خبرې تکرار کړې. نوموړي ځنې دوسيي وښودلې چې ګنې په دغه دوسیو کې د پيسو د مصرف حساب کتاب لیکل شوی. نوموړي ددغه رسوايې دلیل د امنيتي کمپنیو  دړنګولو پر سر د ځنیو هیوادو سره اختلاف وبللو. نوموړي وویل چې ده ته یو بهرنی ژور نالیست ورغلی ؤ او ورته يې ګواښ کړی ؤ چې که د امنيتي کمپنیو په اړوند د اولس مشر نظر وا نه ړوي نو دغه رپوټ به خپور کړي. او داود زي ويلي ول چې خپور يې کړي. نوموړي له ایران اونورو هیوادونو څخه د سوغاتونو تر لاسه کول ومنل چې د هغه په وینا اولسمشر لوی سوغاتونه  او دوی ګوچني سوغاتونه تر لاسه کول. نوموړي هم دغه پیسې سپینې وبللې او ويې ویل چې کابینه هم ترې  خبره ده.
اوس به راشو دې خبرې ته چې آیا دا پيسې سپينې وي او که پټې بډې ؟ چې کرزي او  دهغه شا اوخوا کړۍ يې تر لاسه کوي؟

دا رڼې مرستې نه وې ځکه : لومړی داچې د هیوادونو ترمنځ  دخپل منځي اړیکو د قانون له مخې هره مرسته باید د مرسته کوونکي هیواد د مالیې  وزارت له خوا د مرسته اخیستونکي هیواد د ماليې وزارت ته په رسمي ډول ورکړی شي.  او د رسنیو له لارې د پيسو اندازه د خلکو خبرتیا ته و رسول شي او دا هم وویل شي چې له دغه پيسو څخه به په کومو برخو  او ډګرونو کې کار واخیستل شي. دا کار په چارو کې روڼتوب رامنځ ته کوي.
ولسمشر وايي چې دا پيسې يې ځکه اخیستي چې د ولسمشرۍ د دفتر دپاره يې  بودیجه  نه لرله ، خو دا خبره له حقیقته لرې ده ځکه هرکال د ماليي وزارت د ټولو وزارتونو او ادارو چې د ولسمشري دفتر هم په کې راځي ، د هغوی د اړتیاو پربنسټ بودیجه ټاکي او دغه بودیجه د پارلمان او اولسمشر له خوا منل کېږي. نو دا خبره سمه نه ده چې دوی بوديجه نه لري، ولسمشر دا صلاحیت لري چې د اړتیا وړ بودیجه د خپلې ادارې د کاري اړتیا پربنسټ تر لاسه کړي.
ولسمشر او داود زی وايې چې دوی نه يوازې له ایرانه بلکې له نورو هیواد څخه هم په همدې ډول پيسې تر لاسه کړي دي، دا په حقیقت کې پر دې خبره اعتراف دی چې ددوی د غلا کچه دومره محدوده نه ده بلکې دوی د غلا نورې سرچينې هم لري، که څه هم د کرزي او داود زي هدف له دې اعتراف څخه دا ؤ چې نیوکې کوونکي و ګواښوي چې دوې هم کولی شي هغوی رسوا کړي خو دې ته يې پام نه ؤ چې له خپل یو بل جرم څخه  هم پرده پورته کوي. اوس باید کرزی ملت ته مالومات ورکړي چې نورې سرچينې کومې دي او له هغه نورو پټو سرچينو څخه يې څومره پيسې تر لاسه کړي او هغه پيسې يې چیرته لګولي دي؟
کرزی او ډله ټپله يې باید په دقیقو ارقامو کې ملت ته رپوټ ورکړي چې له ایران او نورو سرچينو څخه يې له کومه وخته پيسې تر لاسه کړي ، د پيسو اندازه او د لګښت ډول يې باید دقیق بیان کړي. لکه پورته چې وویل شو دا څو زره نه بلکې د میلیونو ډالرو خبره ده چې باید ملت ته هغو حساب  ورکړل شي.
