ددرحمت الله رحمت د ۱۴لنډوکيسوټولګه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ورېنداري ته وايه موږ وبخښه

زحمتونه یې ګالل دهر چا خبري يې زغملې هرڅه به یې پرځان وړل خو چا یې هیڅ فریاد نه واورېدی . پرځوانۍ کونډه سوه دواده دوهم کال یې وچي خاوند   "   تورګل  "   یې دموټر دجنګېدو په پېښه کي مړ سو . دخاوند تربرو به هرکله چخني او کږې خبري ورته کولې او هر یوه به جلا – جلا په زړه کي ګوړي ورته ماتولې ، شاپېرۍ به یواځي داورته ویل : تاسي خو لږ صبر وکړئ چي زما   "عیده   "   خو تېره سي .لنګه غوا ، داخترپسه او څو تلتکه چي ول هغه خو موراڅخه یووړل .

کتاب پيژندنه

دکتاب نوم :درحمت ډالې

د ۱۴لنډوکيسوټولګه

ليکوال:رحمت الله ،رحمت

دکتاب ټول حقوق دليکوال  سره دي

دچاپ کال:۱۳۸۳ه ش/۲۰۰۴م دچاپ شمير۵۰۰

خپرونکی پخپله ليکوال/درابيطي لپاره

تليفون:۰۳۴۵۸۸۷۳۲۹۹/۰۳۱۳۸۴۷۰۷۲۵

E-mail:دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.

چمن پاکيستان chaman/Pakistan

،،درحمت الله رحمت ۴ناولونه هم چاپ سوه آخيري ناول يې د( اميد ) په نامه تازه

چاپ سو،،

دکيسوشمير اوعينوانونه

۱:ورينداري ته وايه موږ وبخښه

۲:دخوشحالۍ ورځ يې په غم بله کړه

۳:يوستا ورورتورک وو

۴:چي په ژوندميراث سول

۵:دخندا اوتعجب خبري دي

۶:اوس به دنړي اتل ستا سي ګوټونه پالش کوي

۷:اوآخيري سلګۍ يې دي

۸:بس ټليفون کښيږدي

۹:خدای دي وبخښه

۱۰:چي فکراوسوچ پکاردي

۱۱:اوداغريبه مړه سوه

۱۲: بيابه بد نه کوم

۱۳:احتياط کوه

۱۴:بيا په مسافري کښي

ليکوال: رحمت الله رحمت

ورېنداري ته وايه موږ وبخښه

زحمتونه یې ګالل دهر چا خبري يې زغملې هرڅه به یې پرځان وړل خو چا یې هیڅ فریاد نه واورېدی . پرځوانۍ کونډه سوه دواده دوهم کال یې وچي خاوند " تورګل" یې دموټر دجنګېدو په پېښه کي مړ سو . دخاوند تربرو به هرکله چخني او کږې خبري ورته کولې او هر یوه به جلا – جلا په زړه کي ګوړي ورته ماتولې ، شاپېرۍ به یواځي داورته ویل : تاسي خو لږ صبر وکړئ چي زما "عیده " خو تېره سي .لنګه غوا ، داخترپسه او څو تلتکه چي ول هغه خو موراڅخه یووړل .

څو ورځي لا نه وې تېري سوي چي شاپېرۍ وګل بختي ته کوچنی ورولېږی چي خاله ته وایه یوار خو راسه .

" ګل بخته خاله چي هم یوه خورا خواخوږې ښځه وه او په توره شپه به دهر چار کره تلله . هرچا به له میني خاله بلله ، سمدستي ځان په یوه سا را ورساوه " :

څپلۍ (ګوټونه ) یې لانه وې ایستلي چي پرشاپېرۍ یې ږغ وکړ : ولي خاله دي جارسم ولي داسي راتاوېږې څه درسوي دي ؟

وختي دي ولي حال نه رالېږئ چي داسي په عذاب یې زه نوکوم نه وم درمعلومه چي په توره شپه دهرچا خدمت کوم ، بیا نوستا .

شاپېرۍ چي درد ډېره په عذابه کړې وه په ډېر تکلیف یې ورته وکتل او په ګانګوړاواز یې ورته وویل : ما ویل مه مي ښوره چي هسي مړه شم او څوک نه شي را خبر. بیا یې پر ډیډیو لاسونه ونیول او دېوال ته یې سرتکیه کړ او له ډېره درده یې غاښونه پرله ونیول بیا یې په ژړه غوندي ( ژړغوني ) اواز وویل : خاله څه درته ووایم شکایت او بې صبري هم نه ده ښه پرداسي ځوانۍ کونډه شوم چي زما او تور ګل ځوانیمرک ارمان نه سره وخوت ، نصیب ډېر ژر راڅخه مرور شو . اوس مي دده تر مرګ وروسته دده تربرونه لکه لېوان مځکي ته نه پرېږدي ، خاله زه به نو څه درته ووایم ته نو کوم نه یې راخبره زما دژوند نو کوم ځای دخوشحالۍ دی، بیا مي هم داسلا وکړه چي خاله ته حال ولېږه اوس که ژوند وي او که مرګ خاله خو به درته ناسته وي ، " ګل بخته " خاله چي هم ډېره تجربه لرونکې مېرمن وه او دشاپېرۍ له حاله خبرېدو سره سم یې دکوچني دپیداکېدو شیان په غوټه کي ورسره راوړي وو او خاله هم لاس په کاروه ، لږ ګړۍ وروسته چي شاپېرۍ ساسمه کړه او د کوچني آواز یې پرغوږولګېدی ، دګل بختي خاله هم څېره له خوشحالۍ ډګه وه ، او پرشاپېرۍ یې ږغ کړه :  زویه مبارک دي شه ، هلک دی خدای ﷻ دي یې درصالح کړي ، خدای ﷻ      دي ارمان په وکاږه .

دشاپېرۍ چي دخوشحالۍ څخه سترګي له اوښکو ډکي وې وویل : خاله خدای ﷻ دي بې زویه مه کړه ، خدای ﷻ دي دبل له محتاجۍ وساته .

" خاله چي ټوله شپه په ولاړه تېره کړې وه دغسي په ولاړو پښو کور ته ولاړه ، مشرزوی چي یې اودس تازه کړی واو جومات ته تلی هغه ته یې وویل :نصرو زویه پرتاهم ناوخته کیږي نوري خبري به وروسته کوو، په جومات کي به ملاصاحب او میردل اکا د " تورګل مسکین " دزوی په زوکړه خبر کړې ، چي ودغو لېوانو ته څه نصیحت وکړي ، نن سهار دملاصاحب قرائت څه بل شاني و ، هرسړی پوهېدی چي څه پېښه سوې ده ، دسلام له ګرزېدو سره سم ، میردل اکا و خلګو ته وویل  : ټول کښېنئ نن ملاصاحب څه خبري درته کوي .

هر سړي دنوي خبري د اورېدو لپاره پرخپل ځای انتظار کاوه دغه وخت ملا صاحب ښو توندو خبرو ته ځان جوړکړی و ، دڅو مبارکو آیتوترویلو وروسته یې دکلي پرملک مخ راواړاوه ، ته چي دکونډي او یتیم غم ونه کړې څوک به یې کوي ؟

زموږ دکلي دغه مسلماني ده ، چي موږ ورته ګورو ، دتورګل مسکین له کوره یې تربرو " رازکی "  او  "ښامیر " لنګه غوا داختر پسه او دکور لوښي په سپينه ورځ یووړل او دهغه کونډه یې په لندو سترګو پرېښوده . دالا څه نور ګواښونه هم ورته کوي ، مګر خدای ﷻبیا داسي نه کوي هغه دی برايي ( تېر ماښام ) دغه مېنه زرغونه شوه او دتور ګل مسکین زوی پیداسو.

دکلي ملک موسی اکا چي په دغو خبرو خپل ځان او کلیوال ملامت بلل سر یې راپورته کړ او شا وخوایې وکتل دکلي پرڅو ځوانانو یې ږغ وکړ، ورسئ ددغو لېوانو له کوره څخه دغه څه چي یې وړي دي بیرته دغي کونډي ته وروړئ .

میردل اکا لنګوټه پرسرسمه کړه سترګي یې په شمله وچي کړې او دتور ګل مسکین په دروازه کي یې دغه پيسې ګل بختي خاله ته ورکړې او دايې ورته وویل : ورېنداري ته ووایه موږ وبخښه .

دخوشحالۍ ورځ یې په غم بدله کړه

ژوند ټول په خوارۍ او غرېبۍ ورباندي تېر سو ، ټول عمر د بل همسایه و ، ښه راستمن سړی و، یو وزری و، یوه یې نه دوې کېدې هغه دچا خبره دیوه لاسه ټک نه خیژي دوه درې بچي یې لا دمخه مړه سوي وو، اوس یې داوروستی زوی " ګلاب "  ځوانۍ ته نیژدې سوی ولاس یې په سپک و.

دادمحمد اکا به هر وخت نصیحت ورته کاوه زویه دبې ځایه کارواو بې سره همځولو څخه ځان ګوره خدای ﷻ مه کړه چي یوه بده راته پېښه نه سي وایم دبدو خلګو څخه همېشه بد پېښېږي ، ماددې کلي دهر سړي خدمت کړی دی په توره شپه مي یا نه ده ورته کړې . وایم خپل وس مي نه دی ځني سپمولی ته به خپلو کاروته پام کوې اوبله خبره داده چي ستا لپاره مي یو کار په نیت کي دی بیا به یې درته ووایم .

ګلاب هم ډېر ځیرک زلمی و ، سهار وختي به یې دملا صاحب څخه سبق واخیستی بیا به نو ټوله ورځ دپلار سره دمځکي په کار واخته و. په ټول کلي کي یې ښه نوم درلودی مازدیګر یې همځولي " زرین " ګیله ځني وکړه : داڅنګه انډیوالي ده چي زه دي نه یم خبر کړی او ټول کلی خبر دی . چي پلار دي " زرلښته " درغواړي ګلاب چي پر هوارپټو څنګ وهلي و راپورته سو او ویې ویل : ښه ته هم خبر سوی یې یاره زه شرمېدم نه مي شوای درته ویلای زه هم برايي ماښام خبر سوم پرون دورځي مي پلاریوه خبره راته کړې وه خو سرمي نه و په خلاص.

ماښام چي مي پلار مورته داقصه کوله نو زه هم پوه شوم ، چي پلار مي ولي دڅه مودې څخه پرځان تنګي راوستلې وه .

نور خو پرېږده زموږ دخوراک غنم او دلاندي پسه یې لا خرڅ کړ .بس دمسکین همداژوند دی چي دکوزدې او واده لپاره به دغاړي کالي خرڅوي دمړو او سرمایه دارو خلګو په ودو او ښادیو کي څنګه هشت ومشُت وي څنګه ټکان او اتڼونه وي .

" زرین " چي دانډیوال ګلاب خبرو وسو هیڅ جواب ورسره نه و، صرف دومره یې ورته وویل چي : دټکانو لپاره خو ما دادی ډکه توپنچه رااخیستې ده چي صبا دي دسملان راوړل کیږي ټکان به په وکړو او یوڅه دجېب خرڅه مي هم درله برابره کړې ده دغه مي په وس و.

ګلاب که له یوې خوا سبا دخپلي کوزدې خوشحالي لرله خو دبلي خوا دې ته حیران و ،چي په تش لاس په دغه دولور غاړه څنګه باسي او څنګه به یې اداکوي په دغو چورتو او فکرو کي خوشحالي ځني هېره وه پټو یې ټک واهه زرین ته یې وویل :

ستا یې کور ودان مګر په دې سرنه سره رسیږي سبا به ټوله ورځ راسره تېروې اوس ناوخته دی کور ته به څوک راته ګوري .

سهار چي دڅلورو کسانو مرکې دګلاب دکوزدې دسملان راورسول ، زرین توپنچه په لاس د ټکانو وار ته انتظار و، یو ناڅاپه ګوته دماشې سره ولګېده او ټک سو مخامخ ګولۍ دګلاب پر زړه ولګېده او دګلاب پرمځکه راچپه سو نارې او چغي سوې چي ګلاب مړ شو ، خلګ سره راورسېدل ګوري چي ګلاب لکه داختر پسه په خپلو وینو کي سور پروت دی او آخري ساه یې خیژي . ښادي په غم بدله سوه بس دمسکین دکور خوشحالي وه لږ ګړۍ وه دخلګو سترګي له اوښکو ډکي سوې او دایې ویل : دادمحمد اکا ته دي خدای ﷻ  دزړه صبر ورکړي دغه یو زوی یې وهغه هم دمرګ په کار شو بیا پرداسي ځواني او دکوزدې په ورځ بس هغه دچا خبره"د خدای ﷻ    دوستان ډېرزهېریږي " ګلاب مسکین چي یې خاورو ته وسپاری ، تردعا ګويي وروسته دکلي یو سپين ږیری لعل محمد اکا خلګو ته وویل : واورئ خلګو بیا که دچا زوی پیداشي یا کوزده یا واده وي بیا به دغه دغم ټکان نه کوئ ومولیدل چي دخوشحالۍ ورځ یې په غم بدله کړه .

یو ستا ورور تورک و

خدای ﷻ سته ښه ورورګلوي یې ده ، یو دبل په خوله دي او مشر ورور نعمت لالا ته خو بیا ټول لاس په نامه ولاړ وي ښادي اکاچي دحجرې دېوال ته ډډه وهلې وه او دنسوارو په هینداره کي یې مخ ته کتل پر جانواکا ږغ وکړ ، ددغو هلکانو پلا ښه سړی و چي دوی دغسي صالح او دخپلي لاري دي ، مګر پلار یې نو اوسا (هوسا) ورځ ونه لیده دوی لاښه دي خوارۍ که پرتېري سوې ، خو اوس یې ژوند ښه دی ، څه مځکه ، یوه غوا ، اووه اته پُسونه لري .

صوفي صالح چي ددوی خبرو ته غوږ واو پرمځکه یې لیکي کښلې زیاته کړه : خلکو تاسي لکه چي
نور حال نه په لرئ ؟

نوري خبري خو سهي دي خو یوه ستړیا ورته ګوري جانو اکا خبره ورغبرګه کړه ، کومه ستړیا چي ته په خبریې او موږ نه یو خبر سم مو په خبره سر راخلاص کړه ! صوفي صالح وویل : ستړیا خو داده چي دغه کشر هلک یې ډېر بې لاري سوی دی په دغه حال کي نعمت لالا هم سلام ووایه خلکو ستړي مسیا ورته وویل صوفي صالح زیاته کړه ښه شو چي نعمت هم راورسېدی ماویل : زه به دی هم په خبروم وایم دچرګانو دغلا څخه نیولې په هره بده پېښه کي دده لاس وي .

صوفي صالح لاخبره نه وه خلاصه کړې چي جماعت ودرېدی ترلمانځه وروسته چي نعمت لالا کور ته ولاړی ډېر زهېر و ، دمخکي په شان یې خوله له خندا نه وه ډکه ، دوهم ورور " پیداګل " پوښتنه ځني وکړه لالا ناجوړه خو به نه یې ؟

نعمت وویل : یا ناجوړه نه یم خو تر دې وروسته به ناجوړه سوپیداګل وویل : لالا نه شوم پوه چي څنګه به له دې وروسته ناجوړه شو؟

نعمت وویل : ستا په یاد دي چي ما به هر کله و تورک ته نصیحت یا منت کاوه مور به راڅخه خوابدې شوه ویل به یې دازما کشر زوی دی ، ته منتونه پرکوې او دې به بې ځایه نازاوه ، زه پوهېدم چي دغه نازونه به یوه ورځ راته غمونه شي ، مخکي هم زه څه غوږېدلی وم ، چي ځای بې ځایه سم نه ګرځي ، ماښام به ناوخته کور ته راتلی کله کله به دغه د " ګولک" چرسي پرکوټه هم یادېدی خودمور دلاسه مي هېڅ نه شوای ورته ویلای ، وړمه ورځ ستا په یاد دي چي ما نصیحت ورته کاوه ده څنګه جوابونه راکول ، تاولیدل مور پر مامنت کاوه او پر ده یې ژړل .

پيداګل یو سوړ اسوېلی وکېښ او ویې وویل : لالا په هغه ورځ مي ډېر زړه درباندي وسو ، دده جوابونه پرماداسي لګېدل لکه چړې چي راپکښي وهي ، که دخلګو خندا او دمور ژړا نه وای زه به یې هم په هغه ورځ خوښ شوی وای مور چي یې هم ودغو خبرو ته غوږ نیولی و او دا خبرې ښې نه پرلګېد ې وویل :

څه یې کړي دي چي ټول ورته بلا شوي یاست “ په ژړه غوني اواز یې وویل : ستاسي دلاسه نه دچا سره کښېنستای شي نه ولاړېدای شي کشر دی سم به شي نعمت وویل : هو! له دې وروسته به ښه سم شي ، که پرخاندې او که پر ژاړې ، داکور به خراب شي ، نن دکلي په مینځ کي خلګو دغه خبري کولې او دده بدي پېښي او غلاوي یې حسابلې ، درازو دپالیز ، دخان دباغ او د شاګل دپسوپه دغو ټولو غلاوو کي خلګو د ییاداوه ، نعمت چي ډېري ترخې خبري پرځان وړي وې ورور که یې بې لاري و ، خو بیا هم دده ورور و  په هره بده یې خوابدی و او دمرګ خبره یې نوره نه شوه پټولای ، زنو یې بلګ شروع کړی ، سترګي یې له اوښکو ډکي شوې ځان یې دغه دغم وخبري ته نه جوړېدی ، خو بیا هم مجبوره و او ویې ویل : آخیري خبره داده چي اوس په لاره کي سدوزی لالا راباندي پېښ شو چي له بازاره راغلی و اوویل یې : دلاري دنیوو په پېښه کي دوه غله مړه او یو زخمي و ، ما دتور پله سره ولیدل ، یو ستا ورور تورک و.

چي په ژوند میراث شول

نور محمد لالا ډېر خواخوږی سړی و، دهرچا په غم او ښادۍ یې ځان خبراوه ، ترخپله وسه یې دناتوانه اوبې وسو خلګو مرسته او کومک هم کاوه .

په دغه خپله خواخوږي سره هرچا په ښه نامه یاداوه بس دهرچا غم ورسره و ، کله کله چي به څه بده پېښه یا ظلم شوی و نو اول به یې اثر دده پرمخ معلومېدی ، کله کله به دغو بې انصافیو او ناجایزه پېښو داسي زور پر وکړی چي ویل به یې راځئ له دې ښاره کډي بار کړو  نه انسانیت شته او نه دانسان قدر هغه بله ورځ یې لالو اکا ته وویل : ته هره و رځ راته وایې صبر کوه دابه سړی څنګه وکړي ، لالو اکا خبره ورغبرګه کړه : بیا چا ګلان کرل چي مځکه یې ستا پرطبیعت نه وه ماته کړې ، نور محمد چي پېښي ډېر زهېر کړی و په لاس یې دتندي خوله وچه کړه ، دمنګي اوبه یې پرسرپورته کړې ، خبره ته حیران و چي له کومه یې شروع کړي خو آخیر یې وویل : لالو اکا څه درته ووایم : ته لکه چي نه څه اورې او نه څه وینې ، دلته څوک شته چي ګلان وکري یا دګلانو کار کړي ؟

دلته خو خلګ اځغي کري اځغي .

لالو وویل : وروره زه خبر یم چي دغه حال دی چي هیڅوک ګلان نه کري  .زما خپله په پښو کي ډېر اځغي مات شول چي لامي دګلانو پرخوا ډېر زور دی ، څه وکړم له وسه مو څه کیږي ، څوک به مو ناره واوري ، وایم ښار ناپرسان دی بس یو ګوزاره به کوو، ښه ته ووایه ، چي بیا دي څه اورېدلي دي چي داسي دي زړه درته ډک دی .

نور محمد وویل : هرڅه مو اورېدل خو دژوند دمیراث مو نه و اورېدلي . هغه بله ورځ دلاندي کلي څخه راتلم چي په لاره کي مي یو سړی ترنظر شو ، ډېر مي حیران – حیران ورته کتل نه پوهېدم ، چي مسافر دی او که لېونی ، خواره واره وېښتان، رنګ یې تک ژېړ و ، دمخ بڼه الوتې ، حال یې ډېر خراب و په دغه چورت کي ورنژدې شوم سړی روغ راته ښکاره شو ، ترسلام د مخه يې ترلمن ټینګ کړم او راته ویل یې کښېنه ولي داسي په چورت کي راته ورک شوې ؟

دده سختي ورځي له ماڅه هم دسلام وراچولو وار خطاکړ، خو سلام مي ورته ووایه . دده په جواب مي سره نه شو خلاص ، ددوبي سره غرمه وه دکور پرخوا مي هم تلوار و، خوبس ورسره کښېنستم لږ ساعت وروسته مي سړی وپېژاندی چي سد و ګل دی دپلاني ....... دکاله ، ښه دپلار او نیکه سړی و، ورته ومي ویل : څه درپېښ شوي دي ؟ ته او داحال دی ؟ لږ ګړۍ خاموشه او پټه خوله و، اوښکي یې پر مځکه وڅڅېدې زماهم سترګي ورسره لندې شوې ، خدای ﷻ  ﷻ   شته دغریب پرحال مي ډېرزړه وسو ، ما هم په خبرو کي خپل نوم وریاد کړی ، دده به هم نه وهېر ، تاواورېدل لالو اکا : هو ما واورېدل نوره قصه راته کوه نور محمد وویل : بیا نو سدو ګل راته وویل نور محمد لالا چي ورځ تیریږي تیاره زیاتیږي . له کومه سره یې درته بیان کړم تاته ښه درمعلومه وه چي هیچا ته مي تاوان نه دی وررسولی او نه دچا په تاوان خوشحاله وم  ، ښه ماجت (مسجد) ، ښه مېنه ، دمېلمه کوټه ، دوه باغه ، دپالېز او کښت مځکه ، دوې باوړۍ ، وایم ښه ژوند مي درولودی خو د خدای ﷻ      کارونه دي خدای ﷻ  ښه په پوهېږي چي نن بیا پر دې حال یم .

نور محمد ما ورته وویل : بې شکه دادخدای ﷻ  کارونه دي چي داسي کیږي وایم چي درپېښ شول چي دې حال ته راورسېدې ؟ زه سم په حال نه یم خبر .

سدوګل وویل : نورک لالا څه به دي سرپرله ګرزوم “ جاندو “ خوښه پېژنې چي زما تربور دی چي زه خدای ﷻ      په ښه باد وهلی یم ، له هغه وخته یې راسره اخیستې ده او تر ننه یې سم قدم نه دی راسره ایښی ، په حکومت یې بندي کړم یم   ، څو ځایه مځکه یې راڅخه لاندي کړې ده ، هیڅ مي په وسه نه ورسره کیږي راباندي زورور دی او نه بل چا ږغ ورته کړی دی .  چي ولي ظالمه : داظلم کوي ، وایم دغه کال په کال چي کاختۍ دي ، بارانونه نه کیږي ، برکتونه ټول شول ، خوشحالي نه شته وایم داخو ټول زموږ عملونه دي تاواورېدل نور محمد لالا ، نور محمد : هو ما واورېدل وایم په دې کي خو هیڅ شک نه شته چي موږ دزورور ملګري یو او ظالم ته مو په ظالم نه دي ویلي .

ښه ته قصه کوه :

سدوګل وویل : وایم هغه ډېر ظلمونه راسره وکړل ، دوه کاله مخکي يې ځوان زوی داسي راوواهه چي له هغو وهلو مړ شو، چامي ناره وانه ورېده . دحکومت خلګو ته یې پیسې ورکړې ویل یې داغل وموږ مړ کړی .

ترهغه دمخه یې یو ه لور راڅخه وتښتوله  ، ګوره چي مړه یې کړه کعه یې پریو چا خرڅه کړه ، توري مځکي مي پسي سپيني کړې پروطنو – وطنو وګرځېد م هیڅ درک مي یې پيدانه کړی ، بس نویوزه اویوه کوروالا سره پاته شوو او داغمونه “ . په دغه حال کي سدوګل سرکښته وځړاوه او څه اوښکي یې پر مځکه وڅڅولې ، لږ ساعت وروسته یې سر راپورته کړی او داسي یې وویل : شپږ میاشتي مخکي یې عرض راباندي وکړی ، ویل یې تازموږ درمې سپی وژلی دی ، بس دحکومت سړي راغله او زه یې لاس تړلی په بند کي واچولم . دپوښتني څوک مي نه و زما دځوان زوی غورچا ونه کړ، مګر دظالمانو او زورورو چي سپی په خپل مرګ مړ شي لا یې هم پوښتنه کیږي او ما غوندي غریبان یې په تور بند ته  اچول کیږي .

