اسلامی ارزښتونه (څورلسمه برخه )
لیکنه : ابوالاعلی مودودی
ژباړه: عبدالرحمن فرقانی
پینځم باب
دعبادت مفهوم ، لمونځ ، روژه ، زکات ، حج او د اسلام حمایت
په تیر شوی باب کې تا ته روښانه شوه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته په پینځوخبرو دایمان راوړلو لارښونه کړی ده ، چې عبارت دي له :
۱ – پر خدای تعالی چې یو دی ، شریک نه لری ایمان راوړل .
۲ – د خدای تعالی په ملائیکو ایمان راوړل .
۳ – د خدای تعالی په کتابونو ایمان راوړل ، په ځانګری توګه پر قرانکریم باندې .
۴ – د خدای تعالی په پیغمبرانو ایمان راوړل ، په ځانګړی توګه په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندې .
۵ – د آخرت په ژوند ایمان راوړل .
دا داسلام بنیاد دی ، کله چې ته په دې پینځو خبرو ایمان راوړې نو ته مسلمان او دمسلمانانو په ټولي کې داخلیږي ، خو تر اوسه پوره مسلمان نه ئې ، انسان هغه مهال پوره مسلمان کیږي ، چې د هغو احکامو اطاعت او فرمانبرداری وکړي ،چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالی له لوری د موږ د لارښونې لپاره ته راوړي دی . ځکه چې د ایمان راوړلو سره پرتا باندې اطاعت کول هم لازمیږي ، او د دغه اطاعت او پیروۍ نوم اسلام دی . ګوره ! تا اقرار کړی چې الله تعالی ستا خدای دی ، د دې مانا دا ده چې ته د هغه بنده او هغه ستا پروردګار دی ، هغه ستا فرمانروا دی اوته دهغه فرمانبردار اوپیرو ئې ، اوس که تا هغه خپل فرمانروا اوپروردګار ګڼلي اوبیا ئې فرمانبرداري نه کوی په حقیقت کې ته دخپل اقرار پر بنسټ او موجب سرکش اوباغی شوې . بیا تا دا ومنله چې قرانکریم دالله تعالی کتاب دی ، د دې مانا دا ده چې په قرانکریم کې چې هر څه دی هغه دالله تعالی فرمان او اوامر دي ، اوس پرتا لازمیږي چې د هرې خبرې پیروی او اطاعت ئې وکړې ، او هر حکم ته ئې د تسلیم سر خم کړې . بیا تا دا هم منلې چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دالله تعالی پیغمبر دی ، دا په حقیقت کې په دې خبره اقرار دی ، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم هر حکم او امراوهرمنعه اونهې د الله تعالی له لوری او دهغه تعالی امر او نهې ده ، اوس د دې اقرار نه وروسته د رسول الله صلی علیه وسلم اطاعت پرتا باندې فرض کیږي . د دې لپاره ته هغه وخت پوره مسلمان کیږي ،چې ستا عمل ستا ایمان ته ورته وي او ورسره مطابقت ولري ، که نو څومره چې ستا د عمل او ایمان تر منځ توپیر وي په هغه کچه به ستا ایمان ناقص وي .
راشه! اوس به موږ تا ته وښیو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته د الله تعالی د رضا مطابق د ژوند کولو تګلاره څرنګه ښولې ده ، په کومو شیانو ئې د عمل کړلو امر کړی او د کومو شیانو نه ئې د ځان ساتلو او ممانعت حکم کړی ، په دې اړوند تر ټولو وړاندې هغه عبادتونه دی چې پرتا فرض شوی دي .
