ناتو په افغانستان کې د پاڼ اوپړانګ ترمنځ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
عبدالرحمن فرقانی
سربیره په دې چې امریکا د ناتو دپیمان یو بنسټیز غړی هیواد دی ، خو په مجموع کې د ناتو پیمان د اوروپای هیوادونو  د سیاسی او نظامی مصلحتونو دساتلو لپاره رامنځ ته شوی دی ،
او سره لدې چې امریکا د ناتو د نظامی تړون په پریکړو کې اساسی رول لري ، خو د ناتو پیمان دخپل تاریخ په اوږدو کې د امریکا سیال او نظامی رقیب روسیه هم له پامه نه ده غورځولی ، او ډير ځله خو د ناتو د غړو هیوادونو له لوری هڅه شوی تر څو روسیه د ناتو په پیمان کې شریکه کړي ، له کومه ځایه چې امریکا د ناتود پیمان په تاسیس او بینیاد ایښودلو کې بنسټیز رول درلود ،  او له لویدیځې اوروپا سره  چې  د ناتو دپیمان بنیاد تشکیلوي ئې ژورې او لنډې اړیکې درلودې نو د روسیې شریکیدل یې د ناتو په پیمان کې ردول ، د امریکا د دې دریځ سربیره د لویدیځې اوروپا ګڼ شمیر هیوادونو کوښښ کړي چې روسیه د ناتو په پیمان کې شریکه شی .
که امریکا نه غوښتل چې روسیه د ناتو په پیمان کې شریکه شي ، روسانو هم په خپل وار د افغانستان له اشغال نه وړاندې او دافغانستان داشغال په ترڅ کې نه غوښتل چې د ناتو د پیمان غړی هیواد شي ، ځکه چې روسیې د خپل نظامی قوت پربنسټ دې ته غاړه نه ایښودله چې په هغه پیمان کې غړی هیواد شي ، چې په ډیرو پریکړو ئې د روسیې رقیب اوسیال هیواد امریکا مسلطه وي ، لدې ځایه به ئې د هر وړاندیز په ځواب کې د خپل ګډون لپاره د ناتو په منشوراو کړنلاره کې د بدلونونو غوښتنه کوله ، تر څو د روسیې د مصلحتونو سره برابره تګلاره وي ، او دروسیې سیاسي مصلحتونه هم پکې خوندي وي ، نو لدې امله د روسیې ګډون په ناتو کې شونی نه ؤ .
په افغانستان کې د روسانو له شکست نه وروسته په ناتو کې ګڼ شمیر اوروپایی هیوادونو روسیه ته په ناتو کې دګډون بلنه ورکړه ، په دې هیله چې روسیه له سیاسی او نظامی لحاظ نه کمزوری شوې ده ، نوکیدای شي چې د ناتو د پیمان منشور ته پرته له ژور بدلون څخه غاړه کیږدی او د ډیر ژور بدلون غوښتنه ونه کړي ، د دې وړاندیزونو په ترڅ کې امریکا پر افغانستان نظامی یرغل تر سره کړ ، او د تروریزم د ځپلو تر شعار لاندې ئې د ناتو پیمان هم په دې یرغل کې له ځانه سره ملګری کړ ، څرنګه چې امریکا نه انګیرله چې په افغانستان کې به له کومې ستونزې سره مخ شي ، او څرنګه ئې چې د ناتو د پیمان غړو هیوادونو ته هم دا ډاډ ورکړی ؤ ، چې افغانستان جنګ ځپلی هیواد دی ، او په سیمه کې سیال قوت هم راپرزیدلی دی ، نو د کومې لویې ستونزې اندیښنه ئې نه احساسیږي ، خو په افغانستان کې شرایط ورځ تر بلې د امریکا او ناتو د هیوادونود هیلو پرخلاف روان وو ، د وسلوال مقاومت کچه ورځ تر بلې ډیریدله ، د ناتو د پیمان د غړو هیوادونو په ځواکونو کې مرګ ژوبله ورځ تر بله لوړیدله ، د امریکایی ځواکونو د خود سرانه عملیاتو په پایله کې د یرغلګرو ځواکنوپه ضد احساسات په خلکو کې راپاریدل ، د خصوصي امنیتي شرکتونوچې اکثریت ئې امریکایی شرکتونه دی خپل سرانه عملیات د خلکو ژوند تنګ کړ ، د هر بیګانه او بیوزله افغان ژوند ئې له ګواښ سره مخ کړ ، په ټولنه کې ډاډ او اطمینان خلکو له لاسه ورکړ ، د خلکو د کورونوحریم له تجاوز او تیری سره مخ شو . د دې غیر مسؤلانه عملونو په چاپیریال کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په وړاندې د دښمنۍ احساسات راوپاریدل ، او بهرنی ځواکونو له کړکیچونو سره مخ شول .
