عبدالملک پرهیز
افغانستان د نړیوالو سیاسي ، پوځي او جیوپوليتیک لوبو په مرکز کې ځای نیولی ، د هرې ورځې په تېریدو سره د افغانستان ستونزه نورهم ستونزمنه اوپېچلې کېږي او پر زړو ستونزو نورې نوي ستونزې ور زیاتېږي . البته دا ستونزې ډیر دلیلونه لري . چې یو له دغو دلیلونو څخه د امریکې د متحده ایالتونو هغه غلطه پاليسي ده چې د
دریمه خبره داوه چې اوباما د خپل نا څاپي سفر دلیل دا وباله چې په افغانستان کې داسې مسالې شته چې دولت دهغې حل ته پوره پاملرنه نه ده کړې. چې په دې برخه کې نوموړي په دولت کې د کادرونو د مقررۍ، بډې او اداري فساد او د مخدره موادو د قاچاق مسالې ته اشاره وکړه.
اوباما په خپل دغه سفر کې افغانستان ته د امریکې او د هغه د ملګرو د ځواکونو د راتک دلیلونه بیان کړل او پر القاعده او دهغو پرملګرو يې بری ، د امریکي ، د هغه د ملګرو او آن د ټولې نړۍ د سولې او امنیت دپاره مهم و باله. هغه ژمنه وکړه چې دافغانستان وسله وال ځواکونه به په پښودروي او واکمني به غښتلې کوي. اوباما د هغه خبرو اترو په هکله هيڅ و نه ویل کوم چې د افغانستان دولت له مخالفینو سره پيل کړي دي.
د اوباما سفر په داسې حال کې ترسره شو چې د اسلامي ګوند استازی په کابل کې ؤ ، د اسلامي ګوند له خوا وروسته ددې خبرو په اړوند یوه اعلامیه هم خپره شوه
بله مهمه مساله کابل ته د ایران د ولسمشر احمدي نژاد سفر او د افغانستان له تربیون څخه د امریکې په پته دهغه تندې خبرې وې او بیا چين او ایران ته د ښاغلي حامد کرزي سفر او همدارنګه امریکې ته د ښاغلي کرزي سفر ؤ چې تود هرکلی يې له ځانه سره درلود او دواړه خواو اعلان وکړ چې اړیکې يې ډیرې دوستانه او تودې دي . د پېښو په دوام په دې وروستیو کې یو غوره امریکایې جنرال له کاره لېرې او پر ځای يې یو بل ډیر مهم جنرال د امریکايي ځواکونو په سر کې وټاکل شو او همدا اوس په کابل کې یوډیر مهم بین المللي کنفرانس جوړ شوی دی، دا ټولې هلې ځلې د یوې پېچلې لوبې ښکارندويې کوي او څرګندوي چې افغانستان څومره مهم او ستراتيژیک ارزښت لري او دا ارزښت هره ورځ نور هم زیات او جدي کېږي.
داسې ښکاري چې امریکا او نړیواله ټولنه په افغانستان کې ځان له لویو ستونزو او ننګونوسره ځان مخامخ ویني . په امریکې کې وروستۍ نظرسنجونه ښيي چې له شپېتو زیات وګړي په افغانستان کې د امریکې د اوسنۍ پاليسۍ مخالف دي او دهرې ورځ په تېریدو سره دغه مخالفت نور هم زیاتېږي. د امریکې په سياسي او پوځي اداره کې د افغانستان په اړوند د نظر اختلافونه مخ په ډيريدو دي ، د جمهوري غوښتونکي ګوند یو ډیر لوړ پوړي سیاستمدار دغه جګړه د اوباما جګړه و بلله. نو څرګنده ده چې د امریکې دولت هم له کورني او هم له بهرنیو فشارونو سره مخامخ دی. دې حالاتو ته په پام سره د امریکې دولت په دې هڅه کې دی څو یوه بېړنۍ د حل لاره پيداکړي مخکې له دې چې حالات بيخي له کنتروله ووځي. داسې فکر کېږي چې د حل په مختلفو لارو چارو فکر کېږي چې د مخالفینو سره د سولې خبرې یوه له دغو لارو څخه ده خویوازنۍ لاره نه ده. د حل ډیر بد وریانتونه هم شته چې د وروستیو وسیلو په توګه ترې کار اخيستل کېدی شي. که د سولې لاره کار ور نه کړي او حالات همداسې پرمخ لاړ شي نو د حالاتو دا ډول پرمختیا د افغانستان دپاره ډیر ناوړه او نه جبرانېدونکي پایلې منځ ته راوړلی شي. یو له دغه ناوړه پایلو او وسیلو څخه هم د افغانستان د ويشلو او یا بيخي له منځه وړلو مساله ده. په دې وروستیو کې په امریکايې کړیو کې دغه مساله په ډاګه مطرح شوې ده چې د یو شمیر په کمین کې ناستوافغاني کړیو له خوا يې هم تود هرکلی شوي اوکېږي .
