دافغانستان اودهندوستان په اړه کیسنجر څه وایی ؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د مضمون لیکونکی : دRediif  com له ویب څخه   سرچینه او نیټه :  ۱۳-۹-۲۰۱۰                            ژباړونکی : پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)                          
    که  چیری  په افغانستا ن  کی واک د جها دی افراطی ا سلامیستانو په لاس کی

ولویږی،هندوستان به یواځنی هیواد وی چی د  ډیرو ناخوالو او ستونزو سره به  یی مخه شی ، دغه  اخطاریه  وړاند وینه  د  متحده ایالاتو مخکینی  خارجه وزیر هنری کیسنجر  په  یوه  خبری ناسته کی څرګند کړ .                                       

دافغانستا ن ګا ونډیان باید چی بی له ځنډه سره لاس یوکړی اود افغانستا ن د جنګ ځپلی  هیواد  په  داخلی چارو کی له لاس وهنی څخه  ډډه  او په  یواړخیز بڼی سره ځانونه دامریکی په  هڅی اواند  سره  ونه تړی ، دمنطقی هیوادونه لکه : چین ، هندوستان ، پاکستان  او حتا ایران به په هغه صورت  کی چی په افغانستان کی بنیادی رژیم ټینګ شی دیو لړ هغه  غټو ستونزو  سره به مخامخ شی چی دهغه څخه خلاصون به  ډیر سخت  او  ستونزمن وی ، کسینجر دغه  یادونه  تیره  جمعه په جینیوا کی په هغه کنفرانس کی افاده کړ چی د بین المللی ستراتیژیکی مطالعاتو دمسولینو له خوا سازمان ورکړل شوی وه .                                         

اوه اتیا (۸۷) کلن سیا ست پوه هنر کیسنجر پخپل یوه  تاریخی  بیانیه کی  داسی  څرګند کړ،  اوهغه  دا چی که چیری په افغانستان کی  جهادی افراطی اسلامیستی رژیم واک تر لاسه کړی  هندوستا ن به یواخڼی  هیواد وی چی په هر اړخیزه توګه  د غټو  ستونزو  سره  به مخامخ شی .                                               

کیسنجر وویل : زه د اوباما سیاست په افغانستان  کی تایدوم  اود هغه څخه  ملا تړ کوم ،  مګر  ددی  ډول سیاسی لوبی د ښه پایلی د تر لاسه کولو د پاره د ځنو ټکو زیاتول اوکمول لازم ګنم  او هغه  داچی دامریکی یو اړخیز نقش در اپیدا شوی اویا د موجوده  پرابلم  د حل تلپاتی  لاره نه دی ، بلکه د  پرابلم د  حلولو تلپاتی لاره د منطقی  دنوموړی هیوادونو په ملګرتیا ، اوګډی همکاری پوری تعلق نیسی ، چی باید په افغانستان کی د سولی د ټیکاو دپاره نوموړی هیوادونه خپل تضمینی چمتوالی راښکاره اوسره تعهد وکړی .  هغه وویل:     

(  دواقیعتونو په نظر کی نیولو سره باید وویل شی چی په ځنو برخو  او نقطو  کی باید ګډی هلی ځلی تر سره شی ،  اوهغه داچی زمونږ  په ننی  نړی کی ډیر داسی هیوادونه شته چی دخپل  سمد لاسه اوچټک ملی امنیتی ټیکاودافغانستان  د راتلونکی ډاډ من ملی امنیت پوری اړین بولی ، هغوی د تجاوز په اړین  علاقه  نه ښیی ، بلکه دهغو یواځنی  اوځانګړی علاقه د خاص ملی امنت ټیکاواواسقرار دی ) هغه وویل:              

په دغه جغرافیوی موقیعت اوحوزه کی دیوتروریستی دولت مینځ ته راتلل اویا دهغه ټیکاو ، پر هر یو هیواد باندی به ناوړی تاثیرات وغورځوی .، کیسنجر پخپل پرانیستی وینا کی دغه پورتنی مطلب د( نړی  دامنیتی اداری اودرازیږیدلو دقدرت دویش ) تر سرخط لاندی یاده کړ .  او وویل :                                         

