کابل چا په فساد ککړ کړ Who made kabul corrupt?

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دمضمون لیکونکی :پراتاپ چیټرجی (Pratop Chaterjee).   سرچینه : ګاردین ۱۲-۹-۲۰۱۰                          ژباړونکی : پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)                        ----------------------------------------        
بروماید پا رسا ،په افغانستان کی د فسا د  پرضد  مقابله کی  څوک نشی کولای  د ا  واقیعت  پټ کړی  چی   د  واشنګټن واکدار غلی ناست وی اویا دهغه مخه چا ونیسی . 


احمد ولی  کرزی دجمهور ریس حامد کرزی ورور د نیو یارک ټایم په حواله په عین زمان کی چی داوپیوم په غیر قانونی تجارت کی لوی لاس لری  له سی- آی – ای  څخه معا ش هم  تر لاسه کوی.
د چهارشنبی په ورځ د کابل بانک دیوی څانګی یواځنی پرانیستی دروازی په مخه دخلکو لوی ډلی  سره  راټول شوی وه اود ډیرستونزوپه منلوسره غوښتل  چی له بانک څخه دکمکی اختر نه مخکی یوڅه پیسی داختر(په اسلامی هیوادونوکی اختر  د کال یو له خورا ګرم  اومهمو  میلو  څخه  وی چی درمضان د میاشتی  په اخر کی لمانځل  کیږی )  د  خرڅی دپا ره تر لاسه کړی چی دافغانستان د اطلاعاتو د مامورینو اودپولیسوله خوا د وهلواو ټکولو سره مخا مخ شواو دبانک ددروازی له مخی دی خوا اوهغه خواته خوری وری شول.   

کابل بانک کوم چی دهیواد یو ستر لوی  شخصی  بانک شمیرل کیږی .اود (۲۵۰) زرونه دزیاتو مامورینو میاشتنی معاشونه په برقی حوالی اولیږنی سره دی بانک ته رسیږی هغه بانک  کوم  چی  د  تازه راپورونو له  مخی  د سقوط اودنسکوریدو په څنډه اوبغل کی قرار لری ، اود دی بانک د افلاس اود سقوط اصلنی لوبغاړی عبد الحسن نومی سړی دی کوم چی سل میلیون ډالردمختلفو پروژو د  پکار اچولو دپاره له نوموړی بانک څخه پورترلاسه اودهغه پورد بیرته ورکولوڅخه په ډډه کولوسره دبانک دافلاس زمینی برابرکړ دغه ګرم سړید جمهورریس د لمړی مرستیال فهیم قسیم  ناسکه ورور دی  دیوکال نه په لږ موده مخکی ما د عبد الحسین دتجارتی له مقر څخه  چی د  کابل  په  یوه  متمول ساحه  کی  د  وزیر اکبرخان په ګاونډیتوب کی اود  متحده  ایالاتو د سفارت  له انګړڅخه نه چندان لری  پروت دی کوم چی دزاهد ولید په نوم یادیږی اود کلک محافظوی ګارد له خوا د هغه  امنیت نیول شوی وه لیدنه وکړ  . نه  حسین  او نه هم فهیم مخکی دامریکی  له  تجاوز څخه په کال  (۲۰۰۱)  پر  افغانستان باندی د سرمایی اود شتمنی څښتن  نه وه .  اما د طالبانو د رژیم له نسکوریدو سره سمدلاسه فهیم په عملی بڼی سره د شمال د ایتلاف درهبر  اود مشر په  صفت  سر  را پورته کړاودهمدی فرصت په  لاسته  راوړلو  سره  پوره   ګټی ترلاسه کړ .                                                      

دزاهد ولید د د یزل د وارداتی  شرکت  منیجر  او  ریس رامین صدیقی دنوموړی شرکت دودی اود هغه د پراختیا په اړه ماته دیوی پوښتنی په ځواب کی داسی څرګندونه وکړ:  مونږ په لمړی سر کی  دناتو د قرارګاه د  تعمیر ، د متحده ایالاتو دالحاقیه  تعمیر  اودهوای  میدان  د تعمیر د جوړولو او داعمارولو  قراردادونه د هغه موسساتو له مسولینو سره لاس لیک کړکوم چی په واقیعت کی ډیرګټور او پوره ګټی راوړونکی کانکریټی قرار دادونه وه ، یو څه موده وروسته   فهیم ( دجمهوری ریاست لمړی مرستیال)  دکابل دښار په دننه کی د یوی ټوټی تجارتی ځمکی په رانیولو دخپل ورور عبد الحسن سره په ګډه ما لی  لګښت  لوړ پوړی  تعمیر  د نوک طلایی په نوم   جوړ کړ چی اوس هلته لوی ګڼ شمیر طلا فروشی دوکانونه په کاروبارباندی سره مصروف دی ، همدارنګه د یادونی وړ دی او هغه  دا چی شرکت  ډیر زر  دروسیی څخه د ګازپه واردولولاس پوری کړ  او وروسته له هغه،نه چندان لری دګازګروپ په نوم یو مرکز پرانیستل کوم چی دښاریانو د کورنیو د پاره ګاز په سلندرو کی  د خرڅلاو دپاره  برابر کړ  اودهغه سره په څنګ کی ځنی نوری وړه تجارتی مصروفیتونو ته هم لاره اواره کړ .       