وایم څه درته ووایم : زړه مي له تورو وینو ډک دی “ خدای ﷻ    پاک مو دي له دې ظالمانو خلاص کړي ، بس په دغه بند (زندان ) کي یې اچولی وم ، چي تاڅنګه زموږ سپی وژلی دی ، هلته مي تر شا په کور والا (مېرمني) پسي زړه ختلی و، چي پر هغې خوارکۍ به څه تیریږي . هغه هم دغو غمو لېونۍ کړې وه ، یو وار دوه مي حال په وشو چي کله –کله دکلي یوې سپين سري یوه ګوله ډوډۍ ورته راوړې ده یا یې داوبو لوښي ورسره ډک کړي وو، خو آخیر – آخیر  دسدوګل ستونی له ژړا ډک شو، زني یې وبلګېدې ، له سترګو یې اوښکي کښته وڅڅېدې ، زما هم سترګي ورسره لندې شوې زړه مي راته وویل : چي مخ پرغره ونیسم یا یوه تېره چاړه پیداکړم او په د غو ظالمانو پسي یې را واخلم ، چي پېژنې یې وژنه یې ، خوله وسه مي هیڅ نه وه پوره بې له افسوسه ، لږ ګړۍ وروسته ما ورته وویل : سدوګل لالا بس خدای ﷻ    ته به صبر کوو، نو آخیر څنګه شو ؟ سدوګل سترګي په لستوڼي وچي کړې او داسي یې وویل : هونور محمد لالا خدای ﷻ       دي وکړي چي له دغو ظالمانو څخه خلاص شو ، نو آخیر داسي وشو چي یوه شپه مي مېرمن په اوبو پسي راوتلې وه ، چي څښاک یا اودس څه اوبه راوړي ، پام یې نه شته دباوړۍ و څاه ته ایله شوه ، دوې ورځي وروسته خلګو راکښلې وه ، بیا خو نو دمسکین کور دی چي دسپين کفن وس نه لري ، دکلي سپين سرو په هغو کالیو او پوړني کي ورته کفن ورکاوه ، چي د کلي څو ځوانانو په دغه وخت کي دکفن ټوکر ورته راوړی او ویل یې : دغه یې ورکفن کړی ، دغو ځوانانو داهم وویل : نور نو موږ دغه ظلمونه نه شو زغملای، موږ به نور دجاندو رنګه ظالمانو نسونه ورڅېرو او دسدوګل غوندي غریبو خلګو پرڅنګ به درېږو او غور به یې کوو، بس دغوځوانانو حاجي مدو اکا چي ښه مشر سړی د ی، حق نه پټوي دځان ملګری کړی و او راغلل زه یې دبنده څخه خلاص کړم ، کلي ته ولاړم څوک پاتا (فاتحې) ته نه دي راغلي ، ولي بې وسه سړی وم له بې وسه خلګو سره څوک غمرازي کوي ؟

شپه دوې مي هلته تېري کړې ، دیوازیتوب ژوند و که دیوې خوا د “ جاندو “ څخه مي دمرګ بېره وه ، خو هغه ما له خدای ﷻ     راوستلې وه ، دبلي خوا بې کسي اونېستي وه لاره راڅخه ورکه وه چي څه وکړم هسي خو “ جاندو” په ژوند میراث کړی وم ، بس دغه لوښي او توري (کالي) مي په موټر کي راواچول ، موټروان ته مي یو دېګ او جوال په کرایه کي ورکړی، نغدي خوما نه درلودې اودلته یې راورسولم ، اوس که دي خوښه وي زما جایداد به ستا په نوم تاته درکړم وایم چي دغه ظالم یې خوري نو یې ستا .

نورک وویل  : زه چي کیسې ډېر سوځلی وم دغسي بې اختیاره ځیني راولاړشوم او دغه دی تراوسه مي سر پرله ګرځي .

لالو اکا اوس یې نوګلان بولې ، که اځغي زموږ دخلګو دغه حال دی ، چي په ژوند میراث شول .

دخندا او تعجب خبري دي

ډېر خلګ راغلي وو، دعلاقې خانان ، ملکان ، دوکانداران او څه غریب خلګ او دحکومت چارواکي هر چا په زړه کي یو څه جوړه کړې وه چا فکر کاوه چي دلته به مي څوک وپېژني چا ویل ، چي حکومت به څه راکړي یا به څه محصول او غم راباندي کم کړي ولي چي دادترقۍ او پرمختګ لپاره مجلس او غونډه ده .

خیرهر سړی دخپل فکر نیلی ښه پرځغلولی و “ که له یوې خوا ګرمي وه خوله بلي خوا نه اوبه و ې، نه داوبو خدمت ګار . څو دشېر بتو جېکونه وو هغه هم صرف دمعززینو مخ ته پراته وو، دچوکیو هم دغه حال و، درانه او سرمایه دارخلګ پرچوکیو او غریب خلګ پرمځکه ناست وو، ډېري خبري وشوې خو هرچا داکوښښ کاوه چي داسي خبره ونه کړي چي دحکومتي چارواکو باڼه درانه اوخوابده شي ، چا دامن او کرارۍ صفت کاوه ، چا دترقۍ کارونه ستایل ، ملک نصرو ، چي له حکومته یې ډېر څه وړې وو، څو کاله یې مالیه (ټیکس) هم نه و ورکړی اوڅه نور جرمونه یې هم کړي وو، دحکومت او حاکم صاحب ډېر صفتونه وکړل .

حاجي شاګل وویل : دانوی حاکم چي راغلی دی دا د لوی او لوړ خاندان سړی دی  ،هغه بل کال زه ددوی کور ته ورغلی وم دده له پلار سره شل کسه غله او بدماشان (بدمعاشان) په کوټه کي ناست وو، خلګو وویل : داکور هیڅکله له مېلمنو نه دی خالي شوی ، دوست محمد اکا چي ښه خواخوږی سړی و هم دلته ناست و داټولي خبري داسي پرلګېدې لکه دمار زهر ، خوبده داورپېښه وه چي سرمایه دار نه و ، په دې وخت کي دغونډي دمطلب او مقصد په باره کي لیکل شوي کاغذونه پردېوالو ولګول شول . چا – چا ته هم دانه مانه ورکړل شو او یوه حکومتي افسر دغونډي مقاصد هم بیان کړل ، دغه وخت چي دچا په دغو خبرو سر خلاصېدی په هغوی سرونه کښته وځړېدل ، نه پوهېدل چي څه وکړي او څنګه رشتیا ووايي او دغه خبري ردي کړي .

“ په دې حال کي حاجي نذر ګل اکا لنګوټه پرسرسمه کړه ، پټو یې پراوږو واچاوه دغسي دخبرو ځای ته بې واره راولاړ شو خلګو ټولو یو بل ته سره وکتل او دایې سره وویل : اوس یې ګوره ما نه درته ویل ، چي حاجي صاحب دپلار اونیکه څخه خان دی ، دقام دینداره مشر دی ، هر وخت یې دولس غم خوړلی دی ، دظالمانو څخه نه بېرېږي او نه دغلو ملګری دی اوس یې ګوره ! حاجي نذر ګل اکا په دغه وخت کي په خبرو پيل وکړ،

واورئ خلګو دغه څه چي تاسي واورېدل داصرف خطاایستل دي اولېوه په خړسپي تېرول دي .

موږ نور دغه لېوان دخړ سپي په نوم په رمه کي نه پرېږدو ، چي دمېږو نسونه ورڅيري کړي . پرموږ یې لکه چي دحیوانانو فکر کړی دی که څه ؟ امنیت چېري و په سپینه ورځ غلو لاس اچولی دی ، شپه خو لا څه کو ې، هره ورځ چي اورې یوه دوې غلاوي شوي وي ، دالا څه کوې ، هغه بله ورځ یې په هغه لاندي کلي کي څنګه ښه ځوان ویشتلی و، سړی ماښام خپل کور ته زړور نه شي ورتلای ، دشپې چي سخت مریض پېښ شي هغه بله مري یا به یې خلګ دسر په سودا ترډاکټره رسوي ، دااوس امنیت دی دې ته تاسي امنیت وایاست ؟

ولي حکومت او مشران دغه شپږ کسه غله نه نیسي او سزا نه ورکوي ؟ دغه بې کاري خوټوله دغه زورور جوړه کړې ده ، ولي رشتیا نه سره وایو ؟ داسي معلومیږي چي ددې نوي حاکم سره نور غله ډېر شوي دي ، موږ له حکومته غواړو چي داحاکم لېري کړي او هغه بل پخوانی حاکم موږ ته راولي ، هغه حاکم ښه سړی و، هغه په هر کال کي عدل کاوه هغه دخان او غریب فرق نه کاوه ، “ په دې حال کي ډېرو خبرو او جذبې دحاجي صاحب په خوله کي ناړي وچي کړې ، سفر محمد دغه وخت یو ګلاس اوبه ورکړې ، ها حاجي صاحب یو وار دایو غوړپ اوبه وڅیښه تر ژبه دي جارشم ، رشتیا چي ایمانداره مشر یې ، وایم تا دي خدای ﷻ     پاک زموږ له مینځه څو ورځي نه باسي ته خو دپلار اونیکه سړی یې “ .

حاجي نذرګل اکا تراوبو څښلو وروسته وویل : دحکومت سړو داوویل ، چي موږ به درایت یا عوامو څخه دا... دادغم د محصو ل( ټیکس) په نامه اخلو او دوه کلي موپه دې درونړول چي هلته به یو پارک دساعت تېري لپاره جوړ کړو ، یو کلی او څو دوکانونه لا نور هم درنړوو، زه وایم چي حکومت داسي دی لکه ورور او رعیت یا عوام داسي دی ، لکه بل ورور نو زما په فکر ورور ته نه ښایي  چي دورور کور ورونړوي .

کاکا زموږ خلګ دماښام ډوډۍ نه لري ، دی موکورونه رانړوي او دساعت تېري میدان راته جوړوي. دغه ته حکومت ترقي وايي ؟ دخندا او تعجب خبري دي .

اوس به دنړۍ اتل ستاسي ګوټونه پالش کوي

توروېښتان، ښې غټي سترګي ، دګلاب په شان مخ ، کړه وړه یې ښه پرله برابر وو، داسي معلومېدی لکه له یوې ښې درنې کورنۍ څخه چي وي ، مګر لباس یې داوخت نه وپرله پوري . خیرن او غوړ کالي ځای پرځای پینې هم باندي معلومېدې ، لکه دبل جامې(کالي) چي یې اغوستي وي ، پرتن یې برابري هم نه ښکارېدې ، دوکاندار ورته ووویل :

ولي سبق نه وایې چي داکار کوې ، ګلزار چي په کار بوخت ووویل : ښه دی کاکا جانه وبه یې وایم . دوکاندار ورته وویل : کله به یې ووایې ؟ ګلزار وویل : چي مړ شم بیا به نو ډېر سبق ووایم : دوکاندار وویل : څنګه چي مړ شې بیا به نو ډېر سبق ووایې .

“ګلزار چي ددوکاندار یو ګوټ (بوټ) پالش کړی و اوبل پاته وپرمخ راغلي خولې یې لکه پرګل دشبنم څاڅکي دلاس په چپه خواپاکي کړې او دوکاندار ته یې وویل : زه مجرم یم ، زه باید اول ووژل شم .

دوکاندار چي یو لاس یې په سودا اخته و او فکر یې دهلک په وناولده خبروکي و او حیران و، ویې وویل : ښه هلکه ته سمه خبره وکړه ته څنګه مجرم یې او تا څه  جرم کړی دی ؟

په دې کوچنیوالي کي خو زموږ کوچنیان هیڅ جرم نه شي کولای ، سها روخت ناری( ناشته ) وکړي ، شیدې ، هګۍ او څه نور شیان ورسره وخوري ، سرپه هنداره کي غوړ او برابر کړي بیا یې نو په موټر کي راواخلو او دښوونځي په دروازه کي یې کښته کړو، غرمه ناوخته یې بیا په موټر کي راولو ، ماپښین بیا بل استاذ چي موږ يې ماسټر بولو هغه ورته راځي ، انګلش او نور څه ورزده کوي ، مازدیګر بیا څوک کرکټ یا فټبال او نور څه کوي ، ښه ته  ووایه : تاڅه جرم کړی دی ؟

دګلزار چي دغه وخت دخپل ولس ا و دځان ټول زحمتونه او دردونه یوپه یو مخ ته  پراته وو او ددغه دوکاندار او دنوري نړۍ دولسونو ناز او نخرو دده دسترګو کاسې له اوښکو ډکي کړي وې ، داسي وویل :

زه په دې مجرم یم چي زه دافغانستان یم او افغان یم ، موږ یو نیم میلیون شهیدان ورکړل ، دوه میلیونه معیوبین ، ګوډان  او ړانده شول ، پنځه میلیونه زیات او کم مهاجر او کډوال شول، وطن مو کنډواله شو .

کونډي او یتیمان مود مجبورۍ فقر ته اړشول ، څوک په نیم نس دنورو منتونه پرځان وړي ، په ګاونډي او عربو ملکو کي  په نیمه مزدوري درانه کارونه کوي .

دلته هلته چي دچا خوا ورته بده شي ورته وايي : ته هم خبري کوې ته خو ماجر(مهاجر) یې . هر ځای چي څه بده پېښه (واقعه ) وشي ، هرڅوک یې وکړي ، نوښه او آسانه کار دادی چي پر افغاتن وتړل شي ، ګلزار چي په خبرو ښه موسم نیولی و، دوکاندار هم لاس ترزني ملامت غوندي ورته کتل ، څه نور خلګ هم ودې مجلس ته غوږ وو، ګلزار وویل : کاکاجانه تا واورېدل ، موږ همدغسي هرڅه په خپل وطن کي درلودل .

یوازي موږ دوې کوټۍ چي تاسي یې بنګلې بولئ ، دوه باغونه ، ښه ډېره مځکه ، درې غواوي ، شل دېرش پُسونه ، دوه ښه اسان ، دسپرتیا موټر وایم څه درته ووایم : خدای ﷻ   پاک  هرڅه راکړي ووداسي نو هرڅوک درواخله چي څه ناڅه شی یې درلودی ، ښه جنت غوندي وطن .... ښه باغونه ، رواني اوبه دوطن مېوې په مونورو ملکوو ته تللې ، وایم په جنت کي اوسېدو دلته خو اوبه لاپه بیه دي  . ګلزار چي دمهاجر-مهاجر په نامه دنورو افغانانو په څېر ډېر تنګ شوی و ، ایله اوس یې دخپل زړه دتاوایستلو لپاره دوکاندار او څه نور کسان دخپلو خبرو تراغېز لاندي راوستي وو، دلته نژدې یوه سړي ګلزار ته اوبه ونیولې ها دا یو غوړپ اوبه وڅیښه  هلکه ودي ژړولو ، ګزار اوبه پرسر پورته  کړې ، بیا یې برش پرګوټ (بوټ) وګرځاوه او خپلو خبرو ته یې داسي دوام ورکړی ، تاواورېدل کاکاموږ دغه ښه ژوند ، جنت غوندي وطن ، په میلینو انسانان دخپل وطن ، ناموس او عزت لپاره قربان کړل ، که ددغه سره ښامار روس مخه موږ نه وای نیولې ستاسي به څه حال وای ، موږ په خپلو قربانیو سره دغه ښامار له دنیا څخه ورک کړي او دنړۍ نورولسونه مو هم ځیني خلاص کړل ، اورېدلي مي دي چي زموږنیکه ګانو په دې پېړۍ کي دنړۍ یو بل قوت “ انګرېزانو “ ته هم ماته ورکړې ده .

اوس نو افغانان ددې وړ دي چي سړی یې پر لاسو مچ کړي او دنړۍ اتل او قهرمان ته اتل او قهرمان ووايي او که یې خلګ په ډبرو وولي او ددغه زخمي زمري پښې نوري هم ورماتي کړې .

دادنړیوالو انصاف دی چي هغه سره ښاماران اوهغه زموږ قربانۍ یې هېري کړې ، چي لامي اوس هم پرکراره نه پرېږدي او زموږ پر سر سوداګري کوي ، دغه دلته هلته چي دخلګو بچیان او مېرمني بې غمه ګرځي داخوزموږ دمېړاني برکت دی .

ولي لا داخلګ حقیقت نه مني او موږ ته په سپکه سترګه ګوري ، په دغه وخت کي ددوکاندار او څو نورو ولاړو کسانو په سترګو کي اوښکي ډم ولاړي وې او هېڅ جواب یې نه درلودی  ، ګلزار چي دواړه  ګوټه پالش کړي وو او له درده یې پر دوکاندار وروغورځول ، ها واخله ، اوس به دنړۍ اتل ستاسي ګوټونه پالش کوي .

او آخري سلګۍ یې دي

دګلاب ګل و، ټول کلی په ښایسته و ، پلار او مور به هم ښه نازاوه ، ماښام به یې له بازاره پلار څه ناڅه شی ورته راوړی ، په دغه کوچنیوالي کي  خدای ﷻ     له ښایست سره – سره ښه عقل او پوهه هم ورکړې وه .

کله کله به دماما یا خاله زامنو کور ته بوتلی ، هلته به یې څو شپې وکړې هیڅ بد یې نه کول، هرشی که به بې ځایه پروت و، هغه به یې پرځای ایښوول . چاکو ، اورلګیت (باکس)  او دوايي چي به يې دنورو کوچنیانو په لاس کي ولیدل مشران به یې په خبرول . هر وخت به یې لاس ، مخ او کالي پاک ساتل . بس هغه دچا خبره خدای ﷻ   ورښوولي وو، هر چابه “ چار ګل “ ښه یاداوه . وایم په ټول کلي کي صفت یې کېدی ، له خپلي خور جمیلې او مور سره به هر وخت دکور په کاروکي بوخت و ماخوستن به مور ورته وویل : چارګله زویه ستړی شوی یې ، نور ځایونه به زه هوار کړم  ته ورشه ویده شه شه ټوله ورځ دي آرام نه دی کړی .

چارګل به ویل : موري ماته ښه کارونه خوند راکوي هغه بله ورځ مي پلار ویل : دهر چا سره مرسته کول دښه انسان علامه ده . کله – کله به له پلار سره دلویانو او مشرانو خلګو مجلس ته هم تلی او هلته به یې دمشرانو خبروته غوږ نیوی او خبري به یې زده کولې ، چېري چي به په کلي کي ډوډۍ او مېلمستیا وه ، نو هر چا به “ فتح لالا “ ته ویل ، چي چارګل دي هېر نه شي هغه به خامخا درسره راولې .

دسبق سره یې ډېره مینه وه سهار وختي به مسجد ته د سبق لپاره تلی ، سکول (ښوونځی) په کلي کي نه و، ماښام تیاره چي به یې پلار له بازاره راتلی ، نو ده به تر راتلو پوري انتظار ورته کاوه ، اودلاري خواته به یې کتل . پلار که به یې ټوله ورځ ستړی و یا به یې څه خپګان یا خوابدي لرله ، نو ماښام به د چارګل او جمیلې په خوږو او ښو خبرو هوسا کېدی .

چارګل به کله –کله پلار ته ویل : پلاره ما هم بازار ته درسره بیایه ، زه به هلته کومک درسره کوم خو پلار به ورته ویل : زویه ته لااوس کوچنی یې ، ته اوس خپل سبق وایه .

چارګل : هو پلاره زه به سبق وایم ، سبق زما خوښ دی ، دهغه لاندي کلي ملا صاحب چي نصیحت کوي ، ږغ یې زموږ کورو ته رارسېږي ، داسي ښې خبري کوي زه هر وخت غوږ ورته نیسم .

یوه ورځ چي فتح له بازاره ناوخته ماښام کورته راغلی د چارګل مور ورته ویل : سړیه یو وار دي داجمیله په موټر کي ډاکټر ته وړې وای ، له غرمې څخه ډېره په عذاب ده ، ماپښين مي حال درلېږی خو هغه څوک نه سو پیدا.

فتح چي لور ته ورتېر شو ګوري چي هغه پربل حال ده ، ږغ یې پر وکړی ، لوري جمیلې څه درشوي دي ؟ خو جمیلې ږغ نه شو کولای ، یواځي یې سر ته لاس وروړی یعني دسر له درده ډېره په عذاب یم ، دپلار او مور سترګی په اوښکو لندې شوې چارګل هم ټوله ورځ دجمیلې په ناجوړۍ دیغ او اخوابدی و، له فتح څخه نوره ورکه شوه ، دغسي وموټر ته وخوت او په ډېره تېزۍ یې موټر پر شا راوست ، چي مخ یې راوګرځوي ، یو ناڅاپه یې ږغ ترغوږشو دغسي دچارګل مور هم په ناره کړه ، خوله دي له خاورو راډکه کړه فتح چي له موټره راکښته سو ، ګوري چي چارګل زوی یې په موټر وهلی دی او اخري سلګۍ يې دي .

بس ټلفون کښېږدي

پردل وویل : نوروز اکا په یاد دي ، دي . زموږ دکلي څنګه ښه ژوند و ، چا په لږ درلودل چا به کم ، دچابه لس دچابه شل دچابه زیاتي مېږي او وزې وې ، شپانه به خپله رمه پروخت د څړ لپاره بېوله . له رمې سره به دوه غښتلي سپي هم ورسره وو چي یو لنډی او بل برګی نومېدی .

وایم : پردانژدې حد لېوان نه شوای پرراتلای ، رمه چي به کلي ته راورسېدله ، مېږي او وزې به پړکونه سوې او دخپلو کورو په لور به داسي ورپرېوتې لکه دډېرو شپو پردېسي چي وي ، د هر کور له خوا به دوریو او مرغو مانو اوازنونه پورته کېدل ، او دخپلو مندو و راتلو ته به په هر کلي کي وو، یووار به مېږي اوورۍ ، وزې او مرغومان سره ګډ شول ، مېرمني به کټوي او لوښي په لاس ورته ولاړي وې څو دلوشنګ له کاره ځان فارغه کړي .

هوا او اوازونه به سره زمزمه کېدل ، دخوشحالۍ فضابه جوړه وه ، نو روز اکا پرتندي لاس تېر کړی ، لنګوټه يې ومخته کښېښودله ، سترګي یې له اوښکو ډکي وې ، زیاته یې کړه ، رشتیا هم پردل لالا هغه ښه وختونه وو ، شیدې ا و مستې هرځای ډېري وې ، غرمه به یخو او سړو شلومبو دتبۍ له ډوډۍ سره څنګه خوند کاوه ، دکلي شا وخوامځکي به په پالېزو کرل شوي وې ، هندوانې او خټکي خو بې حسابه وو، دغرو دچینو سړې اوبه او ددښت دګلانو بوی خو پر سړي باندي داسي لګېدی لکه شهد او عسل .

وایم : لکه دلقمان حکیم صاحب دوا او درمل اوس خو مو دادی تر زړه ویني څاڅي او سترګي مو له اوښکو ډکي دي ، دغه دوه درې کاله کاختي او هغه پخوانیو مصیبتونو هیڅ نه راپرېښوول ، مېږي وزې ، خو مو ټولي مړې شوې  ، باغونه وچ شول ، کښت کرونده ختم شوه ، دخوراک شی نه شورا پاته .

وایم : وچ وړه لاله بازاره په پورراوړو، اوس خو دادی پور لا څوک نه راکوي ، چاچي څه وس درلودی هغه بازار و او ښارو ته کډه شول ، چاته خواري پيداکیږي او ډېري یې هلته دربدره ګرځي ، خواري او مزدوري هم نه ورپیداکیږي  ، داوبو غوړپ په څاګانو کي ودرېدی چي باغونه او رمې یې درلودې هغه وفقر ته اړشول .

پردل لالا وویل : هو نوروز اکا تا دفقر خبره وکړه ، هغه بله شپه مي په بازار کي وه ، په جومات کي یوه سړي دمرستي ږغ وکړی اویوې خوا ته یې پټو هوار کړی ، سړی شناخته رامعلوم شو، ښه مي ورته وکتل چي خدای ﷻ دوست اکا و ، چي خلګ سره ولاړل ، پوښتنه مي ځني وکړه ، دوې رمې یې مړې شوي وې ، په صحرا کي دځان پرمرګ بېرېدلی و ، بل چا کومک ورسره کړی و ، دیوچا تر غوږي یې راوستلی و ، دومره خرڅ نه  و ورپاته چي ځان تریوځایه پوري ورسوي یا يې ماښام وخور ي، داسي نو ډېر درواخله ، نوروز اکا یو سوړ اسوېلی وکيښ او ویې ویل : یاره پردل لالا خدای ﷻ     دي فضل کوي نیمه دنیا له فقره سره مخامخ شوه  . وایم : یوازي دغه خدای ﷻ دوست اکا درواخله چي څه يې مانده و ، هرڅه خدای ﷻ       ورکړي وو ، هر وخت پر شلو کسو مېلمنو غښتلی و، مګر خوارکی نن دادی سوال کوي ډېره سخته کاختي او وچکالي شوه .

پردل لالا وویل : دالکه چي ټول زموږ عملونه دي ، چي داسي راسره کیږي ، وایم ، زموږ څه کول دخلګو سره مو معامله څنګه وه او له خدای ﷻ      سره مو وعده څنګه وه ، دخیر او خیرات دروازې وتړل شوې . پخوا به څنګه پسونه او غوايي د رب د رضا لپاره حلالېدل ، وایم : خیرات خو څه کوې فرض زکوة هم نه ورکوي ، پخوا چي به یې نه وې لیدلی پوښتنه به یې کول اوس چي په مخه درشي مخ درڅخه اړوي ، هغه ښه سړی به نو درته وايي . بس شکر دی معنا دا چي نوري خبري مه کوه راڅخه ولاړشه ، ستا به داخیال وي چي دامي دکلي دی یا مي دکاکا زوی دی ، دوکان او کوټې ته به ورشم ، پوښتنه به پر وکړم چي دروازې ته ورنژدې شې ، توري هنداري به یې وي سړی به نه معلومیږي ، چي څوک سته او که نه ؟ بیا نو ددروازې دخلاصېدو په چم هم نه پوهیږي .

کله-کله په لارکي یو سړی ولاړ وي ، هغه دمخه لا درباندي ږغ کړي چي حاجي صاحب نه شته معاف که ، وروره ولاړشه ، ته به پوښتني ته ورځې دوی چي وايي خیرات غواړي ،که دي بخت پرځای و ، نو به دي دننه ورپرېږدي ، بیا نو دادرک نه درمعلومیږي چي روغبړ یا ستړي مسیا څنګه ورسره وکړم او ګوټونه چیري وکاږم ، ته خپلي وصیلې او قرابت په مخه رااخستی یې ، خو په داسي ناولده ځای کي ورننوځې چي که خدای ﷻ      په خیر ځني راوایستې ته چي روغبړ یا جوړ په خیر کوې په دغه حال کي دي دوه یا درې ګلاسونه چپه کړي یا مات کړي وي ، ولي ستا کوټ او پټو دواړه درځړیږي ، له نا پامۍ څخه دي پښه تر ځایه سمه نه رسېږي .

