سرلوڅ مرادزی
د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ تړون چې لاسلیک يي له څو کلونو راهیسې ځنډېدلای و ، د روان کال د جولای په ۱۹ مه د امریکا په سپارښتنه د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ وزیرانو لخوا لاسلیک شو .
د نوموړي تړون د لاسلیک په مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیري میرمن کلټن چې دا وخت پاکستان ته په رسمې سفر ورغلې ، وویل : « د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاریخي ناباورۍ له منځه وړل ، دامریکا بنسټيزه موخه ده . امریکا هڅه کوي چې په دواړو هېوادو کې ټیکاو او سوله رامنځته شي »
که پر پاکستان د امریکا نیغ په نیغه زوره او فشار نه وای ، که څه هم زموږ ځینې دولتي او په تېره بیا جهادي مشران پاکستان ورور او اسلامي هېواد ګڼي ، خو دا ورور او اسلامی هېواد د امریکي چې د دوی په ژبه یو کفري هېواد دی له فشار پرته له کلونو راهیسي چمتو نه وو چې د ورور ، ګاونډي او اسلامي هېواد افغانستان په خوله دا تړون لاسلیک کړي . پاکستان چې ځانته د اسلام قلعه وايي او د اسلام تر ماسک لاندې جوړ شوی هم دی د ورور ، ګاونډي او ریښتیني مسلمان افغانستان خبره د امریکي په خوله او زوره مني !
دا د پاکستان هغه مسلمانې ده چې زموږ ځیني ساده افغانان پرې له کلونو راهیسې غولېدلي وو او نور سادګان اوس هم پرې تېروځي !
په هرحال په دغه سوداګریز تړون سره به د دواړو هېوادو ترمنځ سوداګریزې اړیکې وغځيږي او دا هغه څه دي چې افغانان يي تل غواړي . که پاکستان ، افغانستان ته لار ورکړي چې خپل صادرات د پاکستان د بندرونو او خاورې له لارې هند او نړۍ ته ورسوي ، افغانستان به هم پاکستان ته دا اسانتیاوې برابرې کړي چې هغه هېواد منځنۍ اسیا او نورو هېوادو ته خپل مالونه واستوي .
افغانستان د منځنۍ اوسهیلي اسیا ، منځني ختیځ ، چین او نورو هېوادو ترمنځ د راکړې ورکړي ښه اډه جوړېدای شي . دا هېوادونه په تېره بیا پاکستان د کوم دریمګړي هېواد د لارښوونې او فشار پرته کولای شي افغانستان سره نیغ په نیغه د دوستۍ اړیکې ټینګي کړي او د شخړو او جګړو پرځای اقتصادي ګټورې سیالۍ ته راودانګي .
نن موږ په یوویشتمه پيړۍ کې ژوند کوو ، زموږ د سیمې هېوادونه ولي ونشي کړای لکه اروپا غوندې ګډ اقتصادي بازار رامنځته کړي ، د شخړو او جګړو پرځای پیسې د خپلو وګړو په ښېګڼه ولګوي .
د امریکا تر فشار لاندې چې پاکستان د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ تړون لاسلیکولای شي ، که امریکا په نورو برخو کې لکه افغانستان ته د ترهګرو د استولو په مخنیوي کې هم داسې فشار پر پاکستان واچوي پنجاب بله لار نلري او خامخا به د امریکې فشار ته ګونډه وهي .
د جولای په ۱۸ مه په افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې د نړیوالو ځواکونو لوی ویاند جنرال بلاتز په یوه خبرې غونډه کې وویل « زموږ له استخباراتي مالوماتو سره سم په ډاډ سره ویلی شم چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر په پاكستان كې پټ دی » . دا چې مخکې هم په وار وار سره د امریکي لوړپوړو چارواکو ، د ناټو او د لویدیځ نورو مشرانو په پاکستان کې د ملاعمر ، سراج الدین حقاني او ملا اجینر ګل بدین او نورو په شتون اعتراف کړي اوس د دې وخت رارسیدلي چې امریکا او لویدیځ افغانستان ته ددغه کسانو په سپارلو کې پر پاکستان قشار واچوي . امریکا او لویدیځ دا شونتیاوې لري چې پاکستان ته خپلې برګې سترګې وښۍ او نوموړی هېواد دې ته اړباسي چې افغانستان ته د ترهګرو د استولو په مخنیوي کې عملي ګامونه واخلي .
امریکا که پر پاکستان د خپلو پوځي مرستو د کمښت ګواښ قدري هم وکړي ، پنجاب ددې زړه نلري چې د امریکي او لویدیځ له مالي ، پوځي او سیاسي ملاتړ پرته افغانستان ته ترهګر راواستوي ، هند ته د کشمیر پر سر ګواښونه وکړي او نړۍ ته ترهګر وروزي . پاکستان چې تر اوسه دا هر څه کړي ، هغه يي د امریکي او لویدیځ لالا له برکته کړي دي !
امریکې ته ښايي پاکستان سره د ترهګرو په اړه له چنې وهلو تېره شي او عملي میدان ته راووځي . پاکستان په چنې وهلو ، دروغ ویلو او تېرایستلو کې زوړ او اوږد تاریخ لري . پاکستان د یو پر ځای دوه او د دوو پر ځای څو مخونه لري . پاکستان ته ددې خبرې کول پکار دي چې یا به د ترهګرو د روزلو ، پاللو او په افغانستان او سیمه کې د ترهګرو د صدور مخنیوی کوي او یا به د امریکې او ناټو له غضب سره مخامخیږي !
افغانان د لوی ویاند جنرال بلاتز د څرګندونو هرکلی کوي ، خو په دې هیله دي چې د څرګندونو پرځای د ترهګرو پرځالو هر چیري چې وي پوځي ګوزار وکړي .
نور د خبرو پرځای د عملي اقدام وخت رارسیدلی دی !
د ۲۰۱۰ کال د جولای ۱۹ مه
سرلوڅ مرادزی
اخځونه :
روهي او تاند بریښناپاڼې