د تېرې ورځې په تپلو او نامشروع ټاکنوکې افغان ولس په سلو کې ٪۱۰ لسوهم ګډون ونه کړ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

بســــــــــــــمل

درنو لوستونکو!

د ښاغلي اوریا رادیویی مرکه له همدغه ځایه واورۍ
له هر څه  لمړی به  په لاندې  ډول سره  دا پنځه مهمې پوښتنې تاسو ته وړاندې  کړم :


۱ ــ په یو نظام کې قضایه ، اجرایه او مقننه ارګانونه  کومې دندې لري او کوم کسان  یې  داجرأ  وړتیا لري ؟
۲ ــ زموږ  په ولس  دا نننی حاکم نظام ولسي دی او که تپل شوی ؟
۳ــ ټولټاکنې  باید دپرمختګ، نظم او سمون لپاره او که دلا نورو ګډوډیو لپاره تر سره شي ؟
۴ــ دیو هېواد په  کوم   ډول  امنیتي ،اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو شرایطوکې ټاکنې  ناشونې ګڼل کیږي ؟
۵ــ کله چې عمومي  وضعیت کړکېچن وي  دټاکنو بدیل څه دی ؟
دپورتنیو پوښتنو ځوابونه  ځان ته پخپله ورکړئ .

هو!
پرون ورځ زموږ  دمقننه  ارګان لپاره په  داسې کړکېچنو او غیر نارملو امنیتي حالاتو کې تپلې، جعلي، تحمیلي
شرموونکې  اونامشروع ټاکنې دنږدې درۍ نیم سووزرو ۳۵۰۰۰۰بهرنیوسرتېرواودکورنیوجنګي جنایتکارانو دملېشو هغه  په اصطلاح   ملي اردو؟؟ اوملي پولیسو؟؟  د لاپو غورواو دربوسره سره  په دومره  بد،ګوډاومات  ډول  سره تر سره شوې  چې  اصلأ ټاکنې  نه شو ورته وېلای  ځکه  خوبه  را تلونکی  پارلمان   د یو توت ارزښت هم ونه لري .
دلیل یې دادی چې  اول  خودخلګو حضور په  اکثریت  په تېره بیا په جګړه ځپلو ولایتونو کې  په  صفر را څرخېده او دوهم  دا چې له حده زیاتې  او ډول ډول  درغلۍ پکې وشوې بده خویې لا داچې  سلګونه امنیتي پېښې  ترسره شوې، افغان بیا دافغان وینې تویه کړې په لسګونو ټپان  شول خو دسقأو لمسیان بیا هم ورته خوښ او  دا ټاکنې بریالۍ  بولي .
زموږ د لستوڼي ماران  چې هر څه وايي  وايي  دې خو زه  د خپل ګرېوان له  مارانومانا دا چې له خپلو یو څو پلورل شوو پښتنو څخه ګیله من یم .
دا یو څو پلورل  شوي کسان  هسې دغوړه مالي او یوڅو ډالرو لپاره په  خېټه  اجیران شوي  داکرغېړن  ددي لپاره د حالاتو انځور په ناسم  ډول  دویبپاڼو او نورو رسینیو له  لارې  ښيي  چې که کومه ورځ  کوم موقف  ترلاسه کړي داپه داسې حال کې چې خپل نوم لا سم نه  شي لیکلای  په  تېره بیا هغه بېسوادچې په یوه جمله کې  لا دوه کلیمې سمې نه شي لیکلای  اوس  خلګوته ځان لیکوال ښيي له پردیوویبپاڼوڅخه  دروغجن راپورونه راټولوي دورمره خو سپین سترګی دی چې دماخذونونومونه یې لا نه لیکي  ځان  داسې  ښيي چې ګواکې دا خو دده خپله لیکنه ده  مقصد  چې  کرزی  او دسقأو لمسیان  خوښ  وساتي  داکس  درنو افغان  ویبپاڼو لکه  دعوت  او ټول  افغان  ته  له نوروغیرلازمي  ژبو څخه غیر ضروري  راپورونه اومطالب  راکاپي کوي هم زموږ ددرنوویبپاڼوچلوونکو قېمتي  وخت  پرې نیسي او هم یې د درنو لوستونکو.
دا هغه  جعلکاردی  چې دخلګولیکنې تحریفوي دغه پمن غوښتل چې په ټولنه کې زماشخصیت  ته زیان  واړوي خو خبر نه وه چې شکر زموږ  شریف  هېوادوال  اوس  هر موزي او غازي  ښه پوره پېژني په هر صورت  دا مې ځکه تاسو ته ولیکل چې هغه ناولي  اوډارن زما ویبلاګ  ته دتل په  شان  نن  بیا په بدل نوم  تبصره رالېږلې اوداپرونۍ  شرموونکې ټاکنې یې  پاکې،بریالۍ اومشروع بللې دي لنډه داچې داکس په یوه کرښه هم لا نه  ارزي خوما هسې ستاسودخبرتیا لپاره دادخپلې نننۍ لیکنې خوند پرې خراب  کړبله چاره نه وه داځکه چې تاسوخبر شئ البته نوم به یې په راتلونکي کې  تاسو ته  وښیم  نن مې هسې دومره تاسو ته  یادونه وکړه چې  دلستوڼي له مارانوڅخه  ډېر خطردی  او که  دګرېوان له مارانوڅخه؟
مانا دا موږ  چې  تباه کړو دغوخپلو یوڅو خرڅ  شوو پښتنو تباه کړوکه  دوی داشرمېدلې چوکۍ ور پرېږدي باور وکړئ  چې  په یوه اونۍ کې به عمومي حالت بدلون  ومومي .
اوس  به راشو دې ته چې  ولې  پرونۍ ټاکنې دومره ناکامې وې ؟
داځکه چې د وروستۍ لسیزې  جفاوو اونارواوو زموږ د هېواد هر اړخیز بهیرداسې کاواکه اوغیر نارمل کړ چې  نه یې سر مالوم دی او نه بر څوک یې په  دې خوا کشوي او څوک په  اې  خواپه  هېواداو هېوادوالو مو ډېره سخته  بده ورځ  راغله، موږ  د تروریزم  او القاعده ځپلو په  پلمه یرغمل شوو آن داسمان له هغه سره یرغلګراو اشغالګر په عجیبواو غریبو پلمو را ورسېدل، په تېره بیا دملګروملتونودناروا موافقې  له مخې یې  په  افغان ولس تېری وکړ  ورپسې یې د بن کرغېړن او جعلي کنفرانس  د خپلو موخولپاره  بهترینه  وسیله  وګرزاوه ، بېګناه خلګ  یې وکړول  دطالب  په نوم یې دپښتون خونه ونړوله ،نږدې لس کاله کیږی چې په لر اوبر اوربل دی  دې ظالمانوپه بې شرمانه  ډول  سره افغان  خاوره دجګړیزو عملیاتواوتطبقاتوپه پلیګون  بدله کړه  دادی اوس  یې هره ورځ  په موږ زده کوي .
