هیواد په کومه لورې درومي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
عبدالملک پرهېز
د ښکیلاک دپاره جګړه که د نړۍ په هرګوټ کې وي او د هر چا له خوا په هر دلیل  پیل شوي وې  د  دموکراسۍ او پرمختیا د پاره جګړې نه  بلکې د ښکیلاګرو او پانګه والو ترمنځ د نړۍ د بیا ویش دپاره  جګړه ده .
تجربه ښيي چې د ښکیلاک دپاره جګړه کېدی شي چې ددې یا هغه هیواد دريځ ښه او یا ګډوډ کړي دغه جګړې کېدی شي همدارازد یو هیواد د بيخي له منځه تللوسبب هم شي. لېرې به نه ځو له خپل هیواده به يې پيل کړو. په ۱۹ او شلمه پېړۍ کې پر افغانستان باندې د انګلیسانو او وروسته  د روسانو برید زموږ د هیواد دپاره ډیرې ناوړه ، ویجاړونکې او غمجنوکې  پایلې لرلې. انګلیسانو د خپل ښکېلاک په موده کې په پرله پسې ډول د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا تېري وکړل او تر هر تېري وروسته يې د هیواد یوه برخه له افغانستان څخه جلا کړه چې وروستۍ يې د ډيورند کرښه ده چې د افغانانو د ارادې خلاف زموږ پر هیواد او خلکو تپل شوې ده. ښکیلاکګرو له سیمې څخه د اجباري  وتو په درشل کې افغان ولس د یوملي او مترقي دولت له درلودلو هم بې برخې کړ هغوی د مذهب او دین په پلمه د مذهبي  تندو لارو په وسیله اماني دولت  چې یوملي او مترقي دولت ؤ نسکور  او واک يې لاره شکونکو او تورو ځواکونو ته ولېږدوه . دوی نه یوازې افغان اولس د پرمختیا او غوړیدو  له نعمته بې برخې کړ بلکې هیواد يې د انارشۍ او ګډوډۍ په تیارو کې ډوب کړ. دوي تر خپل واک لاندې افغاني سیمې وروسته د پاکستان په چوکاټ کې راوستې چې هم یې د خپل واک او هم يې د پنجابیانو د واک په دوره کې د پرمختیا اوترقۍ له بهیرڅخه  ليرې وساتل. چې نن د کړکېچ  مرکز دی.
روسانو هم د افغانانو د ملي یووالي پر اډانه  ویجاړونکي بریدونه وکړل او دا هیواد يې د قومي، مذهبي ګډوډۍ په دریاب کې لاهو کړ دوی هم لکه د انګلیسانو هڅه وکړه دغه هیواد له سترو انساني ، مادي او معنوي زیانونو وروسته د کورنۍ جګړې په اور کې وسوزوي. دوې هم  د خپلو ګوډاګیانو په مرسته واک مذهبي تند لارو ته وسپاره چې پوره لس کاله يې له هیواده سورجهنم جوړ کړی ؤ.
نن بیا هم زموږ هیواد د پردیو په لاسونو کې دی.  داځل هم دوی ثابته کړه چې ددوی اراده سمه نه ده دوی له هماغه پیله  تر ټولو جنایتکاره ډلې واک ته ورسولې او د دموکراسۍ او د بشر د حقوقو ترنامه لاندې يې داسې ځواکونه واکمن کړل چې نه بشر پېژني او نه د بشر حقوق او نه هم دموکراسي ! دوی په دې کار سره د افغان د بې ګناه او بې وزلي اولس ددوامداره کړلو او لوټلو دپاره نوي حالات رامنځ ته کړل . نن  له هغې ورځې اته کاله تېر شوي کله چې دوی د تروریستانو له منګولو څخه د افغان ولس د ژغورون په نامه راغلل خو په دغه موده کې تروریستان نه یوازې کم او کمزوري نه شول بلکې ډیرغښتلي شوي هم دي. هیواد هره ورځ د جګړې په اور کې سوزي او جګړه ورځ تر بلې سخته  او ویجاړونکې بڼه غوره  کوي . هره ورځ کمکي ماشومان، ښځې او بې ګناه انسانان د جګړې د ناورین ښکارګرځي.
