له ولسمشر حامد کرزي سره صادقا نه چلند نه دي شوي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
دافغانستان لپاره دملګرو ملتو پخوانی استازی کا ايدي درویترز له  خبرې ا ژانس سره په مرکه کې ویلی دى چې د ا مريکا د متحده ايالاتو پرله پسي فشارو نه به په حا مد کرزي او دده په کاري ټيم منفى اغيزې ونه کړى،
د افغا نستان لپاره د ملګرو ملتو دسا زمان پخوا ني استا زى په دغو څرګندونوکې د بارک او باما په اداري اود افغا نستان او پا کستان لپاره ددغه هيواد په استا زي ريچارد هالبروک نيوکى و کړى چې غواړي دجمهور رئيس حامد کرزي حکومت په يوډول نه يوډول کمزوري کړى ده د لويديځ کړنو ته په اشاري سره ويلي دي چې له جمهور رئيس حامد کرزي سره صادقا نه چلند نه دي شوي کاي ايدى درويترز له خبرې ا ژانس سره په مرکه کې د افغا نستان او پا کستان لپاره د ا مريکا ځانګړى استا زي ريچاردهالبروک ته په خطاب کې ويلي دي :افغانستان بالکان نه دى چې په زور زيا تې سره خلک موافقى رسيدو ته اړ کړاى شي د ملګرو ملتو دسا زمان دغه ديپلو مات چې په افغا نستان کې يي دماموريت دوره دروان کال د وري په مياشت کې پاى ته رسيدلى ده ،دافغانستان په باب يو کتاب ليکلى دي  ده په دې کتاب کې د افغا نستان لپاره د ا مريکا په ځانګړى استازي ريچاردهالبروک نيو که کړى ده چې دې په دې نه دى بريالى شوي د افغا ني ټولنې په پيچلتيا پوه شي
د افغانستان لپاره د ملګروملتو پخوانی استازي کای ایدې ،چې د ۲۰۱۰ کال تر مارچ پوري په کابل کې په کار بوخت وو، همداراز د ناټو له غړیو هیوادونو وغوښتل چې د روانې میاشتې په نولسمه او شلمه د پرتګال د لیزبون په سرمشریزه کې هم د افغانستان د ماموریت پر دوام ودرېږي او له دې هیواده د ځواکونو د ایستلو په باب پرېکړه شرایطو ته په پام سره وکړي،دنوموړی په نظر دځواکونو ایستل باید دامریکا دسیاسی مهالویش پر اساس نه وی دیکته شوي چه نن سبا ځان ډیر مسلط بولی
د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی استازی وايي چې د افغانستان له ولسمشرسره د امریکا بد چلند ناوړه نتیجې لري او له طالبانو سره خبرې د سولې یوازینۍ لار ده
ایدې د ولسمشربارک اوباما پر حکومت او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پر خاص استازي ریچارد هولبروک په دې خاطرنیوکه وکړه چې د ده په وینا له ولسمشرکرزي سره د امریکا اړیکې زیانمنوي.ده همداراز ویلی چه دولسمشر کرزی بی ضرورته توهینول دامریکا دمتحده ایالاتو او افغانستان تر مینځ پر اړیکو ناوړه اغیزی شیندی
پر کرزي د تیر کال د اسد د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته لوېدیځوالو په تیره بیا د ولسمشراوباما د ادارې چارواکو په انتخاباتو کې د درغلۍ په نوم سختې نیوکې وکړې او له همدې کبله اوس په افغانستان کې عام تاثر دا دی چې ریچارد هولبروک د پاکستان ملګری او د افغانستان مخالف دی.
کای ایدې په عین حال کې وویل چې اوس مناسب وخت دی چې د افغانانو خبرې پیل شي .«له اوسه د راتلونکي کال تر لومړیو میاشتو پوري به د جنګ میدان سوړ وي .دا وخت خورا مهم دی چې له طالبانو سره د تماسونو لپاره پکې کار واخیستل شي.»
ده وړاندیز وکړچې که منځګړتوب ته اړتیا وي نو د دې کار لپاره تر ټولو ښه کاندید لخدر ابراهیمي دی چې پخوا د افغانستان او الجزایر لپاره د ملګروملتو خاص اسازی وو.نوموړی مسلمان دی او له امریکایانو سره ډېر نژدې نه دی.
ده ټینګار وکاوه :څه چې مهم دي دا دي چې د خبرو پروسه تر راتلونکي کال دمخه پیل شي خو د دې کار لپاره نړیوالې ټولنې ، د افغانستان ګاونډیانو،طالبانو او په خپله افغانانو ته پکار ده چې ځینې سختې پرېکړې وکړي .
دکابل او واشنګټن ترمنځ اړيکى په ښکاره ډول د ايران له خوا د افغانستان د جمهوري رياست ماڼې ته دپيسو د ورکولو په باب دنيويارک ټايمز دخبر له خپريدو وروسته يوڅه ترينګلى شوي ددغه خبر له خپريدو وروسته افغان مقا ما تو وويل چې له مرستندويو هيوادونو څخه دپيسو ترلاسه کول د افغا نستان لپاره کوم پټ کارنه دى په همدى حال کې سياسي پوهان ددغه خبر خپرول دخصوصي امنيتې کمپنيو دړنګولو په قضيى پورې اړوند بو لي دوي وايي امريکا غوا ړي ددغه خبر په خپرولو سره چې کوم پټ کارنه و په يوډول نه يوډول په افغا نستان کې د خصوصي امنيتې کمپنيو دړنګولو مخه ونيسې په دې وروستيو وختو کې جمهور رئيس حامد کرزي په هيواد کې دثبات د تامينولو لپاره دخصوصي امنيتې کمپنيو دړنګولو په باب يو فرمان صادرکړ خودسياسي پو ها نو دڅرګند ونو له مخې لويديځ د هغوګټو په خاطر چې له خصوصي امنيتې کمپنيو څخه يي ترلاسه کوي په بيلا بيلو ډولو نو غواړي د جمهور رئيس دفرمان دتطبيق مخه ونيسي،پای سلام خان