د غلام محی الدین زرملوال خواشينوونکي مړينه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

بسمل
مرحوم غلام محی الدین زرملوال د تېر نسل د فرهنګیانو د کاروان یو مخکښ له دې نړۍ نه سترګي پټې کړې .
انا لله و انا الیه راجعون
مرحوم زرملوال د دفتر او ډګر اتل و . ده د ویښ ځلمیانو د غورځنګ د مورچلونو نه نیولې د شورویانو سره ضد په فرهنګي جګړه کې د پام وړ رول لوبولی و .


کله چه افغانستان د سوسیالیزم او دیموکراسی تر نامه لاندې د ناورین سره مخ شو مرحوم زرملوال د خپلو لیکنو له لارې چې په کې ملي جذبات په کافي اندازه محسوسېدل ، افغانان وحدت او سیاسي تشکل لوري ته رابلل .
مرحوم غلام محی الدین زرملوال جګړه ځپلی او ټپي افغانستان موږ ته پرېښود بې له دې چې پخپل ژوند کې د خپل اوږد مهالې مبارزې محصول یعنی یو سر لوړی ، د ثبات خاوند او خپلواک هېواد وویني .
مرحوم زرملوال د افغانستان د نجات جرګې د موسسانو څخه و .
د افغانستان د نجات جرګه د لوی څښتن نه استدعا کوي چې نوموړي ته د ده د دیانت او تقوآ په بدل کې اجر اود کورنۍ پاتې غړو ته يې صبر او استقامت ور په برخه کړي .
د اګست ۱۴
۲۰۱۰ م کال