له ډیرو اضافی ځرګندونو اونظرونو څخه یو عملی اقدام بهتر دې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
په دی ورځوکی دافغانستان دکشالی دسیاسی حل په خاطر دوه ډیر دلچسپه او په زړه پوری مضامین ددو افغانی شخصیتونو له لوری لیکل شوي دي چی دهغو جملو ځخه یو یی دښاغلی عبدالباری جهانی صاحب یوه په زړه پوری لیکنه
تردی عنوان لاندی (چی مونږ به ځه کوو)،اوبله هم دافغانستان دپخوانی د خارجه چارو وزیر دښاغلی داکتر رنګین دادفر سپنتا لیکنه تر دی عنوان لاندی(حلقه ګم شده) په مختلفو افغانی انتر نیتی پا ڼو کی خپري شو ي دي،دواړه لیکنی دافغانستان داوسنی بحرانی وضعیت پر بنیاد دټولو افغانانو لپاره ډیری مهمی اود پوره غوراو پاملرنی وړ دي،په دواړو لیکنو کی وافغانانوته پیام ور کړل شوی دې چی نور نو ددی وخت نه دی چی مونږ افغانان ي په بیځایه لیکنو او خبرو خپل وخت ضایع کړو او شپه او ورځ په دی بهانه خپل ځان او خلګو ته بازی ور کړو چی خارجیان به زمونږ ملک را جوړ کړي او یا دی زمونږ خاوری ته سوله را ولی او یاهم د ځینو افغانانو ډیری اوږدی دکرکی او نفرت ځخه ډکی تکراری مقالی او مضامین چی دیوه اوبل پرضد یی نشروی وکولای شی رمونږ افغانستان ته سوله راولی اویادی هم دتفریحی او تماشا ډګ ډیر ښایسته مجلسونه،ناستی او یاهم په سیاسی معنا میټینګونه هغه هم دهیواد نه بهر په ډیرو ښایسته شعارونو کی وکولای شی دافغانانو درد دوا کړي که چیری په دی کار کیدای شوای افغانستان ته به لا ډیره مخکی سوله راغلی وای او نن به مونږ افغانان دهیځ ډول مشکل سره لاس او ګریوان نه وای او هر یو به په خپل کور او کلی کی دځپلو دوستانو او خپلوانو په ځنګ کی ناست وایی او په خارجی هیوادونوکی به مو بیله دهل اتڼ ته نه ګډیدو، تقریبا ځه دپاسه ۳۰ کاله زمونږ افغانانو وخت په همدی بیځایه خبرو او دیوه اوبل پر ضد په بی مفهومه لیکنو ضایع شو په دغه ټوله تیره دوره کی مونږ ونه شوای کولای چه دافغانستان په باب خادم او خائن وپیژنو،هیځ شخصیت اویا سیاسی حزب او ډلی تر اخیره په خپلو تیرو اعمالو پیشمانی او اعتراف ونه کړي هره ډله کوشش کوی چی نسبت نورو ته ځان دافغانانستان او افغانانو په باب وفاداره او ریښتنی وخلګو ته ور وپیژنی او لا هم دامتیازاتو غوښتنه کوي.