په داسې حال کې چې خلک له جګړو ستړي او بېزار دي یو شمیرمرموزه او تور ځواکونه چې د نورو جګړو او پراخو وژنو پېغام له ځانه سره لري په ټول قوت سره په هیواد کې د مېشتو قومونو او ملیتونو تر منځ  د ژبې او ملیت په نامه د دښمنۍ او بې اتفاقۍ اور ته لمن وهي او په پوره آزادۍ سره په خلکو کې د نفرت او کرکې زهر خپروي . دلته اوس دهر ناوړه کار د ترسره کولو دپاره پوره آزادي ده ، جګړو، کرکو، نفرتونو، تاريخي تصفیواو ورور وژني ته د لمن وهلو او تبليغ «دموکراسي» ده او هر څوک هر څه چې يې زړه وغواړي ترسره کوي اوهغه خپل حق بولي، دلته قوانین د خلکو د حقوقو او چلند اډانه نه ټاکي بلکې زورواکان دي چې قوانین يې په خپلو لاسونو کې نیولي او د وسلو په زور د نورو د حقوقو د تر پښو لاندې کولو له لارې ، د عامه ګټو خلاف ځانته او د ځان په ګټه د قانون خلاف حقوق ټاکي او د تر لاسه کولو دپاره يې وسلې راباسي.
په دې وروستیو کې اعلان وشو چې امنيتي کمپنۍ په غلا ، جنایت ، ترور او بې امنیتیو کې لاس لري او د هغو د ړنګولو امر  وشو خو له دې کاره لږ څه وروسته بیا  په ځنې سیمو کې بانډونو دا ته واک ورکړی شو څو خپلو وګړو ته وسلې ووېشي. همدارنګه یوشمیر بدنامه جنګسالاران او د هغوی اړوند کسان بیا پر مهمو پوځي او امنيتي دندو وګمارل شول او لا ګومارل کېږي، داټول تصادفي خبرې نه دي مطبوعاتو له یو شمیر پټو غونډو څخه چې د جنګسالارانو او ځنې بهرنیو کړیو تر منځ په بهر کې ترسره شوي پرده پورته کړه. نوځکه ویلی شو چې دا د یوې پټې او دپردې ترشا پالېسۍ برخه ده چې د ترسره کېدو دپاره يې هلې ځلې پيل شوي دي.  بې له شکه داکار به زموږ بې ثباته هیواد نور هم د بې ثباتۍ او ترنګړتیا په لور یوسي. د پېښو بهير ښيي چې  ددې هڅومخه هم همداده څو دغه هیواد لا په کړکېچ کې ډوب کړي او یوځل بیا يې د خپل منځي جګړو دپاره چمتو او وروڼه قومونه او ملیتونه د قومي، ژبنیو او مذهبي  دښمنۍ پر مټ د یو بل پرخلاف د جګړې مېدان ته راوباسي او په پای کې دا هیواد په کوچنیو ټوټو ووېشي.  
موږ وینو چې له یوې خوا تباهکاره ډلو ته وسلې ویشل کېږي او  د پخوانیو جنایتکاره ډلو استازي په حساسه پوځي او امنيتي دندو ټاکل کېږي او له دې سره موازي اجیره کړۍ په فعاله توګه د دوی له خوا د جوړو شویو ژبنيو او قومي اختلافونو اور ته د پوځي ټکرونو تر بریده لمن وهي، لکه د کوچیانو او هزاره ګانو تر منځ د مځکې پر سر د جګړو او ټکرونو رامنځ ته کول او داسې نور ، دا د یو خطرناکه بهیر نښې دي . ټاکلي کړۍ هڅه کوي له ډیرو کوچنیو حقوقي مسالوڅخه ډیرې لويي او خطرناکه ستونزې جوړې کړي. په داسې حال کې چې د قانون په اډانه کې دداسې ستونزو د حل امکان شته خو قانون او د قانون پلې کېدو اړونده ارګانونه ددې ستونزو تر وړاندې غوږونه کاڼه اچوي ، د هیواد قوانین یوازې د کاغد پرمخ ليدل کېږي دغه قوانین د قانون ماتونکو تر وړاندې بې روحه او بې اغېزې دي. ددې خلاف دا زورواکان دي چې خپل قوانین د وسلو پر زور پلي کوي او خپل ناوړه عملونو ته  د زهرجنو تبلیغاتو له لارې د ملي حق غوښتنې نوم ورکوي.