داود زی د سوغاتونو په تر لاسه کولو اعتراف کوي او دا کار د هیوادونو تر منځ په اړیکو کې عادي کار بولي. داود زی دا خبره هیروي چې کرزی او داود زی د افغانستان د ملت په استازيتوب دغه سوغاتونه تر لاسه کوي نو ځکه دغه سوغاتونه په ملت پورې اړه لري او دوی يې باید د رسنیو تر وړاندې ملي موزیم  او یا دولت ته وسپاري. دوی که دغه مقامونه نه لرلی نو دغه سوغاتونه به هم  چا دوی ته نه وای ورکړی.
دواد زي ځنې کتابچې وښودلې چې ګنې ددې پيسو حساب په کې لیکل شوی، داود زي وویل چې موږ ټول لګښتونه دلته لیکلي او کله چې پيسې پای ته ورسېږي نو ایران ته د پيسو رپوټ وړاندې کوي، ده دا خبره په یو داسې انداز کې وکړه چې  یوه داسې افاده ورکوي چې که دوی د پيسو د خوړلو اراده هم ولري خو دا کار نه شوي کولی ځکه ایران هم له دوی څخه  دپيسو حساب غواړي. هو دا خبره بيخي د منلو وړ ده ځکه ايران د پيسو په بدل کې د یو لړ کارونو د ترسره کولو پلان هم خپلو غلامانو ته ورکوي او له دوی رپوټ غواړي چې آیا هغه دندې يې ترسره کړي او که نه؟ یانې پيسې د کار په مقابل کې ورکول کېږي، ایران هسې د پيسو خيرات نه دی کړی. او هغه کارونه کوم دي چې ایران يې د کرزي او داود زي او نورو پټو او ښکاره اجنټانو  له لارې په افغانستان کې د هغو د ترسره کولو هيله لري؟
ځنې دغه دندې د بهرنیانو په تړاو دي چې پورته ترې یادونه وشوه خو ځنې يې د افغانستان د اوس او راتلونکي په تړاو دي.  ټول ملت شاهد دی، او پورته کې هم یادونه وشوه ، دغه پيسې د ایران د ګټو دپاره په کارول کېږي چې دلته به يې ځنې بېلګې یادې کړو: تر ټولو لوی هدف د افغانستان کولتوري اشغال دی. په دې لړ کې دا فاکتونه یادولی شو. د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د ملي ضد کړنو له امله د افغانستان پارلمان وشړلو خو د مودې په تیریدلو هماغه وزیر پر هماغه څوکۍ نصبېږي آیا دا د ايراني پيسو کمال او کوډې نه دی؟ په شمال کې پښتانه ځورول کېږي او ځمکې او جایدادونه يې د زور واکانو له خوا نیول کېږي ، خو کرزی او قانون يې پټه خوله پاتې کېږي؟ په کابل او بهسودو کې کوچيان او هزارګان جنګول کېږي خو کرزی او قانون يې وړونددي. ملي ترمينالوژي چې د کرزي تش په نامه اساسي قانون کې ترې یادونه شوي د همدې ایراني پلوه رسنیو له  خوا تر پښو لاندې کېږي  خو کرزی پرې کوڼ او بې خبره دی. هغه ملي رسنۍ چې د ایران له بې شرمانه لاس وهنو  څخه پرده اوچتوي د کرزي د ادارې له خوا يې خپرونې تړل کېږي، لکه د آيينه تلویزیون. افغان او افغانستان دښمنه خپرونې په بشپړه آزادۍ خپرونې کوي او د کرزي چرت پرې خراب نه دی. افغانان په ډله ایزه توګه په ایران کې اعدامېږي خو د کرزي د ادارې چرت پرې خراب نه دی. د افغانستان په قلمرو کې افغاني اتباع د ايراني پوځيانو له خوا ويشتل کېږي خو د کرزي او  د هغه د ادرې غږ له ستونې نه راوځي. داسې نور بې شیمیر بېلګې شته چې د ایراني پيسو اغېزه د افغانستان د بربادۍ په لاره کې ثابتوي. افغانان باید دا تورې ملي ضد څېرې و پيژني او په افغانستان کې د یوې رښتنې ملي او مترقي دولت د جوړيدو دپاره خپلې هسې متحدې کړي. او ځانونه او هیواد د تورمخو ددغه تور او وطنپلور رژیم له شره د تل دپاره وژغوري.


سرچینه د بوستون کلوب د اکتوبر ۲۴.
تاند
سپرغۍ