د منځني ختیځ لپاره د افغانستان اهمیت

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د سیمه ییږو مطالعاتو مرکز د خپرونو څانګه
د روان کال د تلې میاشتې به یوشتمه او دوه ویشتمه ڼېټه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییږو مطالعاتو د مرکز لخوا د لوړو زده کړو وزارت د سیمینارنو به تالار کې د((منځنی ختیځ لپاره د افغانستان اهمیت)) تر سرلیک لاندې یو دوه ورځنی علمي- تحقیقي سیمینار جوړ شو
، سیمینار د قران کریم د څو ایاتونو به لوستلو پيل شواو په سر کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ لوی رئیس څېړنوال عبدالباري راشد د سیمینار په اړه د افغان ولسمشر پيغام ولوست چې په یوه برخه کې یې داسې راغلي و:
افغانستان د جنوبي آسیا، مرکزي آسیا او منځني ختیځ هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او تجارتي روابطو د ټینګښت او ودې لپاره ډېره آسانه او په اقتصادی لحاظ ارزانه شرایط او زمېنې لري.
د افغانستان له زمینو او شرایطو د سیمې د اقتصاد، تجارت او ترانسپورت په وده او پرمختیا کې هغه وخت سمه او موثره استفاده کیدای شي، چې افغانستان او سیمه د تروریزم له شره وژغورل شي او په افغانستان کې دایمي سوله تامین شي. د سولې تامین زموږ د خلکو لومړنۍ غوښتنه ده او موږ به له هرې ممکنې لارې خپلو خلکو ته سوله راولو. د افغانستان له سولې سره د سیمې د هیوادونو اقتصادي پرمختیا او د خلکو سوکالي نیغې اړيکې لري.
وروسته د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مرستیال احمدالله نوید پرانیستونکې وینا وکړه.
د سیمنار په ترڅ کې چې دوه ورځې یې دوام وکړ پوهانو، استادانو او څېړونکو د موضوع په هکله هر اړخیزې علمي – څېړنیزې مقالې ولوستې او ویناوې یې وکړې د غونډې ګډون والو افغاتسان د اهمیت په بېلابېلو سیاسي، اقتصادی، امنیتی، ترانزیتي او نشه یی توکو په برخه کې د منځنی ختیځ لپاره مهم وګڼلو. د هرې غونډې په پای کې د موضوعګانو د لا زیات تفصیل او بحث لپاره د پوښتنو او ځوابونو لپاره وخت په نظر کې نیول شوی وه.
د سیمینار په پای کې پریکړه لیک ولوستل شو او د پریکړه لیک په څو مادو کې راغلي وه چې د منځني ختیځ هېوادونه دې له افغانستان سره په امنیتي، اقتصادي او علمی فرهنګي برخو کې هر اړخیزې مزستې وکړي تر څو یاده سیمه له هره اړخه په امن کې پاتې شي.

۱۳۸۹/۷/۲۲
د سیمه ییږو مطالعاتو مرکز
د خپرونو څانګه