لیکنه : ابو الاعلی مودودی
ژباړه : عبدالرحمن فرقانی
درنو لوستونکو! السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته : دا سلسله د یوې مودې څخه د ځینو مصرفیتونو له کبله
دالله تعالی په پيغمبرانو ايمان راوړل
دالله تعالی پر کتابونو باندې له ايمان راوړلو نه وروسته موږ ته لارښونه شوي چې د الله تعالی په ټولو پیغمبرانو باندې هم ايمان راوړو ، دا خبره له وړاندې تاسو ته روښانه شوي چې الله تعالی ټولو قومونو ته پیغمبران رالیږلي دي ، او هغوي ټولو خلکو ته د هماغه اسلام (دين)لار ښونه کړي ده ، کومه لارښونه چې آخري پیغمبر حضرت محمد صلي الله علیه وسلم خلکو ته کړي ده ، لدې کبله د الله تعالی ټول پیغمبران د یوه رسالت خاوندان وو . که څوک له دوی ځنې یو پغمبر نه مني ، ګواکی دوی ټول نه مني ، او که له دوی ځینی یو مني ، ګواکي ټول مني ، ځکه چې د دوی ټولو رسالت یو واحد رسالت دی هغه د الله تعالی دین اسلام خلکو ته رسول . فرض کړه چې لس کسان یوه خبره کوي ، كه تا د يوه خبره تصدیق کړه مانا دا چې تا خوبخود د هغه نو نورو کسانو خبره هم تصدیق کړه چې همدا خبره کوي ، او برعکس که دې د یوه خبره رد کړه مانا دا چې د هغه لسو کسانو خبره دې هم رد کړه چې همدا خبره کوي . دا علت دي چې په اسلام کې پر ټولو پیغمبرانو ایمان راوړل ضروروي دي ، څوک چې په یوه پیغمبر باندې ایمان را نه وړي هغه کافر دي که څه هم په نورو ټولو پیغمبرانو ایمان راوړي .
په روایتونو کې راغلی دي چې په دنیا کې مختلف قومونو ته یو لک او څلورویشت زره پیغمبران رالیږل شوی دي ، که ته فکر وکړي او دا په خپل ذهن کې انځور کړي چې دنیا له کومه وخته آباده ده او پکښې څومره ملتونه تیر شوی دي ، نو به دا شمیره درته ډیره ښکاره نه شي .د دې یو نیم لک په شا او خوا کې د نبیانو څخه چې د کومو نبیانو نومونه په قرانکریم کې راغلي دي ، د هغوی اړوند خو په صراحت ایمان راوړل ضروري دي ، باقی د نورو اړوند موږ ته د دې عقیدې د درلودل لارښونه شوې چې ټولو هغه پیغمبران چې د بندګانو د هدایت لپاره د الله تعالی له لوری رالیږل شوی وو ، ټول ریښتینی اوپه حق وو . په هندوستان ، چین ، ایران ، مصر ، شام ، افریقا ، اوروپا او د نړۍ په نورو هیوادونو کې چې څومره پیغمبران د الله تعالی له لوری راغلي موږ په هغوی ایمان لرو ، چې حق دي ، خو موږ دکوم معین شخص په هکله دا نه شو ویلی چې هغه پیغمبر ؤ ، او نه دا ویلی شو چې هغه پیغمبر نه ؤ ، ځکه چې موږ ته د هغه اړوند څه ویل شوی نه دي . البته د مختلفو مذاهبو پیروان چې ځیني خلک خپل پیشوان ګڼي ، د هغوی خلاف موږ ته د څه ویلو جواز نه شته ، ډیره ممکنه ده چې هغوی په حقیقت کې د الله تعالی پغمبران وي او وروسته ئې پیروانو د دوی مذاهب خراب کړی وي ، څرنګه چې د موسی او عیسی علیهما السلام پیروانو د دوی لارښونه محرفه کړه ، لدې ځایه موږ د هغوی د دودونو او رسمونو اړوند خپله رایه څرګندولی شوو ، خو د پیشوا نو اړوند احتیاط او خاموشي پکار ده تر څود نا پوهۍ په عالم کې د کوم رسول اړوند ګستاخي ونه شي .