وایم : څه سر دي پرله ګرځوم پریوه لویه سرګردانۍ واوښتې ، په دغه حال کي هغه ستا قریب یا شناخته هم پرځای نه وي ، یودوه منشیان یودوه کشران وي هغه هم چا پراخبار سر ځړولی وي ، چا یو کتاب یا دحساب ماشین مخي ته ايښی وي ، چا بیا ټلفون غوږ ته نیولی وي ، دالو الو (هیلو هیلو ) نارې پکښي وهي او دابه سره وايي :

څنګه سو ، درورسېدی ، بازار څنګه دی ؟ بس درسره رایې نیسه ، دستي شل لکه درحواله کوم ، هو – هو بس صحیح دی ګټه کوي . دلته نو یو وار سره وخاندي په دغه حال کي بیا دټلیفون یوه کیلۍ (بټن) ووهي اوس نو دهغه بل سړي خبري هم اورېدل کیږي ، بیا ورته وايي ښه موسم څنګه دی؟

جواب : دباندي ګرمي ده ، خو موږ ایرکنډېشن ته ناست یو .

پوښتنه : برايي مو څوک مېلمه و؟

جواب : لنډو او پیرک ، څنګه ورقي مو وکړې هوبازۍ چا وګټله ، موږ دوې بازۍ ځیني وګټلې ، ښې دوې بازۍ مو ځیني وګټلې ، بیا خو نو پر زورور واست .

پوښتنه : څه وخت ویده شولاست ؟

جواب :  داسي دسهار خوا وه دسهار لمونځ هم راڅخه قضا شو ښه دسهار لمونځ درڅخه قضا شو؟ هو .

پوښتنه  : هغه نور چیري دي ؟

جواب : هغه لا اوس هم ویده دي ، زه اوس داسي څاښت مهال ستا دټلیفونه په ږغ راويښ شوم مخ مي لا نه دی پرېولی .

پوښتنه : ناری (ناشته ) خو مو هم نه دی کړی ؟

جواب : هو اوس به مزدور راشي شیان به راوړي .

پوښتنه : نن ماښام چیري یاست ؟

ځواب : نن هم دلې یو ، نن نو بازي ډېره ګرمه ده .

دلته بیا داخبري سره وکړي اوکې – اوکې (Ok, Ok ) بس ټلیفون کښېږدي .

خدای ﷻ دي وبخښه

چي دورې ورځي به یې نه سره ولیدل داسي به وتاچي ویل هیڅ خوشحالي یې نه ده لیدلې ، توري مځکي به یې سره سپيني کړې ، یو په بل پسي به ګرځېدل  هیڅ ځای به خوند نه ورکاوه ، کله چي به یې سره پيداکړل تابه ویل دکلو پردېسان دي ، بیا به یې نو زړونه سره تش کړل او ټول رازونه به یې سره وویل : کله –کله به په یوه نیمه خبره کي ګیلې هم سره راغلې ، بیا به نوماڼېجن او په کاږه مغزي سره ولاړشو او یو بل ته به یې  ویل ستا خوښه ده ته دغسي کوه .

کله به ورځ دوې او کله به څو ورځي سره خوابدي وو، مګر صادق او زلمی دومره سره ګران وو چي بیا به یې یو بل ته دپخلا کېدو لپاره پلمې لټولې ، کله به یې ویل : یا ته مه ښوره بله ورځ به داسي نه کوي ، ددوی په خوابد ۍ به ټول کلی او ملګري پوهېدل ، ولي هر یو به داسي معلومېدی لکه پاچهي چي ځیني تللې وي ، ناسته ولاړه به یې دپخوا په شان نه وه ، کله به له صادق څخه نورو ملګرو پوښتنه وکړه : صادقه ! ډېر دیغ (خوابدی) یې سم مجلس نه کوې اونن دوهمه ده زلمی هم نه درسره معلومیږي ؟ صادق به وویل : کار به لري نه به وي خلاص ، جانان چي هم دکلي دښو هلکانو څخه و او دصادق او زلمي په خوابدۍ باندي خوابدی و ، شاوخوا یې وکتل خولۍ يې پر سرسمه کړه او صادق ته یې داسي وویل : یاره صادقه ستا او دزلمي په انډیوالۍ ټول کلی ښایسته و، همځولي به پرتاسي راټول وو ، اوس چي تاسي دوه خوابدي شولاست له مور څخه مو لا لارورکه کړې ده ، چي څه وکړو؟

یو وار یوه ته ورشو ، زارۍ ورته کوو او بیا بل ته ورځو چي څه پېښه ده ، خو یو هم حال نه وایاست ، څو شپې ژوند دی چي په خوشحالۍ تېرشي ښه دی که په خوابدۍ ، دابه تاسي موږ ته نصیحت کاوه چي سړی یو دبل سره ښه کوي ، دصادق چي دغه وخت خپل ګران ملګری زلمی سترګو ته ګرځېدی او هغه خواږه مجلسونه چي هر یو یې لکه دشب قدر شپه یا دکوچني اختر ورځ چي هر کله نه وي ، که به ټوله ورځ هر څه ستړي کېدل ، خو دمازدیګر په مجلس او لیدو به یې ځان هوسا کاوه او مازدیګر ته به داسي وو، لکه څوک چي دجنت پر لار باندي ځي . صادق په جواب کي وویل : جانانه ته خو ښه وایې مګر ما په ټول ژوند کي چپ قدم نه دی ورسره ایښی . صرف هغه بله ورځ ما دا ورته وویل : باغ ته درغلم تاهیڅ مجلس نه راسره وکړی، بس پردې خبره زلمی خوابدی شو ، دوه درې واره به زه نور ورسره مخامخ شوی یم ، خو ده ځان پر خوابدۍ باندي اچولی و او لاره یې بدله کړې ده ، ښه ته ووایه :

دی به زما څخه پردغه لږ خبره او ګیله باندي دومره خوابدی کیږي ، زه چي خدای ﷻ   مه کړه دی پرسرباندي ووهم  ، لا باید دی خوابده نه کړي ، بیا زه ورغلم  . په دغه وخت کي صادق دسمال له جېبه راوکېښ او سترګي یې په وچي کړې او ویې ویل :  اوس ته ووایه چي زه ملامت یم او که دی .

جانان ورته وویل : ماته همداسي معلومیږي لکه ده چي زیاتوب درسره کړی وي ، رشتیا هم څوک له انډیوال سره داسي نه کوي لکه ده چي له ستا سره کړي دي .

هغه بله ورځ زه ددوی په باغ کي ورسره ناست وم دزلمي مشر ورور “مهربان”  ورته وویل : هلکه داصادق دي لکه چي خوابدی کړی دی ، چي اوس نه درسره معلومیږي ، خو زلمی هیڅ جواب نه ورکاوه ، صرف یې داوویل : هیڅ نه ده پېښه . آخر مهربان ورته وویل : نن یا سبا به خامخا ورځې او صادق به پخلا کوې ! .

“ په دې حال کي جانان دچايو پياله پورته کړه دصادق زړه له دردمنو خبرو ډک وو”  ویې ویل : جانانه ! هسي مي تادزړه غوټه خلاصه کړه او زخمونه مي لا تازه کوې ، وایم څو ورځي مخکي دافغان اکا په پالېږ کي په مخه راغلی، مخ یې راڅخه واړاوه او لار یې راڅخه چپه کړه ، دبل چا خبره دوندي پرچانه درنېږي لکه دیو ګران دوست او انډیوال ، بیا دزلمي غوندي ښه انډیوال ، بس دی خدای ﷻ     دې وساتي ما یې د انډیوال حق څه وراداکړی دی ، څو واره ورغلم چي زیاتوب لا هم ده کړی دی .

جانان ورته وویل : صادقه چای درواخله ، سړې سوې ما ټولي درڅخه وکړې ، خدای ﷻ    به یې خیر کړي . صادق چي پياله پورته کړه جانان ته یې وویل : صادقه ته دچایو خبره کوې ، وایم ما ته ددنیا هیڅ شی خوند نه راکوي او نه ددنیا په شیانو کي وفا پاته ده .

وایم تردې وروسته ددنیا هیڅ شی پرهیڅ نه بولم مګر زلمی مي یو وخت نه هېږیږي ، کوښښ کوم چي هغو ځایوته ولاړنه شم چېري چي زه او دی سره ګرځېدو ، دده په رنګ چي څوک ووینم ، لا مي دی وسترګو ته ودریږي ، دجمعې په ورځ تا راته وویل چي ما او زلمی اختر ته یوه رنګه کالي کړي دي ، له هغه دوکاندارسره  هغه رنګه یوه جوړه کالي لا نور هم پاته دي ، هغه به ته کوې او ځان ته به یې جوړوې .

مادرته وویل : کوم شی چي ماته دزلمي یاد تازه کوي دهغه شي زه تاب نه لرم او بیا چي دزلمي په شان کالي ما اغوستي وي ، زما یو پټو دده دپټو په رنګه دی ، اوس زه هغه هم نه رااخلم او بیا زه اختر څه کوم ، اختر خو هغه وخت و ، چي زه په ښه زړه وم .

جانان ورته وویل : نوري خبري پرېږده درځه چي یو وار ورشو .

صادق وویل: دڅه لپاره ؟ بس دی نورنه ورځم .

جانان ورته وویل : هغه برایي ناجوړه شوی و ، بیا یې ډاکټر ته یووړی .

صادق وویل: دغه دی ولي یې ماته حال نه رالېږی ، زه به هم ورغلی وای .

جانان وویل : ټوله شپه یې یادولې ، چي کله به یې درد سپک شو ، دستي به یې ماته وکتل او راته وبه یې ویل : ته وایه ما به صادق وبخښي او یووار به يې ووینم ؟

ماخو ډېري پړې وسره کړي دي ته وا اوس به یې نه راولې ؟ مابه ورته ویل اوس خو شپه ده سهار چي دی خبرشي خپله به راشي “ بیا به یې لږ تسلي او ارام وشو “  نو اوس درځه چي ورشو او هغه دی دزلمي ورور یونس هم زموږ وخواته په منډه راروان دی ، یونس چي رانژدې شو ، ساه وهي . هلئ –هلئ جانانه ، جانانه ، صادقه راځئ – راځئ ما ټول کلی درپسي ګښت کړی دی ، هلئ راځئ زملی ډېر په عذاب دی ویل یې صادق راولئ ، چي  یو وار یې ووینم .

“ دصادق او جانان هم په دې خبره سره حال بدل شو ، سترګي یې له اوښکو ډکي شوې ، بس په منډه راروان شول چي راورسېدل ، دغسي په خلګو کي دزلمي وخواته ورتېر شول ، ګوري چي پرزلمي دمرګ خولې ورماتي دي ، صادق په ګانګوړه او ژړغوني آواز پرږغ کړه . زلمیه  ، زلمیه !

زلمي چي داږغ واورېدی چي صادق دی سترګي يې راروڼي ړې ، شونډان یې سره وښورول ، معلومېدی لکه صادق ته چي وايي ما وبخښه او رخصت راکړه .

په دغه حال کي دصادق پرمخ اوښکي رارواني وې  او دآخر ځل لپاره یې پر تندي مچ کړ او دایې ورته وویل : ته ما وبخښه ته حق را پل (وبخښه ) کړه ! ماولي ستا په ناجوړۍ ځان نه وخبرکړی  څنګه ژر راڅخه ولاړې ، زه هم نور ژوند نه غواړم صادق هم دغسي بې حاله ولوېد او دواړو خپل پور اداکړي .

خدای ﷻ   دي یې وبخښي

چي فکر او سوچ په کار دی

نن ماښام یې دډوډۍ پروخت دجهانګیر او لاجورد زامنو قیصه کوله ، حاجي صاحب ښه سړی دی چایې نوم په بده خوله نه دی اخیستی ، په کورکلي کي یې دهر چا په غم او ښادۍ ځان خبر کړی دی ، له بې وسه او بې کسه خلګو سره یې تر خپله وسه مرسته کړې ده ، دژوند تودې او ترخې ډېري پرراغلي دي ، تل به یې زامنو ته داویل چي خپله ګوزاره کوي ، دچاپه کار ، کار مه لرئ که مو ښه دچا سره کولای شوای خوښه کنه بد چا ته مه رسوئ .

دژوند یوه ترخه انسان ته ډېره ګرانه پرېوځي که یې څوک په ساړه دماغ اوسم فکر برابره نه کړي وایم ، له کوچنۍ خبري څخه لویه خبره پېښیږي ، که پر بدو واوړي ستاسي په یاد دي هغه بله شپه چي باران شوی وو  ، دجهانګیر اکا دکوراوبو بله لار نه درلوده دلاجور پر کور ورتلې ، دلاجور زامنو داوبو لاره وربنده کړه ، چي نور موږ دغه اوبه پردې خوانه پرېږدو ، هغه و چي ددواړو کورو انسانان پرله راووتل پرځای ددې چي په خبره سر خلاص کړي او یو دبل زور راوړي ، په لرګیو او بېلچو یې یو بل سره ووهل . جهانګیر اکا سپين ږیری سړی و، په سر کي ووهل شو ترډاکټره پوري لانه وو رسېدلی چي پر لاري مړ شو  ، هغه شپږ اووه سرماتي خو لا پرېږده وایم ، خدای ﷻ     مودي یې له حاله وساتي .

“په دغه کال کي دحاجي صاحب کشر زوی دلاس پرېولو اوبه راوړې ، دولت چي دپلار خبروته غوږنیولی و، خپله اوږده خاموشي یې ماته کړه او ویې ویل : هو پلاره ! ددواړو کورونه خراب شو ل ، یو خو قتل و شو ، بل بدي ورپېښه شوه ، دایې لا څه دلاجور زامنو کډه بار کړه ، ښه کور ، ښه محله ، دبازار ښه کاروبار ، داټول ځیني پاته شول ، څوک وايي رېګ ته به تللي وي ، څوک وايي صحرا ته به تللي وي ، داشین ژمی او دا ودوی خوارانو ته ورپېښه . حاجي شاګل اکا چي دښوروا په ګوله پسي دشلومبو غوړپ وکړ ، لږ یې ګوله ترستوني تېره شوه ، ویې ویل : هو ! زویه دغه ګوله مي ترستوني نه تېریږي چي ددوی حال راپه یاد کړم . وایم ، موږ دغه دی په ژمي کي لا شلومبې نه قضا کوو هغه نور نعمتونه خو لا پرېږده .

وایم ددو ی خوارانو به څه حال وي  چي ځان له یخه خوندي کړي او وچ اوړه ورسیږي ، پاچهي به یې و بولي ، په دغه لا کله خلاصیږي ، نوري خوارۍ هم ورته ګوري ، دخدای ﷻ    عذاب خو لا پرېږده ، مازدیګر ادم لالا په جومات کي ویل : چي د لاجور هغه سپين ږیری ورور او وراره هم حکومت نیولي دي چي ورور دي څه شو . داغریب خو په هیڅ نه وو خبر ، بې ازاره سړی و . دغه یو بچی یې و ، هغه یوه مزدوري ورته کوله ، په دغه یې ګوزاره وه اوس یې نو دوې تورسري (ښځي) په کور کي پاته شوې ، هغه وو درې کلي لاندي دچا په غوږي “ څنګ”  کي همسایه وو  هغه دچا خبره ده وچود رویه لانده هم سوځي .

په دغه حال کي ددروازې کړپ شو او “ پایند” له بازاره راورسېدی  ، ترسلام وروسته پلار او وروڼو ستړمسیا ورته وکړه ، دولت ورته وویل :موږ لږ انتظار وکړ هغه ته  وځنډېدې ، بیا مو نو ډوډۍ راواخیستله ، هغه هم دډوډۍ په خوند نه یوپوه شوي دغه دلاجور د زامنو دغم قصه مو کوله .

پایند په جواب کي ورته وویل : دوکان مي پروخت بند کړ ، هلته مي لږ دوايي رااخیستله  ، چي پرلاري جمعه ګل لالا راسره ملګری شو ، هغه هم دغه قصه کوله ویل یې دلاجورزامنو چي دشپې کډه بارکړه په هغه شپه خو باران اورېدی ، خټي وې تریوځایه چي تللي وو پرلاري یې موټر چپه شوی و، وايي ، چي دوه درې پکښي مړه او څو نور ټپيان او خوږ دي ، سم یې لا حال نه دی معلوم ، له کوچنۍ خبري څخه داده دوني (دومره ) لویه خبره پېښه شوه ، بس پلاره هغه ستا خبره .

چي فکر او سوچ په کار دی:

او داغریبه مړه شوه

“ولي اکا ښه سړی و ، څوک يې نه وو ازار کړي ، دیو وزري او یواځیتوب ژوند ډېر پر تېر شوی و، دبل دګاونډیتوب احتیاجونه یې ډېر لیدلي وو، دوه درې واره تربرو پرخپله مځکه داسي وواهه ، چي مرګ ته یې رسولی و، ډېره مځکه او جایداد تربرو ځني لاندي کړل ، پرهغه پاته به یې هم ګوزاره نه ورسره کېده ، مجبوره شو بازار ته یې کډه وکړه . دیوشناخته سره شریک شو ، څه کاروباریې پرله برابر کړ ، راستمن سړی و ، ژوند یې ژر ښه شو اوس یې نوهلکان هم  غټ شوي وو ، په کار هم پوه شوي وو.

وایم هغه دچا خبره “  چي ډوډۍ یې پرتبۍ ښه پخېده “ زامنو ته به یې ویل : نیمه ډوډۍ خورئ نیمه دخدای ﷻ   په رضا ورکوئ ، هیڅ شی مونه دي  کم او مانده . ښه مېنه او کور ، ښه محله ، ښه دوکان او کاروبار خپله غوا درته ولاړه ده .

وایم : هغه تربرو چي زه یې څو واري ووهلم او دمرګ خوارۍ یې راباندي تېري کړې ، لا درته راشي هم په ښه وضعت او ښه چلند ورسره کوئ ، موږ به یې ددوی په نیت نه ورسره کوو، زرګر چي دپلار مشر زوی و او ټولو خبروته یې غوږ نیولی و  او ښه –ښه به یې ویل ، دخبري پر وار یې ویل : هو پلاره تاښې خبري وکړې ، دښه کار نوم لا ښه دی او دبد کار نوم بد دی او دبدو پای خراب دی ، خدای ﷻ   موږ ته ښه ژوند راکړی دی او په ښه نظر یې راته کتلي دي .

وایم : بل که موږ ته درېدلي وي ، وي به خو موږ بل ته نه یو درېدلي  . هغه زموږ تربرو چي زموږ سره یې ښه ژوند ونه کړ خپلي مځکي خو یې خپلي وې ، زموږ مځکي یې لا هم راڅخه لاندي کړې ، دغه دی نن یې څه حال دی ، خدای ﷻ   دبل له احتیاجه نه وایستل ، اوس چي بیا خدای ﷻ    داکاختي او وچکالي پر راوستله بیا نو خدای ﷻ      ښه له مځکي سره ووهل .

نن غرمه “ زعفران “ راغلی و، چای مي ورته راوغوښتې وایم پرحال یې ژړا روا ده ، چي داقیصې یې راته کړي دي ، زړه مي باندي تور دود سو ، باغونه یې ټول وچ شوي وو ، دپسو دانه نه وه ورپاته ، دکال له سره چي یې پورونه کړي  هغه پر باندي وو ، د پوروړو له لاسه يې سترګي نه شوای ښکاره کولای . ویل یې زوی مي یوه میاشت دمخه باوړۍ ته ولوېدی نو رسلامت  و ، خو دغه ښی لاس یې دوه ځایه مات شوی و . ویل یې دډاکټر پیسې مي نه درلودې ، سکندې والا هغه لاسونه چي تړي هغه ته مي ورووست ، هغه یې لاس وروتړلی هغه هم سم نه دی جوړ ، هلک ځیني په  عذاب شو  او خلګ وايي ، چي دابه بیرته ورماتوئ ، کوږ به یې ورتړلی وي ، ده راته ویل ، چي له کوره راتلم یو موټ اوړه هم په جوال کي نه وو، موټر کرایه مي له بل چا پور کړه ، “ زرګر سوړ اسوېلی وکيښ ، له نژدې منګي څخه یې اوبه پرسرپورته کړې “ .

پلار ورته وویل : هو زویه ! پر موږ ښه ولاړه ده ، یواځي چي دخدای ﷻ   شکر اداکړو، څوک راڅخه ازار نه شي ، کبر او لويي راڅخه ونه شي .

وایم : هغه بله ورځ چا قیصه راته کوله چي “ګلداد”  او ملنګ  چي سکه داکا زامن دي پرکوچنیانو یې سره جنګ شوی دی بیا یې نو هلکان سره راوتلي دي ، مرګ له یې سره وهلي دي . یو هلک په سر کي په بېلچه وهل شوی دی ، چي دخبرونه دی ، دوه په “ لرو “ وهل شوي دي هغه هم کاري خوږ دي .

وایم : دانو څه ژوند دی چي یو وار کاختي شي ، بیا بدي شي ، وایم داټول زموږ عملونه دي “ ولي اکا “  دنسوارو دبلی سره ښوراوه ، نیت یې داو چي نسوار وکړي . زرګر دخبري وار پیداکړ  او ویې ویل : هو پلاره ! دزعفران قیصه مي درته کوله چي دزوی لاس یې مات شوی و ، هغه هم سکیندې والا کوږ ور تړلی و ، دغه یې حال وچي دموټر دکرایې پیسې یې لانه درلودې ، هغه دوا او ډاکټر خو لا پرېږده ، ما هم ددوی په عمل نه دي ورته کتلي چي یا یې زموږ مځکي لاندي کړې یا یې له موږ سره په کلي کي ظلمونه کول . وایم ده غریب هم پورته نه شوای کتلای ، دی هم په هغو خپلو کارو لکه چي شرمېدی .

بس پلاره ده دغه دغم قیصې راته کولې ، زه به هم یو وار په کار ځني اخته شوم ، دوه واري مي چای ورته راوغوښتې اخیر مي زر روپۍ ورکړې چي داواخله هغه دزوی علاج به په وکړې ، که کلي ته تلې رابه شې یوه ګونۍ اوړه ، څه چای او بوره به هم مادرته ايښي وي هغه به هم درسره یوسې .

ده غریب سر سرتور کړ ، ډېري دعاوي یې وکړې ، ده لا دغه دعاوي کولې چي دکلي د” ملک مدو “  زوی ورپسي راغلی ، سا یې لنډه – لنډه کېده زعفران ته یې وویل : ستا تر راتلو وروسته دي کور والا پر اولاد سخته ناجوړه وه ، بل شی نه وو دغه زموږ دسپاریانو په موټر کي مو راواخیسته دوې ښځي نوري هم ورسره راوختې ، دغه وو چي لنډي مانده ته راورسېدو ، هلته موموټر خراب شو ، سواریان کښته شول هغه ستا کورواله مو په ځولۍ کي راکښته کړه ، دیو پاڼ په سیوري کي مو کښېنووله ، موږ په موټر اخته شو چي ژر به یې جوړ کړو ، لږګړۍ وروسته مو د کوچني ژړا ترغوږ شوه موږ خو ورتلای نه شو ، هخه ښځي ورسره اخته وې   یوه ښځه زموږ خواته راتېره شوه او په ژړا يې موږ ته وویل ،  چي کوچنی یې پیدا شو او داغریبه مړه شوه .

بیا به بد نه کوم

کله انسان داسي وي لکه هغه نوم چي وي ، دغسي ښه والی او بدوالی یې دهغه له نامه معلومیږي ، خو کله بیا داسي نه وي او خبره سرچپه وي لکه د " زرداد " نامه ته چي ګورې ، څوک به وايي چي زر به سره ورکوي او زر به وېشي مګر دی داور سکروټی پاشي او بېشي (وېشي) ، زرداد چي کوچنی ولا یوه ستړیا وه ، که به یوه ورځ ترڅانګو ایله شوی و سربه یې مات و . خو بله ورځ به یې دشیدو بوتل داسي کلک و غورځاوه چي نه یوازي شیدې به ځني توی شوې بکلي پرپلار به یې بل بوتل هم تاوان کړ ، چي کله دڅکېدو یا خاړپوڅو شو بیا له مور او خوېندو څخه نور کار پاته و، چي نورو کوچنیانو به چا خوړلې ، ده به ګلاسونه چپه کول چي نور به سم ناست وو، ده به په لوښو کي خاوري اچولې ، وایمه سمه سرګرداني و.

یوه ورځ چي مور یې په کار پسي ولاړه او یو ناڅاپه یې د زرداد سوي نارې تر غوږ شوې ، له هغه ځایه یې نارې کړي .

-       لکه چي خاوري مي په خوله شوې داڅه وشول ، چي هلک داسي سوي بغاري وهي ، “ تانو”  خور یې بدي واخیسته او ژر – ژر سړې اوبه باندي تویولې ، چي مور یې رانژدې شوه ورته ویې ویل : موري داخو یې تودې چای پرځان چپه کړې ، هله یوه چاره یې کوه ! مور یې ژر کوچنی دهلکانو په پلار پسي ولېږلی چي هله ورته وایه ژر ارځه  چي زرداد وسو ، میراجان چي ترلمانځه وروسته له جوماته پرلاري و ، حیران دی چي دا “ جنت ګل” څنګه راځغلي . “ جنت ګل “ چي رانژدې شو پرپلار یې ږغ وکړ، هله اغا جانه ژرکوه چي زرداد وسو .

