منځ دوره يي انتخابات او د امريکا ناڅرګنده راتلونکې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
هدايت الله هدايت
د ټايمز د مجلې د سیاسي خبريال جو کلين (Joe Klein) د څو برخو  ګزارش  لنډيز
نن د امريکا د کانګرس د پاره  ددې هيواد د منځ دوره ي انتخاباتو ورځ  ده . د «ټايم» د معتبري مجلې خپل يو کهنه پيخه  نامتو سیاسي خبريال جو کلين (Joe Klein) د امريکا و ۱۲ ایالاتو ته لېږلی
  ترڅو د خپل ۲۴ ورځني سفر په ترڅ کي و مجلې ته ددغه انتخاباتو په هکله د خلکو نظریات را ټول او د هغوی نبض  معلوم کړي . نوموړي د خپل سفر په پای کي   داسي نتيجه اخيستې ده چي  رايي ورکوونکي نور مايوسه سوي او خلک داسي فکر کوي چي د امريکا د ملت طلايي  دوران نور  تېر سوی دئ  . دغه حالت شايد په ظاهره داسي تحليل سي چي ډموکراټان  د نوامبر د دوهمي نيټې په انتخاباتو کي ماته خوري .

جو کلين  په خپل  دغه ژوندي  ګزارش کي  چي په زياتو برخو کي خپور سوی دئ  وايي، چي  په دې نيژدې ورځو کي  امريکا د فونيکس  ښار   د مدني نهادو څو مشران سره راټول سوي وه  څو  د امريکا په باره کي خبري وکړي . په دې خبروکي ګړی به لا نه وو تېرسوی چي د خبرو جريان  به د عثماني امپراتورۍ د زوال و موضوع  ته را کښېوت . په واقعيت کي دا هغه څه دي چي  نن سبا  کله چي په  امريکا کي دسیاسي نخبه ګانو  بانډارونه جوړيږي  نو پر دې موضوع باندي زياتي خبري کيږي . اساساً ددې موضوع  د طرحي اهميت په دې ټکي کي پروت دئ  چي  د يوه ملت په حيث  امريکايان فکر کوي د هغوی طلايي ورځي نوري تيري سوي دي ، يعني زموږ اولادونه به ددې پسته  د رفاه د هغه  ښه ژوند په زمانه کي چي موږ  پکښې اوسېدلو، نور   ژوند ونکړي  او همدارنګه  چين  هم  زموږ څخه د کارو سرر يښته  په لاس کي نيولې ده .

په دې غونډه کي زیاتره حاضر خلک جمهوري غوښتونکي وه ، خبري او بحثونه په ښه درځ سره روان وه ،خو دا بحثونه داسي نه وه  لکه په عادي  ټلوېزوني  برنامو کي چي  کاذبه او هيجاني مناظرې    تل  د خلکو تر سترګو تيريږي  .په دې لړ کي د آريزونا پخوانی قاضي ګرانټ ووډز  د خپلو څرګندونو په ترڅ کي ويلي دي  چي  زه  په خپل ټول ژوند کي داسي روزل سوی يم چي فکر کوم، موږ امريکايان تر ټولو بنی آدمانو بهتره خلک يو، يعني اول لمبر يو او تل به همداسي پاتي يو . خو هغه څه چي نن  يې موږ د سر په سترګو وينو، هغه    دا چي  دغه روزګار نور اوبو وړی  دئ . په واقعيت کي  دخلکو فکر  هم په   همدې  خراپ دئ  چي  زموږ پای به څه وي، د امريکا دولتي کردار  دغه بهير لا نور هم چټک کړی دئ  .
البته ووډز يو جمهوري غوښتونکی شخص دئ    دهغه  خبري محافظه کارانه  جهت لري ،  خو دغه عقیده د امريکا په عوامو کي يوه شايع سوې نظريه ده چي په يوازي توګه نسي کولای هغه خښم بیا ن کړي چي  ما د خپل ۲۴ ورځني سفر په جريان کي د سر په سترګو وليد  . خلک د سیاسي شعور ويوې  خورا لوړي سطحي ته رسېدلي دي .

