د سولی خوږی اوازی اود جاه طلبانو سپکی لړزی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
شامحمود مستمند
د کابل په نړیدلی او تاریخی ښار کی د سولی د جرګی خبری واقعاْ در هر وطن دوست افغان لپاره د ډیری زیاتی خوشی سبب دی او که خدای وکړی چه زموږ په وران ویجاړ هیواد کی سوله را منځته شی دا به نو د هیواد په غم لړلی تاریخ کی ستره د خوشحالی خبره وی
، او دا ورځ باید د هیواد په تاریخ کی د یوه ستر جشن په شان ولمانځل شی.
د سولی د راتګ لپاره افغانی دود او رواج دادی چه باید د سولی لپاره بیطرفه جرګه تعین ترڅو هغه د دوو متخاصمو ډولو تر منځ روغه او جوړه راولی او ددی روغی جوړی لپاره هیڅ رقم شرط باید نه وی ځکه شرطونه د سولی د راتګ مخه نیسی.او که مخالفین د اساسی قانون تغیر ته اشاره کوی د هغوی دلیل پدی خاطر معقول معلومیږی چه دا قانون د اشغالګرو تر برچو لاندی جوړ شو او په عمل کی ګنج الفساد دی او د هغه پر ځای باید هغه قانون رامنځته شی چه هغه ملل متحد دیوه تاریخی قانون په نام پیژنی ، چه هغه د پخوانی روغی جوړی اساسی قانون وه،او ملل متحد هغه ته د افغانستان یوازنی تاریخی ،دموکراتیک او معقول قانون خطاب کړی دی،چه په هغه قانون کی هم د رییس جمهور وظایف او حقوق معلوم ول،هم د قاضی القضات او هم د" قانونی" غلو وظایف معلوم وه او داسی قانونی ګډوډی نوه لکه نن.
اما د سولی د عالی شورآ را منځته کیدل که له یوی خوا د سولی خواته مثبت حرکت دی خو متآ سفانه ددی شوری د رییس په صفت د پروفیسر برهان الدین ربانی او نورو داسی  افرادو تعین چه هغوی د ۱۹۹۲ کال د سولی  ملی پروګرام چه هغه هم د ملل متحد تر څارنی لاندی وه هغه پلان یی له منځه یووړ او هیواد یی د وینو په داسی حمام بدل کړ چه تر اوسه لا د پاسه د بمونو باران او کښته د وینو بیالی بهیږی. نو د وطن قسم خوړلی دشمنان به څنګه نن وطن ته د سولی دراوړلو لپاره سبب شی؟
لیکن څو اساسی او عمده سوالونه چه په لاندی ډول دی باید  یو څوک  پیداشی چه ځوابونه  ورته وویل شی:
داسوال ته به څوک ځواب راکړی چه ددی روغی جوړی د عملی تطبیق زمه واران څوک دی؟
او همدارنګه که مخالفین له دولت سره د خارجی قواوء د وتلو شرط را منځته  کړی نو خارجی قوتونه چه نه چا را غوشتی او نه هم کوم قرارداد موجود دی چه دهغه له مخی باید ووزی ، نو دا قوتونه به څوک باسی ؟
که بیا هم دا قبوله کړو چه خارجی قوتونه به ووزی نو پداسی حال کی چه موږ ملی دشمن ماتوونکی اردو د پخوا پشان نلرو، نو به له پاکستان سره د سرحد د ساتلو قوت به له کو مه پیداشی ؟
او هغه کمپونه چه له دیرشو کالو راهیسی په پاکستان کی د تروریستانو د تعلیم،تربیی ،تمویل او مسلح کیدو او افغانستان ته د مصؤن را تیریدو په هدف جوړ شوی وه او باید د پخوانی سولی د پلان له مخی له منځه وړل شوی وای ! لیکن د خاصو غرضونو لپاره پاته شول،د هغه له منځه وړل،او که یی څوک له منځه نسی وړای ؟ ددی کمپونو څخه د تروریستانو د بیا راتګ مخنیوی به څوک وکړی او زمه واری به څوک ورکړی؟