میرا جان هم په ډېره حیرانۍ سره پوښتنه ځني وکړه څنګه او په څه شي وسو ؟ “ جنت ګل “ وویل : تودې چای یې پر ځان چپه کړې ، میراجان دغسي دکور پر خوا را چابک شو چي راورسېدی، ګوري چي هلک لکه ماهی چي پروچه کښېږدې داسي پرله اوړي ، میراجان سمدستي دهمسایه ندا کور ته ورنارې کړې چي هله موټر دي راوباسه چي یو وار داهلک تر یو ډاکټر پوري ورسو و.

“همسایه ندا “   هم موټر په تلوار رارهي کړ او هلک یې مخ پرروغتون (هسپتال) راواخیست ، میراجان په دغه وارخطايي کي ندا ته وايي ته وا داوخت به څوک وي ، موټروان ندا وویل: هو څنګه به نه وي ضرور به څوک وي ، دهسپتال (روغتون) پردروازه یې لیکلي دي (۲۴) ساعته بېړنۍ (اېمرجنسي) اسانتیاوي ستاسي لپاره شته.

په دغه حال کي کوچنی یو وار ډېر په عذاب شي ، بیا میراجان خوارکی پرږغ کړي ، مه ژاړه اوس به پلار کوټه شیان درواخلي (درانیسي) ، چي یو ډاکټر پیداشي بیا به نوپلار ډېر شیان درواخلي ، ښایسته – ښایسته شیان ، بیا میراجان نداته وايي ښه تا ویل اوس به ډاکټر وي .

ندا : هو ډاکټر څه ډاکټر ان به وي دهغه هسپتال (روغتون) پردروازه یې دډېرو ډاکټرانو نومان لیکلي دي امبولانس هم لري مګر امبولانس یې نو دچا په ښه نه دی ورغلی، ولي په هغه کي دوی کور ته ځي او دکورکار ځني اخلي .

میراجان خبره ورغبرګه کړه : دښادۍ هسپتال او امبولانس دې شي خدای ﷻ   دي څوک نه ورته اړ کوي ، له ماڅخه خړي او روڼي پرله ګډي شوي دي ، ته لاري ته سم پام کوه چي یا لار خطا نه کړې یا یو شی په ونه وهې یا دهسپتال کوڅه درڅخه خطانه شي .

ندا ورته وویل : وروره ته وارمه خطاکوه ، داپه دنیا کي پېښيږي ، دادی راورسېدو ګوري چي دهسپتال دروازه کولپ ده ، یو صفايي والا له دروازې سره ناست دی جارویې وڅنګ ته پروت دی .

میراجان خوارکی لکه مسافر پر راشېوه شو ، سم یې هم نه پېژني چي مزدوردی یا کمپوډر ، خو دوی خپلي بدې ورځي  ورته راوسول .

میراجان ترسلام وروسته داسي په مظلومانه ډول ورته وویل : وروره ! ډاکټر صاحب چېري دی ؟ موږ دامریض را اخیستی دی ډېر په عذاب دی .

صفايي والا وویل : ډاکټر لا اوس نه دی راغلی ، تاسي ته خوهم دشي وخت نه معلومیږي ، بس هروخت چي راروان شئ ، هغه وخت راشئ .

میراجان : وروره ته خوا مه بدوه ، داخو پېښه ده ، وخت نه لري .  صفايي والا وویل : ډېري خبري به نه کوې ، هر شی خپله طریقه او وخت لري ، زه لا دغه هسپتال ته پروخت راځم ، دایې طریقه ده . اول به نمبر اخلې ، بیا چي ډاکټر پر “۹” بجې راورسېږي بیا به نو هغه وخت پرخپل اخیستي نمبر سره خپل مریض ډاکټر ته ورښکاره کوې .

میراجان : په ډېره ناامیدۍ سره دموټر خواته راغلی او “ندا” ته یې وویل : وروره داخو ډاکټران نه شته ، هغه سړي په ډېره خوشکه او خښم راته وویل چي هغه پر “۹” بجې راځي .

ندا : ته راځه چي دډآکټر کورته ورشو  مجبوري ده اوس یې نو څنګه کوې ، هوسا د ستړي په حال څه خبر دی ، موټر ته راخېژه ګوندي ډاکټر په کور کي پیداکړو.

د “ زرداد “  سوی بدن ، سختو بوغارو ، دډاکټر نه پیداکېدل له میراجان څخه هرڅه ګډ وډ کړي وو ، نژدې و چي موټر ته د کړکۍ له لاري وخېژي ، خوند ا استاذ دروازه ورخلاصه کړه او موټر یې روان کړ ، لږ ساعت وروسته ندا پرمیراجان ږغ وکړ، وروره دادی دډاکټر کور ته راورسېدو، ته ژر دغه شنه دروازه و روټکوه ، داڅنګ ته یې دارنګ بټن هم ده ، میراجان چي دغسي په یوه سا ورشېوه شو، دروازه او بټن یې یوځای ورووهل لږ ساعت وروسته دروازه خلاصه شوه ، یو هلک چي دخوب کالي یې اغوستي وو، سترګي په دواړو لاسوموښلې راووت  ، داسي معلومېدی لکه له خوبه چي وي ، ویې ویل : څوک مو په کار دی  چي داوخت راروان یاست ؟

مېراجان داسي زهیر ورته وویل : مریض مو رااخیستی دی ، ډاکټر صاحب مو په کار دی هلک وویل هغه اوس نه سته هغه واک ته تللی دی .

میراجان وویل : ښه ډاکټر صاحب واک ته تللی دی ، واک چېري دی ، واک مریض دی که بل شی ، ته یې موږ ته راوښيه چي هلته ورشو .

هلک وویل : په شي نه پوهېږې ، وايې واک څه شی دی ، واک ورزش ته وايي ورزش ته ، داسړی چي سهار ځغلي . میراجان مخ پرندا استاذ راواړاوه ، ویل داخو هم نه شته وايي ډاکټر صاحب سهار ځغلي ، ګوره چي په چاپسي ځغلي ، داغریب ته هم لکه چي یوه خواري ورپېښه شوې ده چي په میدانو دي ، ندا وویل : ته موټر ته راوخېژه موږ له سهاره چپه رابارکړې ده ، ته راځه بل روغتون ته ورشو که خدای ﷻ  کول دهغه ډاکټران به پرځای وي او هسپتال به هم خلاص وي ماته یې ډېرو خلګو صفت کړی دی ، وایي چي دهغه دوايي سمه هم ده او ارزانه هم ، ناحقه غوټي خلګو ته نه ورپه شاکوي او ډاکټران یې هم ښه خلګ دي او هلک هم دادی اوس ډېري بغاري نه وهي ته وایه درد یې سوکه شو او که دژړا څخه ستړي شو .

میراجان وویل : زما خیال دی هغه په کورکي چي مو ګولۍ ورکړې هغو لکه چي نشه کړ، ندا خبره ورغبرګه کړه ، بس دایو راورسېدو هغه دی وینې دهسپتال (روغتون) دروازه خلاصه ده ، خلګ وځي ننوځي ، معلومیږي چي ډاکټران هم پرځای دي ، دستي نورو خلګو میراجان ته وار ورکړ ، هلک ډاکټر وکوت ، دوايي یې ورکړه ډاکټر خپل فیس هم ورمعاف کړ ، څو ورځي په هسپتال کي و ، ترهغه وروسته کور ته ولاړل ، میراجان هم دوايي له حلالي خلاص کړ.

میاشت پس زرداد جوړ شو مور پلار او نورو کوچنیانو ته به یې ویل: بیا زه بد نه کوم دمور او پلار په خوله به کوم ، ما چي بد کول مورا و پلار څومره راسره په عذاب شول . څومره پیسې ځني ولاړې او پر ماڅخه خوارۍ تېري شوې ، بیا به بد نه کوم .

احتیاط کوه

ډېري خوارۍ پر تېري شوې ، سوګل یې دتي و او رنګینه په دوهم کال کي وه چي خاوند یې یوه شپه کور ته تلی پر لاري غلو وویشت او مړ شو، دلاس ساعت او څه پیسې یې ځني یووړې ، د " خانو " تر فاتحې وروسته یې څوک نه درلودل ، چي غم یې وخوري یا یې سرپرستي وکړي .

میراث خواره یې ښه خلګ وو ډېره یې نه زهېروله مګر د کومک وس یې هم نه ورسره کېدی ، ولي هغوی هم غریب خلګ وو ، خاص څه یې نه درلودل ، بس " شمایله " وه او دوه یتیمان ، ځوانه وه ترکور هم نه شوه وتلاي چي دچاکره ورشي څه کار مزدوري یې وکړي ، ولي چي خلګ به څه وايي ، چي پر ژوند مي تور داغ ونه لګیږي اوبل که تلای نو دکوچنیانو غم ورسره و، چي خدای ﷻ  مه کړه په دوی څه ونه شي ، نه بېریږي ، دیوبل کره که به څه کار پیداشو ، نو شمائلې ته به یې رالېږي ، دتلتک ، نالۍ او بالښت جوړېدو څخه نیولې دکمبلو ترټکوهلو او کالیو ترمینځلو پوري یې له یوه کاره مخ نه ګرځاوه .

دومره مزدوري ورپاتېدله چي وچ اوړه به یې په رانیول بس حیاداره او پلار داره مېرمن وه ، خپله حیا یې ساتله ، دایې هم پاچهي بلله ، چي څوک یې له خپلو یتیمانو سره پرېږدي او کار په ونه لري . خوارۍ او غریبۍ ډېري پرتېري شوې ، خو چا یې ږغ نه واورېدی ، څوکاله وروسته چي اوس " سورګل " څه غټ شو ، زلمی شو ، څه موده یې دچا سره مزدوري کوله خواوس پر غاړه راټال دتختو په غالب کي سګرېټ خرڅوي ، څه یې لاس په خلاص دی ، په څلورو پنځو شپو کي به کټو باندي کېدله ماښام به ښه خوشحاله سره ناست وو، دخدای ﷻ  شکر به یې کاوه ویل به یې خدای ﷻه : دغه نیمه ډوډۍ موتر خوله تېره ده ته مو باقي ژوند له غمه وساتې او سورګل ته به یې ویل : زویه دغه خواري چي کاږې او ماښام خپل کورته راشې دبل له بدو مودي خدای ﷻ  وساتي دغه لویه پاچهي ده ، دغه حال دي خدای ﷻ نه دروي .

سورګل وویل : هو موري ښه ولاړه ده ، خو بیا هم په دغه ګوزاره نه کیږي ، ژوند مناسبتونه غواړي ، جوړ ناجوړپېښیږي ، دالا څه هغه دی بابا مسکین په کوچنیوالي کي کوزده راته کړې ده او ولور یې ټول پاته دی ، حیا مي دبل پرکور ده ..... غاړه یې ایستل غواړي او حیا راخوندي کول غواړي ، هغه نور رواجونه خو لا څه کوې ، زه مجبوریم چي یوه خواري وکاږم .

مور یې وویل : څه خواري به وکاږې ؟ موږ خو مال او دولت نه لرو چي بل کار وبار په وکړې ، بس همدغه ددوو لاسو خواري به کاږې .

سورګل وویل : موري سرکار (حکومت ) خلګوته په پور موټران ورکوي ، زه به یو موټر په پور واخلم ، خواري به په وکاږم په کال دوه کي به مي کار سم شي ، تردغه دوه لاسو خواري خو هیڅ نه وځي .

مور یې ورته وویل :  موټر څه کوې یو وار خو پور دی بیا چي ته مسافر شې زه په کور کي یواځي یم ، اوس چي ماښام ته راشې سترګي مي درډکي وي ، دغه دنېستۍ پرګوله سره کښېنو وایم ، چي رنګینه خور دي نه وه راڅخه واده کړې ، له هغې سره به مي خوله پرې وه ، لاس به مي په سپک و ، هغه دی دهغې خوارکۍ بیا څه حال دی ، دژوند ګونډه ده ، زموږ دي دادغم رواجونه شي چي په کوچنیوالي دوستي وکړو بیا نو په لویوالي هغه هلک چرسي یا هیرویني یا غل شي ، نه ده معلومه چي څه شی ځني جوړشي ، موږ هم دغه ستا او درنګینې

دوستۍ په کوچنیوالي وکړې ، هغه دی رنګینه خور دي په سرو اوښکو واده شوه ، په سرو اوښکو ناسته ده زه دلته په پخه یم ، خاوند یې هغه و له بې لارو خلګو سره ګرځېدی هغه دقتل په تور (جرم) حکومت دغه دوه کاله ایله کوي او بندي کوي ، په دغه سرګردانۍ کي یې رنګینه له موږ څخه واده کړه ، په ښادۍ یې پوه نه شو ، پرون زه ورغلې وم ، ګرده کهول یې دغم پر کمبله ناست وو ، رنګینې داسي اوښکي تویولې لکه شمه داسي سوې وه تاچي ویل اور ته دي نیولې وه  ، هغه ددې ښه ځواني پربل حال وه .

په دغه وخت کي یې مور له ژړا څخه په سلګیو شوه یو ګړۍ وروسته سورګل وویل : بس دی یو ګړۍ دي اوښکي پاکي کړه ، سورګل هم دپټو په څاک خپلي لندې سترګي وچي کړې بیا یې وويل : هو! موري زه هم څه غوږېدلی یم چي درنګینې خاوند به عمر قید یا پانسۍ کیږي ، هغو اصلي قاتلانو دحکومت سړیو ته پيسې ورکړې ځانونه یې خلاص کړل  او " بلو " اخښي ته یې وویل : چي ته اقرار کړی و، چي د " ملک ظریف ورور ما مړ کړی " او ځان یې پساوکړ، بس هغه دچا خبره " چي بد ګرځې بد به پرځې"  له بدو خلګو سره ناستي ولاړي دغه دی تر دې حاله ورساوه چي نن یې ټوله کورنۍ او خپلوان دغم پرکمبله ناست دي ، وایم چي په موږ پوري یې لا دغه دمسکینۍ ډوډۍ زهر کړې ده ، دومره توان نه دی راپوري چي یو واردغه خور ووینم هغه ددې ښه ځواني څنګه کباب شوه ! بس خدای ﷻ   دي دغه زموږ بې ځایه رواجونه ورک کړي ، هلک او نجلۍ لا کوچني وي موږ یې کوزده وروکړو. بیا نونه ده معلومه چي په لویوالي څنګه شي او بیا په دغه ویر اخته شو.

موري ما هغه خپله دغم سندره درته ویله هغه دغه قصه په راګډه شوه څه به یې درڅخه پټوم ، یوه میاشت کیږي چي موټر مي په پور اخیستی دی، موټروان (ډرېور)  راچلاوه ما هم زده کړ ، داڅو پېرې کیږي چي زه یې بیایم او راولم مازدیګر چي راورسېږم هلته په ګېرج کي یې ودروم ، موټروان مي نن جواب کړ ما ویل ، ښه دی دغه دده پیسې به هم راپاته شي نو که یو شي ځني جوړشو. موریې وویل : ښه دی زویه اوس خو اوبه تر ورخ تېري دي . زه نو څه درته ووایم بس احتیاط کوه لېري مه ځه ماښام دغه خپل کورته راځه .

" سورګل چي نازده کړی و، موټر یې لا سم نه وزده له څو خطرناکو پېښو څخه خدای ﷻ پاک   ژوندی خلاص کړ، کنه هره یوه یې دمرګ وه ، څه موده کیږي چي موټر کور ته راولي ، کله –کله به ماخوستن په کلي کي چا-چا یو او دوه نفرو ژمنه وسره وکړه چي سهار به سره ځو ، بس یو او دوه نفره دغه دکلي یو او دوه نفره دبازاري سواري( سپاري) به یې پیداکړه بیا به یې موټر ته پښه ورکړه ، چا به ویل فضل –فضل وروره لږ سوکه (کرار) درځه اوسو به مودلته په مړه کړې داڅنګه رفتار (تګ) دی ، بل سپاري به ویل : دغسي چابک درځه مرګ له یارانو سره ښه دی ، په دغه اړو دوړ کي به یې موټر راوستی اوبېوی ، برايي ماخوستن هم دکلي درېیو کسانو ژمنه ورسره وکړه ، چي سهار وختي به سره ځو يو دوه کسه به پرلاري پیداشي ، کنې زموږ کرایه دي بس ده ، غرمه لا نه ده په کلي کي نارې شوې چي هلئ مړي یې راوړل ، کوڅې له کوچنیانو او ښځو څخه ډکي شوې ، سپين سري هم کوڅوته راووتې دسورګل مور هم راوتلې ده یوې بلي سپين سري ته وايي . خدای ﷻ دي داجنګ و دروي څنګه ځوانان یې خاوري کړل ، دغه دی بیا یې لکه چي شهیدان راوړل .

هغه دی جنازې یې مسجد ته یووړې بیا به یې کومي مندي بوري کړي وي ، په دغه حال کي یوه دکلي ملا صاحب او هغه موټروان چي داپېښه یې په سترګو لېدلې وه او دامړي یې تر دې ځایه راورسول ، دسورګل پر مور دخلګو له مینځه را دمخه شو او داسي يې ورته وویل : دسورګل موري دخدای ﷻ امر قبول کړه ، خدای ﷻ درکړی و، خدای ﷻ درڅخه واخیست  هغه دی ستا دزوی او دکلي درېیو نورو کسانو جنازې مو مسجد ته راوړې . خدای ﷻ  دي یې وبخښي .

دسورګل مسکین دمور یوه چیغه (ناره) ترخوله وختله زنو یې بلګ شروع کړاو ټول بدن یې بې واکه شو ، دستي نورو سپین سرو تراوږو ونیوله او پرمځکه یې کښېنوله ، یو بل سپين ږیري ورته وویل : دالته کښېنه جنازه ستا دلېدو لپاره دلته راوړي هغه موټروان (ډرېور) چي دغه قصه یې ټوله په سترګو لېدلې وه ، داسي یې ویل: زما موټر سهار دده په موټر پسې و، دژړي تربند چي ور تېر شو دوه موړه (کږلېچ) په ها خوا سړک ښه هوار او سیده دی ، پردغه ځای چي دی زما دمخه و ، موټر یې نور تېز او چابک کړ ، مخامخ یوه غټه لارۍ موټر پرراغلی ، سورګل هم لکه چي له ډېري تېزۍ څخه موټر نه شو کابو کولای ، نومخامخ یې په دغه بېنس موټر کي وواهه ، دده موټر خو کوچنی و ، دهغه موټر ترحصه لاندي شو ، موږ چي ورکښته شوو، بس دقیامت ورځ وه ، ویني بهېدلې. موږ چي سره راکښل ټول مړه وو، خدای ﷻ   دي یې وبخښي ما به کله- کله سور ګل مسکین ته وویل ، چي موټر دي سم نه دی زده ، په خپله یې مه چلوه ، که یې چلوې نو احتیاط کوه .

بیا په مسافري کي

دماښام ترلمانځه وروسته به ځوانان ، سپین ږیري سره راټولېدل ، څوک به لوړ پردوکانچه ناست وه ، چابه لاندي دوکانچې ته څنګ وهلی و . څوک به بیا دجماعت دېوال ته ناست و. که به څوک نه وه راغلي دهغو به پوښتني کېده ، ښې غوري به کېدې ، دکلي بازار نوې او زړې به بیانېدې ، که به له یو ې خوا څوسپين ږیري دپخوا زمانې خبري کولې ، له بلي خوابه بیا چا دسبا لپاره خپل کارونه یادول .

یوه به ویل : سبا زما د اوبو وار دئ ، ته وایې مځکه په مي اوبه سي که به څه پاته سي ؟

هغه بل به ورته ویل : یا  وروره ! فکر مه کوه واله ډکه ده ، وایم که نیت پراخه کړې زما لانیم کار درسره کیږي ، وایم چي کاختي تېري شوي ، خدای ﷻ پاک دي  بیا دا وچکالي نه راولي . سږکال خو دالله ج فضل دی بارانونه او ځای – ځای واوري وشوې ، دهغه دي یوڅه اوبه شته .

هغه بل به ورته وویل : بس اوبه به دخدای ﷻ  ج خیر کړي سبا په هغه کښته کلي کي واده دی او موږ ټوله کلي ته یې ست کړی دی چي هیري مو نه شي، بس له هري خوا به مرکه توده وه ، یوازي زرګر لالا وچي ښه عجیبه نوې به یې نه وه اورېدلې څه به يې نه ویل .

کله چي به یې څه عجبه اورېدلې وه په هغه ورځ به په جګه غاړه ناست و ، هر سړی به په پوهېدی چي عجبه یې اورېدلې ده ، نن هم چي جګ ناست و انتظار یې کاوه چي خلګ ټول پوره شي او یو څوک دعجبي خبري پوښتنه ځیني وکړي او دی خپله عجیبه ورته بیان کړي ، په دغه حال کي تاج ګل راورسېد او پر زرګریې لا په ولاړه ږغ وکړ، شروع په کوه زوروره خلګ دي په انتظار ووژل .

زرګر وويل : نه – نه تاج ګل لالا ټوله ژوندي دي ، بس راځه ته مانده وې ، ښه شو چي راغلې . نوې هم عجبه نوې وه .

تاج ګل وویل : شروع په کوه چي دډوډۍ تروخته که دي په مټي خلاصه کړه !

زرګر وویل : چي نه مي پرېږدئ نو یې واورئ ماپښین مي یو دوست دکراچي دسفر قصه راته کوله ، تاسي واورېدل ؟ ټول مجلس پر راږغ کړه هو – هو قصه کوه ! وامو ورېدل .

زرګر زیاته کړه : بس نو ورور ته دي وویل شي ، دغه دوست قصه راته پيل کړه ویل یې : دکراچي دبس ټکټ مي کړی و ، پرخپله چوکۍ کښېنستم ، ټول بس ډک شو ، په مزل یې شروع وکړه ، ترڅو ساعته مزل وروسته دبس دمخ له خوا څخه یو سړی راولاړ شو په نصیحت یې شروع وکړه ، بې سده زورور تقریر یې وکړ، په دغه حال کي دبس دپای له خوا یو بل سړی راولاړ شو ، ویل يې : داڅنګه ښه سړی دی او څنګه ښه سړی دی او څنګه ښې خبري یې وکړې زه غواړم ودغه سړي ته لور ورکړم .

نصیحت والا چي داخبره واورېده ویل یې : نه – نه زه دي لور نه غواړم ، ما داخبري دخدای ﷻ    لپاره وکړې زه دي لور څه کوم ، دلته دلور پلار زارۍ ورته شروع کړې چي خامخا به زما لور په نکاح اخلې .

وایم ، چي څه سر دي پرله ګرځوم دغو نورو مسافرو هم خواستونه ورته وکړل .

نصیحت والا خبره ومنله چي سمه ده زه به دي لور په نکاح کړم ، په دغه حال کي یو بل سړی راولاړ شو ویل یې ، چي له ماسره څه خوږې (مټايي) دي دکور لپاره مي رااخیستې دي ، زه بیا داخیرات کوم دایې ددې دوستۍ شېریني ، چي دغه دوستي وشوه ، اوس نو په بس کي دمسافرو خورا ساعت تېر دی یو وار نصیحت بیا دوستي او بیا مفته مټايي او شېریني (مټايي) ووېشل شوه ، هغه دچا خبره چي  مفتو شرابو به دچا لاس ودرېږي ، بس خولې شخوند – کیږي څوک په تعجب څوک په خندا دي .
وایم تاته دي وویل شي ښه و چي نه وې راسره ماورته وویل : ولي یاره ته بیا څومره کم نیتی یې ، دبل مفته مټايي دي لا نه ده راباندي پېرزو ؟

ده راته وویل : په دغو متلو او کنایانو بیا زما سره نه خلاصیږي سمه یې سپينه راته وکړه .

حقداد راته وویل : چي لږ وروسته به دي سر په خلاص شي ، هغه دچا خبره ، چي دخرو خاوند راشي ، دلته زرګر قصه پرېښووه ویل یې : بس دی نوره قصه به بیا بل وخت کوو.

دزرګر نازک طبعیت هرچاته معلوم و ، چي په بنډار (مجلس) کي به دده لپاره چای راتلې ، دده مړۍ (ډوډۍ) به ښه غوړه وه ڼ، بیا نو ده ښه مجلس کاوه او ښه شعر به یې خلاص و، چي نه چای وې ، نه ډوډۍ نو ځکه یې قصه په نیمايي کي ودروله یا پرېښووله .

تاج ګل لالا چي دده ښه طبیعت نیولی و او ترنورو ښه ورسره پوهېدی ، پر راږغ یې کړل ، وروره زرګر ه قصه مه پرېږده ته خو دمجلس مالګه یې ، چي ته پکښي نه یې هغه مجلس لا خوند نه کوي . وایم ، چای به بیا په کوټه کي کوو، دغه یو ګلاس اوبه درواخله حلق به په لوند کړې نو به په قصه ښه خوند وکړې ، زرګر چي اوبه وڅښلې ، یو څه دتاج ګل دناز خبرو طبیعت ورسم کړی و ، ویل : نه – نه داسي نه ده ما ویل ، ناوخته به وي کوچنیان به کور راته ګوري ، ټول مجلس په یوه خوله پرږغ کړه وروره زرګره !

قصه کوه ته وایې ناوخته به وي ، وایو چي سهار کیږي لا دي نه پرېږدو .