د تیر شویو پیغمبرانو او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم تر منځ خو لدې لحاظه کوم توپیر نه شته ، چې د رسول الله په څیر دوی هم ریښتنی وو ، دوی هم الله تعالی له لوری رالیږل شوي وو ، دوی هم د الله تعالی سپیڅلې لاره خلکو ته ښودله ، او موږ ته په ټولو باندې د ایمان راوړلو حکم شوی دی . مګرد دټولو حیثیتونو با وجود چې ټول پکې یو شان دي رسول الله صلی الله علیه وسلم په دریو خبرو کې له دوی سره توپیر لری ، او د رسول الله صلی علیه وسلم دا ځانګړی خصوصیتونه په لاندې ډول دي :
۱ـ تیر شوی پیغمبران یوه ځانګړی ملت اود یوې ټاکلې مودې لپاره راغلي وو ، خو رسول الله صلی علیه وسلم ټولې نړۍ ته د همیشه لپاره رالیږل شوی دی ، څرنګه مو چې په وړاندې باب کې دا خبره په تفصیل بیان کړې ده .
۲ـ د تیر شویو پیغمبرانو تعلیمات او لارښونې یا بالکل له دنیا نه ورکې شوی دي او یا که لږ څه پاتې هم دي په خپل خالص او اصلي شکل کې پاتي نه دي ، او د دوی د ژوند حالات په واقعی بڼه اوس مهال په دنیا کې نه شته ، بلکه د دوی اړوند افسانوي کیسې جوړې شوې دي ، لدې ځایه که څوک د دوي د پیروی اراده هم وکړي د دوی پیروي نه شي کولای . د دوی برخلاف د رسول الله صلی علیه وسلم تعلیمات او لارښونه ، د ده پاک سیرت ، د ده مبارک سپیڅلی اقوال ، او د ده مبارک عملي لارښونه ، د ده مبارک اخلاق ، عادتونه ، خصلتونه ، لنډه دا چې هر څه ئې په دنیا کې محفوظ او په اصلي بڼه ساتل شوی دي ، لدې ځایه په حقیقت کې په ټولو پیغمبران کې یوازي رسول الله صلی علیه وسلم ژوندی پیغمبر دی ، او د رسول الله صلی علیه وسلم پیروي ممکنه ده .
۳ـ د تیرو شویو پغمبرانو له لارې چې کومې لارښونې او تعلیمات وړاندې شوي وو ، هغه کامل اوبشپړ نه وو ، په هر نبی پسې به بل نبي راته او د مخکني نبي احکامو او قوانینو به ئې ترمیمول اود الله تعالی په حکم به ئې پکې اضافات کول ، او داصلاح او ترقۍ دا سلسله د انسانیت د اړتیا سره سمه روانه وه ، لدې کبله د هغه پیغمبرانو لارښونې د هغه زمانې په تیریدو سره الله تعالی محفوظې ونه ساتلې ، ځکه چې د هر کاملې روزنې او لارښونې څخه وروسته د نیمګړې لارښونې اړتیا نه لیدل کیږي . په پای کې د رسول الله صلی علیه وسلم په ذریعه داسلام داسې لارښونه وشوه چې له هر اړخ او له هر حیثیت نه مکمله اوبشپړه وه ، لدې وروسته د ټولو پیغمبرانو شریعتونه خوبخود منسوخ شول ، ځکه چې د کامل پریښودل او دناقص پیروي کول د عقل خلاف کار دی ، څوک چې د رسول الله صلی علیه وسلم پیروي کوی ، لکه چې د ټولو پیغمبرانو پیروي ئې کړې وي ، د دې لپاره چې هغه څه چې د نورو پیغمبرانو په لارښونه کې ښول شوي ،هغه ټول د رسول الله صلی علیه وسلم په لارښونه کې شته دي . هغه څوک چې د رسول الله صلی علیه وسلم پیروي پریږدي او د کوم پخواني پیغمبر پیروي کوي په حقیقت کې له ډیرو ښیګڼو څخه محرومیږي ، د دې لپاره چې هغه ښیګڼې په دې وروستۍ لارښونه کې راغلې دي په زړو لارښونو کې نه دي راغلې . لدې امله پرټولو انسانانو لازمه شوی چې د رسول الله حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پیروی وکړي . د مسلمان کیدو لپاره ضروري ده چې انسان په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې له دریو خبرو ایمان ولري :
۱ـ دا چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د الله تعالی ریښتنی پیغمبر دی .