د عبادت مفهوم
د عبادت مانا په اصل کې بندګي ده . ته (عبد ) بنده ئې او الله تعالی ستا معبود دی . بنده چې د خپل معبود او پرودګار په اطاعت او فرمانبردارۍ کې هر څه وکړي هغه عبادت دی ، مثلا ته د خلکو سره خبرې کوې ، د دې خبرو په ترڅ کې که تا د درواغ ، غیبت ، فحش ګویۍ ، څخه د دې لپاره ځان وساته چې الله تعالی لدې څخه ته منعه کړی ئې ، اوهمیشه د ریښتیا ، انصاف ، عدل ، نیکي ، پاکي خبرې د دې لپاره وکړې چې الله تعالی ئې خوښوي ، نو ستا دا ټولې خبرې عبادت دی ، سره لدې که دا ټولی خبرې د دنیوی کار اوبار په هکله هم وي . ته د خلکو سره راکړه ورکړه کوي ، په بازار کې پلورل او رانیول کوی ، په خپل کور کې د خپلو ورڼو او خویندو او دکورنۍ نورو وګړو سره ژوند کوې ، د خپلو ملګرو او دوستانو سره ناسته پاسته کوې ، که په دې ټولو خبرو کې تا دالله تعالی احکام او قوانین پلي کړل ، د هر یوه حقوق دی د الله تعالی د قانون سره په دې باور پرځای کړل ، چې الله تعالی پرحکم کړي ، او د خلکو د حقوقو د خوړلو څخه دې په دې باور ځان وساته چې الله تعالی ترې منعه کړی ئې ، نو ګویا ستا دا ټول ژوند دالله تعالی په عبادت کې تیرشؤ . که تا د کوم بې وزله سره مرسته وکړه ، او دکوم نا روغه پوښتنه دوکړه ، او کوم وږي ته دې ډوډۍ ورکړه ، اوپه دې ټولو کارنو کې د کوم شهرت او شخصی ګټه مراد نه وه ، بلکې دا ټول د پدې نیت تر سره کړل چې الله تعالی درنه خوشخاله او رضا شي ، نو دا ټول په عبادت کې شمیرل کیږي .
تا تجارت او یا کوم صنعت یا مزدوري وکړه ، او په دې تجارت ، صنعت او مزدوري کې دې پوره امانت داري او ایمندارۍ نه کار واخیست ، حلاله روزي د ګټله ، او دحرامو نه دې ځان وساته ، نو دا روزي پیدا کول هم د الله تعالی په عبادت کې شمیرل کیږي ، حال دا چې تا د خپلی روزۍ د پیدا کولو لپاره زحمت ګاللی ، خلاصه دا چې په هره دنیوی معامله کې د الله تعالی نه ویره ، او دهغه تعالی رضا حاصلول ، د هغه د قانون پیروی کول ، هره هغه ګټه له لاس ورکول چې د الله تعالی د قهر او عضب موجب ګرځي ، هر هغه زیان د الله تعالی په لاره کې منل چې د ده تعالی د رضا موجب ګرځي په حقیقت کې د الله تعالی عبادت دی . دا راز ژوند کول سر تر پایه عبادت دی ، آن تر دې چې په داسې ژوندانه کې خوړل ، څښل ، ګرځیدل ، بیده کیدل ، ویښیدل ، خبرې کول هر څه عبادت دي .
دا دعبادت اصلی مفهوم دی ، او داسلام اصلی مقصد هم دا دی چې مسلمان بنده دا راز عبادت ګذار بنده وي ، د دې مقصد لپاره اسلام څوداسې عبادتونه فرض کړي دي ، چې انسان د دې لوی عبادت لپاره تیاروي ، داسې وګڼه چې دا واړه واړه عبادتونه د دې لوی عبادت لپاره ټرننګ کورسونه دي ، کوم سړی چې دا ټرننګ کورسونه ښه زده کړی او پرځای ئې کړی ، هغه به دا لوی عبادت هم په سمه توګه پرځای کړي . د دې لپاره دا واړه واړه عبادتونه فرض عین ګرځول شوی دي ، او هغوی د دین ارکان او ستونونه ټاکل شوی دي ، په کوم ډول چې یو عمارت پر څو ستونونو ولاړ وي ، دا راز د اسلامی ژوندانه عمارت هم په دغو ستونونو ولاړ دی ، که هغه دې ړنګ کړل نوپه حقیقت کې دې د اسلام عمارت ړنګ کړ .