ځکه چه دا کمپونه لاتر اوسه د پخوا پشان د تروریستان د تعلیم ،تربیی،تمویل او مسلح کیدولو اډی دی او لدی سره سره چه ناتو  په دی باندی په ټوله معنی پوهیږی ،لیکن له پاکستان سره د کمک په نامه په عمل کی ددی کمپونو سره کمک دی او دا کمپونه هم ستراتیژیک کمپونه دی او ددی ستراتیژیکو کمپونوموجودیت هم د ناټو د ګټو لپاره دی.که د ناټو د ګټی لپاره نوای نو بیا به دی سوال ته څوک ځواب ووایی:
چه که په پاکستان کی موجود کمپونه د تروریستانو وی نو بیا ولی ناټو دا کمپونه چه دریش کاله پخوایی پخپلو ناولو لاسو جوړ کړی او د ژینو د موافقی پر اساس یی باید لا په ۱۹۹۲ کی له منځه وړی وای لیکن تر نن پوری نه تنها پاته بلکه تر پخوا لا فعال دی ولی؟
هغه داچه:
پرون جهادی تنظیمونو ته ټولی ناټو او عربی نړی د هرڅه کمک کاوه،لیکن نن ټوله غربی نړی په داخل کی له ټولو جهادی تنظیمو سره سره یوازی د یوڅو زرو لغړو طالبانو او څو سوو مسلح پنجابیانو مخه نسی نیولای؟ هغه هم له ټولو عصری سلاحو او تخنیک سره ایا دا ممکنه ده؟
نو که له یوی خوا د تروریزم مور یعنی پاکستان د جهان د تروریستی  اډو مرکز دی ،له بلی خوا د پنجاب اولین او ستراتیژک هدف په افغانستان کی جګړه ده او هغه هم تر ورستی افغان پوری.نو د تروریستانو ګرنټی چه دسرحد څخه د نه راتیریدو او د سولی د پلان په عمل کی د تطبیق کیدو لپاره به ګرانټی له کومی" اسمانی" خوا تر لاسه شی؟
داځکه چه:
پاکستان د لومړی ځل لپاره له محمد داود خان سره مقابله وکړه او د نوی جمهوریت په راتلو سره یی هغه ته هغه  ډلی چه د جمهوریت سره یی دشمنی لرله او د قدرت د نیولو لپاره یی د ماکیاولستی طریقو څخه کار واخیست، را پورته کړی او په وطن کی یی  ورانونکی عملیات په پنجشیر او بعضی نورو ځایونو کی  وکړل خو له نیکه مرغه  دپنجابی جاسوسانو عملیات کوم زیات تاوان ونه رساوه ، لیکن پاکستان د افغان ولس د کاملی تباهی لپاره لیاره پیداکړه او هغه ناولی لیاری ته یی د جهاد مقدس نام  پداسی حال کی ورکړ چه نه وطن اشغال وه او نه هم داودخان ملحد وه ،ورکړ چه د ډیرو ناولو انسانانو له خولی د ناولو ارمانونو لپاره دا مقدسه کلمه استعال شوه او لا استعمالیږی.
په دوهم وار کله چه په هیواد کی د ثور د اومی نیټی قیام منځته راغی نو د پاکستان او دهغه د جاسوسانو لپاره د وطن د بی دریغه خرابی لپاره شه پوره بهانه برابره شوه او "جهاد" هم له پخوا څخه لا ګرم شکل غوره کړ او تر دی مقدس نام لاندی جهادیانو د خپلی مور د نابودی لپاره له هیڅ ډول خرابی څخه دریغ ونه کړ، او ددی نوی رژیم له راتګ څخه لا څو ورځی تیری نوی چه جهادیانو د پاکستانی ملیشو په مستقیمه همکاری د ځدرانو په منطقه کی یوه ولسوالی چور کړه او د چور او غنیمت عملیات دجهاد په مقدس نام سره شروع شول.

