سلام خان
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت نن تاييد کړه چې د افغانستان او پاکستان لپاره د بريتانيا ځانګړي استازي شیرارد کوپر کولس استعفى کړې ده،نوموړی تیر کال دافغانستان لپاره دبریتانیا دخاص استازی په توګه
نوموړى په تیر جون کې له افغانستان ووت، خو د بهرنيو چارو وزارت نن دا خبر تاييد کړ او يې ويل بل کال به نوموړى سيمې ته راستون نه شي.
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هيګ وويل، ښاغلى کوپر په افغانستان کې د خپلې مهمې دندې پر مهال خپل تعهد او قرباني وښوده.
په ٢٠٠٨م کال کې يوې فرانسوۍ ورځپاڼې د يوه انګلیسی ډيپلومات له قوله راپور ورکړ، چې افغانستان ته غوره دا ده چې د يوه ښه رهبر له خوا اداره شي.
نوموړي دا هم ويلي وو چې په افغانستان کې روانه جګړه بايلونکې ده. دغه ديپلومات کارين پيرس په لندن کې د افغانستان د پاليسۍ يو مسوول دى، نوموړى به د کوپر کولس پر ځاى په دنده ګمارل کیږی. خو ځينې کارپوهان وايي د کاپر کولس دنده دومره څرګنده نه وه او د افغانستان لپاره يې کومه لاسته راوړنه هم نه ښکاري.
د واشنگټن پوست ورځپاڼه په خپله پرونۍ ګڼه کې رپوټ ورکوي ، چې د امریکا د بحري قواوو د عسکرو او د بریتانوي سلاکارانو ترمنځ په هلمند کې اختلافات راولاړ شوي دي.
ورځپاڼه لیکي، د امریکا د بحري قواوو پلي عسکر او د بریتانیې ملکي سلاکاران د دوه ډولو جگړو سره مخامخ دي. دوی یوې خوا نه د طالبانو سره جنگیږي او بله خوا دوی په خپل منځ کې جنجال لري.
ورځپاڼه لیکي د دواړو خواو ترمنځ اختلافات اوس وخت په وخت رامنځته او ډيريږي. امریکایان دا دعوا لري چې بریتانویان د طالبانو په وړاندې له ډیر زیات مدارا نه کار اخلي.
انگریزان وايي چې برعکس امریکایان د طالبانو په مقابل کې له ډیر سخت چلند نه کار اخلي او دوی غواړي چې د عسکرو شته والی په سیمه کې پراخ کړي او د عسکرو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.
واشنگټن پوست د بحري قوا د یوه افسر له خولي لیکي، چې څلورکاله کیږي چې انگریزان دلته پراته دي، دوی په دې دومره موده کې څه نه دي کړي.
د واشنگټن پوست ورځپاڼه په خپله پرونۍ ګڼه کې رپوټ ورکوي ، چې د امریکا د بحري قواوو د عسکرو او د بریتانوي سلاکارانو ترمنځ په هلمند کې اختلافات راولاړ شوي دي.
ورځپاڼه لیکي، د امریکا د بحري قواوو پلي عسکر او د بریتانیې ملکي سلاکاران د دوه ډولو جگړو سره مخامخ دي. دوی یوې خوا نه د طالبانو سره جنگیږي او بله خوا دوی په خپل منځ کې جنجال لري.
ورځپاڼه لیکي د دواړو خواو ترمنځ اختلافات اوس وخت په وخت رامنځته او ډيريږي. امریکایان دا دعوا لري چې بریتانویان د طالبانو په وړاندې له ډیر زیات مدارا نه کار اخلي.
انگریزان وايي چې برعکس امریکایان د طالبانو په مقابل کې له ډیر سخت چلند نه کار اخلي او دوی غواړي چې د عسکرو شته والی په سیمه کې پراخ کړي او د عسکرو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.
واشنگټن پوست د بحري قوا د یوه افسر له خولي لیکي، چې څلورکاله کیږي چې انگریزان دلته پراته دي، دوی په دې دومره موده کې څه نه دي کړي. سلام خان