په حقیقت کې که له یوې خوا له دغه انتزاعي خبرو څخه د بې اتفاقۍ او ویش نښې راترسترګو کېږي نو له بلې خوا له دې خبرو اترو او کړنو څخه دا ناوړه هڅې هم راڅرګنديږي څو خلک په  همېشنۍ ویره ، ډار او وحشت  او شوک کې وساتي او له خلکو څخه د سالم فکر او اند قدرت واخلي.  په تاسف سره ډیر روڼ اندي  هم  د پوهې یا ناپوهۍ له مخې ددغه شیطاني لمسونو ښکار شوي او ځنې ددغه کار دپاره په منظم او سیستماتیک ډول په نویو او نویو فتنه ګریو لاس پورې کوي. لکه څنګه چې وویل شول دوې غواړي د خلکو پام له هغه اساسي ستونزو څخه واړوي چې د هیواد او خلکو نن او سبا د هغو په حل پورې اړه لري. لکه په هیواد کې د یو رښتني ملي دولت جوړول، له فساد څخه ددولتي ادارو پاکول، د چپاولګرانو او غلو سره د محاسبې ترسره کول ، د  دوامداره چور او تالان مخنیوی، د هیواد بیا رغول، خلکو ته د کار او روزګار برابرول ، د ولږې او بې وزلۍ له منځه وړل، د مافیايې ډلو او قاچاق وړونکو بانډونو ختمول، د سولې ، ثبات او مصونیت رامنځ ته کول، د وسلو ټولول او د وسله والو بانډونو ختمول، د قانون بیا واکمنول او په پای کې د هیواد د خپلواکۍ بیا تامینول.  ددغه دندو ترسره کول د یو رښتني ملي ، په کار پوه او خلکو او وطن ته د وفارداره دولت کار دی، په فساد کې ډوب مافیايې دولت  دداسې دندو د ترسره کولو وس نه لري . د غلو او اجیرو بانډونو ګټې د پورته هدفونو د ترسره کولو سره  په بشپړ ضدیت کې دي .داسې ښکاري چې بين المللي ټولنه هم پر دغو ناخوالو په قصدي ډول سترګې پټوي او د میلیونونو ربړیدلو انسانانو پر ساندو اوغږونو غوږونه کاڼه اچوي. دوی له یوې خوا د دموکراسۍ، د بشر دحقوقو خبرې کوي خو له بلې خوا پر وسله والو بانډونو وسلې او پېسې وېشي . باید له دوی پوښتنه وشي چې داڅرنګه دموکراسي  او د بشر حقوق دي چې د جنایتکاره بانډونه او د بشر د حقوقو دښمنان يې عملي کوي؟ خلک د مېچنې د دوو ډبرو ترمنځ ایسار دي. د جګړې په دواړه خواو کې تور او بې رحمه ځواکونه د خلکو ژوند، مال او مصونیت ته ګواښونه کوي.
