سلام خان
دیوه معتبره بین المللی اژانس له قوله ، د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په لسګونو کانديدان د ګلبدين حکمتيار په ډلې پورې اړه لري، نوموړي د افغانستان پخوانى صدراعظم و او له القاعده سره اړيکې لري، چې ګومان کیږی پر امريکايي
ګومان کیږی چې ګلبدين حکمتيار په پاکستان کې وي، د اژانس په حواله، دى له بدنامو جنګ سالارانو ګڼل کیږی، چې د تیر شنبې په انتخاباتو کې يې د زياتو کانديدانو ملاتړ کاوه.
څارونکي ادعا کوي چې دغو کانديدانو د رايو په رانيولو او د رايي ورکوونکو په وېرولو کې لاس درلود.
نادر نادري چې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنياد مشري کوي وايي، د انتخاباتو د پروسې د کمزورې بررسۍ له کبله ګڼ هغه کسان، چې لاسونه يې په وينو سره دي او يا هم له وسلوالو ډلو- ټپلو سره اړيکې لري، وتوانیدل ځانونه کانديد کړي. نادري وايي په دې برخه کې د ګلبدين حکمتيار متحدين او نور کسان هم شامل دي، چې د حکمتيار په وړاندې جنګیدلی وو .
د اسوشیټیټ پرېس اژانس په حواله، د تنظيمونو په کورنۍ جګړه کې شاوخوا پنځوس زره کسان ووژل شول، چې اکثريت يې ملکيان وو، کابل هم په کنډوالو بدل شو. دغه جګړې تر ١٩٩٦م کاله پورې روانې وي، چې په دې وخت کې طالبانو کابل ونيوه.
د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره ٢٥٠٠ کسان کانديدان وو، چې د ولسي جرګې د ٢٤٩ څوکيو لپاره يې انتخاباتي مبارزه روانه وه او کیدای شي په يوه مياشت کې د دغو انتخاباتو نتايج اعلان شي. اژانس وايي تر اوسه وختي ده چې وويل شي ايا د ګلبدين حکمتيار د ګوند غړي به په دغو انتخاباتو کې ګټونکي وي که څنګه؟
د حزب اسلامي له لوري د ولسي جرګې د انتخاباتو کانديد عبدالغفار اژانس ته ويلي، اوس د حزب اسلامي مشري د پخواني مرستيال عبدالهادي ارغندېوال له لوري کیږی، چې د کرزي په حکومت کې د اقتصاد وزير دى.او دحزب اسلامی پخواني مشر په خپل حزب کی اعتبار له لاسه ور کړي دي یوازی سمبولیک او تش په نامه رول لری له همدی وجه هم دافغانستان ولسمشر حامد کرزی او دهغه خارجی متحدین د تفاهم او مذاکراتو په پروسه کی دګلبدین حکمت یار نوم نه اخلی او همیشه یی په خولی کی دطالبانو مشر ملا محمد عمر اخند اویا هم دحقانی دډلی نوم پروت دي او ورځینی غوښتنه کوی چی دافغانستان دسیاسی حل په پروسه کی برخه واخلی او دحزب اسلامی ډله په دولت کی داخله ډله ده.
د جورج ټون پوهنتون د سولې او امنيت د مطالعاتو د مرکز غړې کرسټين فیر، د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات مهم ځکه بولي، چې په دې توګه به د حزب اسلامي غوندې ډلې وکولاى شي خپل سياسي اغیز وښيي، خو ځينې نور کارپوهان بيا په دې پروسه کې د حکمتيار د ګوند او نورو ډلو د ګډون مخالفت کوي.
په کابل کې ځینی عامو خلګو ونوموړی اژانس ته ويلي، ليډران خلکو ته صادق نه دي، دوى يوازې قدرت غواړي، که چیری بهرنيان ووځي، دوي به پارلمان پرېږدي او بيا به جګړې ته لستوڼي بډوهي.
دبله طرفه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د کرزي سیاسي اپوزیسیون وایی چې د ولسي جرګې د انتخاباتو له لومړنیو شمیرل شویو رایو ورته څرګنده شوې چې په راتلونکې ولسي جرګه کې به اکثریت د دوی د پلویانو وي.
که څه هم د ولسي جرګې د انتخاباتو ټولې رایې نه دي شمیرل شوي او د پرېمانو درغلیو په باب شکایتونه نه دي څیړل شوي خو د کاندیدانو استازو او څارونکو ته اجازه ورکړای شوې چې د رای شمیرنی بهیر له نژدې وویني عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته ویلي وو چې د ده توجه به راتلونکې ولسي جرګې ته وي.دی اوس هیله لري چې په راتلونکې ولسي جرګه کې به د ده پلویان زیاتې چوکۍ ولري.
د امید او تغییر په نوم د ښاغلي عبدالله په مشرۍ ايتلاف وايي چې له شمیرل شویو رایو مالومیږی چې د ولسي جرګې په سلو کې اویا چوکۍ د ده پلویانو ګټلي او هروخت چې ټولې رايې وشمیرلی شوې څرګنده به شي چې د ولسي جرګې په ۲۴۹ چوکیو کې لږترلږه سل د ده پلویانو ګټلې دي پای سلام خان .