دښاغلی جهانی صاحب دلیکنی په پوره تائید باید ووایم چی زمونږ په وطن کی اور بل دی هره ورځ په لس هاو افغانان په مختلفو نومونو خپل خوږ ژوند له لاسه ور کوی ځینی دتروریست اوطالب په نامه ځینی دګوډاګی اوخارجیانو سره دهمکاری او ځینو نورو داسی بیځایو نومونو په نامه وژل کیږي، دکونډو او یتمیانو تعداد ور ځ تر بلی مخ په زیاتیدو دی دبیسوادی کچه مخ پر ډیر یدوده افغانان دژوندانه دهر نوع نعمت ځخه محروم پاته دي،ځوانان بیکاره او هره ورځ دمافیایی ډلو او قاچقچیانو له لوری په مختلفو نومونو دښکار سبب ګرځی او دمجبوری له خاطره له خپله کوره او هیواد وتلو ته اړ کیږي په خارجی هیوادونو کی هم له هغوی سره دبشری قوانینو پر بنیاد بر خورد او مرسته  نه کیږي ، په افغانانو کی دبشر دحقوقو ځخه ددفاع داسی ډله اویا ګروپ نشته چی دافغانی ځوانو مها جرینو ځخه دی دفاع وکړي او خار جی هیوادونه توجو دهغوی وحقوقو ته جلب ګړی ،په خارج او داخل کی دهیواد سیاسی شخصیتونه او ډلی دخارجیانو په انتظار لاس تر زنی نا ست دی او په د ی لا نه پوهیږی او که پوهیږی دخپلو شخصی ګټو دتامین په خاطر په دی خبره سر نه خلاصوی چی خارجیان په افغانستان کی ناکام دی ،دښاغلی داکتر سپنتا دلیکنی دتا ئید پر بنیاد امریکا او متحدین یی ددی پرځای چه دترهګری اصلی منابع او مرکزونه چی دافغانستان ځخه بهر دی محوه اویا هم له منځه یوسی د دناکامی له وجه یی ځینو په دغه ور ځوکی دافغانستان دویشلو خا ېینانه طرحی وړاندی کړی دي.،که چیری زمونږ هیواد ویشل کیږي په هغه صورت کی به  مونږ افغانان دجهانی صاحب په خبره ځه کوو؟ ایا په هغه صورت کی بیاهم مونږ باید په ډیرو اوږدو لیکنو او پر یوه اوبل باندی دتهمت ویلو باندی اکتفا وکړو؟ او که یوه عملی اوسنجیده پلان ته چی دټولو افغانانو لپاره دمنلو وړ وي دهیواد دیووالی او اتحاد دساتنی په خاطر دعمل په ډګر کی پیاده کړو، دخارجی هیوادونو ددغه ناوړه پلان ځخه دجلوګری په خاطر دټولو مشکلاتو دحل کلی دجهانی صاحب طرحه ده چی باید ټول افغانان دهغی طرحی د عمل کیدو لپاره یوه اوبل ته ددوستی لاسونه ور کړي.
متاسفانه تر نن ورځی پوری چی کومه خبره تجربی په اثبات رسولی ده هغه دافغانان ترمینځ ویوه اوبل ته داحترام په ستر ګه نه کتل دې،د عامو او ملی ګټو په نسبت وشخصی،قومی،سمتی او ګروپی ګټو ته اعتبار او اعتماد ور کول دی،همدا علت دی چی دونیا وال تر نن ور ځی پوری افغانان دیوه واحد ملت به شکل په رسمیت نه پیژنی دمختلفو ملتو،ډلو او سمتونو په نامه یی افغانان دخپلو ګټو په خاطر سره ویشلی دی او ور ځ تر بلی وهمدغی لاری ته هځول کیږی متاسفانه ځینی افغانان هم دخارجی هیوادونو وهمدغه تاکتیک ته خوشحالی ښئ او دخپلو هیودوالو پر ضد دهیځ نوع توطیی او دسیسی ځخه لاس نه اخلی،په دی پاب ډیر مثالونه موجود دی زه به ډیر لیری نه ځم نژدی باید خبره ختمه کړم، ځو