۲ـ دا چې د رسول الله صلی علیه وسلم هدایت او لارښونه کامله او بشپړه ده ، اوپکښې هیڅ ډول کمی او نیمګړتیا نه شته ، او له هر تیروتنې څخه پاکه ده .
۳ـ دا چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د الله تعالی آخري پیغمبر دی ، له دوی وروسته تر قیامته پوری بل پیغمبر په بل هیڅ ملت کې نه راځي ، نه بل داسې انسان راځي چې د مسلمان کیدو لپاره په هغه باندې ایمان راوړل شرط وي ، او د نه منلوپه صورت کې ئې انسان کافر شي .
پر آخرت ایمان راوړل
پینځم شی چې په هکله ئې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته د ایمان راوړلو لارښونه او هدایت کړی ، آخرت دی . د آخرت اړوند چې په کومو کومو شیانو د ایمان راوړلو اړتیا ده هغه دا دي :
۱ـ یوه ورځ الله تعالی ټول مخلوقات له منځه وړي ، د دې ورځې نوم قیامت دی .
۲ـ بیا الله تعالی ټولو ته یو نوی ژوند بښي ، او ټول د ده تعالی په وړاندې حاضریږي ، دې ته حشر وایي .
۳ـ تولو ته چې په خپل دنیایی ژوندانه کې ئې هر څه کړی د خپلو اعمالو یوه اعمال نامه د الله تعالی په دې لویه محکمه کې ورکول کیږي .
۴ـ الله تعالی د خلکو ښه اوبد اعمال تلي ، دچا ښه اعمال چې د الله تعالی په تله کې تر بدو اعمالو درانه وي ، هغه بښي ، او دچا چې د بدو اعمالو پله درنه وی هغه ته سزا ورکوي .
۵ ـ څوک چې بښل کیږي جنت ته ځي ، اوچا ته چې سزا ورکول کیږي هغه دوزخ ته ځي .
د آخرت اړوند د عقیدې اړتیا
د آخرت عقیده څرنګه چې رسول الله صلی علیه وسلم ښولې ده ، له ده وړاندې ټولو پیغمبرانو هم ښولې ده ، اوپه هره زمانه کې د مسلمان کیدو لپاره په آخرت عقیده درلودل لازمي شرط دي . ټولو پیغمبرانو هغه سړی کافر ګڼلی دی چې د آخرت نه انکار کوی ، اویا پکې شک کوی ، ځکه چې له دې عقیدې نه پرته په الله تعالی او دالله تعالی په کتابونو او پیغمبرانو ایمان راوړل بې مانا ګرځي ، او دانسان ټول ژوند خرابیږي . که ته غور وکړې په دې خبره په آسانۍ پوهیدی شی ، تا ته کله چې د کوم کار د کول په هکله څوک امروکړي ، چې هغه کار تر سره کړی ، ستا سره په زړه کې لومړی دا پوښتنه پیدا کیږي چې د دې کار دکړلو ګټه څه ده او دې نه کړلو زیان ئې څّه دی ، علت دا دی چې د انسان فطرت هرهغه کار بې ځایه او بې مانا ګڼي ، چې پایله او ګټه و نه لري . ته به هیڅ کله داسې کوم کار ته حاضر نه شې چې پدې باور اویقین هم وې چې دا کار کومه پایله اوګټه نه لري ، او دې داسې کوم کار نه به پرهیز اوځان هم ونه ساتې چې پدې باور وې چې زیان نه لري . دشک حال هم همداسې دی ، د کوم کار پایله چې مشکوکه وي هغه کار ته ستا زړه نه کیږي چې تر سره ئې کړی ، او که د کوم کار زیان شکمن وي د هغه نه د ځان ژغورنې ځانګړې هڅه هم نه کوې . واړه وګوره ! هغوی په اور کې ولی د لاس وهنې هڅه کوي ؟ د همدې لباره چې د هغوی سره دا باور او یقین نه وی چې اور سیزونکی شی دی ، او له زدکړې نه ولې تښتي ، ځکه چې د زدکړې کومې ګټې چې د دوی مشران ورته ښیي دوي ته په زړه پورې نه وي . اوس فکر وکړه چې کوم سړی آخرت و نه مني او د الله تعالی منل او دهغه تعالی د رضا مطابق ژوند کول هم بې ګټې وګڼي ، د دې په اند نه د خدای د فرمانبردارۍ کومه ګټه شته او نه هم د هغه تعالی د نا فرمانۍ کومه خساره ، نو بیا ولی متصوره او ممکنه وی چې هغه د الله تعالی د احکامو او د هغه لارښونې او ارشاداتو اطاعت وکړي چې الله تعالی د خپلو پیغمبرانو په ذریعه خلکو ته رالیږلی دي ؟ بالفرض که داسې سړی په الله تعالی ایمان هم ولري ایمان ئې بې کاره دی ، ځکه چې هغه د الله تعالی د قانون اطاعت نه کوي او دهغه تعالی د رضا مطابق ژوند نه کوي .
خوخبره تر دې حده نه ختمیږي ، که ته نور غور اوفکر وکړې نو به درته مالومه شي چې په آخرت باندې ایمان راوړل او یا له آخرت نه انکارکول دانسان په ژوندانه کې پریکنده اغیزه لری ، څرنګه مو چې وړاندې څرګنده کړه انسان فطرتا هره پریکړه د هغې د ګټې او زیان له لحاظه کوي . اوس یوسړی خو داسې دي چې د هغه نظر یوازې په دنیایی ګټې اوزیان متمرکز وي ، هغه د داسې یو نیک کار کولو ته هیڅ کله نه حاضریږي چې په دې دنیا ئې د ګټې دلاسته راوړنې امید نه وي ،او د داسې کوم ناوړه کار نه ځان نه ساتي چې په دې دنیا ئې ورته د زیان رسیدو خطرنه وي . یو بل سړی داسې دی چې د هغه نظر د اعمالو په آخری او دایمي پایلو باندې وي ، هغه د دې دنیا ګټه اونقصان یو عارضي شي ګڼي ، هغه د آخرت دایمي ګټه په نظر کې نیسي او د هغې ګټې په اساس د هر نیک کار د کولو او دهر بد کار نه دځان ساتلو کوښښ کوي ، سره لدې که په دنیا کې لدې نیک کار نه ورته لوی زیان او د بد کار نه ورته ډیره ګټه هم ورسیږي . ګوره ! په دواړو کې څومره لوی توپیر دی ، د یوه په اند نیکي هغه ده چې د دې دنیا په لنډ ژوندانه کې ئې کومه ګټمنه پایله وي ، لکه : لږ پیسې اوثروت ، کومه ټوټه ځمکه ، کوم منصب ، لږ نیک نامي اوشهرت ، لږ خلک ورته واه واه وکړی او لدې نه لذت واخلي ، دځینو خواهشاتو تسکین وشي ، او ځینې نفسي غوښتنې پرځای شي . او بدي هغه ده چې په دې دنیا ئې زیان ظاهر او راښکاره شي اویا ئې د ظاهریدو خطر وي ، لکه : د ځان او مال زیان ، د صحت خرابیدل ، بدنامي ، د حکومت له لوري سزا ، کوم ډول تکلیف او رنځ .. د دې سړي په مقابله کې یو بل سړی داسې دي چې د ده په اند نیکي هغه ده چې الله تعالی پرې راضي شي ، او بدي هغه ده چې الله تعالی پرې نا راضه شي ، سره لدې که نیکی په دې دنیا کې ده ته ګټه هم ونه رسوی ، بلکې برعکس ورته زیان ورسوی بیا هم هغه نیکي ګڼي ، او په دې باور وي ، چې په آخرت کې به الله تعالی ده ته ابدي ګټه ورکوي ، او سره لدې که د بدۍ نه ورته کوم ډول زیان هم نه رسیږي او نه هم د زیان ډار وي ، بلکې سراسر ګټه او فایده وي بیا هم هغه بدي ګڼي او ورنه په دې باور ځان ساتي چې په آخرت کې د الله تعالی د عذاب اوسزا نه خلاصون نه شته دی .
