خارجی هیوادونو وطالبانو ته هم دافغانستان دتجزیی وړاندیز کړي دي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
د باوری خبری رسنیو دمعلوماتو پر اساس د پاکستان د جيو خصوصي ټلويزيون له خولې خبر ورکړى چې امریکا د طالبانو معتدلو مشرانوپه واسطه يو پيغام د طالبانو مشر ملا محمد عمر ته رسولى دي
په دې پيغام کې امريکا ملاعمر ته درې وړانديزونه کړي دي
لومړى دا چې امريکا به پښتون ميشتي ولايتونه ملاعمر ته سپاري چې هر څوک ورته د مشر په توګه ټاکي ،دويم دا چې افغانستان به طالبانو ته سپاري خو په چمن ، بګرام او نيمروز کې به درې پوځي اډې امريکايانو ته سپاري د درېيم وړانديز یی دادي چی دلمړی وړاندیز دموافقی په صورت کی به طالبان  ژمنه کوی چی دافغانستان دشمالی سیمو امنیت به تر ګواښ لاندی نه راولي   ،خو د ‌طالبانو مشرتابه دغه وړانديزونه رد کړي او ويلي يې دي چې لومړى بايد بهرني پوځونه له افغانستان څخه ووځي وروسته به د سولې پر شرايطو خبرې کوو
آلمان څخه خپریدونکې شپیګل آن لاین مجلې په خپله یوه ګڼه کې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سي ای ای د یوه پخواني چارواکي مایکل شویر له قوله ليکلي چې امريکا ته په کار دي څو طالبان بيرته واک ته ورسوي او په دې توګه فساد ورک کړي
د سي اي ای دغه پخواني چارواکي ویلي، موږ په افغانستان کې د اداري فساد مخه نشو نیولای. څوک نشي کولاي چې په فساد کې ټول ښکیل کسان له صحنې څخه لېرې کړي.
د شوير په وينا په افغانستان کې لږ شمیر کسان دي چې په فساد کې نه دي ښکیل. ممکن یوازې طالبان وي چې په اداري فساد کې نه دي ښکیل نوموړي ويلي که امريکا غواړي چې فساد نه وي نو حکومت د بیرته طالبانو ته ورکړی
خو د چارو کارپوهان د نړيوالو ددغه رنګه غوښتنو تر شا د نړيوالو د هغه توطيعو يوه برخه بولي چې په دې وروستيو کې يې افغانستان ته په لاره اچولې څو افغانان يو وار بيا په خپلو کې سره وجنګوي او خپله ماته د افغانانو په جنګولو سره ختمه او افغانستان دعراق په شانی په ګډوډۍ کې پريږدی .
په عین حال کی د انگرېزانو يوې مخورې څېړنيزې ادارې د افغانستان لپاره د يوې داسې طرحې وړانديز کړى چې ورسره به عملا" جنوب طالبانو ته پرېښودل کیږي او په شمال کې به تر اوسني شمیر ډېر لږ لوېديځ عسکر ځاى پر ځاى کیږی
د ستراتيژيکو څیړنو د نړيوال انستيتوت په نامه دا مرکز وايي چې د افغانستان د ودانولو او پياوړتيا اوسنۍ طرحه کار نه ورکوي او پر دغه هيواد له لگښت نه سپمیدلی پيسې او ډېپلماتيک زور په بل ځاى کې لا ښه کارېدلى شي. په دغه طرحه کې د افغانستان لپاره د يوه کمزوري فدرال حکومت وړانديز شوى چې عملا" به دومره واک نه لري
د ستراتېژيکو څېړنو نړيوال انستيتوت د افغانستان په اړه د لوېديځ په تگلارو کې د يوه بنسټيز بدلون غوښتنه کوي.هدف دادی چی دناټو اوسنی تګلاره دی چی دهیواد جوړونه یا ملت جوړونه ده،دترهګری دکابو کولو او مخنوی په یوه روښانه تعریف شوی تګلاره واړه ول شي، دستراتیژیکو څیړنو دنړیوال انستیوت مشر جان چیمن  دنړیوالو چارو په خپل کلنی راپور کی ویلی دی چي: دافغانستان کړ کیچ دادی تر لسو کالو اوړی دځواکونو په چمتو کوونکو هیوادو کی داوږدی مودی پاتی کیدو ته نور ږلسی ملا تړ مخ په کمیدو دي.
هغه وويل: په لومړي سر کې هدف دا و چې القاعده په دغه هيواد کې گډه وډه شي، را وپرځول شي او له منځه يوړل شی ،ولی داسی چاری په افغانستان کی تر سره نه شوي.
دغه انستيتيوت په داسې حال کې دغه وړانديز کوي چې تر دې مخکې امريکايي او اروپايي ډيپلوماتانو هم په پرله پسې توګه د افغانستان د حل لارې لپاره يواځې ددغه هيواد تجزيه کول په ګوته کړي وو .
خو افغان کتونکي وايي چې نړيوالو په افغانستان کې ماته خوړلې او په ورته وړانديزونو سره غواړي خپله ماته د افغانستان په تجزيې سره بدله او يو وار بيا اوبه خړې او ماهيان پکې ونيسي .
طالبانو او د افغانستان جمهور ریْس حامد کرزي پرون د شنبې په ورځ د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې نیټی د تروریستي حملو کلیزه ولمانځه او دواړو بیلابیل پیغامونه ورکړل چې یو یې اخطاریه وه او بل یې هم غوښتنه وه
طالبانو په دغه پیغام کې آمریکا ته وویل چی نور دي نو د افغانستان نه ووځي او دا یې هم ورته وویل چي آمریکا د سولي په راوستولو کي هر ډول موقع له لاسه ورکړې ده،په همد غه بیانیه کی چی پرون دسیپتمبر پر ۱۱ خبره شوي ده په هغه کی دامریکا پر پالیسی باندی دطالبانو له لوری انتقاد شوي دي او خبر داری یی ور کړی دی چی دامریکا جګړیزو هلو ځلو امریکا هم دننه په خپل ملک کی او هم په خارجی هیوادونو کی دجدی خطر سره مخا مخ کړي ده.
د طالبانو په دې پیغام کي چی د افغانستان د اسلامي امارت له خوا لاسلیک شوی، دا هم ویل شوي دي چی د امریکا له خوا د افغانستان غیر قانوني اشغال د ماتي سره مخامخ دی او اوس نو امریکایي چارواکو ته یواځنۍ لار چی پاته ده داده چی ټول امریکایی عسکر د افغانستان نه وباسی
په عین حال کې د افغانستان جمهور ریْس حامد کرزي پرون د شنبې په ورځ د آمریکایانو نه وغوښتل چې د تروریزم پرخلاف جګړه کې دي د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي،او ویلی دی چی دتروریستانو ځالی دافغانستان په کلیو او بانډو کی نه دي،دافغانستان ولسمشر دطالبانو ځخه غوښتی دی چی دجګړی نه لاس واخلی او دخکومت دسولی دخبرو سره یو ځای شی.پای سلام خان