ورځی مخکی می دښاغلی شاه محمود مستمند صاحب یو لیکل شوی مضمون داتنر نیت په یوه سایت کی چی دداکتر صاحب سپنتا دمضمون دمقابل جواب په باب یی خپور کړي ؤ ولوستی ممکن نورو ډیر دوستانوهم هغه لوستلی وی تر کومه ځایه چی زه پوهیږم او یا می دداکتر صاحب سپنتا لیکنه دروسته تحلیل کړي وی ،دنوموړی لیکنه سر تر پایه پر واقیعیت او حقیقیت باندی ولاړه لیکنه بولم دنوموړی لیکنی ځخه ډیر ښکاره او واضح پیام اخستل کیږی چی خپلو خارجی دوستانو ته کوم چی دی یی قدرت رسولی دی په ډیر روښانه الفاظو او جملو کی ویلی دی چی تاسی دترهګری سره دمبارزی دکار شیوه په غلطه لاره روانه کړي ده،دترهګری منابع او مر کزونه دافغانستان په کلیو اوبانډو کی نشته بلکی دهیواد ځخه بهر دي تر هګر چیری دی اوستاسی مبارزه چیری دوام لري، زه فکر کوم د چارو دیوه با صلاحیته فعال مقام لپاره همدغه دیپلو ماتیکه لهجه کفایت کوي چی دخپلو نژدو متحدینو تر غوږو پوری دافغانانو پیام ور سوي او خپل مسولیت رفع کړي تر کومه چی زما په یاد دي تر نن ور ځی پوری هیځ یوه افغان مقام دخارجیانو تر تا ثیر او نفوذ لاندی او په اداره کی شامل فعال شخصیت داسی سپینی خبری نه دی کړي ،که چیری ماته معلومات نه وی دمحترم مستمندی صاحب ځخه هیله کوم چی ماته یی را په ګوته کړي ،تر کومه ځایه چی زه خبر یم شاه محمود مستمندی صاحب کوم وخت چی روسان دافغانستان په ټولو ملکی او نظامی ادارو باندی مسلط ول  او مستمندی صاحب تر ځنګ به همیشه یو روسی مشاور ناست ؤ ایا ده دروسی مشاور له اجازی پرته کولای شول چی کوم کار اجرا کړي؟، زه دداکتر صاحب سپنتا سره هیځ نوع شناخت او ارتباط هم نه لرم او نه هم زما صفت ته نو موړی کوم خاص ضرورت لری ولی زه دیوه افغان په صفت وګران ملګری مستمندی صاحب ته فقط دا ویل غواړم چی را ځه نور بس ده باید له دی بیځایه غرور،شخصیت فرستی، کرکی،نفرت ،تعصب،او ځان غو ښتنی ځخه صرف نظر وکړو او بیله له کومه تعصبه وښو ته ښه او بدو ته د بد ویلو جواب ور کړو ولو دهر چا په باب وی که هغه د ډیرو نژدی دوستانو او مربوطو ډلو ځخه هم وي زمونږ قضاوت باید دټولو په باب عادلانه او دهرنوع تعصب ځخه پاک وي،محترم مستمند صاحب دداکتر سپنتا لیکنی ته په عین حال کی دشمالی ټلوالی سره ارتباط ور کړي دی زه نه پوهیږم چی دشمالی ټلوالی سره دښاغلی سپنتا دلیکنی تړاو د ځه په خاطردې؟هغه دفارسی متل دی چی وایی ده در کجاه ودر ختان در کجاه زما په نظر نسبت وداکتر صاحب سپنتا ته شاغلی مستمند صاحب دشمالی تلوالی سره ډیر نژدی راوبط لری داځکه چی هغه اشخاص چی شمالی ټلواله یی تاسیس کړي ؤ هغه یو وخت دهغه حزب د رهبران له جملی ځخه ؤ کوم چی ښاغلی مستمند صاحب دهغه حزب غړیتوب لري او دهغوی تر شاه یی دحورا چیغی وهلی دې،دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند یا دوطن ګوند ځینی غړی په دی نامه ځان ته