رحمت اله روان
ترټولو لمړی دګران هیواد دازادي د۹۱ می کالیزی دچشن مبارکی ټولو هیوادوالو ته په داخل او خارج کی دزړه له کومی وړاندی کوم،هیله لرم چی ګران هیواد افغانستان همیشه ازاد او سرلوړی وي، دافغانستان استقلا ل او ازادي که ځه هم دډیرو قربانیو او سر ښندونو په نتجه کی لاسته راغلی د ه، چی دمیوند دد ښتی او دهیواد
فعلا هم الحمد الله مونږ سر لوړی هیواد لرو ،غښتلي او قهرمان خلګ لرو، ولی یو شي چی متاسفانه نه لرو هغه دافغانانو تر مینځ ملی اتحاد ، یووالی اوملی رهبر دي. همدغه بی اتفاقی او جلا والی دی چی زمونږ دخاوری دښمنانو ته یی دمداخلی ښه زمینه مسا عدی کړي ده او دخپلو ګټو په خا طر مونږ افغانان په مختلفو نومونو دیوه اوبل په مقابل کی جنګوي او دیوه اوبل پر ضد یی قاتلان معرفی کړي یو او مونږ ددی پرځای چی دهیواد ملی ګټی په نظر کی ونیسو اکثره دخپلو شخصی ګټو دخپلی ډلی ګروپ،تنظیم،حزب اویا قوم په باب فکر کوؤ او لا موهم دتیرو ترخو تجربو ځخه دعبرت در س نه دی اخستي ،نقص نسبت خارجیانوته زمونږ افغانانو په وجود کی دي چی لا هم مو سر نه دي خلاص او هره ورځ مو همدغه خارجیان ددوستی په نامه استعمالوي پرون یی دمجاهد،خلقی او طالب په نامه سره وجنګولو او نن مو دتروریست او القاعدی په نامه سره جنګوي حال داچی القاعده او تروریست دواړه خارجی پدیدی او مشخصی اپراتیفی پروژی دی جی دوی دخپلو اهدافو دلاسته راوړلو په خاطر جوړي کړي او رمونږ هیواد ته یی را لیږلی دي،په دی یی هم اکتفا ونه کړ له اوس مودقومی او نژادی تو پیرونو پربنیاد دپښتون،تاجک،هزاره،ازبک ،ترکمن او نورو په نامه جنګوي اودافغانستان دتجزیی او ویشلو پلان او ستراتیژی په ډیر مهارت مطرح کوي،متاسفانه چی دافغانانو په مینځ کی هم داسی مستقیل شخصیتونه او ګروپونه شته دی چی وخارجیانوته یی دافغانستان دویشلو په باب شنی اشاری ور کړي دي اویایی ور کوي او په دی خوشحاله دی چی دا خپل ډیر لوي اوبا عظمته کور(افغانستان) په ډیر یوه واړه کورباندی چی دی به هم خپل ځان پکی ارام احساس نه کړي بدل کړي او دمختلفو نومونو په باب ورته خوشحالی کوي
په اخیرکی زما پیام وټولو افغانانو ته دیوه افغان په صفت دادی چی راشی دهیواد د۹۱ می کالزی په خاطر دافغانستان وملی ګټوته دشخصی ګټو پرځای متوجی شو دملی یووالی اوملی وحدت وپروسی ته دفغانانو تر منځ کار وکړو او دملی روحیی احساسات او جذبی دپخوا په شان لکه چی دافغانستان دازادی په کلونو کی زمونږ دباترو نیکه ګانو سره موجودی وی بیرته دیوه اوبل په کمک او همکاری را ژوندي کړو مایوسه باید هیځکله هم نشو وخت لاهم شته که مونږ توجه وکړو،نور افغانان په دی ناوړه نومونو لکه قوم قبیله،شمالی ټلواله، شمال جنوب پښتون،تاجک او هزاره تهدید او تحقیر نه کړو او په خپلو لیکنو او ځیړونو کی دغه دپردیو له لوری غوره شوی نومونه دافغانانو لپاره استعمال نه کړو نواقیص اوغلطی په قومونو،ملتونو او حزبونو کی نه دی ولی دمختلفو اشخاصو په وجود کی دی دیوه شخص دخیانت او ظلم په اساس باید دهغه مربوط ټول قوم اویا حزب باید توهین اوتحقیر نه شی،که ډیرلیری زمونږ مغز او فکر کار نه کوی راځی چی دخپلو نژدو ګاونډیانو ځخه یی زده کړو ښه مثال یی پاکستان دی هلته نسبت افغانستان ته ډیری ناخوالی جریان لری او نسبت له افغانستان ځخه ۳۰ کاله وروسته ازاد شوي دی دهغه هیواد رهبران او مشران که دولتی قدرت ورسره وی اوکه نه وی ولی دخپل هیواد ولوړو ګټو ته ډیر وفادار دي ښه مثال یی جنرال حمیدګل دی که ځه هم هغه اوس په قدرت کی نه دی ولی مونږ ټول افغانان او راسره زمونږ خارجی دوستان دهغه جواب نشو ویلی دا ځکه چی مونږ افغانان دخپل هیواد ځخه ددفاع په خاطر مشترکه ژبه او مفکوره نه لرو که په قدرت کی يو هر ځه چی مو له توانه اوطاقته وی دخپلی شخصی استفادی په خاطر سو استفاده کوو او که دقدرت او چوکی او مقام ځخه لیری شو بیانو دخپل وطن خلګو او خاوری دښمنان ګر ځو او هرځه چی مو په توان کوي دخاوری او هیواد دتخریب په جهت کی یی استمالوو،نه قانون اساسی منو اونه هم دهیواد قانونی ولسمشر بد خو بد وي ولی ښو ته هم همیشه دبدو په سترګه ګورؤ پای رحمت اله روان