په  یو څو نجسو او پردي  پالو یې  د یو جعلي  او تپلي نامشروع  نظام  مټې  ودرولې  اوس  یې  دا ملي خاینان  او
هېواد پلورونکي   ددیموکراسي ؟؟ تر سیوري لاندې د حکومت  په نوم  په زور زموږ په  ولس  وروتپل .
ځینو بهرنیانوپه دې نږدې لسوکلونو کې  هغه  نارواوې  اوټول  وژنې تر سره کړې  چې  هم ننني او هم  به یې  زموږ راتلونکي نسلونه محکوم  او مخونو ته  ور توپ کړي  دې مکارو په  پرله  پسې  توګه   د نړیوالو ذهنتونه  په  ډول  ډول  ساخته کاریومغشوش کړل کله ورته دولسمشري ټاکنې  رامینځ  ته کړي کله هم دولسي جرګې  ټولټاکنې او
یانورغیر لازمي کنفرانسونه او فریبجنې ناستې پاستې  .
په  ټولو رسمي غونډو، کنفرانسونو او په  ځانګړي  ډول  د ولسمشري  اوولسي جرګې  په کاندیدانو کې  په سلو کې  ۹۸٪ هغه کسان رامخ  ته کړي  چې  خولې یې تر زامو پورې دولس په وینو لړلي  دي  دوی جنګي جنایتکاران او د ولس قاتلین دي، دا قاتلین د خپل  ژوند د بقأ لپاره  د راغلو نابللو هرې ناروا ته  هرکلی  وايي  ددې تر څنګ  زموږ وروڼه قومونه یو له بل  سره جګړو ته  هڅوي ، دغو مجرمینو اوخاینانو  زموږ  په  هېواد  نن  داسې بده ورځ  راوستې  ده  چې  د هېواد ځمکنی تمامیت  مو په خطر کې لوېدلی، زموږ  دګران افغانستان  د تجزې  وړاندیزونه نن په زغرده سره هغه تور مخي  کوي کوموبه، چې درۍ لسیزې وړاندې  له  افغان مجاهدینو مخکې  الله اکبر الله اکبر نارې وهلې خواوس دخپلې شرمونکې ماتې دپټولولپاره  زموږ د هېواد تجزیه اوله هغه څخه بیا وروسته  د شمال اوجنوب  ولسونو ترمینځ  اوږده اوتباه کونکې جګړه غواړي اوس نوتاسې  ووایاست  چې  آیا داوه  د دوی
بشردوستي، شرافت اودیموکراسي  ؟؟
با احساسو خویندو او وروڼو!
راځم بېرته ټاکنوته زه  د رښتینو او بې غرضو ټولټاکنو پلوی  یم  خو له بده  مرغه  چې لا خو زموږ   ولس او هېواد
له رښتینې دیموکراسي څخه  ډېر لرې واټن  لري همدا اوس اوس  په موږ تپلی نظام یو استبدادي نظام دی په دې ناوړه  نظام کې  دلږکیو  هغه  تورمخي  حاکم  دی  چې اول خو یې خپل خلګ ورڅخه کرکه کوي  اودوهم دا چې  دا خو دوی وو چې  کابل  یې  په کنډواله بدل او دوروڼو قومونو ترمینځ  یې خطرناک  درځونه واچول .
دنړۍ والې ټولنې په نوم  راغلو نابللو  د خپلو تورو موخود لاس ته  راوړلو لپاره  داپورتني جنګي جنایتکاران د خپلو بدو اعمالو  دسزأ په  ځای  دومره   ونازول چې  حدنه لري  برعکس  یې  زموږ  له  مظلوم  او بېګناه ولس سره دومره لویه ناروا وکړه چې دوی ته حیوان  صفته هم نه شم  وېلای ځکه چې څیرونکي حیوانات  هم دومره ظالم او کرغېړن نه وي له همدې وجهې  یو شمېرڅیرونکو او خونخوارو  انسانانوته  اشرف المخلوقات نه شو وېلای .
لنډه دا چې  موږ باید لمړنیو او خورا اړینو چارو ته ملا وتړو هغه   داچې دسولې  د را مینځ ته کېدو، په ولس کې   دملي یووالي او هېوادپرستي د روحې  پیداکولو لپاره نه ستړي کېدونکي  ګامونه  واخلود پردیو سر ورخلاص کړو چې زموږ په کړاو کې  به تاسې هم وکړېږئ  بهتره به  داوي چې زموږ دولس  غوښتنو ته درناوی وکړئ  په دې  دروغجنو، تپلو ټاکنواو نورو مسخره بازیو کې  نه دتاسې خیر شته  او نه زموږ .
راځئ چې د بن دکرغېړن  کانفرانس بدیل  رامینځ  ته کړو، یوې لنډمهالې با مسؤلیته  اوهېواددوستې ادارې  ته
حکومتي  چارې  ور په  لاس  کړو تر څو په  دوودریو کلونوکې  کې  رښتینو ټولټاکنو ته  زمینه برابره کړي چې هم
زموږ  ولس په آرام  شي او هم ستاسو د اوږدې ستراتیژي  خنډونه هواراو په خیرسره دکسپین تربهیرې  پورې ور ورسیږئ .
خو که تاسې په جنایتکار محقق، غبرګ عبدالله،خلیلي  او دوستم حساب کوئ  نو یاد لرئ چې هغوی  د نڅاګرو خصلت لري  سر یې له یو او پښې یې دنورو په غېږ وکې پرتې دي .
قدرمنو لوستونکو!
زه دنړۍ انسان یم  له ډلو ټپلواو سیاسي سازمانونو سره کوم تړاو نه لرم ،نه قومي تعصب اونه له چاسره شخصي ستونځه  لرم   دا نړۍ  زموږ ګډ کور دی  په  دې ګډ کور کې مې د هر انسان  په  مړینه  خوابدیږي  نو له  همدې کبله  پرونۍ ټولټاکنې غیرلازمي  اودشرم وړ وې چې هم زموږ  هېوادوال پکې مړه او ټپیان شول او هم په سلوکې لسو ګډون  پکې ونه کړ له  دې ور اخوا دکاندیدانو درغلۍ، جعلي کارتونه  دګوتو رنګ او په  تېره بیا هغه د دوی  په
اصطلاح  دخپلواک کمیسیون ؟؟  او نورو متعصبو سمیزو چارواکو لاسوهنې او درغلۍ لا د شرم  وړ وې  چې له پښتنوسره  یې  یو  ډول  او له هزارهګانو یانورو قومونوسره یې  بل ډول چلن وکړ ستاسو دقناعت لپاره دا لاندې  راپورونه او لیکنې  وړاندې کوم :
هزاره رای ورکوونکیوته نیم ساعت زیات وخت ورکړل شو