برائت نه شی ور کولی چی دیوه اوبل پرضد بد اورد ولیکی دافغانستان دجوړه ولو او ورانه ولو په باب ټول شریک مسولیت لری، نور باید په تیر مړه شوي اور باندی له سره تیل ونه پاشل شې، شمالی ، جنوبی اومشرقی ټلوالی دافغانستان دتیر کړکیچ په درشل کی پر افغا نانو وتپله شوی هغه ټلوالی او نورو ډیرو ټلوالو اوس خپل اهمیت اوارزش له لاسه ور کړي دی دهغو ټلوالو نوم اخستل اویا بیا دهغوی دسره را ژوندی کیدل په افغا نستان کی و نور نفرت او تفرقی ته دلمن وهلو په معنی ده ،دلته غواړم چی دمحترم داکتر صاحب فاروق اعظم یوه ډیر پرځای او معقو له خبره تکرار کړم چی وایی دافغانستان دتجزیی باعث به زمونږ نا اهله روشنفکران ګر ځی،دا منم چی شاه محمود مستبند صاحب او دده پاشانی به ځینی نور پخوانی دچارو مسولین له افغانستان تښتیدلی وی او دهیواد ځخه بهر به په کوم امن ځای کی دخپلو اولادونوسره یو ځای ارام ژوند کوي ولی هلته دننه په افغانستان کی لا تر اوسه هم عام خلګ دافغانستان دخلق دمراتیک ګوند د غړو په نامه قربانی ور کوي ددغی لاری اخرنی قربانی شهید حامد نوری ؤچی تیره هفته په شهادت ور سیدی او نازولی اولادونه او کورنی یی بی سر پرسته پاته شوه ........ نور د رباب په هغو زړو تارو لاس وهل ډیره لویه ګناه او له افغانانو سره جفأ د ه،یو ګوډاګی باید بل ګوډاګی ملامت نه کړي
دښاغلی جهانی صاحب دقدر وړ لیکنه کی هر ځه دافغانستان په باب په برملا توګه په ګوته شوي دی نوموړی لیکنه دافغانستان داوسنی کشالی دسیاسی حل لپاره اساسی بنیاداو یو ملی حرکت ګر ځیدلی شې به دی شر ط چی دکاغذ پر مخ باندی پاته نه شی ، اویا دځینو انترنیتی سایتونو داعتبار او نفوذ قربانی نه شی چی تنها هر ځوک دخپلی خوښی ضد نقیض نظرونه ور کړي او تر تطبیق او عمل وړاندی نوموړی طرح دخپلو شیطانی کړنو قربانی کړي او یا اهمیت او ارزش یی را ټیټ کړي ،زما په نظر تر ډیرو لیکنو او بیځایه نظرونو چی تعداد یی اوس په افغان جرمن انلاین کی تقریبا و(۴۰ ) ته رسیږي یوه عملی اقدام ته ضرورت دي لکه چی معلومه ده د نوموړې سایت له لاری دډیرو شخصیتونو طرحی اونظریات همیشه مخکی تر عملی کیدو خنثی شوی دی او خپل اهمیت یی له لاسه ور کړي دی او دنوموړی سایت په ارشف کی بیله عملی کیدو پر خپل حال باقی پاته دی او دلیکو الانو حیثیت او نیک شهرت ته یی بی حده زیان رسیدلی دي، خدای نا خواسته داسی ونه شی چی دجهانی صاحب طرح هم هم به هغه سرنوشت اخته شی او یا هم دجهانی صاحب وشهرت ته زیان ورسوي،داځکه وایم که تاسی دافغان جرمن انلاین دنظر خواهی پا ڼی ته مر اجعه وکړی هلته په ډیر مهارت دجهانی صاحب دشخصیت دضعیف کیدو په خاطر په خپله دسایت دکارکونکو لخوا وناوړه تبلغاتوته لمن وهله شوي ده او جهانی صاحب یی دافغانستان دخلق دموکراتیک دګوند درهبری کمیټی غړی معرفی کړی دی،دا دهیچا له لوری ونوموړی سایت ته لیږل شوی