لمونځ
په فرایضو کې تر ټولو لومړی فرض لمونځ دی ، دا لمونځ څه شي دی ؟ په ورځ کې پینځه واره د هغه عمل او ژبې په ذریعه د هغه شیانو تکرار چې تا پدې ایمان راوړی دی ، ته چې سهار راپاڅي ځان پاک او ستره کړی تر ټولو وړاندې د الله تعالی حضور ته حاضریږي ، د هغه په وړاندې دریږي ، کښینې ، پاڅې ، په ځمکه سر ږدې د خپلې بندګۍ اقرار کوې ، او دهغه څخه مرسته غواړې ، د هغه نه هدایت او لارښونه غواړې ، د هغه تعالی سره د اطاعت عهد تازه کوې ، د هغه د رضا دحاصلولو او دهغه د غضب نه دځان ژغورنې په وار وار هیله کوې ، د هغه د کتاب سپیڅلي ټکي لولی ، د هغه د رسول په ریښتیاتوب شهادت ورکوې ، او هغه ورځ هم یادوي چې د هغه تعالی په وړاندې به د حساب او کتاب له پاره حاضریږې ، دا راز ستا ورځ پیل شوه ، څو ګړۍ په خپلو کارونو بوختیږي ، بیا ماسپښین مهال موذن درته بلنه درکړی چې راشه د څو دقیقولپاره دا سبق بیا تکرار کړه ، هسې نه چې چې دا سبق دې ویر شي او دالله تعالی له عبادت نه غافل شې ، خپله ایمان تازه کړې اوبیا د خپلو دنیایی کارونو ته وروګرځې ، څو ګړۍ وروسته بیا مازدیګر مهال بلنه درکړل شې او خپل ایمان تازه کړې ، لدې وروسته ماښام شي اوبیا شپه پیل شي ، دسهار پیل چې ته دکوم عبادت سره پیلوی همدا راز د شپې پیل هم د همدغه عبادت سره پیلوي ، تر څو دشپې هم دا سبق ویر نه کړې ، څو ګړۍ وروسته ماسخوتن شي او د خوب وخت شی ، اوس د آخری وار لپاره تا ته د ایمان ټول تعلیمات او لارښونه در په زړه شي ، ځکه چې دا د سکون شیبې دي ، که د ورځي په ګڼه ګوڼه کې د تدبر او فکر او غور وخت موکه په لاس نه وی درغلی ، خو پدې د اطمینان او کراری شیبو کې پوره غور او فکر کړی شې .
ګوره! دا هغه څه دي چې ستا ایمان په ورځ کې پینځه واره تازه کوی اوپخوي ئې ، دا هغه لوی عبادت ته تا تیاروی چې موږ تا ته په وړاندې کرښو کې تشریح کړ . دا عبادت ټولې هغه عقیدې تازو کوی چې ستا د نفس پاکیزګي ، د روح ترقي ، د اخلاقو سمون او د عمل اصلاح پرې ولاړه ده . غور وکړه ! په اوداسه کې ته ولی هغه طریقه خپلوې ، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تا ته ښولې ؟ اوپه لمانځه کې ولی هغه څه لولی چې تا ته ښول شوی دي ؟ د دې لپاره چې ته د هغه صلی الله علیه وسلم لارښونه فرض ګڼې ، قران ولی ته قصدا غلط نه لولې ؟ د دې لپاره چې ته پدې ایمان لري چې دا دالله تعالی کلام دی ،په لمانځه کې هغه څه چې ته په پټه خوله لولی ، که هغه ونه لولی اویا ئې په ځای بل څه ولولی دچا نه ویریږي ؟ کوم انسان خو د اوریدو لپاره نه شته ، ظاهره ده چې ته په دې باور وي چې هغه څه چې ته په پټه خوله لولی هغه الله تعالی اوري ، او زموږ له هر پټ حرکت نه بې خبره نه دی . په کوم ځای کې چې کوم لیدونکې نه وي ، کوم شي د دې باعث ګرځي چې تا لمانځه ته اړ کړي ؟ هغه همدا اعتقاد خو دی چې الله تعالی تا ویني ، د لمانځه په وخت کې ډير ضروری کارونه پریږدې ، څه شي تا د لمانځه لوری ته بیایی ؟ هغه همدا احساس خو دی چې لمونځ الله تعالی پرموږ فرض کړی دی ، صحار مهال په سړه هوا کې ، ماسپښین په ګرمي کي او ماښام د دلچسپ او دتفریح لپاره په مناسب وخت کې څه شي تا دې ته اړ کوي چې لمونځ وکړي ؟ دا دفرض پیژنده نه نوبل څه دي ؟ بیا په لمانځه کې د تیروتنې نه ته ولی ډاریږي ؟ د همدې لپاره کنه چې ته دالله تعالی نه ویریږي اوپوهیږی چې یوه ورځ به د ده تعالی په محکمه کې حاضریږي ، اوستا سره به حساب کتاب کیږي ، اوس ته راته ووایه : چې تر لمانځه بل ښه او غوره ټرنینګ کوم کیدای شي ، چې تا پوره اوریښتنی مسلمان وګرځوي ؟ مسلمان ته تر دې بل غوره اوښه تربیت او روزنه بله کومه کیدای شې چې هره ورځ د الله تعالی نه د ویرې او ډار ، او دهغه تعالی یاد ، اود هغه تعالی په حاضرتوب او ناضرتوب باندې یقین اوباور، اودهغه تعالی په حساب اوکتاب باندې ایمان تازه کوي ؟. او روزانه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لارښوني پیروی کوی ، هر څو ګړۍ وروسته کوم نه کوم فرض چې رسول الله صلی علیه وسلم موږ ته ښولی پرځای کوي ؟ د داسې یو سړی نه دا توقع کیږي ، چې هغه د دنیا په کارونو کې هم د الله تعالی نه وویریږي او دهغه تعالی د قانون پیروی وکړی ، او د هر ګڼاه په مهال ورپه یاد شي چې الله تعالی ما ویني ، او که څوک د داسې لوړ ټریننګ نه وروسته هم دالله تعالی له قانون نه سرکشی کوي ، نو بیا دا د ده دلمانځه قصور نه دي بلکې په خپله د ده د نفس خرابې ده .
