رحمت اله روان
په کابل کی دنړیوال کنفرانش ځخه وروسته چی دجولای دمیاشتی په ۲۰ نیټه پرانستل شو او دنړي ۷۰ ملکونو اوجلا جلا سازمانونو نماینده ګانو په کی برخه در لوده تر کنفرانس وروسته دامریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې پر خپل نظامي شتون ټینګار وکړ او په 2011 کې له افغانستان د راوتلو
خبره ددندې ددسپارلو مهم پړاو ګڼی نه دبیخی وتلو نیټه ،اود دافغانستان ځخه دوتلو پریکړه وضعیت ته په کتنې سره په ارتباط کی بولی نوموړي مطلب دامریکا دټولو قواو لوی درستیز دتیری خالی په ور ځ دپاکستان په مر کز اسلام اباد کی په ديرو روشانو ټکیو کی په یوه خبری کنفرانس کی خبریالانوته ځرګند کړي.
د امریکا د ټولو قواوو لوی درستیز اډمیرل مایک مولن ، هڅه وکړه چې په افغانستان کې د امریکا د ارادې په باب شکونه لیری کړي.ده وویل امریکا د طالبانو پرضد جګړې ته ژمنه ده
مولن په اسلام اباد کې له جګپوړو پاکستاني مشرانو سره له خبرو وروسته خبریالانو ته وویل چې د ۲۰۱۱ کال په نیمايي(جولای) کې له افغانستانه د امریکايی ځواکونو د وتلو پیلامه د دې نښه نه ده چې امریکايي پوځیان له افغانستانه وځي
ده وویل:«زه غواړم چې یوه خبره سپینه کړم او په زغرده ووایم. ځکه چې ما اورېدلي چې ځینې کسان په دې هیواد(پاکستان) کې په افغانستان کې زموږ پرارادې شک کوي.خو داسي نه ده.د امریکا پوځي ماموریت به هلته د ۲۰۱۱ کال په جولای کې ختم نه شي.»
د امریکا لوی درستیزد ۲۰۱۱ کال د جولای میاشت افغان امینتي ځواکونو ته د خپل هیواد د امنیتي چارو د سپارنې نیټه وبلله او په عین حال کې یې وویل دا کار یعنې امنیتي چارې به هغه وخت وسپارل شي چې عملاً په صحنه کې شرایط برابر شي
د مایک مولن څرګندونې د جګړې په باب د امریکا د ارادې په اړه د سیمې حکومتونو ته د ۲۰۱۱ کال د جولای په ارتباط د ولسمشربارک اوباما د حکومت تازه ډاډ دی.دا په داسي حال کې ده چې په پاکستان کې د افغان طالبانو د جنګي روحیې د پیاوړتیا لپاره د رسنیو او خاصو کړیو له لوري پراخ تبلیغات کیږی او ویل کیږی چې امریکا نژدې ده چې له افغانستانه ووځي
په بهرنیو چارو وزارت کې دعامه ډيپلوماتیکو چارو مسوول ویلیپ کراولي وايي : موږ به د روان کال په پای کې له افغانستان او سیمې څخه راونه وځو موږ سیمه ییز امنیت ته ژمن یو،مونږ په افغانستان،پاکستان او هندوستان په ځیر هیوادو کی تر او ږدو نیټو پاتی یو ځکه دا دامریکا په ګټه ده.مونږ په ناټو او امریکایی قومندانانو ارزونو ته سترګی په لاریو چی دوی دافغانستان په هکله ځه واړاندیزونه وړاندي کوي .
په عین حال کی ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راس موسن ځوورځی وړاندی اسلام اباد ته په رسیدو د دغه هیواد له چارواکو سره د خبرو پر مهال وویل چې له افغانستان څه به د بهرنیو سرتیرو وتل له وخت سره تړلي نه وي او دا به له حالاتو سره ارتباط ولري. هغه ویلی چې د ناټو تړون به له وخت څخه مخکې له افغانستان څخه و نه وزي. له افغانستان څخه به د بهرنیو سرتیرو په بیړه وتل مخالفین بیرته واک ته ورسوي او داځل به افغانستان یو ځل بیا ټولې نړۍ ته په یوه ګواښ بدل شي. موسن ویلی چی ټول پوهیږو چې افغانستان باید مخکې له وخت پرینږدو، که چیرته افغانستان بي وخته او د خپلې دندې له پای ته رسولو دمخه پریږدو، مخالفان به یو ځل بیا د واک ګدۍ ته ورسیږي او له دغه ځای څخه به منځنۍ آسیا، اروپا او امریکا ته ګواښ جوړ کړي، مونږ باید له افغانستان څخه تر وتلو دمخه په دې پوه شو چې آیا افغان ځواکونو خپلو مسوولیتونو ته سمه اوږه ورکولای شي که څنګه
د ناټو عمومي منشي دغه څرګندوني په داسي حال کې کوې چې افغان ولسمشر په کابل کنفرانس کې د خپلو خبرو پر مهال وویل چې کورني ځواکونه به یې تر ۲۰۱۴ کال پوري د دې جوګه شی چې د هیواد امنیتي حالت ته په یوازي سر اوږه ورکړي او ډیر مسولیتونه واخلي. همدا راز د ناټو عمومي منشي د افغان ځواکونو په روزلو تاکید وکړ او دا یې هم وویل چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شتون د پاکستان په ګټه هم دی ځکه چې دغه هیواد هم د ترهګرو له څپې سره مخامخ دی.
