دسواد دزده کړی نړیواله ورځ دسه شنبه په کابل په خاصو مراسمو ولمانځله شوه په دغه غونډه کې لمړی دپوهنې وزیر غلام فاروق وردګ په تیرو نهو کلونوکې دسواد دزده کړې په برخه کې دافغانستان دپوهنې وزارت
دپوهنې وزیر زیاته کړه: له بی سوادۍ سره دمبارزې لپاره دپوهنې وزارت یو پنځه کلن پلان جوړ کړی دی چې په عملي کولو سره به یې په راتلونکو پنځو کلونوکې دسواد دزده کړې کچه ۴۸ فیصدو ته لوړه شي
حامدکرزي دسواد نړیواله ورځ دافغانستان لپاره یوه مهمه ورځ وبلله او ټینګاریې وکړ چې تر هغه مهاله باید موږ ټول دغه ورځ هره شیبه په یادولرو او دلیک لوست دپراختیا لپاره نه ستړی کیدونکی کارو کړو ترڅو دا هېواد په بشپړه توګه د سواد لرونکی شي.
جمهوررییس یو سلو دیرش کاله وړاندې افغانستان ته دیوه روسي ډاکتر سفر او دهغه په لاس یوې لکل شوې رسالې ته داشارې په ترڅ کې وویل: دامیر شیرعلي خان دپادشاهۍ پرمهال دروسیې هېواد یوه پلاوي افغانستان ته سفر کړی و چې په ترکیب کې یې یو ډاکتر هم موجود و، کابل ته ددغه پلاوي په رارسیدو سره دامیرشیرعلي خان ځوان زوی عبدالله جان دناروغۍ په بسترکې ولویده، امیر مجبور شو چې دخپل زوی ددرملنې لپاره له دغه بهرني ډاکتر څخه مرسته وغواړي، ددغه روسي ډاکتر له درملنې سره سره عبدالله جان دژوندي پاتې کیدو چانس پیدا نکړ او مړ شو، نن هم له بده مرغه افغانستان له هماغه ۱۳۰ کاله وړاندې حالت څخه نه دی خلاص شوی او اوس هم دافغانستان له لوړ پوړو چارواکو څخه نیولی آن دټولنې ترعادي وګړي پورې دخپلې او دخپلې کورنۍ دغړو ددرملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته ځی او له دې درکه په میلیونونو ډالره له افغانستان څخه دباندې وځي.
حامدکرزي په خواشینۍ سره څرګنده کړه چې ما په وار وار دخپل زوی ددرملنې لپاره بهرنی ډاکتر راغوښتی دی او هم مې په بهرنیو هېوادونوکې ددولتي لوړ پوړو مامورینو او یو شمېر عادي وګړو ددرملنې لپاره له هغوی سره دمرستې اسناد لاس لیک کړي دي چې دغه حالت په ښوونیز لحاظ افغانستان له هماغه ۱۳۰ کاله وړاندې حالت سره یو شان ښي.
دهېواد جمهورریس دهند هېواد نني پرمختګ ته داشارې په ترڅ کې وویل:۱۳۰ کاله وړاندې هند او یو شمېر نور هېوادونه له افغانستان څخه په ښه حالت کې نه و، خو نن هندوستان دنړۍ یو له سترو ځواک لرونکو هېوادونو څخه ګڼل کیږي چې له امریکا، روسیې او انګلستان څخه ورته خلک ددرملنې لپاره راځي چې داټول پرمختګ په دغه هېوادکې دپوهنې دپراختیا له امله رامنځته شوی دی.
حامدکرزي دافغانستان دوروسته پاتې والي لاملونه په دغه هېواد باندې دنورو لخوا دتپل شویو جګړو رامنځته شوې ورانۍ او افغانستان ته پخپله دافغانانو نه پاملرنه وبلل، وې ویل: نن چې موږ په خپل هېوادکې له داډول ستونزو سره مخامخ یو خپل اولادونه مو نه دي روزلي او په بشري ځواک مو کار نه دی کړی.
ده افغانان یو مغرور، تاریخ لرونکی او هېواد پال ملت وباله خو په دې باندې یې خواشیني څرګنده کړه چې دغه ملت له هر څه سره سره دخپلې خاورې دابادۍ لپاره وسایل نه لري.
جمهوررییس دسواد زده کړه او دپوهنې پراختیا دافغانستان دپرمختګ لپاره بنسټیزکار وباله او ټینګاریې وکړ چې دا دافغانستان دحکومت او دهر افغان دنده ده چې دخپلو اولادونو دروزلو، دپوهنې دظرفیتونو دلوړولو او نوروته له احتیاج څخه دخلاصون په خاطر په پراخو او دوامداروهڅو لاس پورې کړي.
حامدکرزي په دغه غونډه کې دپوهنې له وزیر، ددغه وزارت له کارکوونکو، ښوونکو، دیني عالمانو، مشرانو، مخورو او روښنفکرانو څخه په کلکه وغوښتل چې دعلم او پوهې دپراختیا له لارې دې افغانستان له اوسنۍ موجودې برمرغۍ څخه وژغوري.
جمهوررییس دسواد دنړیوالې ورځې دلمانځلو پرمهال یو ځل بیا په طالبانو غوږ وکړ چې دنورو دګټو لپاره دې دخپل هېواد له ورانولو، دخپلو خلکو له وژلو، دخپلو ښوونځیو له تړلو لاس واخلي او سوله ایز ژوند دې پیل کړيحامدکرزي وویل: طالبان او نور که چیرې ځانونه مسلمانان، افغانان اوددې خاورې اوسیدونکي ګڼي باید په دې باندې پوه شي چې ددوی دټوپک له میل څخه هره فیر شوې مرمۍ ددې خاورې دبچي په سینه کې لګیږي او داکار دافغانستان د ددښمنانو په ګټه دی.
حامدکرزي په دغه غونډه کې افغانان مخاطب کړل، وې ویل: بهر زموږ لپاره دژوندکولو ځای نه دی، که څوک غواړي چې افغان واوسي نو پخپله دی او اولاد یې باید دخپل کلتوراو ددې خاورې دپیژندنې په رڼاکې ژوند وکړي او دافغانستان دآرامۍ او آبادۍ په لاره کې دې هیڅ راز هڅې ونه سپموي.
جمهورریس په غریو نیولي آواز وویل: زه نه غواړم چې زما زوی میرویس بهرنی شي، زه غواړم میرویس افغان واوسي، همدلته په کابل کې ښوونځي ته لاړ شي او ډاکتر شي. خو زه ویره لرم داسې نه چې میرویس بهرته په تګ مجبورشي او بهرنی شي.
حامدکرزي په افغانانو غږ وکړ چې په هوښ راشیء او وګوری چې په خاوره کې مو څه کیږي، ده وویل: دا یوازې او یوازې زموږ په هڅو کیږي چې دا هېواد زموږ واوسي، داخاوره دنورو په هڅو زموږ نه کیږي او نه داخاوره دنور په زیار پرمختګ کولای شي او نه داهېواد دنورو په هڅو دعزت خاوند کیږي، نوراشې په ټول قوت دا خاوره پخپله آباده کړیء. پای (ر،ن )