زرګر لالا قصه پيل کړه : نو خبره داده چي حقداد راته وویل : مټايي او خوږ ې نه وې چي موږ وخوړلې بلکي دخدای ﷻ   قهر شو ، لږ ساعت وروسته ټول خلګ له موټروان سره نشه او بې سده شوي یو ، دغو درې کسانو چي یو نصیحت والا، دویم دلور پلار او درېیم دمټايي والا ، درې سره ملګري او غله دي ، بیا نو یوه موټروان ( ډرېور) چوکۍ ته ورغلی دی ، اوبس یې یوې خوا ته درولی دی ، چي څه شیان راسره دي ، پیسې ، ګړۍ ، او نورقیمتي شیان ، هغه به یې ښه په بېغمۍ له مسافرو څخه راټوک کړي وي .

یو وخت چي موږ په حال کي راغلو ګورو چي په هسپتال (روغتون) کي پراته یو ، ډاکټران ستني رالګوي ، دحکومت سړي شا وخوا راباندي پېره دي ، ته وا موږ غله یو ، هغو درېیو کسانو موږ ټول لوټ کړو ڼ، چي په ځان یې لانه کړو پوه .

بس وایم : حقداد راته وویل ، چي دناولده چا شی به څوک نه خوري ، بیا په مسافرۍ کي .

پاي ،رحمت الله رحمت

کتاب پيژندنه

دکتاب نوم :درحمت ډالې

د ۱۴لنډوکيسوټولګه

ليکوال:رحمت الله ،رحمت

دکتاب ټول حقوق دليکوال  سره دي

دچاپ کال:۱۳۸۳ه ش/۲۰۰۴م دچاپ شمير۵۰۰

خپرونکی پخپله ليکوال/درابيطي لپاره

تليفون:۰۳۴۵۸۸۷۳۲۹۹/۰۳۱۳۸۴۷۰۷۲۵

E-mail:دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.

چمن پاکيستان   chaman/Pakistan

،،درحمت الله رحمت ۴ناولونه هم چاپ سوه آخيري ناول يې د( اميد ) په نامه تازه

چاپ سو،،

دکيسوشمير اوعينوانونه

۱:ورينداري ته وايه موږ وبخښه

۲:دخوشحالۍ ورځ يې په غم بله کړه

۳:يوستا ورورتورک وو

۴:چي په ژوندميراث سول

۵:دخندا اوتعجب خبري دي

۶:اوس به دنړي اتل ستا سي ګوټونه پالش کوي

۷:اوآخيري سلګۍ يې دي

۸:بس ټليفون کښيږدي

۹:خدای دي وبخښه

۱۰:چي فکراوسوچ پکاردي

۱۱:اوداغريبه مړه سوه

۱۲: بيابه بد نه کوم

۱۳:احتياط کوه

۱۴:بيا په مسافري کښي

ليکوال: رحمت الله رحمت

ورېنداري ته وايه موږ وبخښه

زحمتونه یې ګالل دهر چا خبري يې زغملې هرڅه به یې پرځان وړل خو چا یې هیڅ فریاد نه واورېدی . پرځوانۍ کونډه سوه دواده دوهم کال یې وچي خاوند   "   تورګل  "   یې دموټر دجنګېدو په پېښه کي مړ سو . دخاوند تربرو به هرکله چخني او کږې خبري ورته کولې او هر یوه به جلا – جلا په زړه کي ګوړي ورته ماتولې ، شاپېرۍ به یواځي داورته ویل : تاسي خو لږ صبر وکړئ چي زما   "عیده   "   خو تېره سي .لنګه غوا ، داخترپسه او څو تلتکه چي ول هغه خو موراڅخه یووړل .

څو ورځي لا نه وې تېري سوي چي شاپېرۍ وګل بختي ته کوچنی ورولېږی چي خاله ته وایه یوار خو راسه .

  "   ګل بخته خاله چي هم یوه خورا خواخوږې ښځه وه او په توره شپه به دهر چار کره تلله . هرچا به له میني خاله بلله ، سمدستي ځان په یوه سا را ورساوه   "   :

څپلۍ (ګوټونه ) یې لانه وې ایستلي چي پرشاپېرۍ یې ږغ وکړ : ولي خاله دي جارسم ولي داسي راتاوېږې څه درسوي دي ؟

وختي دي ولي حال نه رالېږئ چي داسي په عذاب یې زه نوکوم نه وم درمعلومه چي په توره شپه دهرچا خدمت کوم ، بیا نوستا .

شاپېرۍ چي درد ډېره په عذابه کړې وه په ډېر تکلیف یې ورته وکتل او په ګانګوړاواز یې ورته وویل : ما ویل مه مي ښوره چي هسي مړه شم او څوک نه شي را خبر. بیا یې پر ډیډیو لاسونه ونیول او دېوال ته یې سرتکیه کړ او له ډېره درده یې غاښونه پرله ونیول بیا یې په ژړه غوندي ( ژړغوني ) اواز وویل : خاله څه درته ووایم شکایت او بې صبري هم نه ده ښه پرداسي ځوانۍ کونډه شوم چي زما او تور ګل ځوانیمرک ارمان نه سره وخوت ، نصیب ډېر ژر راڅخه مرور شو . اوس مي دده تر مرګ وروسته دده تربرونه لکه لېوان مځکي ته نه پرېږدي ، خاله زه به نو څه درته ووایم ته نو کوم نه یې راخبره زما دژوند نو کوم ځای دخوشحالۍ دی، بیا مي هم داسلا وکړه چي خاله ته حال ولېږه اوس که ژوند وي او که مرګ خاله خو به درته ناسته وي ،   "   ګل بخته   "   خاله چي هم ډېره تجربه لرونکې مېرمن وه او دشاپېرۍ له حاله خبرېدو سره سم یې دکوچني دپیداکېدو شیان په غوټه کي ورسره راوړي وو او خاله هم لاس په کاروه ، لږ ګړۍ وروسته چي شاپېرۍ ساسمه کړه او د کوچني آواز یې پرغوږولګېدی ، دګل بختي خاله هم څېره له خوشحالۍ ډګه وه ، او پرشاپېرۍ یې ږغ کړه :  زویه مبارک دي شه ، هلک دی خدای دي یې درصالح کړي ، خدای       دي ارمان په وکاږه .

دشاپېرۍ چي دخوشحالۍ څخه سترګي له اوښکو ډکي وې وویل : خاله خدای دي بې زویه مه کړه ، خدای دي دبل له محتاجۍ وساته .

  "   خاله چي ټوله شپه په ولاړه تېره کړې وه دغسي په ولاړو پښو کور ته ولاړه ، مشرزوی چي یې اودس تازه کړی واو جومات ته تلی هغه ته یې وویل :نصرو زویه پرتاهم ناوخته کیږي نوري خبري به وروسته کوو، په جومات کي به ملاصاحب او میردل اکا د   "   تورګل مسکین   "   دزوی په زوکړه خبر کړې ، چي ودغو لېوانو ته څه نصیحت وکړي ، نن سهار دملاصاحب قرائت څه بل شاني و ، هرسړی پوهېدی چي څه پېښه سوې ده ، دسلام له ګرزېدو سره سم ، میردل اکا و خلګو ته وویل  : ټول کښېنئ نن ملاصاحب څه خبري درته کوي .

هر سړي دنوي خبري د اورېدو لپاره پرخپل ځای انتظار کاوه دغه وخت ملا صاحب ښو توندو خبرو ته ځان جوړکړی و ، دڅو مبارکو آیتوترویلو وروسته یې دکلي پرملک مخ راواړاوه ، ته چي دکونډي او یتیم غم ونه کړې څوک به یې کوي ؟

زموږ دکلي دغه مسلماني ده ، چي موږ ورته ګورو ، دتورګل مسکین له کوره یې تربرو   "   رازکی   "    او    "ښامیر   "   لنګه غوا داختر پسه او دکور لوښي په سپينه ورځ یووړل او دهغه کونډه یې په لندو سترګو پرېښوده . دالا څه نور ګواښونه هم ورته کوي ، مګر خدای بیا داسي نه کوي هغه دی برايي ( تېر ماښام ) دغه مېنه زرغونه شوه او دتور ګل مسکین زوی پیداسو.

دکلي ملک موسی اکا چي په دغو خبرو خپل ځان او کلیوال ملامت بلل سر یې راپورته کړ او شا وخوایې وکتل دکلي پرڅو ځوانانو یې ږغ وکړ، ورسئ ددغو لېوانو له کوره څخه دغه څه چي یې وړي دي بیرته دغي کونډي ته وروړئ .

میردل اکا لنګوټه پرسرسمه کړه سترګي یې په شمله وچي کړې او دتور ګل مسکین په دروازه کي یې دغه پيسې ګل بختي خاله ته ورکړې او دايې ورته وویل : ورېنداري ته ووایه موږ وبخښه .

دخوشحالۍ ورځ یې په غم بدله کړه

ژوند ټول په خوارۍ او غرېبۍ ورباندي تېر سو ، ټول عمر د بل همسایه و ، ښه راستمن سړی و، یو وزری و، یوه یې نه دوې کېدې هغه دچا خبره دیوه لاسه ټک نه خیژي دوه درې بچي یې لا دمخه مړه سوي وو، اوس یې داوروستی زوی   "   ګلاب "  ځوانۍ ته نیژدې سوی ولاس یې په سپک و.

دادمحمد اکا به هر وخت نصیحت ورته کاوه زویه دبې ځایه کارواو بې سره همځولو څخه ځان ګوره خدای مه کړه چي یوه بده راته پېښه نه سي وایم دبدو خلګو څخه همېشه بد پېښېږي ، ماددې کلي دهر سړي خدمت کړی دی په توره شپه مي یا نه ده ورته کړې . وایم خپل وس مي نه دی ځني سپمولی ته به خپلو کاروته پام کوې اوبله خبره داده چي ستا لپاره مي یو کار په نیت کي دی بیا به یې درته ووایم .

ګلاب هم ډېر ځیرک زلمی و ، سهار وختي به یې دملا صاحب څخه سبق واخیستی بیا به نو ټوله ورځ دپلار سره دمځکي په کار واخته و. په ټول کلي کي یې ښه نوم درلودی مازدیګر یې همځولي " زرین " ګیله ځني وکړه : داڅنګه انډیوالي ده چي زه دي نه یم خبر کړی او ټول کلی خبر دی . چي پلار دي " زرلښته " درغواړي ګلاب چي پر هوارپټو څنګ وهلي و راپورته سو او ویې ویل : ښه ته هم خبر سوی یې یاره زه شرمېدم نه مي شوای درته ویلای زه هم برايي ماښام خبر سوم پرون دورځي مي پلاریوه خبره راته کړې وه خو سرمي نه و په خلاص.

ماښام چي مي پلار مورته داقصه کوله نو زه هم پوه شوم ، چي پلار مي ولي دڅه مودې څخه پرځان تنګي راوستلې وه .

نور خو پرېږده زموږ دخوراک غنم او دلاندي پسه یې لا خرڅ کړ .بس دمسکین همداژوند دی چي دکوزدې او واده لپاره به دغاړي کالي خرڅوي دمړو او سرمایه دارو خلګو په ودو او ښادیو کي څنګه هشت ومشُت وي څنګه ټکان او اتڼونه وي .

" زرین " چي دانډیوال ګلاب خبرو وسو هیڅ جواب ورسره نه و، صرف دومره یې ورته وویل چي : دټکانو لپاره خو ما دادی ډکه توپنچه رااخیستې ده چي صبا دي دسملان راوړل کیږي ټکان به په وکړو او یوڅه دجېب خرڅه مي هم درله برابره کړې ده دغه مي په وس و.

ګلاب که له یوې خوا سبا دخپلي کوزدې خوشحالي لرله خو دبلي خوا دې ته حیران و ،چي په تش لاس په دغه دولور غاړه څنګه باسي او څنګه به یې اداکوي په دغو چورتو او فکرو کي خوشحالي ځني هېره وه پټو یې ټک واهه زرین ته یې وویل :

ستا یې کور ودان مګر په دې سرنه سره رسیږي سبا به ټوله ورځ راسره تېروې اوس ناوخته دی کور ته به څوک راته ګوري .

سهار چي دڅلورو کسانو مرکې دګلاب دکوزدې دسملان راورسول ، زرین توپنچه په لاس د ټکانو وار ته انتظار و، یو ناڅاپه ګوته دماشې سره ولګېده او ټک سو مخامخ ګولۍ دګلاب پر زړه ولګېده او دګلاب پرمځکه راچپه سو نارې او چغي سوې چي ګلاب مړ شو ، خلګ سره راورسېدل ګوري چي ګلاب لکه داختر پسه په خپلو وینو کي سور پروت دی او آخري ساه یې خیژي . ښادي په غم بدله سوه بس دمسکین دکور خوشحالي وه لږ ګړۍ وه دخلګو سترګي له اوښکو ډکي سوې او دایې ویل : دادمحمد اکا ته دي خدای   دزړه صبر ورکړي دغه یو زوی یې وهغه هم دمرګ په کار شو بیا پرداسي ځواني او دکوزدې په ورځ بس هغه دچا خبره"د خدای     دوستان ډېرزهېریږي " ګلاب مسکین چي یې خاورو ته وسپاری ، تردعا ګويي وروسته دکلي یو سپين ږیری لعل محمد اکا خلګو ته وویل : واورئ خلګو بیا که دچا زوی پیداشي یا کوزده یا واده وي بیا به دغه دغم ټکان نه کوئ ومولیدل چي دخوشحالۍ ورځ یې په غم بدله کړه .

یو ستا ورور تورک و

خدای سته ښه ورورګلوي یې ده ، یو دبل په خوله دي او مشر ورور نعمت لالا ته خو بیا ټول لاس په نامه ولاړ وي ښادي اکاچي دحجرې دېوال ته ډډه وهلې وه او دنسوارو په هینداره کي یې مخ ته کتل پر جانواکا ږغ وکړ ، ددغو هلکانو پلا ښه سړی و چي دوی دغسي صالح او دخپلي لاري دي ، مګر پلار یې نو اوسا (هوسا) ورځ ونه لیده دوی لاښه دي خوارۍ که پرتېري سوې ، خو اوس یې ژوند ښه دی ، څه مځکه ، یوه غوا ، اووه اته پُسونه لري .

صوفي صالح چي ددوی خبرو ته غوږ واو پرمځکه یې لیکي کښلې زیاته کړه : خلکو تاسي لکه چي
  نور حال نه په لرئ ؟

نوري خبري خو سهي دي خو یوه ستړیا ورته ګوري جانو اکا خبره ورغبرګه کړه ، کومه ستړیا چي ته په خبریې او موږ نه یو خبر سم مو په خبره سر راخلاص کړه ! صوفي صالح وویل : ستړیا خو داده چي دغه کشر هلک یې ډېر بې لاري سوی دی په دغه حال کي نعمت لالا هم سلام ووایه خلکو ستړي مسیا ورته وویل صوفي صالح زیاته کړه ښه شو چي نعمت هم راورسېدی ماویل : زه به دی هم په خبروم وایم دچرګانو دغلا څخه نیولې په هره بده پېښه کي دده لاس وي .

صوفي صالح لاخبره نه وه خلاصه کړې چي جماعت ودرېدی ترلمانځه وروسته چي نعمت لالا کور ته ولاړی ډېر زهېر و ، دمخکي په شان یې خوله له خندا نه وه ډکه ، دوهم ورور " پیداګل " پوښتنه ځني وکړه لالا ناجوړه خو به نه یې ؟

نعمت وویل : یا ناجوړه نه یم خو تر دې وروسته به ناجوړه سوپیداګل وویل : لالا نه شوم پوه چي څنګه به له دې وروسته ناجوړه شو؟

نعمت وویل : ستا په یاد دي چي ما به هر کله و تورک ته نصیحت یا منت کاوه مور به راڅخه خوابدې شوه ویل به یې دازما کشر زوی دی ، ته منتونه پرکوې او دې به بې ځایه نازاوه ، زه پوهېدم چي دغه نازونه به یوه ورځ راته غمونه شي ، مخکي هم زه څه غوږېدلی وم ، چي ځای بې ځایه سم نه ګرځي ، ماښام به ناوخته کور ته راتلی کله کله به دغه د " ګولک" چرسي پرکوټه هم یادېدی خودمور دلاسه مي هېڅ نه شوای ورته ویلای ، وړمه ورځ ستا په یاد دي چي ما نصیحت ورته کاوه ده څنګه جوابونه راکول ، تاولیدل مور پر مامنت کاوه او پر ده یې ژړل .

پيداګل یو سوړ اسوېلی وکېښ او ویې وویل : لالا په هغه ورځ مي ډېر زړه درباندي وسو ، دده جوابونه پرماداسي لګېدل لکه چړې چي راپکښي وهي ، که دخلګو خندا او دمور ژړا نه وای زه به یې هم په هغه ورځ خوښ شوی وای مور چي یې هم ودغو خبرو ته غوږ نیولی و او دا خبرې ښې نه پرلګېد ې وویل :

څه یې کړي دي چي ټول ورته بلا شوي یاست په ژړه غوني اواز یې وویل : ستاسي دلاسه نه دچا سره کښېنستای شي نه ولاړېدای شي کشر دی سم به شي نعمت وویل : هو! له دې وروسته به ښه سم شي ، که پرخاندې او که پر ژاړې ، داکور به خراب شي ، نن دکلي په مینځ کي خلګو دغه خبري کولې او دده بدي پېښي او غلاوي یې حسابلې ، درازو دپالیز ، دخان دباغ او د شاګل دپسوپه دغو ټولو غلاوو کي خلګو د ییاداوه ، نعمت چي ډېري ترخې خبري پرځان وړي وې ورور که یې بې لاري و ، خو بیا هم دده ورور و  په هره بده یې خوابدی و او دمرګ خبره یې نوره نه شوه پټولای ، زنو یې بلګ شروع کړی ، سترګي یې له اوښکو ډکي شوې ځان یې دغه دغم وخبري ته نه جوړېدی ، خو بیا هم مجبوره و او ویې ویل : آخیري خبره داده چي اوس په لاره کي سدوزی لالا راباندي پېښ شو چي له بازاره راغلی و اوویل یې : دلاري دنیوو په پېښه کي دوه غله مړه او یو زخمي و ، ما دتور پله سره ولیدل ، یو ستا ورور تورک و.

چي په ژوند میراث شول

نور محمد لالا ډېر خواخوږی سړی و، دهرچا په غم او ښادۍ یې ځان خبراوه ، ترخپله وسه یې دناتوانه اوبې وسو خلګو مرسته او کومک هم کاوه .

په دغه خپله خواخوږي سره هرچا په ښه نامه یاداوه بس دهرچا غم ورسره و ، کله کله چي به څه بده پېښه یا ظلم شوی و نو اول به یې اثر دده پرمخ معلومېدی ، کله کله به دغو بې انصافیو او ناجایزه پېښو داسي زور پر وکړی چي ویل به یې راځئ له دې ښاره کډي بار کړو  نه انسانیت شته او نه دانسان قدر هغه بله ورځ یې لالو اکا ته وویل : ته هره و رځ راته وایې صبر کوه دابه سړی څنګه وکړي ، لالو اکا خبره ورغبرګه کړه : بیا چا ګلان کرل چي مځکه یې ستا پرطبیعت نه وه ماته کړې ، نور محمد چي پېښي ډېر زهېر کړی و په لاس یې دتندي خوله وچه کړه ، دمنګي اوبه یې پرسرپورته کړې ، خبره ته حیران و چي له کومه یې شروع کړي خو آخیر یې وویل : لالو اکا څه درته ووایم : ته لکه چي نه څه اورې او نه څه وینې ، دلته څوک شته چي ګلان وکري یا دګلانو کار کړي ؟

دلته خو خلګ اځغي کري اځغي .

لالو وویل : وروره زه خبر یم چي دغه حال دی چي هیڅوک ګلان نه کري  .زما خپله په پښو کي ډېر اځغي مات شول چي لامي دګلانو پرخوا ډېر زور دی ، څه وکړم له وسه مو څه کیږي ، څوک به مو ناره واوري ، وایم ښار ناپرسان دی بس یو ګوزاره به کوو، ښه ته ووایه ، چي بیا دي څه اورېدلي دي چي داسي دي زړه درته ډک دی .

نور محمد وویل : هرڅه مو اورېدل خو دژوند دمیراث مو نه و اورېدلي . هغه بله ورځ دلاندي کلي څخه راتلم چي په لاره کي مي یو سړی ترنظر شو ، ډېر مي حیران – حیران ورته کتل نه پوهېدم ، چي مسافر دی او که لېونی ، خواره واره وېښتان، رنګ یې تک ژېړ و ، دمخ بڼه الوتې ، حال یې ډېر خراب و په دغه چورت کي ورنژدې شوم سړی روغ راته ښکاره شو ، ترسلام د مخه يې ترلمن ټینګ کړم او راته ویل یې کښېنه ولي داسي په چورت کي راته ورک شوې ؟

دده سختي ورځي له ماڅه هم دسلام وراچولو وار خطاکړ، خو سلام مي ورته ووایه . دده په جواب مي سره نه شو خلاص ، ددوبي سره غرمه وه دکور پرخوا مي هم تلوار و، خوبس ورسره کښېنستم لږ ساعت وروسته مي سړی وپېژاندی چي سد و ګل دی دپلاني ....... دکاله ، ښه دپلار او نیکه سړی و، ورته ومي ویل : څه درپېښ شوي دي ؟ ته او داحال دی ؟ لږ ګړۍ خاموشه او پټه خوله و، اوښکي یې پر مځکه وڅڅېدې زماهم سترګي ورسره لندې شوې ، خدای      شته دغریب پرحال مي ډېرزړه وسو ، ما هم په خبرو کي خپل نوم وریاد کړی ، دده به هم نه وهېر ، تاواورېدل لالو اکا : هو ما واورېدل نوره قصه راته کوه نور محمد وویل : بیا نو سدو ګل راته وویل نور محمد لالا چي ورځ تیریږي تیاره زیاتیږي . له کومه سره یې درته بیان کړم تاته ښه درمعلومه وه چي هیچا ته مي تاوان نه دی وررسولی او نه دچا په تاوان خوشحاله وم  ، ښه ماجت (مسجد) ، ښه مېنه ، دمېلمه کوټه ، دوه باغه ، دپالېز او کښت مځکه ، دوې باوړۍ ، وایم ښه ژوند مي درولودی خو د خدای       کارونه دي خدای   ښه په پوهېږي چي نن بیا پر دې حال یم .

نور محمد ما ورته وویل : بې شکه دادخدای   کارونه دي چي داسي کیږي وایم چي درپېښ شول چي دې حال ته راورسېدې ؟ زه سم په حال نه یم خبر .

سدوګل وویل : نورک لالا څه به دي سرپرله ګرزوم جاندو خوښه پېژنې چي زما تربور دی چي زه خدای       په ښه باد وهلی یم ، له هغه وخته یې راسره اخیستې ده او تر ننه یې سم قدم نه دی راسره ایښی ، په حکومت یې بندي کړم یم   ، څو ځایه مځکه یې راڅخه لاندي کړې ده ، هیڅ مي په وسه نه ورسره کیږي راباندي زورور دی او نه بل چا ږغ ورته کړی دی .  چي ولي ظالمه : داظلم کوي ، وایم دغه کال په کال چي کاختۍ دي ، بارانونه نه کیږي ، برکتونه ټول شول ، خوشحالي نه شته وایم داخو ټول زموږ عملونه دي تاواورېدل نور محمد لالا ، نور محمد : هو ما واورېدل وایم په دې کي خو هیڅ شک نه شته چي موږ دزورور ملګري یو او ظالم ته مو په ظالم نه دي ویلي .

ښه ته قصه کوه :

سدوګل وویل : وایم هغه ډېر ظلمونه راسره وکړل ، دوه کاله مخکي يې ځوان زوی داسي راوواهه چي له هغو وهلو مړ شو، چامي ناره وانه ورېده . دحکومت خلګو ته یې پیسې ورکړې ویل یې داغل وموږ مړ کړی .

ترهغه دمخه یې یو ه لور راڅخه وتښتوله  ، ګوره چي مړه یې کړه کعه یې پریو چا خرڅه کړه ، توري مځکي مي پسي سپيني کړې پروطنو – وطنو وګرځېد م هیڅ درک مي یې پيدانه کړی ، بس نویوزه اویوه کوروالا سره پاته شوو او داغمونه . په دغه حال کي سدوګل سرکښته وځړاوه او څه اوښکي یې پر مځکه وڅڅولې ، لږ ساعت وروسته یې سر راپورته کړی او داسي یې وویل : شپږ میاشتي مخکي یې عرض راباندي وکړی ، ویل یې تازموږ درمې سپی وژلی دی ، بس دحکومت سړي راغله او زه یې لاس تړلی په بند کي واچولم . دپوښتني څوک مي نه و زما دځوان زوی غورچا ونه کړ، مګر دظالمانو او زورورو چي سپی په خپل مرګ مړ شي لا یې هم پوښتنه کیږي او ما غوندي غریبان یې په تور بند ته  اچول کیږي .