دریم وار کله چه د افغانستان په خلق دموکراتیک حاکم ګوند کی د قدرت ته د رسیدلو درنه مسابقه وه ، نو هغه چا چه د لیونی په شان د قدرت مستی اخستی وه او په هیڅ وجه یی، نه داخلی شرایطو ته وکتل او نه هم مذهبی شرایطو ته چه جامعه اسلامی جامعه ده  او په سرو لشکرو داخلیدل د حزب او مترقی نهضت د نابودی معنی لری،  او نه هم خارجی وضعه په نظر کی و نیوله شوه ،چه هیواد به دشرق او غرب په مسابقه بدل شی، بلکه یوازنی ستراتیژیک ارمان یعنی قدرت ته رسیدل وه هغه هم دشاشجاع پشان د سروقواؤو په ټانکونو په زور هیواد اشغال اوځان یی د انتر ناسیو نالیزم نماینده په صفت د کابل تاج او تخت ته را ورساوؤ ، نو د پنجابیانو او د جهادی جاه طلبانو غوا لنګه شوه او د وطن دخرابی ګرمه میله تر پخوا لا ګرمه شوه.
دسرو قواوو لخواد وطن  اشغال ، دوطن د مکملی ورانی لپاره پداسی حال کی لیاره هواره کړه چه جاه طلبو تنظیمونو لا پخوا له اشغال څخه د سردار محمد داودخان پرضد لا د مقدس جهاد غږ په ناحقه پورته کړی وه. نو کله چه وطن په رشتیا اشغال شو او جهاد د اسلام د مقدسو احکامو پر اساس لازمی شو،نو بیا بعضی جهادی تنظیمونو د جهاد پر عوض ،تجارت شروع کړ او له اشغالګرو سره یی د خپل ځان او تنظیم د ساتنی لپاره دوامداره قراردادونه وکړل اویوازی د افغانانو وژل یی جهاد باله او بس.
خو دروځو په تیریدو سره ډیر د حاکم ګوند وطن دوست انسانان دی مطلب ته متوجه شول چه:
که سری قواوی د افغانستان سره د کمک لپاره را بلل شویویِ ؛له بهر څخه د تجاوز دفع او طرد،چه همیشه به په افراطی او درواغجنو بیانیو کی تکراریدو،لیکن په عمل کی ټول قوتونه د لویو شارو په دفاع بوخت ول .نو کله چه دا مطلب د سوال په توګه طرحه شوچه:
که دانترناسیونالیزم قوتونه له افغانستان څخه د دفاع او دتجاوز دطرد او دفع لپاره راغلی وی نو بیا لازمه ده چه دا قوواوی سرحدونو ته ولاړی شی ترڅو په عمل کی هغه تجاوز چه له پاکستان څخه صورت نیسی دفع او طرد شی،نوپدی صورت کی د قواوو موجودیت په شاروکی لازم نه بلکه بیمورد هم دی ،نو هغه وه چه د قواووپاته کیدل او د جنګ سختیدل دی ته لاره جوړه کړه چه؛یا باید سری قوواوی سرحد ته ولاړی شی او د تجاوز دفع ا و طرد کړی او یا خو د جنګ د مخنیوی لپاره بهتره ده چه دا تجاوزګر قوتونه ووزی او وطن د جهاد له وجیبی خلاص او افغانان باید ځانونه مستقلی دفاع ته تیار کړی.
له څو کالو مقابلی او سختی مبارزی ورسته، وطن دوست قوتونه بریالی شول چه په عمل کی له هغو ډارنو او  بیګانه پرستو څخه میدان وګټی چه ځانونه یی د وطن دمستقلی دفاع لپاره تیار کړی ول.

وطندوستانو د ژینو د موافقو د امضاْ او عملی کیدو لپاره لازم شرایط برابر کړل،لیکن د تعجب وړ موضوع داشوله چه:
د ژینو د موافقو ګرانټی کونکو یعنی شوروی او امریکا په ډیراګاهانه ډول سره د ژینو موافقی کا ملاْ په یو جانبه ډول عملی کړی.هغه داچه:
د شوروی اتحاد د قوواو د هری نظامی قطعی له وتلو سره سم باید او حتماْ د پاکستان له خاوری د یوه کمپ چه په هغه کی پخوانیو تنظیمونو ته تعلیم ، تربیه او د اوسیدو شرایط برابرول او هغوی یی مسلح کول او د افغانستان داخل ته به یی رالیږی ،هم باید بند شوی او له منځه تللی وای.
