د ترهګرۍ پرضد مبارزه په کليو او بانډو کې نه شي بريالۍ کيداى

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
افغان ولسمشر کرزي تیره اونۍ امريکايي ولسمشر بارک اوباما ته يوليک استولى و، چې د ليک په ترڅ کې يې له اوباما غوښتي وو، چې د افغانانو هغو غوښتنو ته دې پاملرنه وشي، چې وايي د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې هڅې د افغانستان په کليو او بانډو کې نه شي بريالۍ کيداى، نو بايد چې امريکا په افغانستان کې د
ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ستراتيژۍ ته بدلون ورکړي او په خپله ستر اتيژۍ له سره غور وکړي .
د تیری جمعی په ورځ دواړو ولسمشرانو دښاغلی کرزی له لوری په لیږل شوی لیک باندی د یوه ویډیویی کنفرانس له لاری خبری وکړي دکنفرانس په نتجه کی د امریکا جمهوررئیس براک اوباما او د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي موافقه وکړه چی دواړه ملکونه باید پر طالبانو باندي خپل فشار اچولو ته دوام ورکړي، د تروریزم سره وجگیږي او د افغانستان خلک وساتي .
د سپیني ماڼۍ په یوه بیانیه کي ویل شوي دي چی دواړو مشرانو پرون د جمعې په ورځ د ویډیویي کنفرانس له لاري خبري سره وکړې او په یو لړ مسالو باندي یې بحثونه وکړل چی د افغانستان راتلونکي پارلماني انتخابات، د رشوت خورۍ او اداري فساد ضد فعالیتونه او د ملکي خلکو د تلفاتو مخنیوي په کي شامل وو
پرون رسنيو د ولسشمر كرزي او د امريكا د ولسمشر بارك اوباما ترمنځ د يو ساعته ويډيويي كنفرانس او بحث په باب خبر خپور كړ، چې دا اصلاً د كرزي لخوا د امريكا ولسمشر ته د هغه ليك غبرګون ؤ چې نوموړي د افغان جګړې د نويو پرمختياوو او افشا ګريو په رڼا كې له امريكا سره د ستراتيژۍ د بدلولو او نويو اړيكو د خبرو پر اړتيا تينګار كړى ؤ.
د ولسمشر كرزي لخوا ددغه ليك غبرګون همدغه ويډيويي كنفرانس ؤ چې دواړو ولسمشرانو، په كابل كې د امريكا د سفير او په افغانستان كې د ناټو او امريكايي ځواكونو دعمومي قوماندان په شمول پر روانه وضعه يو ساعته بحث او خبرې وكړې، كه څه هم رسنيو په تيره آزادۍ راډيو له سهاره تر مازديګر پورې په دې ويډيويي كنفرانس كې له طالبانو سره په ګډه د توند چلن خبره تكراروتله، خو وروسته يې په نه زړه دا خبرې هم وكړې چې د ويكي ليكس لخوا د اسنادو له خپريدو وروسته د ستراتيژۍ بدلون ته اړتيا ده پر دې اړتيا د ملكي مرګ ژوبلې او له طالبانو سره د سولې د بهير په چټكولو خبرې وشوې. په هر صورت د اداري فساد په له منځه وړو او له مخالفينو سره د مبارزې په توندولو هم خبرې شوې او طبيعي ده چې هر لوري په دې خبرو او كنفرانس كې خپل خپل لومړيتوبونه درلودل.
يو څه چې ديوه ترخه واقعيت په توګه نن موږ پرې شاهدان يوو دادي چې د غريب ملا پر آذان څوك روژه نه ماتوي. د كمزوري غږ څوك نه اوري، كه ولسمشر وي هم. ولسمشر چې د خپلې خبرې لپاره د ويلو وسايل و نه لري، ميډيا و نه لري، پياوړي او مخلص داسې همكاران و نه لري چې هره خبره او پيغام يې په اصلي بڼه او پر خپل وخت د افغانستان او نړۍ ګوټ ګوټ ته ونه رسوي پردۍ رسنۍ او هغه ميډيا چې د نړيوالې ټولنې پر ډالرو ولاړه ده هيڅكله هم دده غږ تر مخاطب پورې نشي رسولاى.
دلته پر دې څه نه وايو چې ولسمشر ولې له درجن درجن رسنيو سره بيا هم يوازې دى او پر دريځ او نظر يې تر اوسه د كابل په ښار كې خلك سم خبر نه دي چې څه دى؟
راځو دې ته چې د ښاغلي كرزي ليك بارك اوباما ته او له هغه نه د نويو حالاتو په رڼا كې د خبرو اترو او له سره د اړيكو غوښتنه عادي خبره نه ده، ددې ليك پايله يوازې دا يو ساعته ويډيويي كنفرانس نشي كيداى، كه هر څومره د امريكا ولسمشر او يا په كابل كې د هغه هېواد سفير او په افغانستان كې د دوى د ځواكونو عمومي قوماندان جنرال پټريوس دا سينې ډبولې وي چې ستراتيژي به بدلوو، ملكي مرګ ژوبله به كموو، يا دا چې په ګډه به ستونزو او ګواښونو ته د حل لارې لټوو دا نه د افغان ولس دغه لويه ستونزه ځوابولاى شي چې له نړيوالې ټولنې سره يې لري او نه امريكا په افغانستان كې له يوې لويې بدنامۍ او رسوايۍ ژغورلاى شي. واقعيت دادى چې د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ د روانو اړيكو ټول ګونګ اړخونه بايد روښانه، او ټولې روانې بدګومانۍ لرې كړاى شي، امريكا بايد دا ومني چې روانه پر ړنده جګړه ولاړه ستراتيژي يې ناكامه ده.
د افغان حكومت كمزورۍ، ناتوانۍ، اداري فساد او نورې ستونزې پر خپل ځاى دي، خو تر ټولو لويه ستونزه د افغانانو او نړيوالې ټولنې ترمنځ نه همغږي او بې باوري ده چې كه له منځه ولاړه نشي دواړه لوري له لويو ګواښونو او رسوائيو سره مخ كیږی
دتاندی دویب پاڼی دګذارش په اساس په ظاهره كه څه هم د امريكا او ولسمشر كرزي په روابطو كې لوى خنډ نه ليدل كیږی، خو له تیرو څو ورځو راهيسې په كابل كې د دواړو لوريو ترمنځ يوه پټه جګړه پيل شوې چې تر اوسه يې دواړه خواوې د پټولو هڅه كوي
جګړه د اسد په شپږمه نیټه هغه وخت پيل شوه چې په دريم مكروريان كې د ا فغانستان د ملي امنيت د شورا د يوۀ مهم غړي محمد ضيا صالحي كور له لويو جرمونو سره د مبارزې د ادارې كسانو محاصره كړ. د دې ادارې كسانو غوښتل چې صالحي ونيسي او له ځان سره يې تحقيق ته بوځي خو صالحي چې ولسمشر ته يو ډېر نژدې شخص بلل كېږي، مقاماتو ته ټلفون وكړ او شېبه نيمه وروسته ګڼ مسلح كسان راورسېدل. له لويو جرمونو سره د مبارزې د ادارې مامورينو او مسلح كسانو يو بل ته سنګرونه ونيول او له څو ساعته كړكيچن حالته وروسته له لويو جرمونو سره د مبارزې د ادارې كسان په دې وتوانيدل چې ښاغلى صالحي د يوې شپې لپاره تحقيق ته ورسره بوځي.
له لويو جرمو سره د مبارزې اداره د تير كال په نومبر كې جوړه شوه. د دې ادارې د پرانيستې په مراسمو كې د هغه وخت داخله وزير حنيف اتمر وويل چې دا اداره به له اختطاف، ډېرو جدي جرمونو او د لويې كچې ادارې فساد سره مبارزه كوي. دا اداره كه څه هم د داخله وزارت په چوكاټ كې فعاله شوه خو د داخله وزارت او ملي امنيت د تحقيق ګډ پلاوى پكې كار كوي. دغه اداره په مالي لحاظ د امريكا له مالي ملاتړه او په فني او تخنيكي لحاظ د امريكا د ايف ،بي ، آى او د انګلستان د سكاټلنديارډ له ملاتړه برخوره ده. د امريكا د فدرال پوليسو او د انګلستان د پوليسو ادارې د دې ادارې د كړنو د څارنې صلاحيت هم لري او ناټو هم كولا ى شي چې له دې ادارې سره د ضرورت په وخت كې د كسانو مرسته وكړي. د دې ادارې د پرا نيستنې په وخت لويديځو مطبوعاتو د كابل د حكومت دغه اقدام وستايۀ او له فساد سره د مبازرې په لاره كې يې لوى ګام وبالۀ.
په تیرو څو مياشتو كې دې ادارې ځينې مامورين نيولي دي خو تر ټولو عالي رتبه مامور همدا ضيا صالحي دى چې د نيولو نيمګړې هڅه يې وشوه.
ښاغلى صالحي كه څه هم د كابل د حكومت په زور بیرته خوشي شو خو ويل كېږي چې دوسيه يې د لويو جرمونو په اداره كې پرته ده او له تېرو څو ورځو پټ كشمكش له همدې دوسيې سره تعلق لري. دا نه ده معلومه چې دوسيه د څه شي په باره كې ده. مګر د ولسمشر كرزي د ډلې او امريكا تر منځ له پټ كشمكشه داسې ښكاري چې په هر حال د كابل د حكومت لپاره بايد ډېر اهميت ولري له دی پیښی وروسته ولسمشر یو کمیسیون وټاکی چی له لویو جرمنو سره دمبارزی اداری راپور ارزیابی کړي.
ولسمشر په دې هم قناعت ونه كړ او تیره اونۍ يې په يوه وينا كې وويل چې موږ ته د دوه تابعيته ادارو شتون د منلو نه دى چې ګويا همدې ادارې ته يې اشاره وه. د ځينو كسانو په نظر ولسمشر كرزي له امنيتي كمپنيو سره د شديد مخالفت خبره هم ځكه مطرح كړې ده چې له يوې خوا پټ كشمكش ورباندې پټ وساتي ، له بلې خوا په لويديځ باندې فشار راولي چې معاملې ته تيار شي او بل د لويو جرمونو د ادارې اقدامات د خپلو روا غوښتنو په وړاندې عكس العمل معرفي كړي. دولسمشر له دغو اقداماتو وروسته دامریکی خارجه وزیری له کرزی سره د تیلفون له لاری رابطه ټینګه کړه او غوښتنه یی ورنه وکړه چی دنوموړی اداری به چارو کی دی مداخله نه کوي او دلویو جرمنو سره دمبارزی اداره دی خپل کار ته پریږدی.پای سلام خان