وایم څه درته ووایم : زړه مي له تورو وینو ډک دی خدای     پاک مو دي له دې ظالمانو خلاص کړي ، بس په دغه بند (زندان ) کي یې اچولی وم ، چي تاڅنګه زموږ سپی وژلی دی ، هلته مي تر شا په کور والا (مېرمني) پسي زړه ختلی و، چي پر هغې خوارکۍ به څه تیریږي . هغه هم دغو غمو لېونۍ کړې وه ، یو وار دوه مي حال په وشو چي کله –کله دکلي یوې سپين سري یوه ګوله ډوډۍ ورته راوړې ده یا یې داوبو لوښي ورسره ډک کړي وو، خو آخیر – آخیر  دسدوګل ستونی له ژړا ډک شو، زني یې وبلګېدې ، له سترګو یې اوښکي کښته وڅڅېدې ، زما هم سترګي ورسره لندې شوې زړه مي راته وویل : چي مخ پرغره ونیسم یا یوه تېره چاړه پیداکړم او په د غو ظالمانو پسي یې را واخلم ، چي پېژنې یې وژنه یې ، خوله وسه مي هیڅ نه وه پوره بې له افسوسه ، لږ ګړۍ وروسته ما ورته وویل : سدوګل لالا بس خدای     ته به صبر کوو، نو آخیر څنګه شو ؟ سدوګل سترګي په لستوڼي وچي کړې او داسي یې وویل : هونور محمد لالا خدای        دي وکړي چي له دغو ظالمانو څخه خلاص شو ، نو آخیر داسي وشو چي یوه شپه مي مېرمن په اوبو پسي راوتلې وه ، چي څښاک یا اودس څه اوبه راوړي ، پام یې نه شته دباوړۍ و څاه ته ایله شوه ، دوې ورځي وروسته خلګو راکښلې وه ، بیا خو نو دمسکین کور دی چي دسپين کفن وس نه لري ، دکلي سپين سرو په هغو کالیو او پوړني کي ورته کفن ورکاوه ، چي د کلي څو ځوانانو په دغه وخت کي دکفن ټوکر ورته راوړی او ویل یې : دغه یې ورکفن کړی ، دغو ځوانانو داهم وویل : نور نو موږ دغه ظلمونه نه شو زغملای، موږ به نور دجاندو رنګه ظالمانو نسونه ورڅېرو او دسدوګل غوندي غریبو خلګو پرڅنګ به درېږو او غور به یې کوو، بس دغوځوانانو حاجي مدو اکا چي ښه مشر سړی د ی، حق نه پټوي دځان ملګری کړی و او راغلل زه یې دبنده څخه خلاص کړم ، کلي ته ولاړم څوک پاتا (فاتحې) ته نه دي راغلي ، ولي بې وسه سړی وم له بې وسه خلګو سره څوک غمرازي کوي ؟

شپه دوې مي هلته تېري کړې ، دیوازیتوب ژوند و که دیوې خوا د جاندو څخه مي دمرګ بېره وه ، خو هغه ما له خدای      راوستلې وه ، دبلي خوا بې کسي اونېستي وه لاره راڅخه ورکه وه چي څه وکړم هسي خو جاندو په ژوند میراث کړی وم ، بس دغه لوښي او توري (کالي) مي په موټر کي راواچول ، موټروان ته مي یو دېګ او جوال په کرایه کي ورکړی، نغدي خوما نه درلودې اودلته یې راورسولم ، اوس که دي خوښه وي زما جایداد به ستا په نوم تاته درکړم وایم چي دغه ظالم یې خوري نو یې ستا .

نورک وویل  : زه چي کیسې ډېر سوځلی وم دغسي بې اختیاره ځیني راولاړشوم او دغه دی تراوسه مي سر پرله ګرځي .

لالو اکا اوس یې نوګلان بولې ، که اځغي زموږ دخلګو دغه حال دی ، چي په ژوند میراث شول .

دخندا او تعجب خبري دي

ډېر خلګ راغلي وو، دعلاقې خانان ، ملکان ، دوکانداران او څه غریب خلګ او دحکومت چارواکي هر چا په زړه کي یو څه جوړه کړې وه چا فکر کاوه چي دلته به مي څوک وپېژني چا ویل ، چي حکومت به څه راکړي یا به څه محصول او غم راباندي کم کړي ولي چي دادترقۍ او پرمختګ لپاره مجلس او غونډه ده .

خیرهر سړی دخپل فکر نیلی ښه پرځغلولی و که له یوې خوا ګرمي وه خوله بلي خوا نه اوبه و ې، نه داوبو خدمت ګار . څو دشېر بتو جېکونه وو هغه هم صرف دمعززینو مخ ته پراته وو، دچوکیو هم دغه حال و، درانه او سرمایه دارخلګ پرچوکیو او غریب خلګ پرمځکه ناست وو، ډېري خبري وشوې خو هرچا داکوښښ کاوه چي داسي خبره ونه کړي چي دحکومتي چارواکو باڼه درانه اوخوابده شي ، چا دامن او کرارۍ صفت کاوه ، چا دترقۍ کارونه ستایل ، ملک نصرو ، چي له حکومته یې ډېر څه وړې وو، څو کاله یې مالیه (ټیکس) هم نه و ورکړی اوڅه نور جرمونه یې هم کړي وو، دحکومت او حاکم صاحب ډېر صفتونه وکړل .

حاجي شاګل وویل : دانوی حاکم چي راغلی دی دا د لوی او لوړ خاندان سړی دی  ،هغه بل کال زه ددوی کور ته ورغلی وم دده له پلار سره شل کسه غله او بدماشان (بدمعاشان) په کوټه کي ناست وو، خلګو وویل : داکور هیڅکله له مېلمنو نه دی خالي شوی ، دوست محمد اکا چي ښه خواخوږی سړی و هم دلته ناست و داټولي خبري داسي پرلګېدې لکه دمار زهر ، خوبده داورپېښه وه چي سرمایه دار نه و ، په دې وخت کي دغونډي دمطلب او مقصد په باره کي لیکل شوي کاغذونه پردېوالو ولګول شول . چا – چا ته هم دانه مانه ورکړل شو او یوه حکومتي افسر دغونډي مقاصد هم بیان کړل ، دغه وخت چي دچا په دغو خبرو سر خلاصېدی په هغوی سرونه کښته وځړېدل ، نه پوهېدل چي څه وکړي او څنګه رشتیا ووايي او دغه خبري ردي کړي .

په دې حال کي حاجي نذر ګل اکا لنګوټه پرسرسمه کړه ، پټو یې پراوږو واچاوه دغسي دخبرو ځای ته بې واره راولاړ شو خلګو ټولو یو بل ته سره وکتل او دایې سره وویل : اوس یې ګوره ما نه درته ویل ، چي حاجي صاحب دپلار اونیکه څخه خان دی ، دقام دینداره مشر دی ، هر وخت یې دولس غم خوړلی دی ، دظالمانو څخه نه بېرېږي او نه دغلو ملګری دی اوس یې ګوره ! حاجي نذر ګل اکا په دغه وخت کي په خبرو پيل وکړ،

واورئ خلګو دغه څه چي تاسي واورېدل داصرف خطاایستل دي اولېوه په خړسپي تېرول دي .

موږ نور دغه لېوان دخړ سپي په نوم په رمه کي نه پرېږدو ، چي دمېږو نسونه ورڅيري کړي . پرموږ یې لکه چي دحیوانانو فکر کړی دی که څه ؟ امنیت چېري و په سپینه ورځ غلو لاس اچولی دی ، شپه خو لا څه کو ې، هره ورځ چي اورې یوه دوې غلاوي شوي وي ، دالا څه کوې ، هغه بله ورځ یې په هغه لاندي کلي کي څنګه ښه ځوان ویشتلی و، سړی ماښام خپل کور ته زړور نه شي ورتلای ، دشپې چي سخت مریض پېښ شي هغه بله مري یا به یې خلګ دسر په سودا ترډاکټره رسوي ، دااوس امنیت دی دې ته تاسي امنیت وایاست ؟

ولي حکومت او مشران دغه شپږ کسه غله نه نیسي او سزا نه ورکوي ؟ دغه بې کاري خوټوله دغه زورور جوړه کړې ده ، ولي رشتیا نه سره وایو ؟ داسي معلومیږي چي ددې نوي حاکم سره نور غله ډېر شوي دي ، موږ له حکومته غواړو چي داحاکم لېري کړي او هغه بل پخوانی حاکم موږ ته راولي ، هغه حاکم ښه سړی و، هغه په هر کال کي عدل کاوه هغه دخان او غریب فرق نه کاوه ، په دې حال کي ډېرو خبرو او جذبې دحاجي صاحب په خوله کي ناړي وچي کړې ، سفر محمد دغه وخت یو ګلاس اوبه ورکړې ، ها حاجي صاحب یو وار دایو غوړپ اوبه وڅیښه تر ژبه دي جارشم ، رشتیا چي ایمانداره مشر یې ، وایم تا دي خدای      پاک زموږ له مینځه څو ورځي نه باسي ته خو دپلار اونیکه سړی یې .

حاجي نذرګل اکا تراوبو څښلو وروسته وویل : دحکومت سړو داوویل ، چي موږ به درایت یا عوامو څخه دا... دادغم د محصو ل( ټیکس) په نامه اخلو او دوه کلي موپه دې درونړول چي هلته به یو پارک دساعت تېري لپاره جوړ کړو ، یو کلی او څو دوکانونه لا نور هم درنړوو، زه وایم چي حکومت داسي دی لکه ورور او رعیت یا عوام داسي دی ، لکه بل ورور نو زما په فکر ورور ته نه ښایي  چي دورور کور ورونړوي .

کاکا زموږ خلګ دماښام ډوډۍ نه لري ، دی موکورونه رانړوي او دساعت تېري میدان راته جوړوي. دغه ته حکومت ترقي وايي ؟ دخندا او تعجب خبري دي .

اوس به دنړۍ اتل ستاسي ګوټونه پالش کوي

توروېښتان، ښې غټي سترګي ، دګلاب په شان مخ ، کړه وړه یې ښه پرله برابر وو، داسي معلومېدی لکه له یوې ښې درنې کورنۍ څخه چي وي ، مګر لباس یې داوخت نه وپرله پوري . خیرن او غوړ کالي ځای پرځای پینې هم باندي معلومېدې ، لکه دبل جامې(کالي) چي یې اغوستي وي ، پرتن یې برابري هم نه ښکارېدې ، دوکاندار ورته ووویل :

ولي سبق نه وایې چي داکار کوې ، ګلزار چي په کار بوخت ووویل : ښه دی کاکا جانه وبه یې وایم . دوکاندار ورته وویل : کله به یې ووایې ؟ ګلزار وویل : چي مړ شم بیا به نو ډېر سبق ووایم : دوکاندار وویل : څنګه چي مړ شې بیا به نو ډېر سبق ووایې .

ګلزار چي ددوکاندار یو ګوټ (بوټ) پالش کړی و اوبل پاته وپرمخ راغلي خولې یې لکه پرګل دشبنم څاڅکي دلاس په چپه خواپاکي کړې او دوکاندار ته یې وویل : زه مجرم یم ، زه باید اول ووژل شم .

دوکاندار چي یو لاس یې په سودا اخته و او فکر یې دهلک په وناولده خبروکي و او حیران و، ویې وویل : ښه هلکه ته سمه خبره وکړه ته څنګه مجرم یې او تا څه  جرم کړی دی ؟

په دې کوچنیوالي کي خو زموږ کوچنیان هیڅ جرم نه شي کولای ، سها روخت ناری( ناشته ) وکړي ، شیدې ، هګۍ او څه نور شیان ورسره وخوري ، سرپه هنداره کي غوړ او برابر کړي بیا یې نو په موټر کي راواخلو او دښوونځي په دروازه کي یې کښته کړو، غرمه ناوخته یې بیا په موټر کي راولو ، ماپښین بیا بل استاذ چي موږ يې ماسټر بولو هغه ورته راځي ، انګلش او نور څه ورزده کوي ، مازدیګر بیا څوک کرکټ یا فټبال او نور څه کوي ، ښه ته  ووایه : تاڅه جرم کړی دی ؟

دګلزار چي دغه وخت دخپل ولس ا و دځان ټول زحمتونه او دردونه یوپه یو مخ ته  پراته وو او ددغه دوکاندار او دنوري نړۍ دولسونو ناز او نخرو دده دسترګو کاسې له اوښکو ډکي کړي وې ، داسي وویل :

زه په دې مجرم یم چي زه دافغانستان یم او افغان یم ، موږ یو نیم میلیون شهیدان ورکړل ، دوه میلیونه معیوبین ، ګوډان  او ړانده شول ، پنځه میلیونه زیات او کم مهاجر او کډوال شول، وطن مو کنډواله شو .

کونډي او یتیمان مود مجبورۍ فقر ته اړشول ، څوک په نیم نس دنورو منتونه پرځان وړي ، په ګاونډي او عربو ملکو کي  په نیمه مزدوري درانه کارونه کوي .

دلته هلته چي دچا خوا ورته بده شي ورته وايي : ته هم خبري کوې ته خو ماجر(مهاجر) یې . هر ځای چي څه بده پېښه (واقعه ) وشي ، هرڅوک یې وکړي ، نوښه او آسانه کار دادی چي پر افغاتن وتړل شي ، ګلزار چي په خبرو ښه موسم نیولی و، دوکاندار هم لاس ترزني ملامت غوندي ورته کتل ، څه نور خلګ هم ودې مجلس ته غوږ وو، ګلزار وویل : کاکاجانه تا واورېدل ، موږ همدغسي هرڅه په خپل وطن کي درلودل .

یوازي موږ دوې کوټۍ چي تاسي یې بنګلې بولئ ، دوه باغونه ، ښه ډېره مځکه ، درې غواوي ، شل دېرش پُسونه ، دوه ښه اسان ، دسپرتیا موټر وایم څه درته ووایم : خدای    پاک  هرڅه راکړي ووداسي نو هرڅوک درواخله چي څه ناڅه شی یې درلودی ، ښه جنت غوندي وطن .... ښه باغونه ، رواني اوبه دوطن مېوې په مونورو ملکوو ته تللې ، وایم په جنت کي اوسېدو دلته خو اوبه لاپه بیه دي  . ګلزار چي دمهاجر-مهاجر په نامه دنورو افغانانو په څېر ډېر تنګ شوی و ، ایله اوس یې دخپل زړه دتاوایستلو لپاره دوکاندار او څه نور کسان دخپلو خبرو تراغېز لاندي راوستي وو، دلته نژدې یوه سړي ګلزار ته اوبه ونیولې ها دا یو غوړپ اوبه وڅیښه  هلکه ودي ژړولو ، ګزار اوبه پرسر پورته  کړې ، بیا یې برش پرګوټ (بوټ) وګرځاوه او خپلو خبرو ته یې داسي دوام ورکړی ، تاواورېدل کاکاموږ دغه ښه ژوند ، جنت غوندي وطن ، په میلینو انسانان دخپل وطن ، ناموس او عزت لپاره قربان کړل ، که ددغه سره ښامار روس مخه موږ نه وای نیولې ستاسي به څه حال وای ، موږ په خپلو قربانیو سره دغه ښامار له دنیا څخه ورک کړي او دنړۍ نورولسونه مو هم ځیني خلاص کړل ، اورېدلي مي دي چي زموږنیکه ګانو په دې پېړۍ کي دنړۍ یو بل قوت انګرېزانو ته هم ماته ورکړې ده .

اوس نو افغانان ددې وړ دي چي سړی یې پر لاسو مچ کړي او دنړۍ اتل او قهرمان ته اتل او قهرمان ووايي او که یې خلګ په ډبرو وولي او ددغه زخمي زمري پښې نوري هم ورماتي کړې .

دادنړیوالو انصاف دی چي هغه سره ښاماران اوهغه زموږ قربانۍ یې هېري کړې ، چي لامي اوس هم پرکراره نه پرېږدي او زموږ پر سر سوداګري کوي ، دغه دلته هلته چي دخلګو بچیان او مېرمني بې غمه ګرځي داخوزموږ دمېړاني برکت دی .

ولي لا داخلګ حقیقت نه مني او موږ ته په سپکه سترګه ګوري ، په دغه وخت کي ددوکاندار او څو نورو ولاړو کسانو په سترګو کي اوښکي ډم ولاړي وې او هېڅ جواب یې نه درلودی  ، ګلزار چي دواړه  ګوټه پالش کړي وو او له درده یې پر دوکاندار وروغورځول ، ها واخله ، اوس به دنړۍ اتل ستاسي ګوټونه پالش کوي .

او آخري سلګۍ یې دي

دګلاب ګل و، ټول کلی په ښایسته و ، پلار او مور به هم ښه نازاوه ، ماښام به یې له بازاره پلار څه ناڅه شی ورته راوړی ، په دغه کوچنیوالي کي  خدای      له ښایست سره – سره ښه عقل او پوهه هم ورکړې وه .

کله کله به دماما یا خاله زامنو کور ته بوتلی ، هلته به یې څو شپې وکړې هیڅ بد یې نه کول، هرشی که به بې ځایه پروت و، هغه به یې پرځای ایښوول . چاکو ، اورلګیت (باکس)  او دوايي چي به يې دنورو کوچنیانو په لاس کي ولیدل مشران به یې په خبرول . هر وخت به یې لاس ، مخ او کالي پاک ساتل . بس هغه دچا خبره خدای    ورښوولي وو، هر چابه چار ګل ښه یاداوه . وایم په ټول کلي کي صفت یې کېدی ، له خپلي خور جمیلې او مور سره به هر وخت دکور په کاروکي بوخت و ماخوستن به مور ورته وویل : چارګله زویه ستړی شوی یې ، نور ځایونه به زه هوار کړم  ته ورشه ویده شه شه ټوله ورځ دي آرام نه دی کړی .

چارګل به ویل : موري ماته ښه کارونه خوند راکوي هغه بله ورځ مي پلار ویل : دهر چا سره مرسته کول دښه انسان علامه ده . کله – کله به له پلار سره دلویانو او مشرانو خلګو مجلس ته هم تلی او هلته به یې دمشرانو خبروته غوږ نیوی او خبري به یې زده کولې ، چېري چي به په کلي کي ډوډۍ او مېلمستیا وه ، نو هر چا به فتح لالا ته ویل ، چي چارګل دي هېر نه شي هغه به خامخا درسره راولې .

دسبق سره یې ډېره مینه وه سهار وختي به مسجد ته د سبق لپاره تلی ، سکول (ښوونځی) په کلي کي نه و، ماښام تیاره چي به یې پلار له بازاره راتلی ، نو ده به تر راتلو پوري انتظار ورته کاوه ، اودلاري خواته به یې کتل . پلار که به یې ټوله ورځ ستړی و یا به یې څه خپګان یا خوابدي لرله ، نو ماښام به د چارګل او جمیلې په خوږو او ښو خبرو هوسا کېدی .

چارګل به کله –کله پلار ته ویل : پلاره ما هم بازار ته درسره بیایه ، زه به هلته کومک درسره کوم خو پلار به ورته ویل : زویه ته لااوس کوچنی یې ، ته اوس خپل سبق وایه .

چارګل : هو پلاره زه به سبق وایم ، سبق زما خوښ دی ، دهغه لاندي کلي ملا صاحب چي نصیحت کوي ، ږغ یې زموږ کورو ته رارسېږي ، داسي ښې خبري کوي زه هر وخت غوږ ورته نیسم .

یوه ورځ چي فتح له بازاره ناوخته ماښام کورته راغلی د چارګل مور ورته ویل : سړیه یو وار دي داجمیله په موټر کي ډاکټر ته وړې وای ، له غرمې څخه ډېره په عذاب ده ، ماپښين مي حال درلېږی خو هغه څوک نه سو پیدا.

فتح چي لور ته ورتېر شو ګوري چي هغه پربل حال ده ، ږغ یې پر وکړی ، لوري جمیلې څه درشوي دي ؟ خو جمیلې ږغ نه شو کولای ، یواځي یې سر ته لاس وروړی یعني دسر له درده ډېره په عذاب یم ، دپلار او مور سترګی په اوښکو لندې شوې چارګل هم ټوله ورځ دجمیلې په ناجوړۍ دیغ او اخوابدی و، له فتح څخه نوره ورکه شوه ، دغسي وموټر ته وخوت او په ډېره تېزۍ یې موټر پر شا راوست ، چي مخ یې راوګرځوي ، یو ناڅاپه یې ږغ ترغوږشو دغسي دچارګل مور هم په ناره کړه ، خوله دي له خاورو راډکه کړه فتح چي له موټره راکښته سو ، ګوري چي چارګل زوی یې په موټر وهلی دی او اخري سلګۍ يې دي .

بس ټلفون کښېږدي

پردل وویل : نوروز اکا په یاد دي ، دي . زموږ دکلي څنګه ښه ژوند و ، چا په لږ درلودل چا به کم ، دچابه لس دچابه شل دچابه زیاتي مېږي او وزې وې ، شپانه به خپله رمه پروخت د څړ لپاره بېوله . له رمې سره به دوه غښتلي سپي هم ورسره وو چي یو لنډی او بل برګی نومېدی .

وایم : پردانژدې حد لېوان نه شوای پرراتلای ، رمه چي به کلي ته راورسېدله ، مېږي او وزې به پړکونه سوې او دخپلو کورو په لور به داسي ورپرېوتې لکه دډېرو شپو پردېسي چي وي ، د هر کور له خوا به دوریو او مرغو مانو اوازنونه پورته کېدل ، او دخپلو مندو و راتلو ته به په هر کلي کي وو، یووار به مېږي اوورۍ ، وزې او مرغومان سره ګډ شول ، مېرمني به کټوي او لوښي په لاس ورته ولاړي وې څو دلوشنګ له کاره ځان فارغه کړي .

هوا او اوازونه به سره زمزمه کېدل ، دخوشحالۍ فضابه جوړه وه ، نو روز اکا پرتندي لاس تېر کړی ، لنګوټه يې ومخته کښېښودله ، سترګي یې له اوښکو ډکي وې ، زیاته یې کړه ، رشتیا هم پردل لالا هغه ښه وختونه وو ، شیدې ا و مستې هرځای ډېري وې ، غرمه به یخو او سړو شلومبو دتبۍ له ډوډۍ سره څنګه خوند کاوه ، دکلي شا وخوامځکي به په پالېزو کرل شوي وې ، هندوانې او خټکي خو بې حسابه وو، دغرو دچینو سړې اوبه او ددښت دګلانو بوی خو پر سړي باندي داسي لګېدی لکه شهد او عسل .

وایم : لکه دلقمان حکیم صاحب دوا او درمل اوس خو مو دادی تر زړه ویني څاڅي او سترګي مو له اوښکو ډکي دي ، دغه دوه درې کاله کاختي او هغه پخوانیو مصیبتونو هیڅ نه راپرېښوول ، مېږي وزې ، خو مو ټولي مړې شوې  ، باغونه وچ شول ، کښت کرونده ختم شوه ، دخوراک شی نه شورا پاته .

وایم : وچ وړه لاله بازاره په پورراوړو، اوس خو دادی پور لا څوک نه راکوي ، چاچي څه وس درلودی هغه بازار و او ښارو ته کډه شول ، چاته خواري پيداکیږي او ډېري یې هلته دربدره ګرځي ، خواري او مزدوري هم نه ورپیداکیږي  ، داوبو غوړپ په څاګانو کي ودرېدی چي باغونه او رمې یې درلودې هغه وفقر ته اړشول .

پردل لالا وویل : هو نوروز اکا تا دفقر خبره وکړه ، هغه بله شپه مي په بازار کي وه ، په جومات کي یوه سړي دمرستي ږغ وکړی اویوې خوا ته یې پټو هوار کړی ، سړی شناخته رامعلوم شو، ښه مي ورته وکتل چي خدای دوست اکا و ، چي خلګ سره ولاړل ، پوښتنه مي ځني وکړه ، دوې رمې یې مړې شوي وې ، په صحرا کي دځان پرمرګ بېرېدلی و ، بل چا کومک ورسره کړی و ، دیوچا تر غوږي یې راوستلی و ، دومره خرڅ نه  و ورپاته چي ځان تریوځایه پوري ورسوي یا يې ماښام وخور ي، داسي نو ډېر درواخله ، نوروز اکا یو سوړ اسوېلی وکيښ او ویې ویل : یاره پردل لالا خدای      دي فضل کوي نیمه دنیا له فقره سره مخامخ شوه  . وایم : یوازي دغه خدای دوست اکا درواخله چي څه يې مانده و ، هرڅه خدای        ورکړي وو ، هر وخت پر شلو کسو مېلمنو غښتلی و، مګر خوارکی نن دادی سوال کوي ډېره سخته کاختي او وچکالي شوه .

پردل لالا وویل : دالکه چي ټول زموږ عملونه دي ، چي داسي راسره کیږي ، وایم ، زموږ څه کول دخلګو سره مو معامله څنګه وه او له خدای       سره مو وعده څنګه وه ، دخیر او خیرات دروازې وتړل شوې . پخوا به څنګه پسونه او غوايي د رب د رضا لپاره حلالېدل ، وایم : خیرات خو څه کوې فرض زکوة هم نه ورکوي ، پخوا چي به یې نه وې لیدلی پوښتنه به یې کول اوس چي په مخه درشي مخ درڅخه اړوي ، هغه ښه سړی به نو درته وايي . بس شکر دی معنا دا چي نوري خبري مه کوه راڅخه ولاړشه ، ستا به داخیال وي چي دامي دکلي دی یا مي دکاکا زوی دی ، دوکان او کوټې ته به ورشم ، پوښتنه به پر وکړم چي دروازې ته ورنژدې شې ، توري هنداري به یې وي سړی به نه معلومیږي ، چي څوک سته او که نه ؟ بیا نو ددروازې دخلاصېدو په چم هم نه پوهیږي .

کله-کله په لارکي یو سړی ولاړ وي ، هغه دمخه لا درباندي ږغ کړي چي حاجي صاحب نه شته معاف که ، وروره ولاړشه ، ته به پوښتني ته ورځې دوی چي وايي خیرات غواړي ،که دي بخت پرځای و ، نو به دي دننه ورپرېږدي ، بیا نو دادرک نه درمعلومیږي چي روغبړ یا ستړي مسیا څنګه ورسره وکړم او ګوټونه چیري وکاږم ، ته خپلي وصیلې او قرابت په مخه رااخستی یې ، خو په داسي ناولده ځای کي ورننوځې چي که خدای       په خیر ځني راوایستې ته چي روغبړ یا جوړ په خیر کوې په دغه حال کي دي دوه یا درې ګلاسونه چپه کړي یا مات کړي وي ، ولي ستا کوټ او پټو دواړه درځړیږي ، له نا پامۍ څخه دي پښه تر ځایه سمه نه رسېږي .