پاکستان باید دی ته پام واړوی چی په کابل کی د یو بنیادګرا رژیم مینځ ته راتګ اویا دهغه استقرار، پخپله به د پاکستان د موجودیت ستنی به ونړوی اود پاکستان دموجودیت او یا د نه موجودیت  سوال  به را  مینځ ته کړی ؟ حتا ایران د یو شیعی هیواد په صفت  که لا تر اوسه فکر نه وی کړی ، باید په دی ځان پوه کړی اویا که غواړی چی د یو ملت په بڼه پاتی شی ، نو  په هغه صورت کی به  هیڅکله  په کابل کی  د یو بنیاد ګرایی رژیم د  مینځ راتګ  څخه باید  پلوی  ونکړی  .  هغه همدارنګه په تکرارسره بیا یادونه وکړ، چی که چیری په  افغانستان کی  یو افراطی  تروریستی  اسلامیستی  رژیم ټینګ شی برسیره  پر دی  چی هندوستان به له هر یو نورهیواد څخه متضرر کیږی . چین هم خوندی به پاتی نشی خصوصاً کوم چی په سنکیانګ کی دغټو ستونزو سره سمد ستی اوس مخامخ دی .
کسینجر زیا توی چی د ننی  نړی  ا ړیکی اود ټولواموراتو د ثقل مرکز  داطلس  له اوقیانوس  څخه  د آرام اود هند  د اوقیانوس په لوری د حرکت په حال کی دی .                 

په آسیا کی دموجوده ستراتیژی په اړین دسیاست پوهانو  مختلف چلن اویا نظری موجودی دی ،  یو له هغه نظریو څخه دا دی چی په دی لویه وچه کی نوی   هیوادونه  کوم چی د ملی استقلال  د لرلو  په با ور   اود (ملی ګټو )   په تامینولو سره د مینځ راتلو په درشل کی  دی ، چندان  قابل دملاحظی مفهوم نه لری ،  کسینجر زیاتوی : د   مثا ل  په ډول: چین   یوشمیر  (درونی  اومرکزی علاقمندی او زړه ګرمی ) را  په  ګوته   کړی   چی  اصلاً  د  مذاکری   وړ موضوعات  نه   شمیرل   کیږی  ، مګر  چین  د  نوموړی موضوعاتو د پلی کولو دپاره حتا که د جګړی ضرورت هم ولیدل شی ځان ورته چمتو کړی دی .                            

  هند په ورته بڼی د نوموړی قضیی  سره بربنډ ټکل او برخورد نه  کوی ، هند  په  منطقه  کی  پر  حیا تی  چارو خصوصاً داروپا د نولسم او د شلم پیړیو د ترمینځ  پر واټن باندی تحلیلی ستراتیژیک سیاست مخ ته بیا یی .                 

دبلی خوا څخه متحده ایالات  په ننی محدود نړی کی د يو اړخیز قوی زبرځواک   اولا تر اوسه د یو ټولنیز امنیتی  نظام په توګه کوم چی دیو  سیستم په  بڼه تعریف شوی دی باقی پا تی دی . هغه  وویل  چی :  یوهیواد  داوږدی مودی دپاره په کامل تسلط او قوی ځواک نشی پاتی  کیدای ، هغه یعنی کسینجر کوم چی یو وخت دملی امنیت د مشاور د نده هم پرغاړه درلود داسی وویل:                                 

  وروسته له دی متحده ایالات باید چی درهبری د هنر نوی تمرین ترسره کړی اودا په دی معنی چی دنړی نه دیواځنی رهبر په صفت  بلکه باید ځان په دی باور راوړی چی هغه هم ددی پیچلی نړی یوغړی دی اود نړی دنظم دساتلو دپاره خپل مسولیتونه دنوروسره خصوصاُ دهغه قوتونو سره کوم چی د راپیدا کیدو اود را زیږیدو په درشل کی دی باید سره وویشی. کسینجر دخپل خبری په یو ځای کی داسی وویل: چی نن په نړی کی یو زیات شمیر ناظرا ن دڅوقطبی نړی دمنطقوی دروند والی په ملتیا سره وړاند وینه کوی  لکه – چین – روسیه – هند – برازیل   اوحتا  ترکیه ،  کوم چی ممکن دوی  به د  خپل  ګاونډ یا  نو سره د قدرت  بلوکونه ( یونیټونه ، ایتلافونه ، پارټی ) جوړ نکړی اودنړی دبالقوه موازنی  په ځواک  بدل  نشی   اولکه  د اروپا يی  ملکونو دسیستم په څیر چی په اتلسم او نولسم پیړیو کی موجود وه همغسی وانوړی .                                             

   کیسنجر وویل : زه په دی باور نه یم چی ننی سا تل شوی بین المللی نظم  په یو محدود  منطقوی مسلط  نظام  باندی واوړی ،اوداځکه چی متحده ایالات خپله یوسوله خوښونکی هیواد دی اوهغه هیڅکله دشرقی آسیا څخه نه بیلیږی ، چین یا هند هیڅکله له مینځنی ختیځ څخه اویا دنورو غنی منابعو څخه نشی بیلید لی، هغه زیاته کړ: ځنی  موضوعات   اویا  ځنی شیا ن   لکه  انرژی  او  چاپیریال  هیڅکله  منطقوی اویا پریو محدود منطقی پوری محدود نشی  پاتی کید ای .                                      **********
پای
په درناوی (داکتر مل)