په روان ناورین کې د افغانستان د دولت مخالفې وسله والې ډلې ټپلې هم لوی لاس او دروند مسوولیت لري.  دوی هم هیواد د کړکیچ  او تباهۍ په لور بیايي ، دوی د پردیو په ګټه د سولې له بهیر څخه سرغړونه کوي او د عامه ګټې موسسې لکه روغتونونه، ښوونځي ، لارې او داسې نور  تر برید لاندې نیسي، ښوونځیو ته د ماشومانو ، ځوانانو او نجونو د ورتګ مخه نیسي او په ځان وژونکو عملیاتو سره د بې ګناه انسانانو د مرګ او ژبلې سبب ګرځي.  دوی غواړي د ډارونکو کړنو د لارې پر خلکو ځانونه وتپي . دداسې ډلو واک ته رسیدل لکه څنګه چې تجربې ښودلې ده  د افغانستان د خلکو دپاره له دردونواو کړاونو پرته بل څه له ځانه سره نه لري. دوی په عمل کې ثابته کړې چې دوی  د هیواد د خلکو او د وطن د ملي ګټو په اړوند نه یوازې بې توپيره دي بلکې هغه په خطر کې اچوي، دوی د پرمختیا ، ترقۍ ، عدالت او آزادۍ تر ټولو بد دښمنان دي ، ددوی ستر سوغات به افغانانو ته ولږه، مرض، بېسوادي، ظلم او ستم  او زندان وي، یانې دوی به له هیواده لوی زندان جوړ کړي. ددوی دا کړنې سبب شوي چې په فساد کې ډوب تور ځواکونه ووايې موږ بد یو خو دوی له موږ بد دي ، څوک غواړۍ، موږ که دوی؟ دا جګړه ده چې خلک يې له غوراوي بې برخې کړي، دا جګړه ده چې خلکو ته د دوو بدو تر منځ د غوراوي وړانديځ کوي. دا د جګړې تنظیمونکي دي چې دي چې د ډانګ او پړانګ ترمنځ د غوراوي وړاندیز کوي.
د نړۍ تاريخ ښودلې چې جګړه د ستونزو د حل  لاره نه ده، جګړه د ناورین ، ویجاړۍ او تباهۍ پرته بله پایله نه لري. جګړه له خلکو څخه د کار، نوښت او پرمختیا امکانات اخلي.
د پېښو بهیرته په کتنې سره انسان دې پايلې ته رسي چې د جګړې دواړه خواوی یو هدف تعقیبوي او هغه ددې وطن بربادي ده ځکه هيڅ لوری سولې ته غاړه نه ږدي . داسې ښکاري چې جګړه له یوه مرکزڅخه رهبري کېږي او یا ټول رقيب ځواکونه په افغانستان کې د جګړو له دوام سره موافقې ته رسېدلي دي. هغه ځواکونه چې په ظاهره  ځان د آزادۍ  جنګېالي بولي هغوی د ښکېلاک له دوام سره مرسته کوي ،  همدوی  ول چې په خپلو ناسنجول شویو کړونو سره يې زموږ پر هیواد د یرغل لاره آواره کړه. تاریخ ثابته کړې ټولو هغه ډلو د هیواد په ورانۍ کې پراخ لاس درلود چې مرکز يې په پردیو هیوادو کې ؤ او یا دی. هغه ډلې چې په پاکستان او ایران کې د استخباراتي سازمانونو تر وزرونو لاندې منځ ته راغلې اوس هم د هیواد د ګټو خلاف د همدغه هیوادونو په ګټه کار،فعالیت اوجګړي کوي. یو وخت یو پاکستاني دیکتاتور ضیاُوالحق  د جهاد په هکله ویلي ول چې دا جهاد د پاکستان ددفاع  او ساتنې دپاره ترسره کېږي که نه اوس به ټولو پاکستاني چارواکو د اوف وروستاړی له خپل نوم سره لرلی، دپاکستان ډيره پخوانۍ هیله دا وه څو د افغانستان دولتي نظام ړنګ او له پښو وغورځوي چې نوازشریف دا ستره ویاړنه د ځان بولي.