ټول افغان 18.09.2010 15:10
نن د شنبې په ورځ په هيواد کې د ولسي جرګې ټولټاکنې په داسې حال کې ترسره شوې چې په لسګونو زرو کورنیو او بهرنیو ځواکونو په ټول هيواد کې لومړي نمبر احضارات اعلان کړي ول.
دغه ټاکنې په داسې حال کې ترسره شوې چې نړيوالو د درنې مرګ ژوبلې وړاندوینه کړې وه خو د وروستیو رپوټونو له مخې تر دې دمه له يو څو وړو پېښو او سپکې مرګ ژوبلې پرته کومه درنه خونړۍ پېښه نه ده رامنځته شوې.
دغه ټاکنې چې دسهار پر اوو بجو پيل شوې وې او ټاکل شوې وه چې د مازيګر تر څلورو بجو به پای ته ورسېږي،که څه هم په ټول هيواد کې پر ټاکلي وخت پای ته ورسېدې خو يواځې د کابل دشت برچي او شاوخوا هغه سيمې دي چې اوسېدونکي يې هزاره ګان دي په دغه سیمه کې تر ټاکلي وخت نیم ساعت زیاتې يانې د مازيګر تر څلور نيمو بجو پورې ټاکنې ترسره کېدې.
که څه هم د ټاکنو خپلواک کميسيون رئيس فضل احمد معنوي ددغه کار لامل سيمې ته د رای پاڼو ناوخته رسېدل وښودل خو له سیمې نه په ورکړل شویو رپوټونو کې ويل شوي چې هزاره ګان په دومره ګڼ شمېر کې د رای ورکونې مرکزونو ته ورغلي ول چې په هر مرکز کې په زرګونو تنو خپلې رایې واچولې.
داسې هم ويل کېږي چې يو زیات شمېر هزاره ګان له بامیان او دایکنډي نه کابل ته راغلي او خپلو کاندیدانو ته یې رایې ورکړې.
معنوي په داسې حال کې دشت برچي ته درای پاڼو د ناوخته رسېدو خبر ورکړی چې د هيواد په یوشمېر پښتون میشتو سیمو کې غرمه مهال رای پاڼې ختمې شوې وې او تر پایه نورې ور ونه لېږل شوې
د کندهار په یوشمېر سيمو کې تر غرمې پورې ډیری مرکزونو ته رای پاڼې او صندقونه نه و وروړل شوي،او ماسپښين مهال يې ایله دغه مواد ور ولېږدول شول،په خوږياڼيو کې تر غرمې وړاندې رای پاڼې پای ته رسېدلې وې
یادونــــــــــــــــــــــــــــه :
ستاسو دلا پوره قناعت لپاره مې  دامریکا غږ له  رادیوڅخه دښاغلي فضل الرحمان اوریا اوښاغلي کبیر رنجبر مرکې ثبت کړې دي  هیله  من  یم  چې زموږ ګران  اوهېوادپال ویبپاڼې چلوونکې یې پخپلو پاڼو کې زماله لیکنې سره یو ځای خپرې کړي  .
په شمال کې يو شمير سيمه ائيز چارواکي د پښتنو رايه ورکوونکو پر وړاندې خنډ وو
SUNDAY, 19 SEPTEMBER 2010 07:31 ADMINISTRATOR