کارټ ډيويس چي  د جمهوري غوښتونکي ګوند د عامه اړيکو مشاور دئ هغه هم په همدغه غونډه کي ورته  موضوع  مطرح کړې وه . هغه ددې سره موافق وو چي امريکايي ارزشونه د سخت دريزه  چپيانو لخوا چاپېر  سوي دي، خو دايې هم وويل  کله چي زموږ د ټولني متوسط قشر  راسته جريان  تر څېړني لاندي نيسي نو هغوی دغه واقعيت ويني چي آزاد تجارت هغوی څونه بيچاره کړي دي ،  همدا وجه ده چي هغوی د دواړو خواوو څخه نا اميده کيږي . زه نسم کولای خپلو ماشومانو ته ووايم چي  هغوی به په راتلونکي کي  يو داسي مناسب شغل ولري چي تر دېرشو کالو پوري به دوام وکړي  او د تقاعد په وخت کي به دهغه څخه يوه کافي اندازه معاش  هم  تر لاسه کړي . که زه  هغوی ته داسي څه  وايم ، نو درواغ به مي  ورته ويلي وي .

خلک اوس په دې پوهيږي چي دداسي آيندې بريښکه  نسته او له همدې کبله هغوی عصباني دي . اوباما هم ددغه عصبانيت په وجه و بري ته ورسید خو ددغه خښم او تشويش د رفع کېدو په خاطر يې هيڅ اقدام ونکړ . نن خلک تر عصبانيت زیاتره تشويش لري او وار خطا دي . په دې سفر کي ما د لسهاوو کانديدانو او په سلهاوو رايي ورکونکو سره وليدل . رای ورکوونکو تر سیاستوالو زیات  پر خپلو مواضعو باندي  ټينګ وه . د هيواد په هکله چي په رسنيو کي کوم بحث روان دئ، عام خلک په هغه باور نلري  او په ليدو او اورېدو  يې ستړي سوي دي .

ماته د فونيکس اوسېدونکې  ليزا اورايس نومي يوې تاجري وويل  « زما د ډموکراټانو سره نه ده جوړه ځکه چي معلومه نه ده هغوی په څه شي پسې روان دي . خو د جمهوري غوښتونکو څخه ځکه  کرکه لرم چي په دې پوهېږم  هغوی څه شي غواړي ! » . دغه شاني عقاید هر ځای سته . خلک په خپلو فرضیاتو کي نوې کتنه کوي . دغه ملت د ځان پېژندلو او مستقل فکر کولو په حالت کي دئ . خلک په دې باور دي چي د واشنګټن اداره  په نه جوړېدونکي توګه فاسده  سوې ده .

د امريکايانو لوی خېلونه د هغه جنګي حالاتو څخه چي د سپټامبر د يولسمي را وروسته را منځته سوي دي هم وارخطا او عصباني دي . هر بحث چي شروع کيږي  بس د افغانستان ماجرا يې په سر کي ځای نيسي . د چين نوم هم زیات تا وبالا کيږي  . خلک د افغانستان و  جګړ ې ته او هغه و   بري ته رسول د شک په سترګه ګوري، هر کله چي ددې جګړې په هکله  پوښتنه وسي نو هغوی خپل عکس العملونه د هېښوونکي مصارفو   په ښودلو سره څرګنده کړي .

د عمومي افکارو په داسي يوه متشنجه ماحول  کي بارک اوباما ځای نلري . هغه ته درناوی کيږي خو څوک شاباسی نه ورته وايي . خلک د هغه څخه نا اميده دي . و وال سټريټ ته د بوش او اوباما مالي مرستي  د خلکو نفرت را پارولی دئ . د دولت لخوا د جنرال موټرز او کرايسلر د شرکتو نجات هم  يو ناسولټه عمل ارزول سوی دئ . د دولت سره د امريکايانو موضع د شک او ترديد موضع ده . اوباما حتی د خپلو جدي طرفدارانو په منځ کي و يوې سياسي معما ته پاته کيږي . د آرمانو او آرزوګانو يو وچ سمبول  . ډېرخلک په دې باور نلري  چي د امريکا سیاسي رهبران به وکولای سي و وضعي ته سر و سامان ورکړي . امريکا تل د بېلابېلو مليتو د استوګني ځای وو او ما د امريکا څخه  هميشه همداسي يو تصور درلود، خو اوس دغه حالت زیاتره و يوه باتلاق  ته  ورته دئ  .

مأخذ : د ټايم  په  مجله کي ددغه  لاندي لينک پرله پسې  لړۍ

پر دغه ځای کلیک کړۍ