څو دې توان رسي په لوی دریاب کې ګرځه په ویاله کې دې زاوال وینم نهنګه
خوشحال بابا
نن موږ په داسې پیړۍ کې ژوندکوو چې د لویو وچو ترمنځ تنابونه لنډيږي او نړۍ یو کلی کیږي . د تلویزینو نړیوال جال او نورو رسنیو ، موبایل تلیفونونو او انټرنيټ نړۍ سره نښلولې او نږدې کړې ده. د هېوادونو او ملتونو ترمنځ د نظرتنګتیا ،
خو ځيني لا اوس هم د پيل په غوږ کې ویده دي ، نه غواړي د وخت کاروان سره ملګري شي ، سیکټاریزم ، سمتپالنې او ځانپالنې يي سترګې ړندې کړي دي .
مسعود د افغانستان په کچه خو پریږده په هېواد کې د تاجیکو ګټو ته هم د پنجشېردرې له ګوټه کتل او دې هڅه کې و چې تاجیک هم پنجشېریانو غوندې جامې واغوندې ، پنجشېریانو غوندې واندیښي او د پنجشېریانو په پل ، پل کیږدي !
د مسعود په اند پنجشېریان او نظارشورا لکه المان کې د هیټلر نازیستي ډله د اسمان له لوري د ځانګړو او بېلو دندو لپاره هست شوي او لکه ملایان چې وايي ځمکه د غوايي پر ښکر ولاړه ده ، غوايي چې ښکر ښوروي ځمکه هم ښوریږي . د نظارشورا ښکرونه هم د هېواد راتلونکې او برخلیک خوځولای ، بدلولای او ړنګولای شي .
مسعود او د هغه ډله هېواد کې د ننه د افغانانو د ملي ګټو او اړتیاوو پر بنسټ نه بلکې له هېواده بهر پنجاب کې د نصرالله بابر پلاس او د بهرنیانو د ګټو او افغانستان کې د مرکزي دولت په وړاندې د سرخوږ ، سبوتاز او شرارت په موخه جوړه شوې وه .
په ۵۰ مو کلونو کې يي د پنجاب پر لارښوونه د ارواښاد داوودخان د حکومت په وړاندې اړودوړ پیل کړ ، روسته يي په دولت کې د پنځم ستون په مرسته د شهید دوکټور نجیب الله او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سولې تګلار شنډه کړه او اوس هم د کابل د مرکزي حکومت د پیاوړتیا په وړاندې د لوی خنډ پتوګه کاریږي .
که ظالبان او نور ترهګر له دولته بهر په یوه ښکاره او څرګنده وسلواله ټلواله کې د کابل دولت پښې ټينګېدو ته نه پریږدي ، د مسعود پلویان د دولت په دننه کې سبوتاژ کوي ، دولت غښتلتیا ته نه پریږدي او لکه چینجي د دولت بیخ او سټه خوري . د مسعود پلویان ، ظالبان او نور ترهګر د یوې سکې دوه مخونه دي !
خو د مسعود پلویان یوازې د مرکزي دولت د سبوتاژ لپاره نه دي رامنځته شوي ، دا ډله باید د افغانانو ترمنځ ملي یووالی هم تس نس کړي او د افغانستان بېلا بېل ایتنیکي ګروپونه یوله بل سره وجنګوي . که ۹۰ ومو کلونو کې کابل او د هېواد نورو برخو کې د جهادي ډلو تر منځ جګړې راپه زړه کړو ، وینو چې د مسعود پلویان د جمعیت ، دوستم ، کارمل او مزاري پلویانو سره د ګل بدین په وړاندې جنګیږي ، بیا دا ټولې ډلې له ځانه شړي او د هغو په ضد جنګیږي او روسته د طالبانو په وړاندې بېرته همدغو ډلو ته پنا راوړي او نوموړو ډلو سره په ګډه د طالبانو په مقابل کې جنګیږي .
د ۹۰ ومو کلونو په ټولو کورنیو جګړو کې مسعود او د هغه پلویان مرکزي او بیخچن رول لوبوي او نورې جګړمارې ډلې د مسعود او د نظارشورا پر محور څرخي . مسعود غوښتل چې د تنظیمونو سره په بېلا بېلو اتلافونو کې جګړه جاري وساتي او د قومونو تر منځ د ورورۍ او پیوستون ریښې ټولې پرې کړي . په دې توګه مسعود او پلویانو يي د افغانستان وروڼه قومونه په لنډ وخت کې یو د بل وینو او غوښو ته تږي او وږي کړل .
خو د افغاني ایتنیکي ډلو ترمنځ د جګړې اور بل ساتل ، د مسعود د اندیښنو او د هغه د پلویانو د دندو په چوکاټ کې روستۍ خبرې نه دي . ملي بېلتون ته لمن وهل هم د مرکزي دولت په وړاندې د چلوټو پشان ، د مسعود د ډلې یوه وسیله ده نه هدف او موخه !
هغوی دا ټول د وسیلو پتوګه د خپلې موخې د لاسته راوړلو لپاره کاروي . مسعود او ډله يي څه نور غواړي . راځۍ چې د تاریخ په یوه پاڼه کې د مسعود اندیښنې او د هغه د پلویانو دندې له سترګو تېرې کړو :
په ۱۹۹۶ کال کې بروس ریچارډسن « افغانستان د شوروي د ډاروونکي واک پای ته رسوونکی » نومي کتاب کې د مسعود او د شوروي د ۴۰ مې فرقې ترمنځ شوی تړون راسپړې او په دې اړه لیکي :
« په افغانستان کې د شوروي پوځي مشرتابه د مسعود سره اړېکې ټینګي کړې او له هغه سره يي د خبرواترو لپاره وړاندیز وکړ ، چې په کابل کې د شوروي سفارت لخوا پرې هوکړه شوې وه او نښانې شوي وو .