په شمال کې د ولسي جر ګې يوشمېر کانديدان نيوکې کوي ، چې په ګڼو پښتون مېشتو سيمو کې د ټاکنو پر ورځ د رايې ورکونې مرکزونه او محلونه تړلي وو او پښتانه له را يې ورکولو نه محروم شول.
له بلخ ولايت نه ولسي  جرګې ته کانديده ډاکټره ګلالۍ نور ساپۍ وايي په دې ولايت کې پر تخنيکي ستونزو(( درنګ پاکېدلو او دکارت د سوري کولو د ماشينونو پر خرابوالي ))  سربېره زياتې داسې ستونزې وې، چې په دې ولايت کې يې د پښتنو کانديدانو د بري چانس کمولو. نوموړې زياتوي په بلخ ولايت کې زورواکي له وسلو سره د رايې ورکولو مرکزونو او سايټونو ته تلل ، رايې ورکوونکي يې ويرول او اړيستل، تر څو د دوى دخوښې کانديدانو ته رايې ورکړي . د نوموړې په باور چېرته چې د پښتنو کانديدانو رايې زيا تې وې هلته صندقونه يو نه وړل شول،په چاربولک او چمتال ولسواليو کې نا امنيو دومره زور واخېست، چې له وېرې هېڅوک له کورونو دباندې را ونه وتل .
ساپۍ وايي  د رايې ورکولو په ګڼ شمېر محلونو او مرکزونو کې ګډوډي زياته وه، چې فساد او درغليو ته يې لار اواروله. د نوموړې په باور دا چارې د بلخ ولايت دچارواکو له لوري او هغه کانديدانو له خوا تر سره کېدې، چې دچارواکو له ملاتړ نه پوره بر خمن وو.
دغه راز له تخار ، بغلان ، فارياب او کندز ولايتونو څخه هم سرنوشت ورځپاڼې ته رسيدلي راپورونه وايي چې په ګڼو پښتون ميشتو سيمو کې د يو شمير چارواکو له خوا په لوى لاس ستونزې را ولاړې شوې دي څو پښتانه په رايو کې برخه وانخلي .
کرزي چاته رایه ورکړه؟ مېرمن یې ولې په انتخاباتو کې ګډون ونه کړ؟
Sunday, 09.19.2010, 08:00am (GMT)
تاند(یکشنبه/سپټمبر۱۹) رویټرز خبري اژانس د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې د دوو سرچینو له قوله وايي چې ولسمشرکرزي پرون خپله رایه یوې هندومذهبې کاندیدې ته ورکړه.  

