دکونړسينددوديزه مشاعره

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ددنمارک مېشتوروڼ اندوکونړيانودکولتوري ټولنې(ښېګڼې) له خوادروان زېږديزکال داګست په  )Smørum لومړۍ دکونړسيند مشاعره جوړه شوه.په دغه مشاعره کې چې دکوپنهاګن دسموروم ( دکتابتون په تالارکې جوړه شوې وه ددنمارک،سوېډن اوناروې نه يوشمېرشاعرانو،ليکوالانو، ژورناليستانو،فرهنګيانودفرهنګ مينه والو،ددنمارک مېشتوافغانانودفرهنګ ټولنې،دافغانانو شورااوددنمارک ددوستۍ ټولنې دمشرتابه  غړوفعاله برخه اخيستې وه.  

دکونړسيندمشاعره چې ديوپرتمين فرهنګي بنډار په بڼه کې وه دښاغلي مطيع الله له خوا دلويي څښتن (ج) دسپېڅلي کلام دڅومبارکوايتونو په لوستلوپېل شوه.ورپسې دښېګڼې ټولنې دمشرتابه جرګه ګۍ په استازيتوب دجرګه ګۍ مشر ښاغلي وديرساپي دپېل اوبرخه والوته دهرکلي خبرې وکړې .دغه کولتوري بنډاردوه برخې درلودې :
دلومړۍ ياد مشاعرې برخې په پېل کې دښېګڼې ټولنې دکولتوري برخې مرستيال ښاغلي اجمل جبارزي چې ددغه پرتمينې مشاعرې دپرمخ وړلوپازوال ودګلاليوماشومونجونوډله دملي سرود دويلو له پاره راوبلله چې دبرخوالوله خوايې په تودوولولوهرکلی وشو.
دکونړسينددغه دوديزې مشاعرې ته دښاغلوشېرمحمدقاضي،نيازمحمدپياوړي،هېوادشېرزاد، هلمندشېرزاد، حيات شېرزاد،ګلالۍ ماشومې ځلاجان، الوتاند(پيلوټ)استاد ضيألدين ،غرزي پردېسيار،دبورامجلې دامتيازخاوندبورا زماني ،دپېلوزې مجلې دامتيازخاوند نجيب الله روفي قاضي،پياوړي شاعر عبدالمالک بېکسيار، محمد عيسی بهرام،محمدصديق ننګ،ګلاجان پردېسي، ودير ساپي شعرونواودمحمدصفرخواريکښ ″دسترګوليدلی انځور"ځانګړې ښکلا ورکړې وه.مشاعره دافغانستان دراديوتلوېزيون پخواني ويندوي اوپېژندل شوی ژورناليست نصيرسهام  وارزوله.
له دمې اوماښامنۍ له خوړلووروسته دکولتوري بنډاردويمه يادټنګ ټکوربرخه دخواږه غږاو د پرديسو دنمارک مېشتوافغانانو له درناوي  برخمن ښاغلي محمدانوردلسوزدګران افغانستان په ياددارواښاداُستاداولمير په يوه حماسي سندره پېل کړه چې دبنډاردپاخه عمرکسانوبرخه  والود ډېروسترګې يې لمدې کړې.دځوانانو اوتنکيوځوانانودپام وړخوږ غږی اوځوان هنرمند محمد عمرجان دلسوز په طبله وهلو کې هم له خپل پلاراوهم له عاطفي اوزړه سواندشاعراود خوږآواز څښتن محمدعيسی بهرام سره ملتيا کې خپل مهارت وښود.دکنسرت په ترڅ کې په غزلو سربېره مست سروکي،کليوالي اواتڼيزې سندرې وويل شوې چې دګلاليوماشومانواوتنکيو ځوانانو او غټانو ملی اتڼونودغه کولتوري ماښام ته ځانګړې افغاني بڼه ورکړې وه اوترډېروشېبويې دراغلو مېلمنواوکوربنوله څېرونه دپردېسۍ ګردونه پاک کړی ول.دموسيقي دبرخې په پاي کې دښېګڼې ددوديزې ټولنې مرستيال ښاغلي عبدالهادي بېله وال دټولنې په استازيتوب دستاينې اومننې په ملتياکې عمرجان دلسوز ته دګلانوګېدۍ ورکړه.
ددغه په زړه پورې فرهنګي بنډار په پاي کې محمدصفرخواريکښ دښېګڼې ټولنې دمشرتابه جرګه ګۍ په استازيتوب دشعر اوموسيقي دمتقابل اغېزپه باب لنډې خبرې،دګډون کوونکوځوانو شاعرانودشعرونوستاينه  اوددوې له ونډې اخيستو نه مننه وکړه .
خ.کونړی
کوپنهاګن