سرلوڅ مرادزی
نظارشورا نه یوازې د کابل حکومت یرغمل نیولی ، څه چې يي زړه غواړي هغسې پرې کوي او د خپلې خوښې ملنډې پرې وهي ، بلکې پرهغه څه چې په افغانستان کې پرې د جهاد او مقاومت نوم
کومه ویرغونډه چې سږکال هم د سیپټمبر په اتمه د کابل پولیتخنیک د انګړ په لویه خیمه ، د شهیدانو په سپيڅلې نوم جوړه شوې وه په حقیقت کې ټوله د مسعود او نظارشورا د ځانګړنو لپاره بېله شوې وه.
دې غونډه کې پخوا پشان د مسعود پلویانو هڅه وکړه چې د مسعود په مشرۍ د نظارشورا په ټولو جنایتونو پرده واچوي . دوی کوښښ کوه چې د مسعود د ستاینې په سیالۍ او وزلوبه کې یو بل مات کړي . نږدي وو چې له مسعوده پيغامبر جوړ کړي او د پنجشېر درې څخه مکه یا مدینه . غونډه کې دا چې د مسعود او رباني د مشرتوب په مهال څنګه د افغانستان پلازمېنه کابل وران شو ، په لسګونو زره کابلیان شهیدان شول او په لکونو نور افغانان پاکستان ، ایران او ټولې نړۍ ته کډوال شول ، د مجاهدینو ناستو مشرانو یوه هم یاده ونکړه .عبدالرب رسول سیاف ایله دومره وویلی شول د مجاهدینو مشران چې څونه شتمنۍ لري ، هغه د جهاد غنایم دي او دا شتمنۍ خدای دوی ته ورکړې « به خدا دادګان ستیزه مکن ، که به خدادادګان خدا داده است » . د هغه په ګومان د جهاد فضایل لا نور هم زیات دي چې دولت باید له دې فضایلو څخه مجاهدین برخمن کړي او په دولت کې پوره ونډه ورکړې. نوموړي دا هم زیاته کړه اوس ددې وخت راغلی چې دولت باید د کار لپاره د هر مجاهد دروازه ټک ټک کړي . که مجاهدین په دولت کې غوړه ونډه ونلري ، دولت له مجاهدینو پرته بویه هیڅ هم نشي کولای.
د جهاد نورو ټيکدارانو هم د مسعود د پلویانو باټو ، درواغو او درغلیو ته خپل ښي غوږ نیولي وو او د نظارشورا نادودو ته چوپ ، پټه خوله او ټيټې سترګې ناست وو .
له بده مرغه د مجاهدینو په واکمنۍ کې شهیدان هم د بازارتوکو پشان د سیالۍ ډګر کې ایښودل شوي او د سیاست د کرغېړنې لوبې ترسیوري لاندې راغلي دي . نظارشورا د کرزي د حکومت په مرسته اوس د هېواد شهیدان هم د مسعود د غټولو او لویولو لپاره برمته کړي او د شهیدانو اوونۍ پنوم د هیواد د ریښتینو شهیدانو څخه سیاسي ګټه پورته کیږي .
که هېوادوالو د شهید پنوم اوونۍ کې دولتي رسنیو په تېره بیا د افغانستان ملي تلویزیون خپرونو ته پام کړی وي ، پوه شوي به وي چې ټولې د ملي خاین مسعود په ستاینه او ویرنه بوختې وې . د هېواد ریښتیني شهیدان له دولته هېرشوي . دولت د شهید د اولادونو ، کونډو او یتیمانو په قصه کې نه دی . معلولان خو لا پرځای پریږده !
د خیمې ویرغونډې وښوده چې د کابل حکومت د نظارشورا یرغمل دی . یرغمل اړ دی چې له مرګ څخه د ژغورنګ لپاره د یرغملګرهره غوښتنه ومني .
خو د حیرانتیا خبره دا ده چې نظارشورا جهاد او مقاومت هم برمته کړي او هغه یوازې د ځان بولي . په جهاد کې د نورو مجاهدینو برخې ته په کمه سترګه ګوري او په مقاومت کې د هغوی ونډه په هیڅ شمېري . مجاهدینو سره د جهاد په ملاتړ او همکارۍ کې د امریکي د امنیتي سلاکار بریژینسکې او د پاکستان د ای آيس ای مرستې له یاده باسي او د طالبانو په وړاندې د مقاومت په مهال د کا جي بي او ایران سرښندنو ته هم د هیڅ په سترګه ګوري .
بلخوا په دې ورځو کې د امریکي د سناتورانو پيرزوینې او لورینې هم پر نظارشورا راماتې شوي دي. د ضیا مسعود په مشرۍ پلاوي په المان کې د امریکايي سناتورانو سره په کابل دولت کې د زیاتې ونډې او یا هم ښايي د افغانستان ویش په ونډې خبرې کوي او د عبدالله په مشرۍ پلاوی بیا په هند کې ځانګړو کړیو سره د تړلو دروازو ترشا لیده کاته کوي . اوس د مسعود پلویانو پنجاب څخه په زدکړې سره د امریکي سیاست هم یرغمل نیولی . دوی له امریکایانو او لویدیځ څخه کابل دولت کې زیات واک غواړي ، هم ترې د هېواد شمال کې زیاته برخه او هم ترې ډېرې پيسې غواړي .
اوس د مسعود پلویان د مسعود له وخته ډېرې بریاووې او لاسته راوړنې لري او کولای شي په هغو سره د مسعود اروا خوشحاله کړي .
دوی کولای شي د مسعود له وخته زیات د شمال وګړو او د کابل دولت په برمته توب او د هېواد د ویش په اړه پخپلو بریاوو د مسعود اروا وننګوي !
همدارنګه دوی کولای شي د جهاد ، مقاومت او شهید په یرغملتوب او د لویدیځ او ختیځ ، عرب او عجم څخه د پيسو په اخیستو سره هم د مسعود اروا خوشحاله کړي !
د درواغجنو او درغلګرو شهیدانو مخ دې تور وي !
د هېواد ریښتینو شهیدانو اروا دې ښاده وي !
د۲۰۱۰ کال د سیپټمبر ۹ مه
سرلوڅ مرادزی