متاسفانه چه په عمل کی داسی ونه شول او پخوانی کمپونه په پخوانی حال پاته شول او حتی اوس چه له دوهم اشغال یعنی شنه اشغال څخه هم لس کاله پوره کیږی ،زموږ د وطن د خرابی اصلی وجه د پاکستان په تروریستی خاوره کی د تروریستی کمپونو موجودیت دی.
نن هم عین حالت دی ځکه چه په وطن کی خارجی قواوی موجودی دی او که دا قواوی د کمک لپاره وی نو ځای او جایداد یی معلوم دی چه سرحدونه ونیسی او یا هم تر ۲۰۰۰ کیلومتره سرحد تر ساتلو د ۲۰۰۰ بمونه اورول په هغو اډو باندی چه تروریستان تربیه، تسلیح او تمویل کوی لازمی خبره ده،او که له حقیقی دشمن سره د مقابلی توان او خیال نلری نو بیا لازمه ده چه دا غیرتی قوتونه ووزی او د افغان مجاهد ولس د جهاد له وجیبی خلاص شی،ځکه چه د هغو لپاره اوسنی جګړه جهاد دی.

نوکه اوس سوله کیږی همدا تروریستی کمپونه به له منځه ځی او که به د نن پشان بیا له همدی کمپونو زما په وطن کی بیا د تروریزم میله د نن او پرون پشان ګرمه وی؟!
داځکه چه:
هرڅه له پاکستان څخه راځی که د پرون مجاهد وه او که د پرون او نن طالب ، که تروریست،که القاعده، هغه هم له ډیرو غټو سلاحو سره، لیکن هیڅوک نه افغان دولت ، نه ناټو او نه ملل متحد ددی سوال نه طرح کوی چه ددی ناولی جنګی چینی مخه ونیسی؟ ولی مسوؤل مقامات عملی اقدام نکوی؟
حتی ناټو هغه عام بین المللی قوانین په ډیره بی شرمی د خپل پخوانی ګوډاګی پاکستان پخاطر تر پشو لاندی کوی او سترګی ورباندی پټوی؛د تروریزم کمپونه ، تعلیم ، تربیه او د اوسیدو شرایط برابرول او د هغوی مسلح کول او په مطمین ډول تر عملیاتی هدف پوری رارسول ،دا هرڅه د پاکستان لخوا تر سره کیږی.چه ناټو اصولاْ حق لری چه پردی کمپونو جنګی عملیات وکړی لیکن دوی دا کار نه کوی اوکه د پرون پشان په غلطی سره څو نفره پنجابیان په عملیاتو کی ووژل شی نو برعکس، پنجابیان ناټو ته لازم درس ورکوی.
او که د پخوا پشان دا سوال څوک مطرح کړی چه که د ناټو د راتګ هدف که داوی چه:
د افغانستان له خاوری د تروریزم په مقابل کی دفاع وکړی او هغه دفع او طرد کړی؟ نوایا تروریزم د افغانستان په کلیو او بنډوکی زیږی او که د پاکستان په کمپو کی؟
کله چه څوک ددی معلومی تروریستی منبع،اډی،ستراتیژیکی وسلی او یا د نړی د تبا کوونکی بلا پرضد چه ادرس او ټیکانه یی هم هر چاته معلومه وی او دهغه پرضد عمل نه کیږی نو باید داسی قضاوت وشی چه:
زموږ هیودا له یوه اعلان شوی جګړی سره چه هدف یی د طبعی منابعو چور، چپاول او غارت کول دی،مخامخ ده او ددی اعلام شوی جګړی څخه د خلاصون لپاره باید له ملل متحد نه جلا یعنی له اسلامی هیوادو له کنفرنس څخه کمک و غوشتل شی چه موږ لدی لعنتی بلا څخه د خلاصون لپاره کمک وکړی.