د افغانستان د ولسي جرګې د ۲۴۹ چوکیو لپاره په څه باندې دوه نیم زره کاندیدانو کې یوازې دوو هندوانو ځانونه کاندید کړي دي.
د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې دوو مقاماتو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ولسمشرکرزي خپله رایه انارکلۍ هنریار ته ورکړې ده.
انار کلۍ هنریار د افغانستان د بشري حقونو د کمیسون غړې ده.
رویټرز خبري اژانس وايي چې په ولسي جرګه کې د کابل د ۳۳ چوکیو لپاره په شپږسوه کاندیدانو کې یوې غیرمسلمانې ته د افغانستان په مذهبي او محافظه کاره ټولنه کې د کرزي رایه کېدای شي خپل ځینې پلویان خوابدي کړي
د کرزي په خپلو ملاتړو کې یوشمېر زورور جګړه ماران هم شامل دي چې یا یې ځانونه کاندید کړي او یا یې خپل کسان کاندید کړي، همدارازنورمحافظه کاران د ښځینه کاندیدانو او سیاستوالو مخالف دي او ګومان نه کېږي چې یوې غیرمسلمانې او هغه هم ښځې ته د کرزي په رایې خوشاله وي. 
انارکلۍ هنریاراصلاً د خوست اوسېدونکې ده او په تېرو دوو میاشتو کې د کمپاین په لړ کې ډېرو مسلمانانود هغې په ملاتړ کې هلې ځلې کولې.