نظر نه دی دا ډرامه دنوموړی سایت کار کونکو په لاره اچولی ده،که چیری داسی نه وی نوځه ضرورت ؤچی هغه یی په نظر پاڼه کی نشروي، اوورسته دهغه ځخه دمکمل شهرت او عکس غوښتنه کوي، ددی طرحی لپاره وعملی اقدام ته ضرورت شته، دا طرحه دافغان جرمن انلاین د ځینو دلا لانو په زړو او تکراری بابولالو وکامیابی ته نه رسیږي،ددی طرحی دتطبیق لپاره دیوه مر کزی کمیسیون دجوړیدوته اړتیا شته برعلاوه دمرکزی کمیسیون ځخه په داخل او خارج کی دتحلیل او کار جلا جلا کمیټی باید جوړ ی شي او دهری کمیټی لپاره پوه اوصادق شخصیتونه چی هیځ نوع تعصب ،کینه اونفرت یی دهیځ افغان او ډلی په اړه په زړونو کی نه وې وګمارل شي. دطرحی دښه تطبیق په خاطر په داخل کی دکشالی دټولو ذدخلو اړخونو سره باید مشوره وشی دطرحی دعملی تطبیق پخاطر باید له داخل او خارج ځخه رغنده پیشنهادونه او نظریا را ټول او جمعبندی شي، مر کزی کمیسیون او جلا جلا کمیسیونونه دګډی ناستی او تصمیم وروسته دی دافغانستان په داخل کی ددولت په مشوره دی یو ځانګړی کنفرانس را وبلل شی او دطرحی دتطبیق لپاره دی عملی کړنلاره په نظر کی ونیوله شي وروسته دی دافغانانو عنعنوی ملی جر ګه را دعوت شی.البته دغه کار وډیر زحمت او تکلیف ته اړتیا لري ،دا ځکه چی افغانستان متاسفانه نن ور ځ دخارجی ملکونو او په هغو پوری مربوطو استخباراتو دسیالیو پراخ ډګر ګر ځیدلی دی او هر ځه دافغانانو په خوښه نشی تر سره کیدای نو لا زمه ده چی زمونو افغانی سیاست پوهان لږ ځه خپل ځان ته زحمت ور کړي له مرګ او دژوند له مشکلاتو ځخه ونه ډاریږی ، دامریکا او اروپا دارام ژوند ځخه او له ډیرو اوږدو لیکنو اوغیری عملی نطرونو ځخه صرف نظر وکړی او دعمل میدان ته ور ودانګي او دافغانستان دخلګو سره یو ځای په داخل د مملکت کی و قربانی ته حاضر شي ، له امریکا او اروپا ځخه افغانستان ته په تشو خبرو اونظرونو سوله هیځکله هم ورتلای نه شي اونه هم په امریکا او اروپا کی په خالی مجلسونو او میټینګونو باندی چی هر ځه په هغه میټینګ او مجلسونوکی دکاغذ پرمخ پاته کیږي او صرف د ځو قطعو یادګاری عکسونو په اخستلو خلاصه او ختم کیږي دافغانانو کوم درد نه شی دوا کیدلی
باید د افغاني ټولني اوسنی بحرانی حالات په واقعبینانه توګه په نظر کي ونیول شی او د هر شخص، چپ وي که راست، طالب وي که مجاهد، د هغوی معقول او ملي مفردات په نظر کي و نیول شی او پرمخ ولاړ شی، نه داچي دا یا هغه ډله دتعصب اود پخوانیو بی خایه کینو پر بنیاد په کل کي رد او يوازي لکه ځرنګه چی ځینی یاران او دوستان وایی خپل ځان اویا مشخص قوم مطرح شی، که داسي کيژي نو دا پروسه د همدا اوسه څخه نيمه خوا او دنورو طرحو په شانی ناکامه یوازی دیوه ډیر بی اهمیته سند په توګه د افغانانو د ا نتر نیتی سایتو په ارشیف کی پاتي کيږی لکه جی مخکی تردی ډیری داسی طرحی بی نتجی باته شوي دي.پای سلام خان