اوس هم پاکستان  او ایران دغه ډلې د خپلو هیوادونو د ژغورونې او غښتلتیا دپاره کاروي او که بیا وخت په لاس ورشي نو ان دغه مافیايي اداره به هم ړنګه کړي. پاکستاني  دوه مخي واکمنان اوس هم ځان په ظاهره د لویديځ ډاډمن متحد او ملګری بولي او دا هم څرګنده ده چې د پاکستان شتون او پايښت  د همدغه هیوادونو چې نن په افغانستان کې دي ، پراقتصادي او پوځي مرستو او ملاتړولاړ دي. پر پاکستان د پوځي او اقتصادي مرستو بندیدل دغه هیواد په چټکۍ سره د نابودۍ پر لورې بیايې ، پر دغه خبره پاکستاني واکمنان هم ښه پوهېږي. نو په داسې حالت کې پاکستان نه شي کولی په یو وخت کې  هم د لویدیځ دوست وي او هم دښمن . پاکستاني واکمنان د یوې سناریو له مخې حرکت کوي چې کېدی شي  دوی  ته سپارل شوې وي چې په افغانستان کې د کړکېچ  نغری تود وساتي .ځکه اوس دا خبره چې پاکستان ددې جګړې یو فعال ګډونوال او رهبري کوونکی دی  د زرګونو سندونو په بنسټ ثابته شوې ده ، ددې سندونو پر بنسټ باید دغه هیواد ته د نړیوالو قوانینو په اډانه کې جزا ورکړی شوی وای خو نه یوازې د جزا خبرې په منځ کې نشته بلکې همدا اوس په ملیاردونو ډالرې دغه هیواد ته استول کېږي د افغانستان خلک قرباني ورکوي ، دافغانستان کلي او بانډې بمباری کېږي خو پاکستان چې د تروریستانو استوګنځای بلل کېږي په پيسو اومرستو نازول کېږي چې همدغه مرستې دي چې پاکستان يې پر پښو درولی او که نه د پاکستان کمزوری اقتصاد دداسې یوې جګړې د تامینولو او پر مخ وړلو وس او توان نه لري. که پاکستان ته مرستې بندې شي نو نه یوازې به په افغانستان کې جګړه بنده شي، بلکې د پاکستان شتون او پايښت به هم تر پوښتنې لاندې راشي.
د تروریستانو پر اصلي مرکزونو د ګوزار کولو پر ځای د افغانستان په کلیو او بانډو باندې د پوځي عملیاتو ترسره کول او پر افغانستان باندې د یوې فاسدې ادارې تپل شاید دا مخه ولري څو خلک د مخالفو ځواکونو لیکو ته وهڅول شي څو د مخالفینو لیکې پیاوړي کړي او جګړه او کړکېچ دوام وکړي که نه د بې ګناه خلکو وژل  او د خلکو کړول او ځورول بل کوم منطق لرلی شي؟  د قومي او ژبنيو لمسونو هدف هم دادی څو یوشمیر فاسده جنګسالاران له ځانونو څخه د قومونو مشران جوړ کړي او له حساب او کتاب څخه ځانونه وژغوري. د افغانستان په په ټولو قومونو او ملیتونو کې روزل شوي او متخصص کسان ډیر زیات دي، خو دا کسان د جګړې او باروت او انسانې وژنې په حالاتو کې یا پر چوپتیا محکوم شوي او یا اړ شوي څو د فساد د کړیو ناوړه هيلو ته د تسلیم سر کوز کړي.
نن له افغانستان څخه د بهرنیانو د وتلو ، د افغانستان د ویش ، د کورنۍ جګړي ، د وحشتونو او ناورینونو ، د سولې ، د طالبانو د را ستنیدو، د انساني او مدني حقوقو د منځه تللو او داسې نورو مسالو په اړوند تودې خبرې کېږي. د خلکو دسترګو تر وړاندې یوه پېړه او تیاره پرده اچول شوې ده. دوی نه پوهيږي چې په پای کې څه پېښيږي، هیواد پرکومې لورې درومي او دوی د څه دپاره وژل کېږي او نورې کومې بدمرغۍ دوی ته په لاره دي!؟  داسې نورې زیاتې پوښتنې شته چې پوهېدل يې ډیر ستونزمن کار دی او هر افغان غواړي دې پوښتنو ته سم او منطقي ځواب پيداکړي .