د افغانستان په ټولنه کې ښځې ، سره له دې چې په ولسي جرګې کې شپېته فیصده ونډه ورکړای شوې،په ټولو چارو کې په اقلیت کې دي.

د ولسي جرګې د وروستیو انتخاباتو لپاره ۴۰۶ ښځې کاندیدې وې خود راپورونو له مخې دوی له راز راز ګواښونو سره مخامخ وې.

د کرزي مېرمن هم د ملیونونو نورو افغانانو په شان د رای اچولو لپاره د انتخاباتو مرکز ته نه لاړه.

رویټرز خبري اژانس وايي چې البته زینب کرزي د امنیتي اندېښنو یا د ډېرو نورو خلکو په شان له فساد څخه د ستومانۍ له کبله نه بلکې په بل دلیل په انتخاباتو کې ګډون نه دی کړی.

ولسمشرکرزي یوې انتخاباتي کارکوونکې ته وویل چې د دوی زوی ناروغ دی اود ده مېرمن نه غوښتل چې هغه یوازې پرېږدي.
د مقر ولسوال د درغلۍ د نه کولو له امله له دندې ګوښه شو
Sunday, 09.19.2010, 07:46am (GMT)
(خبریال: اشرف غیرت – غزني) – د غزني ولایت د مقر ولسوالي ولسوال ښاغلی صاحبخان وايي چې د غزني د والي موسی خان اکبرزاده له خوا ورته په دې ولسوالي کې د درغلیو د کولو ویل شوي وو خو کله چې ده مخالفت وکړ نو له دندې ګوښه کړای شو.
د مقر ګوشه کړای شوې ولسوال له تاند سره د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ وویل: د غزني د والي موسی خان اکبزاده له خوا راته ویل شوي وو چې د ولسي جرګې د پخواني غړي او کاندید نیازمحمد امیري په ګټه د رایو صندوقونه ډک کړي، خو د هغه په وینا چې ما له دې کار څڅه انکار وکړ، بیا وروسته ماته د ده یک د ولسوال حاجي فضل احمد او نیازمحمد امیري لخوا د پیسو وړاندیز هم وشو خو ما یې ددغه کار مخالفت وکړ او والي موسی خان زه له دندې ګوښه کړم او پر کور د کېنستو یې راته وویل.

هغه زیاته کړه: کله چې زه له دندې ګوښه کړای شوم نو د ولسي جرګې د کاندید نیازمحمد اميري د تره زوی او د ده یک ولسوالي ولسوال حاجي فضل احمد د غزني د والي لخوا د مقر ولسوالي د سرپرست په توګه وټاکل شو، او د هغه په خبره چې پرون ورځ د مقر دغه سرپرست ولسوال د مقر د رایو صندوقونه د نیازمحمد امیري په رایو ډک کړل.

هڅه مو وکړه تر څو په دې اړه د غزني د والي نظر واخلو خو د هغه د یوه تن سکرتر لخوا رسنیو ته وویل شول چې والي موسی خان اوس د خبرو کولو حوصله نه لري.
يوه نۍ د ١٣٨٩ لمريز کال د وږي ٢٨

غزنى : په اندړو ولسوالۍ کي يوازي ٣ تنو رايه ورکړې
د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کي چي يوه تر ټولو نا آرامه ولسوالي ده يوازي درو تنو خپله رايه کار کړې . په دې ولسوالۍ کي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر عبيدالله عثماني وايي چي مرکزونه پرانستي ول خو د خلکو ګډون د هغوى خپل کار دئ . نوموړي نن خبري رسنيو ته وويل چي په دې ولسوالۍ کي امنيت نيوني په موخه د ملي اردو او ملي پوليسو سرتيري په دندو ګمارل سوي ول خو بيا هم خلکو ګډون ونه کړ . په دې ولسوالۍ کي د خلکو استازى حميد جان وايي چي په دې ولسوالي کي د ناامنيو له کبله يوازي او يوازي درې تنه په دې توانېدلي چي خپلي رايي وکاروي . د دې ولسوالۍ ولسوالۍ شېرخان يوسفزى ټوله ملامتيا د ټاکنو پر کار کوونکو اچوي او وايي چي دغو کسانو د يوه ځانګړي نوماند په پلوي کار کاوه خو دوى يې مخه نيولي . نوموړي پر دغو کسانو تور ولګوى چي دا کسان خرڅ سوي ول او په زرګونو جعلي کارټونه يې د ځان سره راوړي ول چي د يوه ځانګړي نوماند په ګټه يې وکاروي .


