سويډن دمالمو ښار
دروان کال دسپتمبر۳
درنو هيوادولو،فرهنگيانواوفرهنگپالو !
په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې لخوا دروان کال کال دسپتمبرپر اتلسمه دځوانو فرهنگيانو اواديبانوددرناوي, هڅونې اوستاينې په خاطر دسويډن دمالمو ښارددولتي مقام اړونده ادارو،نوروعلمی اوټولنيز سازمانوپه مرسته اوملاتړ
دالومړئ ځل دی چي پدې کچه اوتردغه عنوان لاندي په اروپااودنړی په بله سيمه کښي داډول علمی اودرنه غونډه جوړېږي . ددې لپاره چي په رښتياسره مودخپل ځوان نسل دعلمي اوادبي څېرودرناوی کړی اوهغوي مو هڅو ولي وي، دټولوعلمي شخصيتونو،فرهنگيانو،ليکوالواوشاعرانوڅخه چي نسي کولاي په غونډه کي گډون وکړی هيله کوو ددې غونډي په ادرس خپل پيغامونه اوليکنې موږته راولېږي اوپدې ډول پدې درنه غونډه کي درابللو ځوانانوليکوالو اواديبانوسره چي دهيوادروښانه راتلونکې په دوي پوري اړه لري فعال گډون ولرئ .
موږ ددې درنې غونډې جوړونکي يوځل بياپه مالمو،سويډن ،اروپااودنړۍ په نوره سيمو کښي له فرهنگی ټولنو، سياسي اوټولنيزوسازمانوڅخه غوښتنه لروچي دخپل پيغامونه موږ ته په لاندي ليکل سوې برېښنا پته راولېږي .
هغه ټولنې چي غواړي خپل پيغام په غونډه کي ولوی هيله منديو زموږسره دبرېښناليک پوسيله دپيغام په رالېږلو سره تماس ونيسي .موږبه دپروگرام دحوصلې په نظرکي نيولوسره دپيغام داورېدولوامکانات برابر کړو،کنه ددې درنې غونډې په وياړ دټولواسنادوپه ټولگه کښي به له نورو ويناو اوليکنوسره يوځاي چاپ سي .
هغودوستانوته چي دمخکنيواړېکواوبلنې له مخې دنړۍ له ليري هيوادونه مالموته تشريف راوړي غوښتنه لروچي دخپل سفردپيل اوختم په اړوند موږ ته دبرېښناليک پوسيله خبر راکړي چي په کومه ورځ اوپر څوبجو چيرته رارسېږي ،ترڅو دراتگ اوتگ په وخت کښي له هرډول سرگردانی نه خلاص وي .
دکنفرانس دکار رسمی پيل دسپتمبر پر ۱۸ دورځې پر يوه بجه دکروکسبيک ښوونځۍ (( Kroksbäcksskolan )) دکنفرانسونوپه تالاکښي دی .
په غونډه کي دگډون لپاره دمالمود ښار والي اونورواړونده ارگانومشرتابه همدا ډول نوروهيوادوفرهنگی ټولنواستازو ته بلنه ورکړه سوې چي په ورين تند ئي منلې ده .
دهيواد ټولوشاعران،ليکوال،اديبان اوفرهنگيان کولاي سي خپلي ليکنې اوپيغامونه پدې برېښنا پته موږ ته راولېږي :
يادونه : داړينومعلوماتودترلاسه کولولپاره کولاي شی دپورته برېښناليک په پتواويالاندي ټليفون شمېرو له له موږسره تماس ونسی : 0046+(0)736 511 569 , 0046+(0)760 826 087
دسپتمبرپر ۱۷ او ۱۸ دهغو مېلمنولپاره چي له بهرنه راځي پر پورته ليکل سوونمور لاندي تليفوني نمرې هم فعالي اوهغوي ستاسوپه خدمت کښي دي :
هيوادشير زاد: 0046+(0) 737 143 140
اکمل صافي : 0046+(0) 736 269 757
هارون لعلي :0046+(0) 738927630
دناويگاشون لپاره ادرس :
Sweden Malmö
Hyllievångsvägen-6
216 25