په کا ل ( ۲۰۰۶) د ژمی په را رسیدو سره زاید ولید په یوه ځانګړی (۹۰) میلیون دالری مزایدوی قرار دادکی چی د افغانستان داوبو اود بریښنادوزارت د ډیزلی  جنراتورونو د ډیزل د برابرولوقرارداد تر لاسه کړ ، خورا زیا ت  ګټی  په  لاس راوړل ( ما غوښتل چی دڅلورم تلویزیونی کانا ل د پاره یو ویدویی فلم د د تره خیل ددیزلی کارخانی د اضافه مصرف په مورد کی  جوړ کړم چی هغه می جوړ کړ )    

دعبد الحسن تجارتی معاملات سره دهغه چی په ظاهرکی په  قانونی بڼه ښکاری، مګر دیولړ ښکاره قانونی  اوحقوقی نیمګړتیاوی سره مل دی چی د سړی په  ذهن کی  سوالونه را وچتوی  اوباید هم چی  اوچت کړی ، لکه  قوم پرستی ، دپردی شاته پټ معاملات اوهغه ټول غیر  قانونی چلن کوم چی حتی د بوش اود اوبا ما د اداری له خوا ددی ډول فساد سره په افغانستان کی د مبارزی اعلان هم شوی دی ، هغه یواځنی لاره چی عبد الحسن یی په یواځنی سرشناس  تجار په ګوته کړی   له  قانون   څخه  د هغه  رزمی  او جګړیز  سخت سرغړونه دی اودهغه لاس بری په دی کی دی چی خپل نه شلیدونکی اړیکی د خپل یو شریکوان  ( پارتــنـر)  محمود کرزی د جمهور ریس د ورور سره  ساتلی ،  هغه سړی چی دکابل بانک  د پخوانی ریس شیر خان( فارنود)  په  ګډه همکاری سره په دوبی کی د پالم په جماهیریه  کی  یو ویلا ځا نته جوړ کړی  ، هغه یعنی کرزی دیو مثال په راوړلو په دی اونی کی داسی وویل :( دکور له جوړونی څخه پیسی او ګټه تر لاس کول ډیر خوندوره  او په زړه پوری وی ).                                                     

محمد ضیا صالحی د افغانستان دجمهوری ریاست د ما ڼی په دننه  کی دملی امنیت د شورا مسول  ریس  په دی نژدی وختونوکی دبډی په اخیستلو سره بندی شو او دریس جمهور حامد کرزی په فرما ن اوهدایت سره له بنده خوشی شو،  د را رسیدلی  راپورونو  له  مخی داسی  را څرګند  شو  چی نوموړی د سی - آی – ای  جاسوس ا و دهغه سازمان څخه له ډیرپخوا وختونو نه معاش تر لاسه  کول اود سی – ای- ای ، د پاره کارکول لکه د نیویارک ټایم په  حواله کوم چی  دجمهورریس بل وروراحمد ولی کرزی هم د سی  آی  ای څخه معاش تر لاسه کوی .                                         

ددی ښاغلو سره څه باید وشی ؟  داهغه  څرګندونه دی چی دتا زه راپورونو له مخی په دی هفته په مد یا کی خپور شو ، اود انتونی کوردیسمن  (Anthony Cordesman)  د پنتاګون  پخوانی  رسمی غړی  کوم  چی  ا وس هغه  په واشنګټن کی د بین المللی  ستراتیژیکی  مطالعاتو  په مرکز کی  دنده تر سره کوی  دیو ځانګړی سرلیک لاندی ( وخت ځان په هنداره کی ګوری )   داسی  څرګند وی  :(  په ټیټه اوښکته سطح سره فساد پرابلم نه جوړوی ) .

له بده مرغه د فساد ناولی څیره ځمونږ دناسم چلن  اودغلطی پایلی دی،اودهغه واقیعت په دی کی دی چی مونږ کم تر کمه په  هغه  اندازه  کوم  چی په فغانستان کی دمقصر او دګنهګار په صفت پیژندل شوی یو ،  او ددوه تیګو ترمینځ راغلی یو چی یا اید پځپل ګناه اعتراف وکړو اویا دهغه په تصحیح           کی په ضروری اقدام  لاس پوری کړو)                       

دلته اوس په افغانستان کی دهیچا سره شک  اوشبهه  نه دی پا تی چی په بربنډه  توګه ونه وایی چی د  حکومتی مامورینو تر مینځ فسا د او رشوت وجود نه  لری او داځکه چی بډی  اخیستنه  ا وس  په  یو ساری  ناروغی  د  دولت دمامورین په مینځ کی تر سترګو کیږی اوپه روزمره عادت بدل شوی دی .   مګر دلته چا چی دهغو سره قراداد کړی اوورته معاش ورکوی  دا خو به ورته نه  وی  ویلی  چی رشوت دی هم واخلی .                                                    

نوکله چی مونږ وغواړو چی په واشنګټن کی د پنتاګون اود   سی آی ای (CIA) رسمی  مامورین  وګورو نودهغو دخبرو څخه داسی راڅرګند یږی چی هغوی د ډیر مخکی تللی اتهاما تو سره مخا مخ دی .                                                    

   پای
په درناوی (داکتر مل)