په همدی ارتباط، افغان ولسمشر حامد کرزي د کابل کنفرانس په پرانیستونکې وینا کې له نړیوالو غوښتنه وکړه چې افغان دولت ته د مدیریت او مشرۍ سپارل په دغه هیواد کې د بریالي توب تضمین کولای شي. حامد کرزي له خپلو پولیسو او د ملي امنیت له ځواکونو سره د نړیوالو مرستو د دوام غوښتنه وکړه او په خپل نظام کې یې د اصلاحاتو راوستل د خپلو لومړي توبونو په توګه یاد کړل او زیاته یې کړی دی چی د اصلاحاتو په راوستلو سره د فساد زمینه تر ډیره بریده له مینځه ځي، او په دې سره به ځوانانو ته د کار ډیر فرصتونه رامنځ ته شي
دفرانسې د دفاع وزير په همدی باب وایی چي د افغانستان څخه د سرتيرو د ايستلو خبره سمه نه ده . نوموړي د افغانستان څخه د سرتيرو د ايستلو او د هغوى دپاره د ايستلو د نیټه د معلومولو سره مخالفت وکړ . نوموړى دا څرګندوني په داسي حال کي کوي چي د امريکا ولسمشر پرېکړه کړې چي د ٢٠١١ کال د جولاى په مياشت کي به دافغانستان څخه د سرتيرو ايستل پيل کړي او همدا ډول برتانيې هم پتې یلی ده چي تر ٢٠١٤ کال پوري به دافغانستان څخه ټوله جنګي ځواکونه وباسي . نوموړي همدا ډول وويل چي د افغانستان څخه د فرانسوي ځواکونو ايستل به منفي پايلي ولري
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی ریچارد هولبروک دتیری جمعه په ورځ په لندن کې وویل چې پاکستان د افغانستان د حکومت له لوري د سولې له هلوځلو سره ترپخوا زیاته همکاري کوي خو د پاکستان همکاري په هغه اندازه نه ده چې امریکا یې غواړي،ده چی دبریتانیا له لوی درستیز سره له کتنی وروسته دخبریالانو وپوښتنو ته ځوابونه ویل زیاته کړه دافغانستان جګړه به یقینآ د پاکستان له همکاریو پرته بیاهم دوام وکړي او دپاکستان رول یی دافغانستان دجګړی په ختم کی مهم وګڼي.
په ٢٠٠١ ميلادي کال کې د سپټمبر له بريدونو وروسته چې کله امريکا په ا فغانستان د بريد هوډ وکړ، نو د پرويز مشرف حکومت ته يې وويل چې يا زموږ سره ودريږه او ياهم زموږ له مخالفينو سره. پرويز مشرف هم په يو ځل ١٨٠ درجې تغير وکړ، له طالبانو او ددوى له ملاتړو سره يې اړيکې پرېکړې او د خپل ولس له مخالفت سره سره د امريکا په څنګ کې ودريد.
امريکا همداسې يو بل ګام هم څو ورځې وړاندې واخيست. په پاکستان کې افغان سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ وو، د سوداګرو او افغان دولت له پرله پسې غوښتنو سره سره پاکستان دې ته نه حاضرېده چې دا ستونزې حل کړي او په دې اړه يو نوى ترانزيتي تړون لاسليک کړي. خو کله چې افغان سوداګرو هوډ وکړ چې د پاکستان پر ځاى به د امريکا د سخت رقيب ايران بندرونه وکاروي، نو امريکا مداخله وکړه او پاکستان يې مجبور کړ چې له افغانستان سره ترازيتي تړون لاسليک کړي.
د امريکا لوى درستيز مايک مولن، وايي، چې د افراطيانو د ځپلو لپاره د پاکستان استخباراتي اداره ( آى اېس آى بنيادي تغيير ته اړتيا لري. بل لور ته د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ريچارد هولبروک د جمعې په ورځ وويل، چې د افغانستان د حکومت له لوري د سولې له هلوځلو سره د پاکستان همکاري په هغه اندازه نه ده چې امريکا يې غواړي.
دا ټولو ته ښکاره ده چې نه له طالبانو او د افغان دولت له نورو مخالفينو سره د پاکستان مبارزه ريښتني ده او نه، هم د سولې په برخه کې له افغان دولت سره د پاکستان همکاري. په دواړو کې دوه مخې پاليسي پر مخ بيايي، چې له امله يې د افغانستان تر څنګ امريکا او نورو نړيوالو هېوادونو ته درانه زيانونه اوښتي دي.
اوس که د جګړې له خبرو را تیر شو او دا پرېږدو چې پاکستان دې د افغان دولت د وسله والو مخالفينو پر ضد ګامونه واخلي، نو دا غوښتنه مو حتمي ده چې پاکستان بايد د سولې په روانو هلو ځلو کې ريښتينې هڅې وکړي.
اوس چې مايک مولن او هولبروک داوړه د پاکستان او افغانستان په سفر بوخت دي ، که دوى رېښتيا هم په افغانستان کې د جګړې ختمول غواړي، نو د پاکستان له حکومت څخه دې په کلکه وغواړي چې د سولې په پروسه کې ريښتينې هلې ځلې وکړي. که د امريکا غوښته جدي او قاطع وي، پخوانيو تجربو ته په کتو سره په ډاډ سره ويلاى شو چې پاکستان به اړ شي چې دا کار وکړي. پاي رحمت اله روان