له ترهګرى سره جګړه د افغانستان په كليو او كورونو كې بې معنا ده

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان .
ځو ورځی وړاندی د امريكا د سنا د بهرنيو اړيكو د كمیټی مشر جان كيري وافغانستان ته رسمی سفر در لود له وبسمشر کرزی سره له لیدنی او کیتنی وروسته  نوموړي دکندهار وولایت پهسفر ولاړ له هغه ځایه وروسته وپاکستان ته ولاړي وروسته له هغه ځخه ددی پر خای چی بیرته خپل هیواد ته ستون شی په ناڅاپي سفر له اسلام آباد بیرته كابل ته راغى او له ولسمشر كرزي سره يې په ارګ كې وكتل.

د جان كيري او ولسمشر كرزي تر منځ په بيلا بيلو مسايلو سپينې خبرې وشوې، د خبري سر چينو په قول ولسمشر كرزي د امنيتي خصوصي كمپنيو په اړه چې په څلورو مياشتو كې دننه به منحل كيږي جان كيري ته وويل چې دغه نيټه قطعي ده او په دې موده كې بايد خامخا دغه ټولې شخصي امنيتي كمپنۍ منحل كړاى شي.
همدغسې ولسمشر كرزي له درنو جرمونو سره د مبارزې او حساسو پلټنو د ادارو په باب وويل چې دغه ادارې به بشپړې افغاني او د افغانستان رسمي تشكيلاتو برخه وي، نور به د بهرنيانو تر اثر لاندی نه وي.
ولسمشر كرزي له جان كيري سره په خبرو كې پر خپل پخواني دريځ يو ځل بيا ټينګار وكړ وې ويل چې له ترهګرى سره جګړه د افغانستان كليو او كورونو كې بې معنا ده بايد د ترهګرۍ اصلي سرچينې له منځه يووړل شي، په دې اړه پر ستراتيژۍ له سره غور ته اړتيا ده، دښاغلی کرزی ددی ځرګندونو دتا ئید پر بنیاد دافغانستان دملی امنیت سلا کار ښاغلی داکتر سپنتا ددوشنبی په ور ځ په خپله یوه لیکنه کی له امریکا وغوښتل چی له پاکستان سره پر خپلو دوستانه اړیکو بیا له سره کتنه وکړي،داکتر رنګین دادفر سپنتا پاکستان په دومخی او القاعده اونورو سخت دریځو ډلو په ملا تړ تورن کړي
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا په یوه مقاله کې چې د واشنګټن پوسټ په نننۍ ګڼه کې خپره شوې ، همداراز ویلي ،د پاکستان پالیسۍ مرسته کړې چې په افغانستان کې تاوتریخوالي په دومره اندازه دوام وکړي چې له دې جګړې سره د لوېدیځوالو ملاتړ کم شي.
سپنتا لیکلي امریکايي پوځیان د دې لپاره افغانستان ته راغلل چې له سخت دریځو سره جګړه وکړي خو دوی ستراتیژیکه تیر وتنه وکړه او هغه دا چې پاکستان یې له ځان سره متحد کړ چې په خپله ترهګر روزي او پالي.
سپنتا دا هم ویلي په داسي حال کې چې د تروریستانو په بریدونو کې هره ورځ زموږ په لسګونو خلک وژل کیږی ، د هغو (د تروریستانو) پالونکی په ملیاردونو ډالر ترلاسه کوي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې په پاکستان کې د اصف علي زرداري په مشرۍ د پیپلز ګوند له واکمنېدو وروسته ښې شوې خو په وروستیو کوم وخت چی مشهوری امریکایی ویبپاڼی ویکی لیکس په افغانستان کی دپاکستان دلاسوهنی په باب او دمخالفینو سره په پټه توګه همکاری په باب اسناد خپاره کړل  یوځل بیا د افغان چارواکو له لوري ،  پر پاکستان نیوکې زیاتې شوې دي.
امریکا له پاکستان سره د اووه نیم ملیارد ډالرو مرستې ژمنه کړې او د دغه هیواد له وروستیو سېلابونو سره یې هم تر ټولو زیاته مرسته کړې ده .تر دې پخوا هم امریکا تل د پاکستان تر ټولو لوی مرستندوی هیواد وو خو د پاکستان خلکو او سیاسي ګوندونو تل له امریکا سره مخالفت کړی او امریکا یې د خپل هیواد د ستونزو عامله بللې ده .