لاسوندونه :
مسعود سره د خبرو اترو په اړه د پاموړ ټکي :
۱ ــ د بدخشان ، تخار ، کندز ، بغلان او د پروان او کاپيسا د ځینو برخو په ګډون د تاجیک میشته سیمو ټاکنه او د افغانستان په چوکاټ کې د تاجیک قوم لپاره کورنۍ خپلواکي . او همدارنګه په دغو سیمو کې د خپلسرو حکومتونو بسیا .
۲ ــ جمهوري ریاست ، پارلمان او کابینه کې پر پلان شویو مقامونو کې ، د تاجیک قوم د استازو ځای په ځایتوب
۳ ــ د مساوي حقوقو او خپلواک ګوند پتوګه د ( رباني ) د جمعیت اسلامي ګوند په رسمیت پېژندنه
۴ ــ د جمعیت اسلامي ګوند په چوکاټ کې د تاجیکو د یوه منظم پوځي ځواک جوړښت او د افغانستان په اردو کې د هغو شاملول . د ملي ګټو ( دلته د تاجیکو له ګټو څخه موخه ده : د کتاب لیکوال ) د حکومتي عمومي ګټو او د کابل ــ حیرتان د لویلارې په اړوند ددې پوځي ځواک تعریف او د موخو څرګندونه
۵ ــ د تاجیک قوم خپلواکو شویو سیمه کې د سولې بسیا او عادي ژوند ته د تاجیکو د راستننېدو په اړه د شرایطو سمون
۶ ــ په شمال ختیځ کې د اقتصاد ي چارو پراختیا او په دې اړه د افغان دولت همکاري ، د طبي مرستو او د سرحدي سوداګرۍ پراختیا
ددغو لاسوندونو د راکړې ورکړې په پلاوي کې لاندې کسانو ګډون درلود : په کابل کې د شوروي سفیر بوري ، ام ورانتڅوف او د شوروي د دفاع د وزارت د عملیاتي ګروپ قومندان جنرال وی ، آی وارنیکوف
د نوموړو امتیازونو تر لاسه کولو روسته ، مسعود له پلاوي سره پروتوکول لاسلیکوي چې هغه کې د ځینو لاندینو مکلفیتونو په اجرا کولو ژمن کیږي :
۱ــ د سویلي سالنګ او کابل ــ حیرتان په لویلار د پوځي عملیاتو بیخي بندول
۲ ــ نورې تنظیمي ډلې نه پریښودل چې تړون شاملو سیمو کې پر شوروي ځواکونو یرغل وکړي
۳ ــ د شوروي د ورکو شویو اتباعو په پيداکولو کې د مالوماتو راکړه ورکړه او نورې ګډې هڅې
۴ ــ تړون نه پورې خوا سیموکې د پنجشیر ځواکونه حق لري چې د نورو وسلوالو ډلو او دولتي ځواکونو پر وړاندې عملیات مخې ته یوسي
۵ ــ دا پروتوکول له لاسلیک څخه روسته بېله ځنډه پلی کیږي
پروتوکول د ۱۹۸۸ کال په دیسامبر کې د شوروي دفاع وزیر جنرال بې ، وی ګرموف او احمدشا مسعود لاسلیکوي .
په پورته تړون کې ښکاره لېدل کیږي چې مسعود د افغانستان لوی کور کې د تاجیک میشتو لپاره کورګی جوړول غواړي او د هغه وخت شوروي په ملاتړ هڅه کوي چې د افغانستان د تجزيي د بنسټ ډبره کیږدي . مسعود هیڅکله د ټول افغانستان په کچه سوچ نه دی کړی او تل يي د هېواد د ملي او سراسري ګټو پر وړاندې د هېواد د یوې کوچنۍ سیمې او ټاکلي ایتنیک ګټې مخې ته ایښې دي .
د مسعود پلوي ډلې او رسنۍ اوس هم ، هغه یوازې د تاجیکو اتل بولي او د افغانستان په کچه او یا د افغان پتوګه د هغه پېژندګلوو د نوموړي د شخصیت لپاره عیب او ځان لپاره شرم ګڼي . دوی ښکاره په تاجیک میډیا بریښپاڼه کې مسعود « فرزند دلیر ایران بزرګ » بولي . دلته د مسعود په افغانیت شرمیږی او دا خبره له چا پټوي هم نه !
نن هم د مسعود پلویان همدغو موخو ته د رسیدو په هڅه کې کله په جرمني کې د امریکايي سناتورانو سره ویني او کله په هند کې له جلا کړیو سره پټې خبرې کوي .
خو مسعود او ډله يي داسې تاجیکستان هم نه غواړي چې هلته د مسعود پنجشېرۍ ډلګۍ ټول واک ونه لري ، داسې تاجیکستان کې باید تاجیکان پکولونه کاږه پر سر کړي او د مسعود پڅېر اندیښنې ولري او د هغه د پلویانو پشان ارمانونه !
افغانستان باید د مسعود په تاجیکستان کې لاهو شي او د مسعود تاجیکستان بیا د پنجشېر د نظارشورا د هوسونو او لوبو بلهاري شي !
اخځونه :
ـــ افغان جرمن انلاین بریښناپاڼه
ـــ خپل یادښتونه
د ۲۰۱۰ کال د سیپټمبر ۲۷ مه
سرلوڅ مرادزی