وایم : څه سر دي پرله ګرځوم پریوه لویه سرګردانۍ واوښتې ، په دغه حال کي هغه ستا قریب یا شناخته هم پرځای نه وي ، یودوه منشیان یودوه کشران وي هغه هم چا پراخبار سر ځړولی وي ، چا یو کتاب یا دحساب ماشین مخي ته ايښی وي ، چا بیا ټلفون غوږ ته نیولی وي ، دالو الو (هیلو هیلو ) نارې پکښي وهي او دابه سره وايي :

څنګه سو ، درورسېدی ، بازار څنګه دی ؟ بس درسره رایې نیسه ، دستي شل لکه درحواله کوم ، هو – هو بس صحیح دی ګټه کوي . دلته نو یو وار سره وخاندي په دغه حال کي بیا دټلیفون یوه کیلۍ (بټن) ووهي اوس نو دهغه بل سړي خبري هم اورېدل کیږي ، بیا ورته وايي ښه موسم څنګه دی؟

جواب : دباندي ګرمي ده ، خو موږ ایرکنډېشن ته ناست یو .

پوښتنه : برايي مو څوک مېلمه و؟

جواب : لنډو او پیرک ، څنګه ورقي مو وکړې هوبازۍ چا وګټله ، موږ دوې بازۍ ځیني وګټلې ، ښې دوې بازۍ مو ځیني وګټلې ، بیا خو نو پر زورور واست .

پوښتنه : څه وخت ویده شولاست ؟

جواب :  داسي دسهار خوا وه دسهار لمونځ هم راڅخه قضا شو ښه دسهار لمونځ درڅخه قضا شو؟ هو .

پوښتنه  : هغه نور چیري دي ؟

جواب : هغه لا اوس هم ویده دي ، زه اوس داسي څاښت مهال ستا دټلیفونه په ږغ راويښ شوم مخ مي لا نه دی پرېولی .

پوښتنه : ناری (ناشته ) خو مو هم نه دی کړی ؟

جواب : هو اوس به مزدور راشي شیان به راوړي .

پوښتنه : نن ماښام چیري یاست ؟

ځواب : نن هم دلې یو ، نن نو بازي ډېره ګرمه ده .

دلته بیا داخبري سره وکړي اوکې – اوکې (Ok, Ok ) بس ټلیفون کښېږدي .

خدای دي وبخښه

چي دورې ورځي به یې نه سره ولیدل داسي به وتاچي ویل هیڅ خوشحالي یې نه ده لیدلې ، توري مځکي به یې سره سپيني کړې ، یو په بل پسي به ګرځېدل  هیڅ ځای به خوند نه ورکاوه ، کله چي به یې سره پيداکړل تابه ویل دکلو پردېسان دي ، بیا به یې نو زړونه سره تش کړل او ټول رازونه به یې سره وویل : کله –کله به په یوه نیمه خبره کي ګیلې هم سره راغلې ، بیا به نوماڼېجن او په کاږه مغزي سره ولاړشو او یو بل ته به یې  ویل ستا خوښه ده ته دغسي کوه .

کله به ورځ دوې او کله به څو ورځي سره خوابدي وو، مګر صادق او زلمی دومره سره ګران وو چي بیا به یې یو بل ته دپخلا کېدو لپاره پلمې لټولې ، کله به یې ویل : یا ته مه ښوره بله ورځ به داسي نه کوي ، ددوی په خوابد ۍ به ټول کلی او ملګري پوهېدل ، ولي هر یو به داسي معلومېدی لکه پاچهي چي ځیني تللې وي ، ناسته ولاړه به یې دپخوا په شان نه وه ، کله به له صادق څخه نورو ملګرو پوښتنه وکړه : صادقه ! ډېر دیغ (خوابدی) یې سم مجلس نه کوې اونن دوهمه ده زلمی هم نه درسره معلومیږي ؟ صادق به وویل : کار به لري نه به وي خلاص ، جانان چي هم دکلي دښو هلکانو څخه و او دصادق او زلمي په خوابدۍ باندي خوابدی و ، شاوخوا یې وکتل خولۍ يې پر سرسمه کړه او صادق ته یې داسي وویل : یاره صادقه ستا او دزلمي په انډیوالۍ ټول کلی ښایسته و، همځولي به پرتاسي راټول وو ، اوس چي تاسي دوه خوابدي شولاست له مور څخه مو لا لارورکه کړې ده ، چي څه وکړو؟

یو وار یوه ته ورشو ، زارۍ ورته کوو او بیا بل ته ورځو چي څه پېښه ده ، خو یو هم حال نه وایاست ، څو شپې ژوند دی چي په خوشحالۍ تېرشي ښه دی که په خوابدۍ ، دابه تاسي موږ ته نصیحت کاوه چي سړی یو دبل سره ښه کوي ، دصادق چي دغه وخت خپل ګران ملګری زلمی سترګو ته ګرځېدی او هغه خواږه مجلسونه چي هر یو یې لکه دشب قدر شپه یا دکوچني اختر ورځ چي هر کله نه وي ، که به ټوله ورځ هر څه ستړي کېدل ، خو دمازدیګر په مجلس او لیدو به یې ځان هوسا کاوه او مازدیګر ته به داسي وو، لکه څوک چي دجنت پر لار باندي ځي . صادق په جواب کي وویل : جانانه ته خو ښه وایې مګر ما په ټول ژوند کي چپ قدم نه دی ورسره ایښی . صرف هغه بله ورځ ما دا ورته وویل : باغ ته درغلم تاهیڅ مجلس نه راسره وکړی، بس پردې خبره زلمی خوابدی شو ، دوه درې واره به زه نور ورسره مخامخ شوی یم ، خو ده ځان پر خوابدۍ باندي اچولی و او لاره یې بدله کړې ده ، ښه ته ووایه :

دی به زما څخه پردغه لږ خبره او ګیله باندي دومره خوابدی کیږي ، زه چي خدای    مه کړه دی پرسرباندي ووهم  ، لا باید دی خوابده نه کړي ، بیا زه ورغلم  . په دغه وخت کي صادق دسمال له جېبه راوکېښ او سترګي یې په وچي کړې او ویې ویل :  اوس ته ووایه چي زه ملامت یم او که دی .

جانان ورته وویل : ماته همداسي معلومیږي لکه ده چي زیاتوب درسره کړی وي ، رشتیا هم څوک له انډیوال سره داسي نه کوي لکه ده چي له ستا سره کړي دي .

هغه بله ورځ زه ددوی په باغ کي ورسره ناست وم دزلمي مشر ورور مهربان ورته وویل : هلکه داصادق دي لکه چي خوابدی کړی دی ، چي اوس نه درسره معلومیږي ، خو زلمی هیڅ جواب نه ورکاوه ، صرف یې داوویل : هیڅ نه ده پېښه . آخر مهربان ورته وویل : نن یا سبا به خامخا ورځې او صادق به پخلا کوې ! .

په دې حال کي جانان دچايو پياله پورته کړه دصادق زړه له دردمنو خبرو ډک وو  ویې ویل : جانانه ! هسي مي تادزړه غوټه خلاصه کړه او زخمونه مي لا تازه کوې ، وایم څو ورځي مخکي دافغان اکا په پالېږ کي په مخه راغلی، مخ یې راڅخه واړاوه او لار یې راڅخه چپه کړه ، دبل چا خبره دوندي پرچانه درنېږي لکه دیو ګران دوست او انډیوال ، بیا دزلمي غوندي ښه انډیوال ، بس دی خدای      دې وساتي ما یې د انډیوال حق څه وراداکړی دی ، څو واره ورغلم چي زیاتوب لا هم ده کړی دی .

جانان ورته وویل : صادقه چای درواخله ، سړې سوې ما ټولي درڅخه وکړې ، خدای     به یې خیر کړي . صادق چي پياله پورته کړه جانان ته یې وویل : صادقه ته دچایو خبره کوې ، وایم ما ته ددنیا هیڅ شی خوند نه راکوي او نه ددنیا په شیانو کي وفا پاته ده .

وایم تردې وروسته ددنیا هیڅ شی پرهیڅ نه بولم مګر زلمی مي یو وخت نه هېږیږي ، کوښښ کوم چي هغو ځایوته ولاړنه شم چېري چي زه او دی سره ګرځېدو ، دده په رنګ چي څوک ووینم ، لا مي دی وسترګو ته ودریږي ، دجمعې په ورځ تا راته وویل چي ما او زلمی اختر ته یوه رنګه کالي کړي دي ، له هغه دوکاندارسره  هغه رنګه یوه جوړه کالي لا نور هم پاته دي ، هغه به ته کوې او ځان ته به یې جوړوې .

مادرته وویل : کوم شی چي ماته دزلمي یاد تازه کوي دهغه شي زه تاب نه لرم او بیا چي دزلمي په شان کالي ما اغوستي وي ، زما یو پټو دده دپټو په رنګه دی ، اوس زه هغه هم نه رااخلم او بیا زه اختر څه کوم ، اختر خو هغه وخت و ، چي زه په ښه زړه وم .

جانان ورته وویل : نوري خبري پرېږده درځه چي یو وار ورشو .

صادق وویل: دڅه لپاره ؟ بس دی نورنه ورځم .

جانان ورته وویل : هغه برایي ناجوړه شوی و ، بیا یې ډاکټر ته یووړی .

صادق وویل: دغه دی ولي یې ماته حال نه رالېږی ، زه به هم ورغلی وای .

جانان وویل : ټوله شپه یې یادولې ، چي کله به یې درد سپک شو ، دستي به یې ماته وکتل او راته وبه یې ویل : ته وایه ما به صادق وبخښي او یووار به يې ووینم ؟

ماخو ډېري پړې وسره کړي دي ته وا اوس به یې نه راولې ؟ مابه ورته ویل اوس خو شپه ده سهار چي دی خبرشي خپله به راشي بیا به یې لږ تسلي او ارام وشو   نو اوس درځه چي ورشو او هغه دی دزلمي ورور یونس هم زموږ وخواته په منډه راروان دی ، یونس چي رانژدې شو ، ساه وهي . هلئ –هلئ جانانه ، جانانه ، صادقه راځئ – راځئ ما ټول کلی درپسي ګښت کړی دی ، هلئ راځئ زملی ډېر په عذاب دی ویل یې صادق راولئ ، چي  یو وار یې ووینم .

دصادق او جانان هم په دې خبره سره حال بدل شو ، سترګي یې له اوښکو ډکي شوې ، بس په منډه راروان شول چي راورسېدل ، دغسي په خلګو کي دزلمي وخواته ورتېر شول ، ګوري چي پرزلمي دمرګ خولې ورماتي دي ، صادق په ګانګوړه او ژړغوني آواز پرږغ کړه . زلمیه  ، زلمیه !

زلمي چي داږغ واورېدی چي صادق دی سترګي يې راروڼي ړې ، شونډان یې سره وښورول ، معلومېدی لکه صادق ته چي وايي ما وبخښه او رخصت راکړه .

په دغه حال کي دصادق پرمخ اوښکي رارواني وې  او دآخر ځل لپاره یې پر تندي مچ کړ او دایې ورته وویل : ته ما وبخښه ته حق را پل (وبخښه ) کړه ! ماولي ستا په ناجوړۍ ځان نه وخبرکړی  څنګه ژر راڅخه ولاړې ، زه هم نور ژوند نه غواړم صادق هم دغسي بې حاله ولوېد او دواړو خپل پور اداکړي .

خدای    دي یې وبخښي

چي فکر او سوچ په کار دی

نن ماښام یې دډوډۍ پروخت دجهانګیر او لاجورد زامنو قیصه کوله ، حاجي صاحب ښه سړی دی چایې نوم په بده خوله نه دی اخیستی ، په کورکلي کي یې دهر چا په غم او ښادۍ ځان خبر کړی دی ، له بې وسه او بې کسه خلګو سره یې تر خپله وسه مرسته کړې ده ، دژوند تودې او ترخې ډېري پرراغلي دي ، تل به یې زامنو ته داویل چي خپله ګوزاره کوي ، دچاپه کار ، کار مه لرئ که مو ښه دچا سره کولای شوای خوښه کنه بد چا ته مه رسوئ .

دژوند یوه ترخه انسان ته ډېره ګرانه پرېوځي که یې څوک په ساړه دماغ اوسم فکر برابره نه کړي وایم ، له کوچنۍ خبري څخه لویه خبره پېښیږي ، که پر بدو واوړي ستاسي په یاد دي هغه بله شپه چي باران شوی وو  ، دجهانګیر اکا دکوراوبو بله لار نه درلوده دلاجور پر کور ورتلې ، دلاجور زامنو داوبو لاره وربنده کړه ، چي نور موږ دغه اوبه پردې خوانه پرېږدو ، هغه و چي ددواړو کورو انسانان پرله راووتل پرځای ددې چي په خبره سر خلاص کړي او یو دبل زور راوړي ، په لرګیو او بېلچو یې یو بل سره ووهل . جهانګیر اکا سپين ږیری سړی و، په سر کي ووهل شو ترډاکټره پوري لانه وو رسېدلی چي پر لاري مړ شو  ، هغه شپږ اووه سرماتي خو لا پرېږده وایم ، خدای      مودي یې له حاله وساتي .

په دغه کال کي دحاجي صاحب کشر زوی دلاس پرېولو اوبه راوړې ، دولت چي دپلار خبروته غوږنیولی و، خپله اوږده خاموشي یې ماته کړه او ویې ویل : هو پلاره ! ددواړو کورونه خراب شو ل ، یو خو قتل و شو ، بل بدي ورپېښه شوه ، دایې لا څه دلاجور زامنو کډه بار کړه ، ښه کور ، ښه محله ، دبازار ښه کاروبار ، داټول ځیني پاته شول ، څوک وايي رېګ ته به تللي وي ، څوک وايي صحرا ته به تللي وي ، داشین ژمی او دا ودوی خوارانو ته ورپېښه . حاجي شاګل اکا چي دښوروا په ګوله پسي دشلومبو غوړپ وکړ ، لږ یې ګوله ترستوني تېره شوه ، ویې ویل : هو ! زویه دغه ګوله مي ترستوني نه تېریږي چي ددوی حال راپه یاد کړم . وایم ، موږ دغه دی په ژمي کي لا شلومبې نه قضا کوو هغه نور نعمتونه خو لا پرېږده .

وایم ددو ی خوارانو به څه حال وي  چي ځان له یخه خوندي کړي او وچ اوړه ورسیږي ، پاچهي به یې و بولي ، په دغه لا کله خلاصیږي ، نوري خوارۍ هم ورته ګوري ، دخدای     عذاب خو لا پرېږده ، مازدیګر ادم لالا په جومات کي ویل : چي د لاجور هغه سپين ږیری ورور او وراره هم حکومت نیولي دي چي ورور دي څه شو . داغریب خو په هیڅ نه وو خبر ، بې ازاره سړی و . دغه یو بچی یې و ، هغه یوه مزدوري ورته کوله ، په دغه یې ګوزاره وه اوس یې نو دوې تورسري (ښځي) په کور کي پاته شوې ، هغه وو درې کلي لاندي دچا په غوږي څنګ  کي همسایه وو  هغه دچا خبره ده وچود رویه لانده هم سوځي .

په دغه حال کي ددروازې کړپ شو او پایند له بازاره راورسېدی  ، ترسلام وروسته پلار او وروڼو ستړمسیا ورته وکړه ، دولت ورته وویل :موږ لږ انتظار وکړ هغه ته  وځنډېدې ، بیا مو نو ډوډۍ راواخیستله ، هغه هم دډوډۍ په خوند نه یوپوه شوي دغه دلاجور د زامنو دغم قصه مو کوله .

پایند په جواب کي ورته وویل : دوکان مي پروخت بند کړ ، هلته مي لږ دوايي رااخیستله  ، چي پرلاري جمعه ګل لالا راسره ملګری شو ، هغه هم دغه قصه کوله ویل یې دلاجورزامنو چي دشپې کډه بارکړه په هغه شپه خو باران اورېدی ، خټي وې تریوځایه چي تللي وو پرلاري یې موټر چپه شوی و، وايي ، چي دوه درې پکښي مړه او څو نور ټپيان او خوږ دي ، سم یې لا حال نه دی معلوم ، له کوچنۍ خبري څخه داده دوني (دومره ) لویه خبره پېښه شوه ، بس پلاره هغه ستا خبره .

چي فکر او سوچ په کار دی:

او داغریبه مړه شوه

ولي اکا ښه سړی و ، څوک يې نه وو ازار کړي ، دیو وزري او یواځیتوب ژوند ډېر پر تېر شوی و، دبل دګاونډیتوب احتیاجونه یې ډېر لیدلي وو، دوه درې واره تربرو پرخپله مځکه داسي وواهه ، چي مرګ ته یې رسولی و، ډېره مځکه او جایداد تربرو ځني لاندي کړل ، پرهغه پاته به یې هم ګوزاره نه ورسره کېده ، مجبوره شو بازار ته یې کډه وکړه . دیوشناخته سره شریک شو ، څه کاروباریې پرله برابر کړ ، راستمن سړی و ، ژوند یې ژر ښه شو اوس یې نوهلکان هم  غټ شوي وو ، په کار هم پوه شوي وو.

وایم هغه دچا خبره  چي ډوډۍ یې پرتبۍ ښه پخېده زامنو ته به یې ویل : نیمه ډوډۍ خورئ نیمه دخدای    په رضا ورکوئ ، هیڅ شی مونه دي  کم او مانده . ښه مېنه او کور ، ښه محله ، ښه دوکان او کاروبار خپله غوا درته ولاړه ده .

وایم : هغه تربرو چي زه یې څو واري ووهلم او دمرګ خوارۍ یې راباندي تېري کړې ، لا درته راشي هم په ښه وضعت او ښه چلند ورسره کوئ ، موږ به یې ددوی په نیت نه ورسره کوو، زرګر چي دپلار مشر زوی و او ټولو خبروته یې غوږ نیولی و  او ښه –ښه به یې ویل ، دخبري پر وار یې ویل : هو پلاره تاښې خبري وکړې ، دښه کار نوم لا ښه دی او دبد کار نوم بد دی او دبدو پای خراب دی ، خدای    موږ ته ښه ژوند راکړی دی او په ښه نظر یې راته کتلي دي .

وایم : بل که موږ ته درېدلي وي ، وي به خو موږ بل ته نه یو درېدلي  . هغه زموږ تربرو چي زموږ سره یې ښه ژوند ونه کړ خپلي مځکي خو یې خپلي وې ، زموږ مځکي یې لا هم راڅخه لاندي کړې ، دغه دی نن یې څه حال دی ، خدای    دبل له احتیاجه نه وایستل ، اوس چي بیا خدای     داکاختي او وچکالي پر راوستله بیا نو خدای       ښه له مځکي سره ووهل .

نن غرمه زعفران راغلی و، چای مي ورته راوغوښتې وایم پرحال یې ژړا روا ده ، چي داقیصې یې راته کړي دي ، زړه مي باندي تور دود سو ، باغونه یې ټول وچ شوي وو ، دپسو دانه نه وه ورپاته ، دکال له سره چي یې پورونه کړي  هغه پر باندي وو ، د پوروړو له لاسه يې سترګي نه شوای ښکاره کولای . ویل یې زوی مي یوه میاشت دمخه باوړۍ ته ولوېدی نو رسلامت  و ، خو دغه ښی لاس یې دوه ځایه مات شوی و . ویل یې دډاکټر پیسې مي نه درلودې ، سکندې والا هغه لاسونه چي تړي هغه ته مي ورووست ، هغه یې لاس وروتړلی هغه هم سم نه دی جوړ ، هلک ځیني په  عذاب شو  او خلګ وايي ، چي دابه بیرته ورماتوئ ، کوږ به یې ورتړلی وي ، ده راته ویل ، چي له کوره راتلم یو موټ اوړه هم په جوال کي نه وو، موټر کرایه مي له بل چا پور کړه ، زرګر سوړ اسوېلی وکيښ ، له نژدې منګي څخه یې اوبه پرسرپورته کړې .

پلار ورته وویل : هو زویه ! پر موږ ښه ولاړه ده ، یواځي چي دخدای    شکر اداکړو، څوک راڅخه ازار نه شي ، کبر او لويي راڅخه ونه شي .

وایم : هغه بله ورځ چا قیصه راته کوله چي ګلداد او ملنګ  چي سکه داکا زامن دي پرکوچنیانو یې سره جنګ شوی دی بیا یې نو هلکان سره راوتلي دي ، مرګ له یې سره وهلي دي . یو هلک په سر کي په بېلچه وهل شوی دی ، چي دخبرونه دی ، دوه په لرو وهل شوي دي هغه هم کاري خوږ دي .

وایم : دانو څه ژوند دی چي یو وار کاختي شي ، بیا بدي شي ، وایم داټول زموږ عملونه دي ولي اکا   دنسوارو دبلی سره ښوراوه ، نیت یې داو چي نسوار وکړي . زرګر دخبري وار پیداکړ  او ویې ویل : هو پلاره ! دزعفران قیصه مي درته کوله چي دزوی لاس یې مات شوی و ، هغه هم سکیندې والا کوږ ور تړلی و ، دغه یې حال وچي دموټر دکرایې پیسې یې لانه درلودې ، هغه دوا او ډاکټر خو لا پرېږده ، ما هم ددوی په عمل نه دي ورته کتلي چي یا یې زموږ مځکي لاندي کړې یا یې له موږ سره په کلي کي ظلمونه کول . وایم ده غریب هم پورته نه شوای کتلای ، دی هم په هغو خپلو کارو لکه چي شرمېدی .

بس پلاره ده دغه دغم قیصې راته کولې ، زه به هم یو وار په کار ځني اخته شوم ، دوه واري مي چای ورته راوغوښتې اخیر مي زر روپۍ ورکړې چي داواخله هغه دزوی علاج به په وکړې ، که کلي ته تلې رابه شې یوه ګونۍ اوړه ، څه چای او بوره به هم مادرته ايښي وي هغه به هم درسره یوسې .

ده غریب سر سرتور کړ ، ډېري دعاوي یې وکړې ، ده لا دغه دعاوي کولې چي دکلي د ملک مدو   زوی ورپسي راغلی ، سا یې لنډه – لنډه کېده زعفران ته یې وویل : ستا تر راتلو وروسته دي کور والا پر اولاد سخته ناجوړه وه ، بل شی نه وو دغه زموږ دسپاریانو په موټر کي مو راواخیسته دوې ښځي نوري هم ورسره راوختې ، دغه وو چي لنډي مانده ته راورسېدو ، هلته موموټر خراب شو ، سواریان کښته شول هغه ستا کورواله مو په ځولۍ کي راکښته کړه ، دیو پاڼ په سیوري کي مو کښېنووله ، موږ په موټر اخته شو چي ژر به یې جوړ کړو ، لږګړۍ وروسته مو د کوچني ژړا ترغوږ شوه موږ خو ورتلای نه شو ، هخه ښځي ورسره اخته وې   یوه ښځه زموږ خواته راتېره شوه او په ژړا يې موږ ته وویل ،  چي کوچنی یې پیدا شو او داغریبه مړه شوه .

بیا به بد نه کوم

کله انسان داسي وي لکه هغه نوم چي وي ، دغسي ښه والی او بدوالی یې دهغه له نامه معلومیږي ، خو کله بیا داسي نه وي او خبره سرچپه وي لکه د " زرداد " نامه ته چي ګورې ، څوک به وايي چي زر به سره ورکوي او زر به وېشي مګر دی داور سکروټی پاشي او بېشي (وېشي) ، زرداد چي کوچنی ولا یوه ستړیا وه ، که به یوه ورځ ترڅانګو ایله شوی و سربه یې مات و . خو بله ورځ به یې دشیدو بوتل داسي کلک و غورځاوه چي نه یوازي شیدې به ځني توی شوې بکلي پرپلار به یې بل بوتل هم تاوان کړ ، چي کله دڅکېدو یا خاړپوڅو شو بیا له مور او خوېندو څخه نور کار پاته و، چي نورو کوچنیانو به چا خوړلې ، ده به ګلاسونه چپه کول چي نور به سم ناست وو، ده به په لوښو کي خاوري اچولې ، وایمه سمه سرګرداني و.

یوه ورځ چي مور یې په کار پسي ولاړه او یو ناڅاپه یې د زرداد سوي نارې تر غوږ شوې ، له هغه ځایه یې نارې کړي .

-       لکه چي خاوري مي په خوله شوې داڅه وشول ، چي هلک داسي سوي بغاري وهي ، تانو خور یې بدي واخیسته او ژر – ژر سړې اوبه باندي تویولې ، چي مور یې رانژدې شوه ورته ویې ویل : موري داخو یې تودې چای پرځان چپه کړې ، هله یوه چاره یې کوه ! مور یې ژر کوچنی دهلکانو په پلار پسي ولېږلی چي هله ورته وایه ژر ارځه  چي زرداد وسو ، میراجان چي ترلمانځه وروسته له جوماته پرلاري و ، حیران دی چي دا جنت ګل څنګه راځغلي . جنت ګل چي رانژدې شو پرپلار یې ږغ وکړ، هله اغا جانه ژرکوه چي زرداد وسو .