دا چې ولې داسې یوه مساله په افغاني او امریکايې کړیو کې مطرح کېږي کېدی شي علتونه يې زیات وي. چې ځنې مهمو علتونو ته يې داسې اشاره کولی شو. یو علت کېدی شي داوي چې امریکایان ځان د ماتې له خطر سره مخامخ ویني.
بل دلیل ځنی ستراتيژیک دلیلونه هم کېدی شي وي . د شوروي تر سقوط وروسته امریکې داسې ستراتيژي غوره کړه چې د مخې يې ستر او لوی دولتونه د قوم ، ژبې او مذهبي نښو پر بنسټ پرکوچنیو او تر کنترول لاندې دولتونو ووېشل شي چې په ختيځه اروپا کې تر یوه بریده دغه پروژه عملي هم شوه. چې تر ټولو څرکنده بېلګه يې پرکوچنیو دولتونو باندې د پخوانې يوګوسلاویا ویشل ول. په عراق کې هم قومي او مذهبي تاوتریخوالی دومره پياوړی شوی چې د ویش دپاره يې عملي حالات بیخي چمتو کړي دي. ان کردي سیمه همدا اوس مستقله سیمه ګڼلی شو یوازې د ځنې سیمه ایزو دلیلونو له مخې خپلواک اعلان شوی نه ده چې په دغه برخه کې د ترکيي دريځ ډیر مهم دی چې د یو خپلواک کردي دولت د جوړېدو مخالفت کوي، ځکه داکار ترکیه هم وېشلی شي. بله طرحه هم د پراخ منځني ختيځ طرحه ده چې کله ناکله مطبوعات مصروف ساتي.
په افغانستان کې یو شمیر ډلې ټپلې د ډیر پخوا نه دداسې یو ویش دپاره هلې ځلې کوي اواوس په ډاګه دغه ویش مطرح کوي او په ټول قوت سره قومي او ژبنیو اختلافونو ته لمن وهي. شوروي هم د خپل ماتې په شېبو کې د افغانستان د ویش هڅه کړې وه او غوښتل يې پلازمېنه له کابل څخه شمال ته انتقال کړي اود افغانستان جنوب مخالفو ډلو ته په واک کې ورکړی . د شوروي دولت پر دې کار بریالی نه شو خو وروسته يې د شمال د ټلوالي په وجود کې شمال د بېلتون تر پولې و رسوه چې ډېر ژر د خپل منځي جګړو اونورو دلیلونو له مخې له ماتې سره مخامخ شو. بېلتون غوښتونکي ځواکونه د نړیوالو ځواکونو په مرسته بیا هم واک ته ورسېدل او د بېلتون نغمه په بېلابېلو حالاتو کې بیا هم توده ساتي. اوس د پېښو بهير داسې دی چې دداسې یو ویش په اړوند د ناوړه ارادو په باره کې د سړي شک په یقین بدلېږي .
