رحمت الله روان
افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس او دوسله وال پوځ اعلی قوماندان حامد کرزي د ملي دفاع او کورنیو چارود وزارتونو او د ملي امنیت د لوی ریاست یوشمیر افسرانو ته نوې رتبې ورکړې. دغه نوې رتبې د وسله والو پوځ د لوړ رتبه افسرانو د لازياتې هڅونې په مقصد چې دهیواد دملي امنیت په ټینګښت کې یې وړتیا او
په داسي حال کې چې افغان امنیتي ځواکونه له نړیوالو ځواکونو څخه د خپل هیواد د امنیتي چارو ترلاسه کولو ته تیاري نیسي، د افغانستان ولسمشرحامد کرزي نن د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو پر ځواکونو ږغ وکړ چې د خپل هیواد ساتنې او دفاع ته تیار شي دهیواد ولسمشر دخپلو خبرو په طرز کی وویل هر کله چی امریکایی او نورو خارجی فوځونو احساس کړه چی په افغانستان کی ددوی موجودیت نور ددوی دشخصی ګتو لپاره ضرور نه دي له دی هیواده وځی.
ده همداراز وویل:افغانان باید دې ته تیار شي چې خپلې پولې او خلک وساتي او ښه حکومتداري ولري.له بده مرغه نن موږ دا وړتیا او توان نه لرو .
د افغانستان ولسمشرهمداراز وویل: «دا ممکنه ده چې یوه ورځ نړیواله ټولنه ،چې نن زموږ ملګرې ده،په افغانستان کې ګټې ونه ویني او موږ پرېږدي- هماغه راز چې دوی پخوا موږ په میدان پرېښودو.
دافغانستان ولسمشر همدارنګه د خپلو خبرو په برخې کې په افغانستان کې د امریکا هغو هڅو ته اشاره وکړه چې د 1980 په لسیزې کې یې کړیدي. امریکا په هغه وخت کې د مجاهدینو سره همکاري کوله چې د شوروي په ملاتړ د وخت کمونستي حکومت ته ماتې ورکړي.
جمهور رئیس کرزي همدرانګه پخپلو خبرو کې وویل چې د مجاهدینو تر بري وروسته، امریکا، فرانسې او برتانیې په افغانستان کې خپل سفارتونه وتړل ځکه چې هغوي په افغانستان کې خپلې ګټې نورې نه لیدلې.
کرزي پخوا ویلي وو هغه غواړي چې د هیواد امنیتي قواوې به تر 2014 میلادي پورې د ملک د امنیت ساتنې مسؤلیت په غاړه واخلي
کرزي د هیواد په امنیتي قواوو باندې غږ وکړ چې تر ابده دې د نړیوالو قواوو په شتون باندې تکیه نکوي او د خپلو ظرفیتونو په لوړولو دې کار وکړي. کرزي وویل چې نړیوالې ټولنې پخوا هم مونږ یوازې پریښي یو او که ممکن چې اوس هم کله چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې خپله ګټه ونه ویني نو بیا به مونږ یوازې پریږدي
ده وویل چې په داسي حالت کې د افغانانو، د افغانستان د حکومت او د افغان وسله والوځواکونو مسوولیت څه دی؟مسوولیت دا دی چې د خپل هیواد ملي ګټې وساتو او پام ورته وکړو.
ښاغلي کرزي وویل پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل پر وخت له افغان مجاهدینو سره هم د بهرنیانو مرسته د دوی د خپلو ګټو په خاطر وه، چې وروسته یي افغانستان په ډیرو بدو حالاتو کې یوازې پریښوده:
"کله چې د شوروي اتحاد له خوا په افغانستان باندې برید وشو زموږ خلکو د جهاد اقدام وکړ او جهاد مو بریالۍ شو، خو د بریالیتوب ثمره دې ملت ونه لیده، ثمره يي د سیمې هېوادونو ولیده، ثمره يي د ناټو ایتلاف ولیده او بدبختي يي افغانستان ته پاته شوه.
امریکا،ناټواو ګاونډي هېوادونو مرسته راسره وکړه، د هغوي مرسته د دوي د ګټو لپاره وه، کله چې شوروي اتحاد مات شو ناټو موږ هیر کړو بلکې ګاونډېو ته يي په لاس ورکړو."
افغان ولسمشر کرزي له ټولو افغانانو په ځانګړي توګه له امنیتي ځواکونو وغوښته چې د افغانستان د ملي ګټو لپاره دې ډېره هڅه وکړي.
کرزي د وسله وال پوځ منسوبان مخاطب کړل، وې ویل: ستاسو په هېواد پالنه او له ځانه دوړتیا په ښودلو باندې دعسکرۍ نظام لا پیاوړی کیږي، ملي ګټې ،خپلواکي او ددې خاورې نیکمرغه راتلونکی خوندي کیږي. نو هڅه وکړي چې دافغانستان راتلونکي نسل ته سوله ایز او آباد افغانستان په میراث پریږدﺉ.
دغونډې په پای کې د وسله وال پوځ لوی درستیز سترجنرال شیرمحمد کریمي د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس او د وسله والو پوځ اعلی قوماندان ته ډاډ ورکړ چې دهېواد دوسله وال پوځ منسوبان به ستاسو په مدبرانه مشرۍ دهېوادپالنې په لوړ روحیه د افغانستان له ملي ګټو او ملي نوامیسو نه په پوره هوښیارۍ ساتنه وکړي.
د ولسمشرکرزي دا څرګندونې د افغانانو د ملي احساساتو د پارولو او افغان امنیتي ځواکونو ته د ملي روحیې د ورکولو لپاره بلل شوي دي.
حامدکرزي ټینګار وکړ چې دافغانستان دوسله وال پوځ منسوبان باید له ملي ګټو او د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع په لاره کې دښه خدمت دترسره کولو په خاطر له ډیرې هوښیارۍ کار واخلي او په دغه سپیڅلې لاره کې دې له یو بل څخه ځانونه مخکې کړي.
دغونډې په پای کې د وسله وال پوځ لوی درستیز سترجنرال ارکانحرب شیرمحمد کریمي د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس او د وسله والو پوځ اعلی قوماندان ته ډاډ ورکړ چې دهېواد دوسله وال پوځ منسوبان به ستاسو په مدبرانه مشرۍ دهېوادپالنې په لوړې روحیې او پوره هوشياري سره دافغانستان د ملي ګتو او ملي نواميسودفاع کړي.پای (ر،ن)