په مشرقي کې پرونۍ ټاکنې، په کعبه کې د کفر هنګامه!
ډاکتر شمس الله قمر 19.09.2010 13:47
تمه وه، چې د ديموکراسۍ څو کلن کلتور او د ټاکنو څو کلنو تجربو به موږ داسې يوه ځاى ته رسولي وو، چې اقلاً په پرونيو ټاکنو کې به د درغليو ګراف ټيټ وي. دا تمه بېځايه هم نه وه، د ټاکنو خپلواک کميسيون د خپلو تجربو په رڼا کې درګرده دا نغاره ډنګوله، چې د درغليو پر وړاندې هر ډول دفاعي ميکانيزمونه پکار اچول شوي او ټاکنې به فوق العاده شفافې او رڼې وي. خو پرون تر اوږده انتظار وروسته يو ځل بيا هغه ورځ هم راورسېده، چې نه يوازې د ټاکنو د خپلواک کميسيون غورې- دربې د اوبو پر مخ کرښې ثابتې شوې؛ بلکې خبره تر دې هم يو څو ګامه هاخوا خرابه وه.
وېره وه، چې کانديدان به پخپله ګټه له هېڅ ډول درغليو؛ لکه جعلي کارت کارونې، د زور او پيسو په واسطه د خلکو له ګمراه کونې او نورو څخه تېر نشي؛ خو خبره تر دې ځايه ورانه وه، چې د تخلف او درغلۍ بدرنګه داغونه د ټاکنو د خپلواک کميسيون پر لمنه هم ثابت شول. موږ هيله لرله، چې د ټاکنو خپلواک کميسيون به لکه څنګه يې چې نوم دى په بشپړه خپلواکۍ خپلې چارې ترسره کړي او په ټاکنو کې به د درغليو ګراف ډېر راښکته کړي، خو هاغه چا ډېره ښه خبره کړې ده، چې کفر چې له کعبې سر راپورته کړي، سړى به چېرته ځي!
څرنګه چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون غړي هم د دويمه درجه فاسدترين هېواد چارواکي دي؛ نو دوى هم له يوې خوا ډېرو پيسو، ځمکو او کورونو ته اړتيا لري او له بلې خوا د هر خيانت لپاره خپل سيزن او موسم هم وي. دوى خو به پېنځه کاله بيا ارام ناست وي. آيا په دې پېنځو کلونو کې به د مارانو په څېر په خاورو پايي؟ که دوى په همدې موسم کې درغلۍ ونکړي نور نو پېنځه کاله انتظار پکار دى، چې بيا د ټاکنو هنګامه ګرمه شي.
موږ د ټول افغانستان پر ټاکنو نه غږېږو، مطبوعاتو وښودله، چې کوم ځاى کومې ناوړه پېښې رامنځته شوې؛ خو يوازې د مشرقي زون په اړه ويلى شو، چې په درغليو کې تر کانديدانو زياته د ټاکنو د خپلواک کميسيون لمنه ککړه وه.
د ټاکنو د خپلواک کميسيون د مشرتابه يوه لويه تېروتنه په مشرقي زون کې د ټاکنو د کميسيون لپاره د يوه خامه خوله او بې تجربې هلک ټاکل وو. ښاغلى عبدالمالک سلېمانزى نه يوازې دا چې د کم عمر او کمې تجربې له امله ددې درانه او لوى پوسټ لپاره وړ نه و؛ بلکې له کانديدانو سره په ګوتو پټولو او درغليو کې هم ډېر بې مقاومته وخوت. ده په ننګرهار، کونړ او لغمان کې له يو څو کانديدانو سره معامله کړې وه او ټول کار يې د هغوى په ګټه کاوه. ددې درغليو يوه بېلګه په لغمان ولايت کې ده.
په لغمان کې د اليشنګ ولسوالۍ کانديد تورن عبدالغفار يو له هغو کانديدانو څخه و، چې په مشرقي زون کې يې د ټاکنو د خپلواک کميسيون له مشر ښاغلي سلېمانزي سره معامله کړې وه. سلېمانزي د تورن عبدالغفار په ګټه په هغو ځايونو کې چې د نوموړي کانديد رايه پکې نه وه مرکزونه تړلي او د نا امنۍ په نامه يې له يوې خوا د نورو کانديدانو د رايې ساحه تنګه کړې وه او له بلې خوا يې د خپل پام وړ کانديد لپاره صندوقونه ډک کړي دي. په کونړ، ننګرهار او لغمان کې يې خپل کسان مقرر کړي وو او څه يې چې له لاسه کېدل ټول يې وکړل.
ددې درغليو ثبوتونه او وروستي راپورونه به په نورو ليکنو کې ولولو؛ خو د اوس لپاره همدوره ويل کافي دي، چې:
په مشرقي زون کې د درغليو کچه خورا لوړه وه او ځکه لوړه وه، چې پر کانديدانو سربېره پکې د ټاکنو د کميسيون مشر او غړي هم په اتڼ ورګډ ول.
حافظ څه ښه وايي:
دوش از ميخانه سوى کعبه آمد پير مــــا
چيست ياران طريقت بعد ازين تدبير ما؟
دي میستورا : لا وختي دی چې د ولسي جرګې انتخابات بریالي وبولم
Sunday, 09.19.2010, 01:24pm (GMT)
تاند(دوشنبه/سپټمبر۲۰) د افغانستان لپاره د ملګروملتو خاص استازي سټېفن دي میستورا نن وویل چې لا وختي دی چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات بریالي وبولي اوباید ترهغو صبر وکړي چې د اچول شویو رایو وروستی شمېر څرګند شي او ټول شکایتونه واورېدل شي.
دي میستورا نن وروسته له دې چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون پروني انتخابات بریالي وبلل، رویټرز خبري اژانس ته وویل :«له ټول درناوي سره سره  چې د دوی ستر کار ته یې لرم، زه به ترهغو د انتخاباتود بریالیتوب په باب څه نه وایم.»
خورای ورکوونکي، د انتخاباتو مقامات او څارونکي وايي چې په انتخاباتو کې له هر نظره درغلي شوې،جعلي کارتونه او رایپاڼې استعمال شوي،ماشومانو رايې اچولي،مختلف رنګونه کارول شوي چې ځینې ډولونه یې په اسانه پاکېدل، ځینو زورورو کاندیدانو په بدماشۍ رایې اخیستي او په ځینو مواردو کې صندوقونه مخکې تر مخکې د خاصو کاندیدانو لپاره ډک کړای شوي دي.
د افغانستان لوېدیځو ملاتړو او همداراز ملګروملتودا انتخابات ستایلي.دوی ویلي چې افغانانو په داسي حال کې چې طالبانو د مرګ ګواښونه ورته کول، جرات وکړ چې د رای صندوقونو ته لاړ شي او خپلې رايې استعمال کړي.
د ازادو او عادلانه انتخاباتو ټولنې(فیفا)، چې اووه زره څارونکو یې دا انتخابات څارل، ویلي چې په انتخاباتو کې زیاتې درغلۍ او بې قاعدګۍ لیدل شوي چې ډېرې یې د دغو انتخاباتو مشورعیت ترپوښتنې لاندې راولي.
فیفا وايي دوی د انتخاباتو د کیفیت په باب جدي اندېښنې لري.
له حوصلې څخه مو مننه