میرا جان هم په ډېره حیرانۍ سره پوښتنه ځني وکړه څنګه او په څه شي وسو ؟ جنت ګل وویل : تودې چای یې پر ځان چپه کړې ، میراجان دغسي دکور پر خوا را چابک شو چي راورسېدی، ګوري چي هلک لکه ماهی چي پروچه کښېږدې داسي پرله اوړي ، میراجان سمدستي دهمسایه ندا کور ته ورنارې کړې چي هله موټر دي راوباسه چي یو وار داهلک تر یو ډاکټر پوري ورسو و.

همسایه ندا   هم موټر په تلوار رارهي کړ او هلک یې مخ پرروغتون (هسپتال) راواخیست ، میراجان په دغه وارخطايي کي ندا ته وايي ته وا داوخت به څوک وي ، موټروان ندا وویل: هو څنګه به نه وي ضرور به څوک وي ، دهسپتال (روغتون) پردروازه یې لیکلي دي (۲۴) ساعته بېړنۍ (اېمرجنسي) اسانتیاوي ستاسي لپاره شته.

په دغه حال کي کوچنی یو وار ډېر په عذاب شي ، بیا میراجان خوارکی پرږغ کړي ، مه ژاړه اوس به پلار کوټه شیان درواخلي (درانیسي) ، چي یو ډاکټر پیداشي بیا به نوپلار ډېر شیان درواخلي ، ښایسته – ښایسته شیان ، بیا میراجان نداته وايي ښه تا ویل اوس به ډاکټر وي .

ندا : هو ډاکټر څه ډاکټر ان به وي دهغه هسپتال (روغتون) پردروازه یې دډېرو ډاکټرانو نومان لیکلي دي امبولانس هم لري مګر امبولانس یې نو دچا په ښه نه دی ورغلی، ولي په هغه کي دوی کور ته ځي او دکورکار ځني اخلي .

میراجان خبره ورغبرګه کړه : دښادۍ هسپتال او امبولانس دې شي خدای    دي څوک نه ورته اړ کوي ، له ماڅخه خړي او روڼي پرله ګډي شوي دي ، ته لاري ته سم پام کوه چي یا لار خطا نه کړې یا یو شی په ونه وهې یا دهسپتال کوڅه درڅخه خطانه شي .

ندا ورته وویل : وروره ته وارمه خطاکوه ، داپه دنیا کي پېښيږي ، دادی راورسېدو ګوري چي دهسپتال دروازه کولپ ده ، یو صفايي والا له دروازې سره ناست دی جارویې وڅنګ ته پروت دی .

میراجان خوارکی لکه مسافر پر راشېوه شو ، سم یې هم نه پېژني چي مزدوردی یا کمپوډر ، خو دوی خپلي بدې ورځي  ورته راوسول .

میراجان ترسلام وروسته داسي په مظلومانه ډول ورته وویل : وروره ! ډاکټر صاحب چېري دی ؟ موږ دامریض را اخیستی دی ډېر په عذاب دی .

صفايي والا وویل : ډاکټر لا اوس نه دی راغلی ، تاسي ته خوهم دشي وخت نه معلومیږي ، بس هروخت چي راروان شئ ، هغه وخت راشئ .

میراجان : وروره ته خوا مه بدوه ، داخو پېښه ده ، وخت نه لري .  صفايي والا وویل : ډېري خبري به نه کوې ، هر شی خپله طریقه او وخت لري ، زه لا دغه هسپتال ته پروخت راځم ، دایې طریقه ده . اول به نمبر اخلې ، بیا چي ډاکټر پر ۹ بجې راورسېږي بیا به نو هغه وخت پرخپل اخیستي نمبر سره خپل مریض ډاکټر ته ورښکاره کوې .

میراجان : په ډېره ناامیدۍ سره دموټر خواته راغلی او ندا ته یې وویل : وروره داخو ډاکټران نه شته ، هغه سړي په ډېره خوشکه او خښم راته وویل چي هغه پر ۹ بجې راځي .

ندا : ته راځه چي دډآکټر کورته ورشو  مجبوري ده اوس یې نو څنګه کوې ، هوسا د ستړي په حال څه خبر دی ، موټر ته راخېژه ګوندي ډاکټر په کور کي پیداکړو.

د زرداد   سوی بدن ، سختو بوغارو ، دډاکټر نه پیداکېدل له میراجان څخه هرڅه ګډ وډ کړي وو ، نژدې و چي موټر ته د کړکۍ له لاري وخېژي ، خوند ا استاذ دروازه ورخلاصه کړه او موټر یې روان کړ ، لږ ساعت وروسته ندا پرمیراجان ږغ وکړ، وروره دادی دډاکټر کور ته راورسېدو، ته ژر دغه شنه دروازه و روټکوه ، داڅنګ ته یې دارنګ بټن هم ده ، میراجان چي دغسي په یوه سا ورشېوه شو، دروازه او بټن یې یوځای ورووهل لږ ساعت وروسته دروازه خلاصه شوه ، یو هلک چي دخوب کالي یې اغوستي وو، سترګي په دواړو لاسوموښلې راووت  ، داسي معلومېدی لکه له خوبه چي وي ، ویې ویل : څوک مو په کار دی  چي داوخت راروان یاست ؟

مېراجان داسي زهیر ورته وویل : مریض مو رااخیستی دی ، ډاکټر صاحب مو په کار دی هلک وویل هغه اوس نه سته هغه واک ته تللی دی .

میراجان وویل : ښه ډاکټر صاحب واک ته تللی دی ، واک چېري دی ، واک مریض دی که بل شی ، ته یې موږ ته راوښيه چي هلته ورشو .

هلک وویل : په شي نه پوهېږې ، وايې واک څه شی دی ، واک ورزش ته وايي ورزش ته ، داسړی چي سهار ځغلي . میراجان مخ پرندا استاذ راواړاوه ، ویل داخو هم نه شته وايي ډاکټر صاحب سهار ځغلي ، ګوره چي په چاپسي ځغلي ، داغریب ته هم لکه چي یوه خواري ورپېښه شوې ده چي په میدانو دي ، ندا وویل : ته موټر ته راوخېژه موږ له سهاره چپه رابارکړې ده ، ته راځه بل روغتون ته ورشو که خدای   کول دهغه ډاکټران به پرځای وي او هسپتال به هم خلاص وي ماته یې ډېرو خلګو صفت کړی دی ، وایي چي دهغه دوايي سمه هم ده او ارزانه هم ، ناحقه غوټي خلګو ته نه ورپه شاکوي او ډاکټران یې هم ښه خلګ دي او هلک هم دادی اوس ډېري بغاري نه وهي ته وایه درد یې سوکه شو او که دژړا څخه ستړي شو .

میراجان وویل : زما خیال دی هغه په کورکي چي مو ګولۍ ورکړې هغو لکه چي نشه کړ، ندا خبره ورغبرګه کړه ، بس دایو راورسېدو هغه دی وینې دهسپتال (روغتون) دروازه خلاصه ده ، خلګ وځي ننوځي ، معلومیږي چي ډاکټران هم پرځای دي ، دستي نورو خلګو میراجان ته وار ورکړ ، هلک ډاکټر وکوت ، دوايي یې ورکړه ډاکټر خپل فیس هم ورمعاف کړ ، څو ورځي په هسپتال کي و ، ترهغه وروسته کور ته ولاړل ، میراجان هم دوايي له حلالي خلاص کړ.

میاشت پس زرداد جوړ شو مور پلار او نورو کوچنیانو ته به یې ویل: بیا زه بد نه کوم دمور او پلار په خوله به کوم ، ما چي بد کول مورا و پلار څومره راسره په عذاب شول . څومره پیسې ځني ولاړې او پر ماڅخه خوارۍ تېري شوې ، بیا به بد نه کوم .

احتیاط کوه

ډېري خوارۍ پر تېري شوې ، سوګل یې دتي و او رنګینه په دوهم کال کي وه چي خاوند یې یوه شپه کور ته تلی پر لاري غلو وویشت او مړ شو، دلاس ساعت او څه پیسې یې ځني یووړې ، د " خانو " تر فاتحې وروسته یې څوک نه درلودل ، چي غم یې وخوري یا یې سرپرستي وکړي .

میراث خواره یې ښه خلګ وو ډېره یې نه زهېروله مګر د کومک وس یې هم نه ورسره کېدی ، ولي هغوی هم غریب خلګ وو ، خاص څه یې نه درلودل ، بس " شمایله " وه او دوه یتیمان ، ځوانه وه ترکور هم نه شوه وتلاي چي دچاکره ورشي څه کار مزدوري یې وکړي ، ولي چي خلګ به څه وايي ، چي پر ژوند مي تور داغ ونه لګیږي اوبل که تلای نو دکوچنیانو غم ورسره و، چي خدای   مه کړه په دوی څه ونه شي ، نه بېریږي ، دیوبل کره که به څه کار پیداشو ، نو شمائلې ته به یې رالېږي ، دتلتک ، نالۍ او بالښت جوړېدو څخه نیولې دکمبلو ترټکوهلو او کالیو ترمینځلو پوري یې له یوه کاره مخ نه ګرځاوه .

دومره مزدوري ورپاتېدله چي وچ اوړه به یې په رانیول بس حیاداره او پلار داره مېرمن وه ، خپله حیا یې ساتله ، دایې هم پاچهي بلله ، چي څوک یې له خپلو یتیمانو سره پرېږدي او کار په ونه لري . خوارۍ او غریبۍ ډېري پرتېري شوې ، خو چا یې ږغ نه واورېدی ، څوکاله وروسته چي اوس " سورګل " څه غټ شو ، زلمی شو ، څه موده یې دچا سره مزدوري کوله خواوس پر غاړه راټال دتختو په غالب کي سګرېټ خرڅوي ، څه یې لاس په خلاص دی ، په څلورو پنځو شپو کي به کټو باندي کېدله ماښام به ښه خوشحاله سره ناست وو، دخدای   شکر به یې کاوه ویل به یې خدای ه : دغه نیمه ډوډۍ موتر خوله تېره ده ته مو باقي ژوند له غمه وساتې او سورګل ته به یې ویل : زویه دغه خواري چي کاږې او ماښام خپل کورته راشې دبل له بدو مودي خدای   وساتي دغه لویه پاچهي ده ، دغه حال دي خدای نه دروي .

سورګل وویل : هو موري ښه ولاړه ده ، خو بیا هم په دغه ګوزاره نه کیږي ، ژوند مناسبتونه غواړي ، جوړ ناجوړپېښیږي ، دالا څه هغه دی بابا مسکین په کوچنیوالي کي کوزده راته کړې ده او ولور یې ټول پاته دی ، حیا مي دبل پرکور ده ..... غاړه یې ایستل غواړي او حیا راخوندي کول غواړي ، هغه نور رواجونه خو لا څه کوې ، زه مجبوریم چي یوه خواري وکاږم .

مور یې وویل : څه خواري به وکاږې ؟ موږ خو مال او دولت نه لرو چي بل کار وبار په وکړې ، بس همدغه ددوو لاسو خواري به کاږې .

سورګل وویل : موري سرکار (حکومت ) خلګوته په پور موټران ورکوي ، زه به یو موټر په پور واخلم ، خواري به په وکاږم په کال دوه کي به مي کار سم شي ، تردغه دوه لاسو خواري خو هیڅ نه وځي .

مور یې ورته وویل :  موټر څه کوې یو وار خو پور دی بیا چي ته مسافر شې زه په کور کي یواځي یم ، اوس چي ماښام ته راشې سترګي مي درډکي وي ، دغه دنېستۍ پرګوله سره کښېنو وایم ، چي رنګینه خور دي نه وه راڅخه واده کړې ، له هغې سره به مي خوله پرې وه ، لاس به مي په سپک و ، هغه دی دهغې خوارکۍ بیا څه حال دی ، دژوند ګونډه ده ، زموږ دي دادغم رواجونه شي چي په کوچنیوالي دوستي وکړو بیا نو په لویوالي هغه هلک چرسي یا هیرویني یا غل شي ، نه ده معلومه چي څه شی ځني جوړشي ، موږ هم دغه ستا او درنګینې

دوستۍ په کوچنیوالي وکړې ، هغه دی رنګینه خور دي په سرو اوښکو واده شوه ، په سرو اوښکو ناسته ده زه دلته په پخه یم ، خاوند یې هغه و له بې لارو خلګو سره ګرځېدی هغه دقتل په تور (جرم) حکومت دغه دوه کاله ایله کوي او بندي کوي ، په دغه سرګردانۍ کي یې رنګینه له موږ څخه واده کړه ، په ښادۍ یې پوه نه شو ، پرون زه ورغلې وم ، ګرده کهول یې دغم پر کمبله ناست وو ، رنګینې داسي اوښکي تویولې لکه شمه داسي سوې وه تاچي ویل اور ته دي نیولې وه  ، هغه ددې ښه ځواني پربل حال وه .

په دغه وخت کي یې مور له ژړا څخه په سلګیو شوه یو ګړۍ وروسته سورګل وویل : بس دی یو ګړۍ دي اوښکي پاکي کړه ، سورګل هم دپټو په څاک خپلي لندې سترګي وچي کړې بیا یې وويل : هو! موري زه هم څه غوږېدلی یم چي درنګینې خاوند به عمر قید یا پانسۍ کیږي ، هغو اصلي قاتلانو دحکومت سړیو ته پيسې ورکړې ځانونه یې خلاص کړل  او " بلو " اخښي ته یې وویل : چي ته اقرار کړی و، چي د " ملک ظریف ورور ما مړ کړی " او ځان یې پساوکړ، بس هغه دچا خبره " چي بد ګرځې بد به پرځې"  له بدو خلګو سره ناستي ولاړي دغه دی تر دې حاله ورساوه چي نن یې ټوله کورنۍ او خپلوان دغم پرکمبله ناست دي ، وایم چي په موږ پوري یې لا دغه دمسکینۍ ډوډۍ زهر کړې ده ، دومره توان نه دی راپوري چي یو واردغه خور ووینم هغه ددې ښه ځواني څنګه کباب شوه ! بس خدای    دي دغه زموږ بې ځایه رواجونه ورک کړي ، هلک او نجلۍ لا کوچني وي موږ یې کوزده وروکړو. بیا نونه ده معلومه چي په لویوالي څنګه شي او بیا په دغه ویر اخته شو.

موري ما هغه خپله دغم سندره درته ویله هغه دغه قصه په راګډه شوه څه به یې درڅخه پټوم ، یوه میاشت کیږي چي موټر مي په پور اخیستی دی، موټروان (ډرېور)  راچلاوه ما هم زده کړ ، داڅو پېرې کیږي چي زه یې بیایم او راولم مازدیګر چي راورسېږم هلته په ګېرج کي یې ودروم ، موټروان مي نن جواب کړ ما ویل ، ښه دی دغه دده پیسې به هم راپاته شي نو که یو شي ځني جوړشو. موریې وویل : ښه دی زویه اوس خو اوبه تر ورخ تېري دي . زه نو څه درته ووایم بس احتیاط کوه لېري مه ځه ماښام دغه خپل کورته راځه .

" سورګل چي نازده کړی و، موټر یې لا سم نه وزده له څو خطرناکو پېښو څخه خدای پاک   ژوندی خلاص کړ، کنه هره یوه یې دمرګ وه ، څه موده کیږي چي موټر کور ته راولي ، کله –کله به ماخوستن په کلي کي چا-چا یو او دوه نفرو ژمنه وسره وکړه چي سهار به سره ځو ، بس یو او دوه نفره دغه دکلي یو او دوه نفره دبازاري سواري( سپاري) به یې پیداکړه بیا به یې موټر ته پښه ورکړه ، چا به ویل فضل –فضل وروره لږ سوکه (کرار) درځه اوسو به مودلته په مړه کړې داڅنګه رفتار (تګ) دی ، بل سپاري به ویل : دغسي چابک درځه مرګ له یارانو سره ښه دی ، په دغه اړو دوړ کي به یې موټر راوستی اوبېوی ، برايي ماخوستن هم دکلي درېیو کسانو ژمنه ورسره وکړه ، چي سهار وختي به سره ځو يو دوه کسه به پرلاري پیداشي ، کنې زموږ کرایه دي بس ده ، غرمه لا نه ده په کلي کي نارې شوې چي هلئ مړي یې راوړل ، کوڅې له کوچنیانو او ښځو څخه ډکي شوې ، سپين سري هم کوڅوته راووتې دسورګل مور هم راوتلې ده یوې بلي سپين سري ته وايي . خدای دي داجنګ و دروي څنګه ځوانان یې خاوري کړل ، دغه دی بیا یې لکه چي شهیدان راوړل .

هغه دی جنازې یې مسجد ته یووړې بیا به یې کومي مندي بوري کړي وي ، په دغه حال کي یوه دکلي ملا صاحب او هغه موټروان چي داپېښه یې په سترګو لېدلې وه او دامړي یې تر دې ځایه راورسول ، دسورګل پر مور دخلګو له مینځه را دمخه شو او داسي يې ورته وویل : دسورګل موري دخدای امر قبول کړه ، خدای درکړی و، خدای درڅخه واخیست  هغه دی ستا دزوی او دکلي درېیو نورو کسانو جنازې مو مسجد ته راوړې . خدای   دي یې وبخښي .

دسورګل مسکین دمور یوه چیغه (ناره) ترخوله وختله زنو یې بلګ شروع کړاو ټول بدن یې بې واکه شو ، دستي نورو سپین سرو تراوږو ونیوله او پرمځکه یې کښېنوله ، یو بل سپين ږیري ورته وویل : دالته کښېنه جنازه ستا دلېدو لپاره دلته راوړي هغه موټروان (ډرېور) چي دغه قصه یې ټوله په سترګو لېدلې وه ، داسي یې ویل: زما موټر سهار دده په موټر پسې و، دژړي تربند چي ور تېر شو دوه موړه (کږلېچ) په ها خوا سړک ښه هوار او سیده دی ، پردغه ځای چي دی زما دمخه و ، موټر یې نور تېز او چابک کړ ، مخامخ یوه غټه لارۍ موټر پرراغلی ، سورګل هم لکه چي له ډېري تېزۍ څخه موټر نه شو کابو کولای ، نومخامخ یې په دغه بېنس موټر کي وواهه ، دده موټر خو کوچنی و ، دهغه موټر ترحصه لاندي شو ، موږ چي ورکښته شوو، بس دقیامت ورځ وه ، ویني بهېدلې. موږ چي سره راکښل ټول مړه وو، خدای    دي یې وبخښي ما به کله- کله سور ګل مسکین ته وویل ، چي موټر دي سم نه دی زده ، په خپله یې مه چلوه ، که یې چلوې نو احتیاط کوه .

بیا په مسافري کي

دماښام ترلمانځه وروسته به ځوانان ، سپین ږیري سره راټولېدل ، څوک به لوړ پردوکانچه ناست وه ، چابه لاندي دوکانچې ته څنګ وهلی و . څوک به بیا دجماعت دېوال ته ناست و. که به څوک نه وه راغلي دهغو به پوښتني کېده ، ښې غوري به کېدې ، دکلي بازار نوې او زړې به بیانېدې ، که به له یو ې خوا څوسپين ږیري دپخوا زمانې خبري کولې ، له بلي خوابه بیا چا دسبا لپاره خپل کارونه یادول .

یوه به ویل : سبا زما د اوبو وار دئ ، ته وایې مځکه په مي اوبه سي که به څه پاته سي ؟

هغه بل به ورته ویل : یا  وروره ! فکر مه کوه واله ډکه ده ، وایم که نیت پراخه کړې زما لانیم کار درسره کیږي ، وایم چي کاختي تېري شوي ، خدای پاک دي  بیا دا وچکالي نه راولي . سږکال خو دالله ج فضل دی بارانونه او ځای – ځای واوري وشوې ، دهغه دي یوڅه اوبه شته .

هغه بل به ورته وویل : بس اوبه به دخدای   ج خیر کړي سبا په هغه کښته کلي کي واده دی او موږ ټوله کلي ته یې ست کړی دی چي هیري مو نه شي، بس له هري خوا به مرکه توده وه ، یوازي زرګر لالا وچي ښه عجیبه نوې به یې نه وه اورېدلې څه به يې نه ویل .

کله چي به یې څه عجبه اورېدلې وه په هغه ورځ به په جګه غاړه ناست و ، هر سړی به په پوهېدی چي عجبه یې اورېدلې ده ، نن هم چي جګ ناست و انتظار یې کاوه چي خلګ ټول پوره شي او یو څوک دعجبي خبري پوښتنه ځیني وکړي او دی خپله عجیبه ورته بیان کړي ، په دغه حال کي تاج ګل راورسېد او پر زرګریې لا په ولاړه ږغ وکړ، شروع په کوه زوروره خلګ دي په انتظار ووژل .

زرګر وويل : نه – نه تاج ګل لالا ټوله ژوندي دي ، بس راځه ته مانده وې ، ښه شو چي راغلې . نوې هم عجبه نوې وه .

تاج ګل وویل : شروع په کوه چي دډوډۍ تروخته که دي په مټي خلاصه کړه !

زرګر وویل : چي نه مي پرېږدئ نو یې واورئ ماپښین مي یو دوست دکراچي دسفر قصه راته کوله ، تاسي واورېدل ؟ ټول مجلس پر راږغ کړه هو – هو قصه کوه ! وامو ورېدل .

زرګر زیاته کړه : بس نو ورور ته دي وویل شي ، دغه دوست قصه راته پيل کړه ویل یې : دکراچي دبس ټکټ مي کړی و ، پرخپله چوکۍ کښېنستم ، ټول بس ډک شو ، په مزل یې شروع وکړه ، ترڅو ساعته مزل وروسته دبس دمخ له خوا څخه یو سړی راولاړ شو په نصیحت یې شروع وکړه ، بې سده زورور تقریر یې وکړ، په دغه حال کي دبس دپای له خوا یو بل سړی راولاړ شو ، ویل يې : داڅنګه ښه سړی دی او څنګه ښه سړی دی او څنګه ښې خبري یې وکړې زه غواړم ودغه سړي ته لور ورکړم .

نصیحت والا چي داخبره واورېده ویل یې : نه – نه زه دي لور نه غواړم ، ما داخبري دخدای     لپاره وکړې زه دي لور څه کوم ، دلته دلور پلار زارۍ ورته شروع کړې چي خامخا به زما لور په نکاح اخلې .

وایم ، چي څه سر دي پرله ګرځوم دغو نورو مسافرو هم خواستونه ورته وکړل .

نصیحت والا خبره ومنله چي سمه ده زه به دي لور په نکاح کړم ، په دغه حال کي یو بل سړی راولاړ شو ویل یې ، چي له ماسره څه خوږې (مټايي) دي دکور لپاره مي رااخیستې دي ، زه بیا داخیرات کوم دایې ددې دوستۍ شېریني ، چي دغه دوستي وشوه ، اوس نو په بس کي دمسافرو خورا ساعت تېر دی یو وار نصیحت بیا دوستي او بیا مفته مټايي او شېریني (مټايي) ووېشل شوه ، هغه دچا خبره چي  مفتو شرابو به دچا لاس ودرېږي ، بس خولې شخوند – کیږي څوک په تعجب څوک په خندا دي .
وایم تاته دي وویل شي ښه و چي نه وې راسره ماورته وویل : ولي یاره ته بیا څومره کم نیتی یې ، دبل مفته مټايي دي لا نه ده راباندي پېرزو ؟

ده راته وویل : په دغو متلو او کنایانو بیا زما سره نه خلاصیږي سمه یې سپينه راته وکړه .

حقداد راته وویل : چي لږ وروسته به دي سر په خلاص شي ، هغه دچا خبره ، چي دخرو خاوند راشي ، دلته زرګر قصه پرېښووه ویل یې : بس دی نوره قصه به بیا بل وخت کوو.

دزرګر نازک طبعیت هرچاته معلوم و ، چي په بنډار (مجلس) کي به دده لپاره چای راتلې ، دده مړۍ (ډوډۍ) به ښه غوړه وه ڼ، بیا نو ده ښه مجلس کاوه او ښه شعر به یې خلاص و، چي نه چای وې ، نه ډوډۍ نو ځکه یې قصه په نیمايي کي ودروله یا پرېښووله .

تاج ګل لالا چي دده ښه طبیعت نیولی و او ترنورو ښه ورسره پوهېدی ، پر راږغ یې کړل ، وروره زرګر ه قصه مه پرېږده ته خو دمجلس مالګه یې ، چي ته پکښي نه یې هغه مجلس لا خوند نه کوي . وایم ، چای به بیا په کوټه کي کوو، دغه یو ګلاس اوبه درواخله حلق به په لوند کړې نو به په قصه ښه خوند وکړې ، زرګر چي اوبه وڅښلې ، یو څه دتاج ګل دناز خبرو طبیعت ورسم کړی و ، ویل : نه – نه داسي نه ده ما ویل ، ناوخته به وي کوچنیان به کور راته ګوري ، ټول مجلس په یوه خوله پرږغ کړه وروره زرګره !

قصه کوه ته وایې ناوخته به وي ، وایو چي سهار کیږي لا دي نه پرېږدو .

زرګر لالا قصه پيل کړه : نو خبره داده چي حقداد راته وویل : مټايي او خوږ ې نه وې چي موږ وخوړلې بلکي دخدای    قهر شو ، لږ ساعت وروسته ټول خلګ له موټروان سره نشه او بې سده شوي یو ، دغو درې کسانو چي یو نصیحت والا، دویم دلور پلار او درېیم دمټايي والا ، درې سره ملګري او غله دي ، بیا نو یوه موټروان ( ډرېور) چوکۍ ته ورغلی دی ، اوبس یې یوې خوا ته درولی دی ، چي څه شیان راسره دي ، پیسې ، ګړۍ ، او نورقیمتي شیان ، هغه به یې ښه په بېغمۍ له مسافرو څخه راټوک کړي وي .