بیا ګوره! الله تعالی ټینګار فرمایلی ، چې لمونځ په جماعت سره پرځای شي ، په ځانګړی تو ګه په هفته کې یو ځل د جمعې لمونځ د جماعت سره فرض شوی دی ، دا په مسلمانانو کې اتحاد او ورورګلوی پیدا کوی ، دوی سره یو ځای کوی اویوه متحده ټولنه جوړوی ، کله چې دوی یوځای په ګډه د یوه خدای عبادت کوی ، په یوه ځای او یوه وخت کښیني او ولاړیږي ، نو خود به خود د دوی زړونه یو له بل سره نیږدی کیږی او یوځای کیږي ، اوپه دوی کې دا احساس پیدا کیږی ، چې موږ یو دبل وروڼه یوو .
بیا دا په دوی کې د یوه سردار او پروردګار د اطاعت او فرمانبردارۍ احساس پیدا کوی ، او دنظم او قانون متابعت ورښیي ، لدې نه د دوی په منځ کې د همدردۍ او لورینې احساس پیدا کیږي ، مساوات او عدالت پیدا کیږي ، شهازاده او مسکین ، لوی او کوچنی ، د لوی منصب خاوند او چپراسی ، ټول یو ځای سره دریږي ، هیڅ څوک له هیچ چا نه لوړ او ټیټ نه وی ، دلته ټول یو شان حیثیت لري . دا له هغو بې شمیره ګټو نه څو ګټې دي ، چې ستا له لمانځه نه خدای تعالی ته نه په خپله تا ته رسیږي ، الله تعالی ستا د ګټې لپاره لمونځ پرتا فرض کړی دی ، او د لمانځه د نه پرځای کولو نه الله تعالی د دې لپاره نه نا راضه کیږي ، چې ته هغه تعالی ته کوم زیان اړوئ ، بلکې د دې لپاره نا راضه کیږی ، چې ته په خپله ځان ته زیان اړوئ ، څومره بې ساریه طاقت الله تعالی د لمانځه په ذریعه تا ته درکوي ، او ته د هغه د اخیستو نه ځان غولوی او ژغوری ، څومره د شرم ځای دی ، چې ته په ژبه خو دالله تعالی خدای منئ ، او دهغه تعالی رسول صلی الله علیه وسلم اطاعت قبولوی ، او د آخرت په حساب او کتاب باندې اعتراف کوئ ، او ستا عمل دا وي ، چې د الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوری لوی فرض (لمونځ ) پر ځای نه کړي . ستا دا عمل له دوه حالتو نه خالی نه دی ، یا خو ته د لمانځه د فرضیت نه انکار کوی ، لمونځ فرض نه ګڼئ ، او یا هم هغه فرض ګڼئ خو د ادا کولو نه ئې ځان ساتئ ، که د فرضیت نه ئې انکار کوئ نو په حقیقت کې ته دالله تعالی خدای او د هغه مبارک رسول صلی الله علیه وسلم ریښتنی نه بولئ ، او په هغوی باندې د ایمان دروغجنه داوه کوئ . او که هغه فرض ګڼي او بیا ئې نه ادا کوی نو په حقیقت کې ته سخت بې اعتباره سړی ېئ ، پر تا باندې د دنیا په هیڅ معامله کې اعتبار نه شی کیدای ، کله چې ته د الله تعالی په دنده ( عبادت ) کې ، چې ته ئې په ګمارلی ېئ غلا کولی شئ ، نو څوک به څرنګه ستا نه هیله ولری چې د انسانانو په دنده ( کار اوبار ) کې به غلا ونه کړئ ؟ .