که دا جګړه د یوې خوا د پوځي بري سبب شي او که ددې جګړې پایله دا وي چې تور او وړانده ځواکونه په ګډه جبهه کې بري ته ورسېږي ، یا د مافیايې ډلو او نورو تورو ځواکونو واک  ټينګ  شي او که ملي، دموکراتیک، مترقي او د هیواد پوه او اګاه ځواکونه چې  وطن، خلکو او زیارکښو پرګنو ته وفاداره دي د هیواد د راتلونکې برخه لیک د ټاکلو د پاره ځانونه چمتو او یو موټې نه کړي نو هیواد به  د څو پېړیو دپاره په کړاونو او وروسته پاتې والي کې نور هم ډوب شي که زموږ خلک او اولسونه د رقیبو ښکيلاکګرو په کرغېړنو دسیسو خپل سر خلاص نه کړي او د اوسنیو وحشتونو څخه د وتلو دپاره خپله په منطقي عمل لاس پورې نه کړي او د یو رښتني ملي دولت بسټ کې  نه ښودل شي او روڼ اندي د وحشتناکه دسیسو په رسوا کولو  او د لارې په روښانولو کې خپله دنده سمه  او په پيوستون سره ترسره نه کړي نو لا زیاتې تورې ورځې دغه کړېدلي ولس ته ترمخ پرتې دي. باید په یاد ولرو چې د افغانستان شا او خوا پیاوړي اتومي هیوادونه شتون لري او یا د اتومي کېدو په درشل کې دي. دوي ټول په افغانستان کې د خپل دريځ د ټينګولو هلې ځلې کوي او که موږ یو غښتلی دولت رامنځه نه کړو نو په افغانستان کې دموجوده بهرني ځواکونو له وتلو وروسته به د۱۹۹۲ کال تراژدي لا په ډیره وحشتناکه بڼه تکرار شي.  په تېره بیا چې ددې هیواد د شتمنیو په اړوند ډیر اوچت رقمونه هم خپاره شوي دي. ددې شتمنیو تر لاسه کول به  نویو سیالیو تازه ساه وروبښي.
نو ځکه د وخت او زمان حکم دادی څو د وسلو پرځای له مغزو  نه کار واخيستل شي . د ملي او دموکراتیکو او مترقي ځواکونو دنده ده څو د شیطاني کړیو تر وړاندې د پیوستون پر لور یون وکړي.  باید د جګړې پر خلاف د مخالفت غږ اوچت کړي ،که چيرې خلک  د جګړې ددواړه خواو پر خلاف د مخالفت غږ اوچت نه کړي او خلک د سولې نوښت په لاس کې وانخلي نو زموږ د ربړیدلي اولس وینې به نور زیات کلونه همداسې  جاري وي.  موږ نه باید هیله مند اوسو چې د فساد مافیايي دولت او بهرنیان موږ ته ملي دولت جوړوي، دوی به تل خلک د حالاتو برمته وساتي او خلک به نورو ناورینونو ډاروي.
دا په هر افغان پورې اړه لري له تعصبه پرته پېښې تحلیل او تجزیه کړي او سم او رغانده دريځ غوره کړي. د خپل ځان ، خپلې کورنۍ ، خپل کلي اوخپل لوی وطن افغانستان په خاطر باید د جګړې د درولو دپاره باید هاند او هلې ځلې وشي. جګړه باید په هر بیه چې وي ودرول شي. لا ناوخته نه ده. سوله او روغه جوړه د ټولو ستونزو څخه د وتلو یوازنۍ لاره ده. څوک چې د جګړې او په افغانانو کې د نفاق اچولو تبلیغ کوي د افغانانو دښمن دی.
بریالې دې وي سوله!