داڅکه چه:
همدا ملل متحد وه چه په ډیر آګاهانه او حساب شوی ډول یی د ژینوموافقی نقض کړی؛د تروریستانو ځالی چه باید ورانی شوی وای هغه یی د ناټو په اشاره سلامتی  بیله دی چه یو کمپ اویا یوه تروریستی اډه دی ورانه کړی ،هرڅه یی د سبا لپاره ثابت پریشودل چه دادی لس کاله خو تیر شول چه هیچا ددی تروریستی اډو د ورانیدو تصمیم ونه نیو.نو سبا ته به څوک ددی تروریستی اډو څخه د پاکستانی او یا القاعده او یا نورو تروریستانود راتګ مخه ونیسی؟!
تر ټولو مهمه او دلچسپه موضوع داده چه نه تنها ماسکو – تهران – پنجاب او ناټو د سولی د اولی پلان د نابودی مسوؤل دی بلکه ملل متحد تر دی ټولو زیات خیانت وکړ او دهغه اولی د سولی پلان د بربادی مخه یی ونه نیوله،ځکه چه د هغه وخت رییس جمهور په ډیر صراحت دا مطلب د ملل متحد لوړو مقاماتو ته رسولی وه چه:
یا د سولی د پلان تطبیق له هغی نیټی چه ټاکل شوی وه را مخته کړی او یا داچه ماته د سولی د پلان پر ضد د کودتا د خنثی کیدو اجازه راکړی ترڅو هغه خنثی شی او بیا د ملل متحد پلان تطبیق کړی، ځکه چه د کارمل – مسعود کودتا د ملل متحد د پلان سره موازی او په عین وخت کی تطبیق شوه ،چه دواړو پیشنهادونه د بین سیوان لخوا رد شول ،چه د عبدالوکیل لخوا ورته په پوره اندازه رشوت ورکړ شوی وه.چه محترمی نغمی تر دی عنوان لاندی یوه ښکلی سندره هم په هم هغه وخت کی ویلی وه.
نو د اوسنی پلان سره لا اوس هم  ناټو ، د شمال ټټو ، او د روسیی شرمیدلی  سوسیالستان  او نورمخالف دی او غواړی د زور له لیاری سوله پر افغان مجاهد ولس عملی کړی.پداسی حال کی چه په زور باندی عربو په سل هاوو کالونو ونه شوای کولای چه یو انسانی مذهب ورباندی قبول کړی.
نو لازمه داده چه دا د سولی پلان باید افغانی وی نه خارجی،او خارجیان که غیرت لری له پاکستان څخه د تروریستانو د راتګ مخنیوی وکړی او دناټو تربیه شوی تروریستان دی له کومی بلی لیاری بل هیواد ته له جناب بن لادن سره ولیږی؟!
ډیره د حیرانتیا خبره خو داده چه افغان ولس ۱۴ کاله د جهاد په مقدس نام وینی تویی کړی ،لیکن کله چه شورویان ووتل او نور جهاد اسلامی ا و قانونی مشروعیت له لاسه ورکړ، دجهاد په نام جګړه لا ګرمه شوه!
اوکله چه د ملل متحد دسولی انسانی پلان د تطبیق په درشل کی وه نو بیا دبرق په شان د پرون ټول اختلافات ا و تضادونه او ۱۴ کاله نه ستړی کیدونکی جګړه،داهرڅه هیر شول او د بیګانوو تر رهبری لاندی د پرون پرچمی وطن فروشان  له جهادی دین فروشانو سره دفعتاْ د شمال په لعنتی اءتلاف کی سره یو ځای شول او د سولی انسانی پلان یی د حیوانی ارزوګانو( د قدرت نامشروع غصب کول) د ترسره کولو په خاطریی وطن داسی وران کړ چه اوس له شرقه تر غربه او له تورو پرچمیانو نیولی ترسرو جهادیانو یو هم د عملی مستقلی دفاع او یا هم د سولی د رامنځته کیدو همت نلری!
او داسی فکر کیږی چه ۱۴ کلنه جګړه یوه ډرامه وه،او دا ډرامه لاتراوسه لا دوام لری؟!   