دا دوه مختلف تصورونه دي چې په پایله کې ئې انسان دوې مختلفې لارې خپلوي ، کوم سړی چې په آخرت ایمان ونه لری په هیڅ ډول ممکنه نه ده چې یو ګام هم د اسلام په لاره ولاړ شی ، اسلام وايی : چې مسکینانو ته ذکات ورکړۍ ، هغه په ځواب کې وايي د ذکات ورکولو نه زما مال کمیږي ، زه خو په خپل مال له بیوزلانو نه سود اخلم ، او دسود په پایله کې د مسکینانو کورونه ګرو ومه . اسلام وايي : همیشه ریښتیا وایۍ او له درواغو ځان ساتۍ ، سره لدې که په ریښتیا ویلو کې زیان او په درواغو کې ګټه هم وي ، هغه په ځواب کې وایی : چې زه داسې ریښتیا څه کړم چې له هغه نه ماته ګټه ونه رسیږي او زیان راته ورسیږي ؟ او د داسې درواغو نه ځان ولې وساتم چې ما ته ګټمن وي او پکې د بدنامۍ خطر هم نه وي ؟ هغه له یوې ویرانې نه تیریږي ، او ګوري چې یو قیمتي شی پراته دي ، اسلام وایی : چې دا ستا مال نه دی ، ته دا هیڅ کله هم مه اخله ، هغه وایی چې مفت راغلی شی ولې پریږدم ؟ دلته خو کوم څوک ما ویني هم نه چې پولیس خبر کړي ، یا په محکمه کې زما په ضد شهادت ووایی ، یا په خلکو کې ما بدنام کړي ، نو بیا ولې لدې مال نه زه ګټه پورته نه کړم ؟ یو څوک د دې سړه سره په پټه خپل امانت ایږدي او مړ کیږي ، اسلام وایی په امانت کې خیانت مه کوي ، د هغه مال د هغه اولادونو ته ورکړي ، هغه وایی ولې ؟ کوم داسې شاهد نه شته چې شهادت ورکړی چې دهغه سړی خپل مال زما سره امانت ایښی ؤ ، حتی اولادونه ئې هم خبر نه دي ، نو چې زه په آسانۍ دا مال خوړلی شم او دکومې بدنامۍ خطر هم نه شته نو ولې ئې ونه خورم ؟ خلاصه دا چې په ژوندانه کې اسلام ده ته په هر ګام کې خپله لارښونه کوي خو دی د اسلام د لارښونې نه په مخالفه لاره روان وي ، ځکه چې په اسلام کې د هر شي قدر او قیمت د آخرت په دایمی پایله کې نغښتی ده ، مګر دا سړی په هره معامله کې دنیایی ګټې او زیان ته ګوري . اوس ته پوهیدی شی چې په آخرت باندې د ایمان راوړلو نه پرته ولې انسان نه شي مسلمان کیدلای ، په هر توګه مسلمان کیدل خوبیا لوی کار دی ، ریښتیا خبره خو دا ده چې د آخرت نه انکار انسان د انسانیت له درجې نه دحیوانیت درجې ته راټیټوي .