په افغانستان کې د امریکې د ملیشه جوړونې نوې پوځي کړنلاره هم ډیر شکونه رامنځ ته کوي په راتلونکي کې د زیاتو ستونزو دپاره لاره آواروي. د نوې ستراتېژۍ له مخې قومي مليشې د هیواد په مختلفو سیمو کې رامنځ ته او غښتلي کېږي. دا یو ډیر خطرناکه کار دی دغه ملېشې لکه د تېر په شان په راتلونکي کې د افغانستان د ځمکې بشپړتیا ته لوی ګواښونه او خطرونه رامنځ ته کولی شي. په ۱۹۹۲ کال کې د ملي پوځ په له منځه تللو سره د ملیشه ځواکونو او تنظیمي بانډونو دپاره دا زمینه برابره شوه چې هیواد د نابودۍ تر پولې ورسېږي .هيوادوالو د قومي او ژبنیو تړاونو پربنسټ وژل او کړول نه دي هير کړي .
تر دغه دمه د افغانستان د ویش نظریه د امریکې ددولت رسمي پاليسي نه ده یوازې د ځنیو سیاسي کړیو نظریات دي خو که حالات په منفي لور لاړ شي نودا نظریات د افغانستان دپاره خطرناک هم ثابتېدی شي، ځکه هغه کسان چې داسې نظريي وړاندې کوي عادي کسان نه دي بلکې ددوې نظریات د امریکې په پلېسیو کې اغېزناک رول لري. نوځکه داسې طرحې باید جدي وګڼل شي او تر وړاندې يې ټينګ دریځ غوره شي . د ټینګ دريځ څخه مطلب دادی چې دغه مساله د سیاست پوهانو، څېړونکو او حقوق پوهانو په وسیله په ژوره توګه وڅېړل شي او ددې نظریو منفي اړخونه بربنډ کړی شي څو افغانان د مکارو تبلیغاتو په لومه کې ښکيل نه شي. که افغانان د وطن د دښمنانو په ناړوه ارادو خبر کړی شي نو دا شومې دسیسې به هيڅکله هم د عملي کېدو چانس تر لاسه نه کړي.
که چېرې د وطن دښمنان وکولی شي دغه دسیسو ته د عمل جامه پر غاړه کړي نو د افغانستان ، سیمې او نړۍ دپاره به ډیر ناوړه عواقب له ځانه سره ولري.
د افغانستان دپاره به ددغه دسیسې پایلې ډیرې ناوړه وي. لومړی ناوړه پایله داده چې افغانستان په فزیکي ډول له منځه ځي او یا يې د له منځه وړلو هڅه کېږي. د سناریو د جوړونکو د نظر له مخې د افغانستان شمال، مرکزي او لویديځې برخې به د یونوي دولت په چوکاټ کې را ټول شي او پښتنې سیمې به د اوسني دولت مخالفینو ته خوشې کړی شي. د امریکې ۴۰ تر ۵۰ زره پوځونه به د نوي دولت ساتنه او ملاتړ کوي او یوه اردو چې د همدغه سیمې له خلکو به جوړه شوې وي د امریکايې اردو ملګرتیا به کوي. ددې فرمول څخه داسې ښکاري چې امریکایان په دغه سیمه کې یوې اډې ته اړتیا لري څو د سیمې اونړۍ په راتلونکي کې خپله اغېز وساتي. لکه څنګه چې انګلیسانو تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته پرنړۍ باندې د خپل اغېز د ساتول په خاطر د اسراییلو او پاکستان دولتونه جوړل کړل. لکه څنګه چې منځنی ختيځ دا یوه پېړې د سولې مخ نه دی لیدلی او څرګنده نه ده چې تر کومه به دا اور هلته بل وي ، پاکستان هم د خپل شتون له وخته د افغانستان او هنودستان پرخلاف د جنګ اوخرابکارۍ په مرکز آوښتی دی او په دغه سیمه کې د جنګونو او کړکېج په سترمرکز دی.