پخوا ویل کیدل چه که مجاهدین قدرت ونیسی نو به په وطن کی سوله راشی خو چا دا سوله ونه لیدله ، که یی یو علت د مجاهدینو چور او چپاول ،اود خلکو په سر مال او ناموس یی لوبی کول وه ، خو له بلی خوا د ډیورنډ زخم هم د سرطان درجی ته رسیدلی دی او چه ترڅو دا د سرطان دانه موجوده وی جګړه به هم وی.
او کله چه جهادیان د (اسمانی) فرشتو له لاسه ماته وخوړه او مات شول او دا فرشتی هم د پنجاب ساخت وی، خو بیا هم سوله را منځته نشوه او حتی د کلتور پزه مو هم پکی له منځه ولاړه. او حتی د پلرو او نیکونو هډوکی مو هم د پنجاب په بازاروکی خرڅ شول، او پنجابی میچنی ور باندی ستړی شوی،  او اوس د ټولی نړی قوواوی په افغانستان کی جنګیږی خو بیا هم سوله نشته ؟
ایا څوک داسی رژیم پیژنی چه د هغه له پاکستان سره جنجال نوی راغلی ؟ ایا په اینده کی به هم ممکنه
وی داسی یو رژیم را منځته شی چه له هغه سره به پاکستان په روغه ژوند و کړی؟
ایاجهادی رژیم د پنجاب ساخت نه وه؟
ایا طالبی رژیم د پنجاب ساخت نه وه؟
ایا اوسنی جهادی،امریکایی او ګنج الفساد رژیم د پنجاب په موافقه جوړ نشو؟
که په راتلونکی کی پنجابی طالبان ، القاعده او نور تروریستان د ډیورنډ له هغی خوانه راځی نوڅوک به د هغوی مخه ونیسی؟
دا اوسنی اجیره اردو چه د څوتنو طالبانو څخه له سربازه تر څلور ستوری جنرالانو پوری په خاپوړی منډی وهلی؟ کولای شی چه د وطن د مور پت او ننګ وساتی؟
دسولی د خبرو له شروع کیدو سره سره د شمال د لعنتی ډلی ټپلی د جاه طلبانو په وجود کی سپکی لړزی خپری شوی او داسی نه معلومیږی چه د قدرت د لاسه ورکولو ته دی تیار وی،بلکه داسی څرکندیږی چه د پخوانیو یارانو په کمک به بیا د سولی د انسانی پلان پرضد خپلی مقابلی ته تر هغو دوام ورکړی ترڅویی چه توان او طاقت وی او چه له توان څخه یی خبره خلاصه شوه نو به له اشغالګرو سره د پخوا پشان قراردادو ته مخه کړی ترڅو په غصب شوی قدرت کی پاته شی.
نو ددی لعنتی د سرطان له دانی سره باید څنګه برخورد وشی؟ایا دا دسرطان دانه به د پخوا پشان د پنجابی سرطانی دانی سره د ماسکو په ماشین کی یو ځل بیا له نورو حرفوی وطن فروشانو سره یوځای نشی؟
ایا د سولی د راوستلو لپاره لازمه وه چه یو بیطرفه ملی شخصیت باید د سولی د عالی شورا رییس شوی وای،او که د سولی عملی دشمن ؛پروفیسر برهان الدین ربانی چه د سولی اولی پروګرام د ده د جمعیت اسلامی ،دوستم خالد بن ولید،ببرک کارمل ،مزاری ، محقق، خلیلی او نورو جاه طلبانو ول چه نه تنها د سولی انسانی پلان یی وران کړ بلکه ملی اردو،ملی حاکمیت او استقلال یی هم له منځه یوړل او نتیجه داوه چه وطن یی پنجابی دشمن ته پریشود او ځانونه یی تر آمو سند هغه خواته ورسول؟
د سولی لپاره د یوی ملی بیطرفه ، وطن دوسته او با احساسه افغانانو جرګی ته ضرورت ده،نه د پرون وطن دشمنه غلو، داړه مارانو او دین او وطن فروشانو جرګی ته.
پدی باره کی باید مسوؤل مقامات غور وکړی او د جرګی په ترکیب کی وطن دوستان داخل او د وطن دشمنان د سولی د مبارکی جرګی په عوض باید د صحرایی محاکمی خواته بوزی.
پای
شامحمود مستمند