په ډیر ژور خپګان او تا ثر سره خبر شوم، چې زموږ د هیواد د موسیقې په ډګر کې نامتو، پیاوړې ، تکړه ،مجرب اوښه هنرمندارواښاد رحیم مهریار چې دخوږ او په زړه پورې آواز خاوند و، د اوږدې ناروغی له امله له دی فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګی پټې کړی
( اناالله واناالیله راجعون )
زه نه یوازی چې د ده روح ته دعا کوم بلکې په دغه غمیزه کې ځان شریک بولم، او د
ارواښاد رحیم مهریار کورنۍ او د ده محترمی میرمنې پرستو او د ده د هنر مینه والو
ته جمیل صبر غواړم .
خدای پاک ده دی وبخښي او د ده ښکلې سندرې او ترانې ده د تل لپاره زموږ د موسیقې په تاریخ کې ژوندې او ښیرازه لري .
په ډیر درنښت : انجنیر عبدالقادر مسعود