ی سرځو ورځی مخکی می داترنیټ په پاڼو کی د حبیب اله غمخور صاحب یوه غوښتنه چی دطابانو له مشره لوی ملا صاحب ځخه یی دزړه د خواله تر عنوان لاندی کړي ؤ ولوستله،دا راته ډیره دتعجب وړیوه غوښتنه ښکاره شوه په دی معنا چی یو سور خلقی دطلبانو مشر ملا عمر اخند ته نصحت کوي او ورځینی غواړی چی ولسی جرګی ته دپښتنو کاندید شویو وکیلان دوژنی ځخه لاس واخلی چی دا عمل به بیا دپښتنو رول او نفوذ په ولسی جرګه کی ضعیف کړي او په مقابل کی به د غیری پښتنووکیلانو رول او نفوذ په پارلمان کی قوي شی، ای کاش چی غمغور صاحب له لوی ملا صاحب ځخه دپښتنو وکیلانو پرځای دعامو افغانانو دنه وژنی غو
ښتنه کړي وایی ځکه چی پښتانه او غیری پښتانه چی په افغانستان کی ژوند کوي ټول یو افغانان دی او مر ګ یی هيځ جواز نه لري هر ځوک چی افغانان دپښتون ،تاجک،ازبک،هزاره او نورو نومونوسره ویشی هغوی که هرځوک وی که غمخور وی که خرسانی،لطیف پیدرام،اوبشیربغلانی داټول زمونږ دهیواد دښمنان دی اودغه متعصیبه ډله ده چی دافغانانو تر مینڅ وبیلتون او جلا والی ته همیشه لمن وهی ،دغه ډله ده چی دافغانانو تر مینځ دتفرقی او نفرت احساسات همیشه را ژوندي کوي.
طالبانو ځوځلی په ښکاره ډول اعلان کړي دی چی دوی هغه ځوک وژنی چی داوسنی دولت سره اړیکی لری ولو ددهر قوم اوهری منطقی خلګ وی لکه چی تر نن ورځو پوری په اثبات رسیدلی ده چی دطالبانو داحکامو په باب تفرقه اوتعصب نشته او دشرعی احکامو په مقابل کی دپښتون او غیری پښتون فرق نه کوی او نه به یی وکوي.
د کندهار دولايتي شورا مرستيال وايي چې وسلوالو طالبانو دپنجوايي ولسوالي ٧٠ قومي مشران ګواښلي چې په راتلونکو پنځو ورځو کې له افغانستانه ووځي کنه نو وبه وژل شي
خو د وسلوالو طالبانو وياند قاري یوسف احمدي په دي اړه نا خبري وښوده خو ویې ویل چې دوی هم پخوا او هم اوس هغه کسان نه پرېږدي چې له دولت سره همکاري کوي .
ممکن ډیرو دوستانو ته ځرګنده وی چی دومره خلګ طالبانو نه دی وژلی لکه چی دطالبانو تر نامه لاندی نورو مختلفو ډلو او ګروپونو وژلی دي او بالاخره دانتقاد ګوته وطالبانو ته نیوله کیږي،دهمدغو سرو خلقیانو په دوران کی ځومر خلګ بی پښتنی او ګناه وژل شوی دی چی ښاغلی غمخور صاحب هم یو دهغو ځخه دی او نن نوموړی ولوی ملا صاحب ته نصحت کوي هغه ناوړه عملونه چی غمخور صاحب دخپل قدرت په وخت کی په قندهار کی کړي دي که دغمخور صاحب هیر شوي وي دقندهار دخلګو هیر نه دي دنوموړی سور کمیس او ټي ټی تفنګچه دهیچا له ذهنه نه وځی.همدغه سره خلقیان ؤ چی دپښتنو په نامه دطالبانو په لیکو کی
یی ځانونه ځای پرخآی کړي او خپلی سترګی یی تر غوږو په رنجو توری کړي او دفلانی او فلانی ملاصاحب نومونه یی پرځان کیښودل او هر نوع ظلم او فساد ته یی دطالب په لباس کی ادامه ور کړه بالاخره دطالبانو نوم یی دخطر سره مخا مخ کړي په دی اړه مثالونه ډیر دی خو یو مثال یی دغرزي په نامه یو سور خلقی چی ځوکاله یی دطالبانو په نامه او لباس کی په خلګو ظلمونه وکړل تر ځو دطالبان له لوری افشا او ونیول شو.
ښاغلی غمخور صاحب ته چی دسویدن په مالمو ښارکی ارام ژوند لري او په افغانستان کی اور بل دي په دی اور کی ټول افغانان سوځی که هغه هر ځوک او دهری منطقی او قوم ځخه وی باید دهغوی پر حالاتو افسوس وکړي ،له احساساتی خبرو او بیځایه اوږدو لیکنو او ناجایزه نصحتونو ځخه باید صرف نظر وشي او ټوله توجه باید په افغانستان کی ملی یووالی اوګډ تفاهم ته وکړي،ګټه په جلاوالی که نه دی ولی په یو ځای والی کی ده .پای سرور
پښتون او غیری پښتون ټول یو افغان دي
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode