د قانون لاس لا پر يو ماشوم جنسي تېرکوونکي ته نه دى رسېدلى

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د غبرګولي ۲۰مه ، ١٣٨٩ پژواک خبري اژانس
د هلمند د ولايتي شورا د يوې غړې زامن ، چې تېر کال  يې په يوه ماشوم جنسي تېرى کړى ، د خلکو له پرله پسې غوښتنو او د مقاماتو له صادر شويو حکمونو سره سره ، بياهم د قانون له منګلو ازاد ګرځي .


ددغه تيري ويډويي کلپ ، چې اوس تر کابله هم  را رسېدلى ، هرڅوک يې د ليدلو وس نه لري او د ليدونکي د عصبي شوک لامل ګرځي .

په کلپ کې د هلمند د ولايتي شورا د غړې بې بي لايقې زامن فريد او فيروز د ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکي  جليل احمد په يوه کوچني زوى ، چې هغه هم فيروز نومېږي، جنسي تيرى کوي .

ماشوم چيغې وهي ، عذر او زارى کوي ، قران ورته شفيع کوي ، خو تېري کونکي غږ نه اوري او خپل تيري ته ادامه ورکوي .

ماشوم خپل مخ په دواړو لاسونو کې نيسي، خو تېري کونکي يې ګواښي او ورته وايي چې مخ دې لوڅ کړه، ترڅو په ويډيو کې راشي .
له تيري کونکي سره نور کسان هم شته، چې ويډيو جوړوي او بيا يو تېرى کونکي وايي : (( فيروزه كه ودې ژړل په خداى قسم، چې ټول بازارته يې وېشم.))

ماشوم بيا ژاړي او چغې وهي ، کوښښ کوي لږ تر لږه مخ يې ښکاره نشي، خو يو تيري کونکى ، چې شپو خوله يې  پر سرده ، ورته وايي : (( چغې مه وهه په ژړا نه خلاصيږې! مخ دې را و ښيه . ))

فيروز بيا هم ژاړي خپل مخ پټوي او وايي : ((دخداى روى وګورئ، نور مې پرېږدئ!))

له دغه درې دقيقه يې کلپ وروسته تجاوز کونکي ماشوم بربنډوي اوعکسونه يې اخلي .
تيري کونکي ډېر زړور او ډاډه ښکاري او يو يې وايي : ((راځئ امنيه قوماندان ته زنګ وهو، ورته ووايو چې موږ هلك په زور.........))

که څه هم په ويډيو کلپ کې دا نه ښکاري، چې په کومه نېټۀ جوړ شوى دى ، خو د ماشوم پلار د هلمند والي او امنيه قوماندان ته د ١٣٨٨ کال په ميزان کې عارض شوى دى، خو ځاى يې نه دى نيولى .

د هغو چاپي اسنادو له مخې، چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې ، د ماشوم پلار جليل احمد د ١٣٨٨ کال د تلې په ١١مه ، د هلمند والي ته عريضه کوي .

په عريضه کې راغلي، چې  د محمد داوود زامنو فيروز او فريد دده پر زوى په ظلم او جبر تجاوز کړى ، متجاوزين دارلتاديب ته معرفي شوي، خو له هغه ځايه تښتيدلي دي .

په عريضه کې له والي ( ګلاب منګل) غوښتل شوي چې د متجاوزينو پلار جلب کړي، ترڅو زامن يې راشي او په خپله سزا ورسول شي .

والي ددغې عريضې په شا امنيه قوماندانۍ ته هدايت ورکړى او ليکلي يې دي، چې عريضه دقيقه بررسي کړي او د واقعيت له ثبوتولو وروسته قانوني اجراات وکړي او بيا يې خپل لاسليک کړى دى .

امنيه  قوماندان پردغه عريضه يوه ورځ وروسته د ميزان په ١٢مه ، د هلمند نهرالسراج ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ ته ليکي، چې د ولايت دمقام له حکم سره سم د عارض مشکل ور حل کړي او بيا پرې لاسليک کوي او خپل نوم (الحاج سمونوال اسدالله شيرزاد د هلمند امنيه قوماندان ) پرې ليکي.

دغه راز د هلمند د والي په عنوان د نهرالسراج ځايي خلکو هم يوه عريضه کړې ده  .
په دغه عريضه ، چې د ٢٧ کسانو نومونه او لاسليکونه په کې دي ، راغلي چې د ياد تجاوز په اړه پوره اسناد او شواهد شته .

په عريضه کې راغلي ، چې د تجاوز دوسيه په څارنوالۍ کې پرته ده او متجاوزينو له محبسه فرار کړى دى .

دوى دا هم ليکلي ، چې د متجاوزينو پلار محمد داوود يو ځواکمن سړى دى ، د نهرالسراج ولسوالۍ د شورا غړى دى او ميرمن يې ( بي بي لايقه ) د هلمند د ولايتي شورا کانديده ده ( اوس د شورا غړې ده . )

عريضه کې له زندانه دمحمد داوود  د زامنو تېښته غندل شوې او په کې راغلي : (( څو ځلې د محمد داوود د زامنو له خوا لواطت کاري تکراريږي ، اما د خپلو اعمالو په سزا نه رسول کېږي . ))

دوى په ګډه غوښتنه کړې ، چې لومړى بايد داوود د ولسوالۍ له شورا او ميرمن يې له ولايتي شورا لرې او زامنو ته يې سزا ورکړل شي .

په دغه عريضه کې  يوتن لاسليک کونکي او د سيمې اوسېدونکي ، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل پژواک ته يواځې همدومره وويل : (( متاسفانه هيڅ اجرات ونشول . ))

د هلمند پخوانى امنيه قوماندان مل پاسوال اسدالله شيرزاد ، هم ياده  پېښه ډېره دردونکې ګڼي او له پېښې د خبرېدو د مهال احساسات داسې بيانوي : (( دومره عصبي شوم ، چې هيڅ په ځان نه پوهېدم. ))

هغه داهم وايي چې د قضيې له خبرېدو سره سم يې يو تېري کونکى څارنوالۍ ته وسپاره ، هغوى دارالتاديب ته وسپاره او بيا له هغه ځايه وتښتېده .

د نوموړي په وينا ، د هلک له تېښتې وروسته يې د هغه  پلار ونيوه، دوه ورځې په توقيف کې و ، خو چې زوى پيدا نشو ، ددې لپاره چې جرم فردى عمل دى، نو پلار يې  د والي په شفاهي امر خوشې شو .

هغه داهم وايي چې ددوى وظيفه دمجرم نيول و او دا کار يې کړى دى ، خو دا چې هغه څنګه تښتېدلى بايد اړوند ارګان يې ځواب ورکړي .

خو د متجاوزينو پلار داوود بيا دا ټول شواهد ( ويډيوي کلپ ، عريضه ، د والي او د هلمند د امنيه قوماندان او د ځايي خلکو لاسليکونه ) يوه دسيسي ګڼي .

هغه وايي چې دا دسيسه دده د بدنامۍ لپاره جوړه شوې وه او دهغه وخت د ګرشک د څارندوى قوماندان عبدالرازق ترې ٤٠٠ زره افغانۍ وغوښتې ،خو چې ور يې نه کړې، نو زوى يې ( فيروز)  ورته ونيو .

د هغه په وينا، په دغه دسيسه کې دده خوريى نجيب الله هم ترپوښتنې لاندې و، چې هغه د پيسو په مقابل کې خوشې شو .

داوود ، وايي چې زوى يې وتښتيد او بيا چې راغى ، نو بېرته يې حکومت ته وسپاره .

داوود ددې پوښتنې په ځواب کې چې دغه پېښه دسيسه وه، نو ولې يې حکومت ته زوى  وسپاره ؟ وويل چې دعوه ورباندې وه.

نوموړي داهم وويل چې اوس يې زامن په کور کې نشته او که راشي بيا به يې قانون ته وسپاري .

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې ، چې جرم نه لري ، نو ولې کورته نه راځي ؟ وويل چې ماشومان دي او ويرېږي.

داوود خان دغه پېښه يوه دسيسه وګڼله ، خو هغه ددې پوښتنې په ځواب کې، چې فلم کې هرڅه روښانه ښکاري ، ماشوم خپله اعتراف کوي او ورباندې د شوي  تجاوز کيسه کوي ، وويل چې دا په کمپيوټر کې جوړ شوي دي  .

د نوموړي د معلوماتو له مخې، ددې قضيې په دوران کې يې  يو زوى فيروز ١٧ کلن او بل فريد ١٥ کلن و .

خو د ماشوم پلار جليل احمد، چې د خبرو په مهال يې له غمه مرى بنديدله ، د غبرګولي په ٢٠مه ، پژواک ته وويل چې دا هرڅه رښتيا دي او  شوي دي .

د نوموړي په وينا ، زوى يې ( فيروز)  چې د قرانکريم حافظ دى ، هغه مهال شاوخوا ١٤ کلن و، شاوخوا دوه  مياشتې يې  له ويرې او شرمه دغه پېښه پټه ساتلې وه .

هغه وايي چې دى هغه مهال له قضيې خبر شو، چې خپله يې د تجاوز کلپ وليده.

د نوموړي په وينا، دغه کلپ خپله د محمد داوود زامنو د ګرشک ځينو کسانو ته لېږلى و .

جليل احمد زياته کړه : (( ژوند راباندې ډېر سخت تېرېږي ، ډېر وګرځېدم چا مې غږ وانه وريد . ))

هغه وايي چې اوس له حکومته هم ناهيلى شوى او له شرمه قضيې پسې ګرځېدى هم نشي .

جليل وايي چې زوى يې هم کور پرېښى او کندهار ته تللى دى .

که څه هم عدلي او قضايي ارګانونه په هېواد کې فعال دي ، خو دغه شان تجاوزونه په بيلابيلو ولايتونو کې دوام لري .

خلک په دې باور دي، چې که چېرې په نظام کې اداري فساد نه وي او قانون په کمزورو او زورورو يوشان پلى شي ، نو دغه شان ناوړه پېښې به تکرار نه شي .