د ناتو ګڼ شمیر اورپایی هیوادنه د امریکا د خود سرانه عملونو نه اندیښمن شول ، اوپه دې نتیجه ورسیدل چې د افغانستان له ګرداب څخه د وتلو لاره پیدا کړي ، او له حکومتونو سره ئې دا ویره پیدا شوه چې په افغانستان کې د امریکا د ملګرۍ په پایله کې دخپلو ملتونو حمایت له لاسه ورنه کړي ، اوپه واقعي بڼه هم داسې جریانونه او حرکتونه د اوروپا په هیوادونو کې راښکاره شول چې په افغانستان کې د امریکا لپاره ئې د خپلو زامنو اوځوانانو قربانی نه شوی زغملی . نو لدې ځایه اوروپایی  ځینی هیوادونو د کابل د حکومت د سولې پروسه په کلکه تاید کړه ، پدې هیله چې دافغانستان کشاله دسولې له لارې اواره شي ، او دوی وکولای شي په مسالمت آمیزه توګه له افغانستان څخه ووځي ، خو که د اوروپا ځینو هیوادونو دا پروسه تائید کړه ، مګر امریکا بیا په خپل وار د دې پروسې د پرمختګ په لاره کې تیږې واچولې ، کله ئې د دولت او مخالفینو تر منځ د بې اعتمادۍ فضا را منځ ته کړه ، او کله ئې د نظامی عملیاتو په ذریعه دا پروسه زیانمنه کړه .
داسې ښکاري چې د ناتو ځنی اوروپایی هیوادونه غواړي یوځل بیا په کلکه روسیه ته د ناتو په پیمان کې د ګډون بلنه ورکړې وي ، تر څو وکولای شي د افغانستان جګړې ته د روسانو په مرسته زر تر زره دپای ټکې کیږدي ، او دوی وکولای شی له افغانستان نه ووځي . خو پوښتنه دا ده چې آیا هغه هیوادونه چې د امریکا په خلاف غواړی د افغانستان جګړې ته د پای ټکي کیږدي به وکولای شی د امریکا د ارادې او مصلحت پر خلاف روسیه په دې جنګ کې شریکه کړي ، او هغو بدلونو نوته به د ناتو د پیمان په منشور کې غاړه کیږدي چې روسیه ئې له یوې اوږدې زمانې راپه دې خوا د ناتو په تړون کې غواړي ، په داسې حال کې چې امریکا په دې پیمان کې یو پیاوړی غړی وي ؟ .
د روسانو له ورستیو څرګندونو نه ښکاری چې دوی د ناتو په پیمان کې  هغه پخوانی بدلونونه غواړي ، چې له وړاندې ئې غوښتل ، او کیدای شي چې د ناتو ځینو هیوادونو د افغانستان له ګرداب څخه خپله د وتلو لاره د روسانو ګډون د ناتو په پیمان کې بللې وي ، او له بل لوری د ناتو په پیمان کې د امریکا یکتازۍ ته سیال پیدا کړي ، چې د ناتو په پریکړو کې د امریکا اغیزه تر یوه حده محدوده کړي .
په دې کې شک نه شته چې روسان د افغانستان په کشاله کې پریکنده مرسته کولای شي ، او په ناتوکې اوروپایی هیوادونه ته په افغانستان کې اغیزمنه مرسته وړاندې کولای شي ، چې لدې کړکیچ څخه ئې وژغوري ، خو آیا د ناتو هیوادونه د امریکا د پاڼ پرغاړه ولاړ د دغه روسي پړانګ غوښتنو ته غاړه ایښودلی شي ؟ .
عبدالرحمن فرقانی