محمد اکبر کرګر
دجهاني په زياترو شعرونو كې ان په ازادو نظمونو كې دتصوير ونو اوانځورونو په تناسب عاطفه اواحساس ډير پياوړى دى ٠ شاعر تخيل اوانځور كښنې ته اړه نه احساس كوي

تصوير په نوم شعر :
سړه دژمي شپه ده زه ستا له يادونو سره
لكه ماشوم په وړانگو لوبي كوم
ستا دتصوير مخې ته ودريږم
اودا يوه لحظه دې خپله كمه
هلته سينه كې غوليدلى زړگى وخوځيږي
اوپردۍ مينې ته ټوپونه وهي
تصوير ژوندى شي سترگې ورپوي
پر شونډو بيا گرځي زاړه قولونه
بيا دسبا دلمر ختو په طمع
شپه تر سهاره شمعې ولگيږي
سترگې سوځي
خو يو ناڅاپه دتصوير له سترگو
دژوند اومينې رڼا وتښتي
قولونه مړه سي
زه اوتصوير پاته سو
اوزړه هم نه وهي زاړه ټوپونه
دواړه لاسونه ليوني لاسونه
بې ارادې دتصوير خواته ځغلي
تصوير څيرې اوژمنۍ سكروټې
لمبه لمبه كي دكلو خيالونه
لايي لمبه په سترگو وينمه خاموشه نه ده
لا دتصوير بې نوره سترگې زما پر لور كږې دي
چې په سينه كې مې دزړه په تل كې
ستا له تصويره سره مينه نوى اوربلوي
اوپه رگونو مې بڅري گډ سي
نور دې تصوير ته هم كتلاى نه سم
يوه لحظه دې خپلولاى نه سم
اودادژوند سره ملگري لمبې
دا په رگونو كې ژوندي بڅري
دادتيارو دا درڼا ملگري
ستا دخيالونو له محله سره
په تصوريرونو رويباري نه كوي
۹۲ - ۳ - ۱۲
پورتنى ازاد شعر چې دانځور كښنې په زړه پورې بيلگه ده . دچا خبره دخوب اوبيدارئ تر منځ ديو حالت شاعرانه تصوير دى . چې لوستونكي ته پيښه په مخ كيږدي . حادثه له خيال نه هستيږي . ذهن عينيت ايجادوي اوپه تدريج سره لوستونكې داسې حالت ته راولي چې گويا له يوې واقعي پيښې سره مخامخ دې . حادثه سره له دې چې ټوله دراوي په ذهن اوخيال كې غځيږي . خو شاعر په لوستونكي په وړاندې ديو ډول مصنوعي خوب دغالبولو نه كار اخلي اولوستونكى او اوريدونكى له ځانه سره مل كوي ، بلكې په حادثه كې ورته گډون وركوي ، اوبالاخره كيسه پاى ته ورنږدې كيږي . دجهاني دا ډول شعرونه په ډيرو ساده كلماتو اوتصاويرو كې سينگار شوي دي خپل وزن يي هم دنويو معاصرو ادبياتو اوهم دپښتو ژبې دقدرت په بركت ساتلى دى .