ترخه یادونه او د تاریخ سبق دوه شعري ټولکې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
عبدالملک پرهيز
د کلتور د ډګر ګران او خوږ  ملګري انجينیر صيب عبدالکبیر کاکړ د زیات لطف او مهربانۍ له مخې خپل دوه شعري ټولګې ماته ډالۍ کړي چې له لوستو مې زیاته ګټه  او خوند واخست. له دې کبله ددغه ګران ملګري څخه زیاته مننه کوم او په راتلونکي کې ورته د زیاتو بریو هيله کوم.

دانجینیرصیب کاګړ له شعرونو او نورو لیکنو سره  ګران هیوادوال د انترنیت له لارې پېژندګلوي لري ،د نوموړي شعرونو شعري منځپانګه له وطن او خلکو سره د پراخې مينې څخه خړوبه شوې ده چې دا په روښانه ډول دده  د انساني او وطنپاله ولولو او احساساتو څرګندوينه کوي.
دده  لومړنۍ شعري ټولګه ترخه یادونه نومېږي. دغه شعري ټولګه په ۱۰۶ مخونو کې خپره شوې چې د سریزې سربېره ۹۰ شعرونه په کې تر سترګو ګېږي.
دویمه شعري ټولګه د تاریخ سبق نومېږي ددغه کتاب پر پوښ د دارالامان د ماڼۍ انځور دسړي پام ځانته را اړوي  چې په ۱۹۹۲ کال کې د جهادي او تنظیمي جګړو په پایله کې په کنډواله بدل شو ه، دا د هغه وخت د وحشتونو  او دهشتونو یو نه هيریدونکی تاريخي سمبول دی او انسان ته د بربریت زمانه ور یادوي.
ښاغلي کاکړ  دغه کتاب خپل شهيد پلار او د هيواد ټولو شهيدانو ته ډالې کوي. له دې وروسته د شاعر سریزه راځي چې شاعر د خپل اثر په اړوند لازم مالومات وړاندې کوي.
پر دغه شعري ټولګه  باندېد هیواد پياوړي شاعر اکادمیسین سلیمان لایق یوه  ډیره په زړه پورې کره کتنه ليکلې چې لوستل يې ګټور بولم. همدارنګه عبدالغفور لیوال د تاریخ ادب په نامه خپلې شننې ليکلي چې د هغې لوستلو ته مو رابولم.
دغه آثر د ۱۴۰ په شا او خوا کې شعرونه لري . د شعر او ادب مینه وال ددغه دواړه شعري ټولګو لوستولو ته رابولم په یقین سره به دغه شعري تولګې ستاسې ادبي او هنري تنده ماته کړي.

ښاغلي کاکړ ته د ښې روغتیا او په ادبي او کولتوري هڅو کې ورته د لا زیات بري او نووښتونو هيله کوم.

عبدالملک پرهيز