روژه
دوهم فرض روژه ده . دا روژه څه شي ده ؟ کوم سبق چې لمونځ روزانه پینځه واره در په یادوي ، هغه سبق روژه په کال کې یوه میاشت هره شیبه در په یادوي . روژه راشي او د سهار نه تر ماښامه ستا خوراک ، څښاک بند شي ، د پړشمي په مهال ته خوراک او څښاک کولی شي ، خو څرنګه چې اذان وشي فورا د هر څه نه لاس ونیسې ، اوس که کومه مزه داره خواړه درته وړاندې شي او ته ښه وږی او تږی هم وی ، تر ماښامه څه نه خورئ ، یوازی دا نه چې د خلکو په وړاندې ئې نه خورئ ، بلکې په تنهایۍ کې چې هیڅوک دې نه وینی هم یو څاڅکی اوبه او یوه دانه شی نه شئ خوړلی ، اوبیا دا ممانعت تر یوه معین اوټاکلی وخت پوری وي ، کوم مهال چې د ماښام اذان وشی بیا هر څه خوړی اوڅښی شی او دشپې په اوږدو کې هر څه چې غواړی خوړی ئې شي . لږ غور وکړه دا څه شی دي ؟ په دې کې د الله تعالی نه ویره اوډار نغښتی دی ، په دې کې د هغه تعالی حاضر او ناضر ګڼل نغښتی دی ، د آخرت په ژوندانه او دحساب او کتاب په حقیقت ایمان او باور پکې نغښتی دی ، د قران او رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت پکې دی ، د فرضوالی سخت احساس پکې دی ، د صبر او د مصیبتونو د مقابلې درس پکې دی ، د الله تعالی د خوشحالۍ او رضا د پاره د خپل نفس د غوښتنو قابو کول پکې دي . هر کال روژه راځی تر څو په دې دیرشو ورځو کې ستا تربیت او روزنه وکړی ، او په تا کې د دې ټولو نیکو اوصافو د پیدا کولو هڅه وکړي ، تر څو چې ته ریښتنی او سم مسلمان شی ، او دا اوصاف تا د دې عبادت وړ وګرځوي ، چې پکار ده یو مسلمان ئې هر وخت په خپل ژوندانه کې پرځای کړي .
بیا ګوره! الله تعالی د ټولو مسلمانانو لپاره یوه میاشت روژه فرض کړې ده ، تر څو ټول یوځای روژه ونیسي ، ځان ځانته ئې و نه نیسي ، د دې بې شمیره ګټې دي ، په ټوله اسلامی نړۍ کې یوه میاشت د پاکۍ او پرهیزګارۍ میاشت وي ، پر ټوله فضا باندې د الله تعالی نه د ویرې او ډار او دهغه تعالی د احکامو پیروي او اطاعت ، نیک اخلاق او سپیڅلی اسلامی رویه حاکمه وي ، په دې فضا کې بدي ډوبیږي او نیکي را برسیرکیږي ، ښه خلک په نیکو کارونو کې یو له بل سره مرسته کوي ، بد خلک د بدو کارونو په کړلو شرمیږي ، په ثروتمندانو کې د غریبانو د کومک او مرستې جذبه او احساس پیدا کیږي ، د الله تعالی په لاره کې خلک مال مصرفوي ، ټول مسلمانان په یوه حالت کې وي ، او دا یووالی په دوی کې دا احساس پیدا کوی ، چې فکر وکړی ، چې ټول سر یو ټولی دي ، په دوی کې د وروولۍ ، همدردۍ او یوله بل سره دلاس ورکولو احساس پیدا کوي .
دا ټولې زموږ خپلې ګټې دي . زموږ له وږي پاتې کیدو څخه الله تعالی ته هیڅ ډول ګټه نه رسیږي ، هغه تعالی زموږ د فایدې لپاره پر موږ روژه فرض کړې ده ، دا فرض که څوک د کوم معقول عذ ر نه پرته نه پرځای کوی په حقیقت کې پرځان ظلم کوي ، او تر ټولو شرمناکه طریقه خو د هغو خلکو طریقه ده چې په برملا توګه د خلکو په وړاندې روژه خوري ، په حقیقت کې هغوی اعلان کوي چې موږ د اسلامی ډلې څخه نه یوو ، موږ د اسلامی احکامو پروا نه لروو ، او موږ دومره بې باکه خلک یوو چې د خدای په منلو سره هم د هغه له اطاعت او فرمانبردارۍ څخه په ډاګه مخ اړوو . ته ووایه : هغه خلکو ته چې د خپلې ډلی نه بیلیدا دومره آسان او ساده کار وي ، څوک چې د خپل خالق اورازق څخه په سرکشۍ لږ هم ونه شرمیږي ، او هغه خلک چې د خپل دین دقانون هغه لوی بنسټونه په برملا توګه دخلکو په وړاندې ماتوي ، د هغوی نه څوک د وفادارۍ ، نیک عملۍ ، ښیګڼې ، او قانون ته د پابندۍ تمه کړي شي ؟ .
نوربیا