پر پاکستان د افغانستان او امریکا له لوري له ډېرې مودې راهیسي شک کیږی چې په پټه د طالبانو ملاتړ کوي غواړی څو له دې هیواده د نړیوالو ځواکونو د وتلو په صورت کې دخپلی خوښی رژیم په افانستان کی واک ته ورسوي
د ویکی لیکس د سندونو له افشا کېدو وروسته په افغانستان کې د لوېدیځوالو پر نیتونو د ډېرو افغانانو شکونه لا زیات شوي دي.دوی وايي سره له دې چې لوېدیځوال له دې ټولو مسایلو خبر ول ولې یې نه یوازې دا چې پاکستان د طالبانو د ملاتړ په خاطرتر فشار لاندې نه راوسته بلکې لا یې له دې هیواد سره مرستې زیاتولې.
ولی ددغو ټولو معلوماتو او نیوکو با وجود بیاهم امریکا هیځکله دافغانانو وځرګندونو ته داعتبار په ستر ګه نه ګوری او نسبت وافغانستان ته وخپل ډیر پخوانی متحد ته داعتبار په ستر ګو ګوري.ځینی ځیړونکی اوسیاسی کار پوهان داهم وایی چی پاکستان یو اتومی هیواد دی تر ځوچی امریکا دپاکستان اتومی زیرمی تر خپل واک او مستقیمی اداری لاندی رانه ولی دپاکستان پر ضد به هیځ نوع سیاسی اویا نظامی اقدام ونه کړي،په دی نژدی ور ځوکی داسی اطلاعات خپاره شوي دی چی امریکا غواړی دپاکستان اتومی تاسیسات په یو شکل داشکالو له منځه یوسی ،یو دهغومعلوماتو ځخه لا ندی معلومات دي چی دیوی امریکایی سرچینی له خوا په ډاګه شوي دی.
دویسا دویب سایټ دخبر په اساس د پاكستان يوې اردو ژبې اونيزې د خپلې تازه ګڼې په سرليكنه كې ادعا كړې ده چې امريكا د پاكستان پر اتومي تاسيساتو د بريد نيت لري او ددې بريد ټول ترتيبات نيول شوي دي. له لاهور نه خپريدونكې نداى ملت اونيز پخپله تازه ګڼه كې په سرليكنه كې د امريكايي تحقيقاتي راپورونو ليكوال سيمور هرش له قوله ليكي چې: زه دا په زغرده وايم چې د امريكا يوه لويه ګوماندويي قطعه دا اوس هم د ولسمشر اوباما د قوماندې انتظار باسي چې هغه قومانده وركړي نو دوى به د پاكستان په اتومي تاسيساتو بريد كوي. سيمور هرش په واشنګټن كې د كشمير په اړه د يوه كنفرانس غړيو ته د پاكستان د سفير حسين حقاني په مېلمستيا كې دده د يوې ليكنې په اړه د پوښتنې په باب دغه څرګندونې وكړې، نوموړى زياتوي چې امريكا به تر هغو د پاكستان پر اتومي تاسيساتو د بريد قومانه ورنكړي تر څو ددې بريد په سل په سلو بري ډاډه نشي. د نداى ملت په سرليكنه كې د همدې خبرې په اړه داسې ګونګوسو ته اشاره شوې چې څو ورځې وړاندې د پاكستان يوه الوتكه چې د اسلام آباد د مارګلې په غونډيو كې راولويده، اصلاً د امريكايانو لخوا برمته شوې وه او د هغوى پلان ؤ چې پر كهوټه د پاكستان پر اتومي تاسيساتو يې ور وغورځوي خو د الوتكي وطنپال پيلوټ د كهوټه پر ځاى الوتكه د مارګلې له غونډيو سره وجنګوله او هيواد يې له ستر زيان نه وژغوره
پاکستان په ګټه به داوی چی دافغانستان په چارو کی دلاسوهنو او دهغه هیواد دمخالفینوسره دپټو همکاریو پر ځای خپل ځان دترهګري سره دمبارزه په خاطر متحد وګڼي په افغانستان کی سوله او امنیت دپاکستان په ګټه ده ،پاکستان باید په خپل هیواد کی دروزمره مرګونی حالات ځخه دعبرت درس واخلی دوی باید په دی ښه پوه وی چی  دغه مر ګونی حالات دهغو ګروپونوله لوری روز مره په پاکستان کی تر سره کیږی کوم چی دپاکستان داستخباراتو له لوری په افغانستان کی دجنګ په خاطر روزل شوي ؤ،غوره مثال یی جنرال کرنیل امام دي چی همدا اوس دخپلو دوستانو له لوری ولو دکوم سیاسی هدف په خاطر هم وی داسارت ښپا او ور ځی سبا کوی د کره معلوماتو په اساس دنومړی لپاره دروژی دمیاشتی ۲۲ نیټه اخیرنی نيټه په ګوته شوي ده ،که چیری تر دغی نیټی پوری دپاکستان حکومت دنوموړی دخلاصیدو شرایط ونه منل په هغه صورت کی به دلښکر جنګو ی په نامه اسلامی ډله کرنیل امام او ورسره یو انګریزی خبریال دواړه مړه کړي .پاي سلام خان .