د افغانستان ویش به په راتلونکي کې د نویو اورونو او جنګونو سبب شي. که چېرې د یوې شيبې دپاره داسې یو ویش عملي شوی وګڼو نو څرنګه حالت به ترسترګو شي؟
پښتنې سیمې به د افراطي ډلو پر مرکز بدل شي او په قاعده او بې قاعده ډلې به ټولې دغه سیمې ته را ماتې شي. دغه سیمه به د متمدن او هوسا ژوند له نعمته د تل دپاره بې برخې شي. دغه سیمه به یا د پاکستان یوه برخه وګرزي او یابه د پاکستان تر کنترول لاندې وي او د مجاهدینو او طالبانو ددورې په شان به د تمدن ټولې نښې له دغه سیمي پاک کړی شي ، نه به ښوونځي وي او نه به پوهنتون او نه به روغتون.... پااکستان به هڅه وکړي ددې سیمې خلک په ناپوهۍ او جهالت کې وساتي او په سیمه کې به يې د خپلو هدفونو دپاره وکاروي. تروریستي ډلې به له همدغې سیمي خپل فعالیتونه تنظیموي او ددې سیمې خلک به د ترور تر ټولو لوی قربانیان وي. پاکستان به له دې سیمي څو ډوله ګټې پورته کوي ، دوی به خپل مخالفین د همدغه تروریستی ډولو په وسیله ګواښوي او لکه د اوس په شان به له نړۍ څخه باج اخلي. له یوې خوا تروریستي ډلې روزي او له بلې خوا د پوځي عملیاتو له لارې د همدې سیمې بې ګناه خلک وژني خو په ظاهره پاکستان د ترور خلاف مبارزه کې ځان د نړیوالو ملګری او متحد معرفي کوي.
نړیوال به هم تل دغه سیمه تر پوځي بریدونو لاندې نیسي او پر دغه سیمه به پوځي عملیات ترسره کوي ، لنډه داچې پردغه سیمه به تل اور بل وي او سوځي به.
د امریکایانو تر کنترول لاندې سیمه به هم آرامي او خوښي تر لاسه نه کړي ځکه د جګړې کرښه به وړاندې راشي او جګړه به پر دغه سیمه متمرکزه شي او هره ورځ به په لس ګونو او سل ګونو تروریستي ډلې او ځان مرګي برید کوونکي دغې سیمي ته راځي او خپل عملیات به تر سره کوي چې قربانیان به يې بیا هم عادي او بې ګناه خلک وي. اوس که جګړه پر جنوب متمرکزه ده نو هغه وخت به پر شمال متمرکزه وي د پاکستان غوا به بیا هم لنګه وي ځکه امریکایان به د خپلو اکمالاتو د پاره د پاکستان مرستې ته اړ وي او بیا به هم پېسې پنجابیانو او بمونه د افغانان په نصیب وي.
څرنګه چې د افغانستان دغه برخه د اتنیکي پلوه یوه متجانسه برخه نه ده نو قومي او قبیلوي اختلافات به لا په قوت سره سر را پورته کړي او د سختو او خونړیو جګړو زمینه به برابره شي، د سیمي ګاونډي هیوادونه به له دغه قومي ترکیب څخه د ځان په ګټه فایده او چتوي او د جنګ اور به بل ساتي. په ۱۹۹۲ کال کله چې شمال ټلوالې پر شمال خپل کنترول ټینګ کړ نو بیا د وحدت ، دوستمي ډلې ،نظار شورا او جمعیت تر منځ سختې خونړۍ جګړې تر سره شوې او دا کار اوس هم کله نا کله ترسره کېږي او په راتلونکي کې به هم تر سره شي. امریکایان به هم د جګړې له امله مایوسه او دغه سیمه به خوشې کړي . او یوځل بیا به ګاونډی هیوادونه ددغه وړیا مړۍ د خوړلو دپاره لاس په کار شي او نوي توفانونه به دغه غم ځپلې سیمه یو ځل بیا وځپي.
نو ځکه افغانان باید د افغانستان د ویش مبلغین د خپلو خطرناکه دښمنانو په توګه تشخص او وپېژني او په یووالي او ملي وحدت سره ددوی کړنې او دسیسې شنډې کړي. سوله او روغه جوړه د ټولو افغانانو په ګټه ده . په سوله کې یوازې جګړه مار تاوان کوي.