انګریز د ملا په جامه کی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)                           

(  یولنډ ریښتیا نی کیسه)                              
دامیرحبیب الله خا ن د شهاد ت نه وروسته چی دلغما ن دعلینګار ددری په کله ګوش کی دیوی دسیسی په ترڅ کی په شهادت ورسید

، اودهغه په کورنی کی د سلطنت اودافغانستا ن دپاچاهی پرسردهغه دورور نصرالله خان اودهغه دځوی امان الله خا ن ترمینځ شخړه پیل شو او د یو لړ مناقشاتوڅخه وروسته په پای کی امان الله خان دافغانستان دامیر اود پاچا په صفت لوړه  وکړ اودپاچاهی تاج یی په سر کیښود ، دغه وطنپال امیرچی دافغانستان آزادی  او پرمختګ ته ډیر لیوال وه دخپل پاچاهی په همغه  لمړیو ورځو کی د خپل هدف دلاسته راوړلود پاره چی هغه د  افغانستا ن عام  او تام  آزادی  له  انګریزی استعمار څخه وه ترڅو چی دیو مستقل اوآزاد هیواد  په شا ن خپل  برخه لیک  پخپله  وټاکی اوداسارت له چغ څخه خلاص شی،نوپه همدی بنیاددعیدګاه په جومات کی دټولولمونځ کونکو ګڼو شمیر افغانانو په مخ  کی  په یو  پرانیستی وطنپرسا نه  وینا کی  وویل : زه  غواړم  چی د ستا سو غیرتمند  افغا نا نو اود  افغان  اولس اوآزادی خوښونکی ملت  په همت  اود مټ په زورسره  دانګریزانو  نه  د  خپل  ګران هیواد افغانستان آزادی اواستقلال ترلاسه  کړم  او  د  انګریزی استعماری دولت له غلامی او بندګی څخه دا آزادی دوست ملت آزادکړم ، نو په دی بنیا د ستا سو نظر غواړم چی ایا تا سی د خپل آزادی د ګټولو د پاره ځما په څنګ کی دریږی اوځما ملا تړ کویی؟ دامیر امان الله خان ددی وینا اواظهار نظر سره سم ټول حاضرینو په پښو ودرید اوخپل چمتوالی اواماده ګی ښکاره کړل اوټولوپه یوه آواز وویل چی:ځمونږ ځان، مال اوسر له وطنه قربان او مونږ  حاضر یو چی دانګریز سره  جګړه  وکړو  او خپل وطن دانګریز له استعمار څخه آزاد کړو . امیر ددی خبروپه اوریدو سره نور هم دهغه دوطنپرستی احساسات وپارید اود خپل هدف په لټه  کی شو هغه دخپل دولت دآراکینو سره وروسته د یو لړ  مشوری په کولو سره،  د انګریزانو  سره  په جګړه کی دجنګ پلان په دری جبهواویا محاظ کی تدوین اودجګړی اوامر ، یی  اعلان  کړ: هغه داچی  د شرق  په  جبهه  کی دسپارسالار صالح محمدخان اود جنوبی جبهی  په سر کی محمد  نادرخان   او د  قندهار  په   جبهه  کی عبدالقدوسخان د مشرانواودجګړی دقوماندانانو اورهبرانو په صفت وټاکل شو او د انګریزانو پر ضد په لشکرکشی سره پیل او افغانانو دخپل جنګی رهبرانو تر قوماندی لاندی په دی دری یادشو محاظونو کی دانګریزانو سره په جګړه لاس پوری کړاوپه همدی وخت کی دافغانستان په هر ګوټ اوهره څنډه کی دخلکو دآزادی خواهی آوزونه پورته شو ، چی د هغه  په  لړ کی ځما د پلارمرحوم سید محمد حسن چی په لغمان کی د حسن جان اغا په نامه مشهوره وه د هغه د وطنپرستی احساسات  هم  را وپاریده او د انګریزا نوسره په ضد جګړه کی د ګډون پریکړه  هم دځانه سره وکړ، هغه په دی جګړه کی دخپل دګډون په اړه  ما ته  چی هغه وخت زه د لغمان  د روښان  په لیسه کی زده کونکی اوم داسی قصه وکړ : کله چی زه خبر شم چی د  انګریزانو  په  ضد جنګ اوجګړه کی دامیر امان الله خان د امر اودهدایت  پربنیاد  تر سره کیږی ،  نو هغه وخت  چی زه  یو دیرش کلن تکړه ځوان  اوم  ما هم نیت  وکړ  چی ټوپک واخلم اودانګریزانو پرضد جګړه  وکړم،  نود همدی نیت  په  لرلو  سره  ما د کلی د ژرندی دویالی دغاړی  د یو اونی  څخه  یو  اوږد  او دامداره ښاخ په یوه تبرګی پریکړ دهغه ددواړو خوا څخه  اضافی  وړی  لښتی  اوپاڼی  می په یوچاقوسره پریکړ او دهغه پر سر می یو سپین صحنی دستمال وتړل  اوبیرق  می  تری جوړ کړ ،  بیرق  می  په اوږه  کیښود  او د جګړی د میدان په لور جلال آباد خواته  می پای  پیاده حرکت وکړاوپه یا چاریارسره می  خپل  مزل ته دوام  ورکول  او دلاری  په  امتداد  کی  له هرکلی اوبانډی څخه  کله چی  تیریدم  ځما  په څیر ځوا نان ما سره ملګرتیا کول  ترڅو  چی دهمغی ورځی مازدیګر لمر پریوتی جلال آباد ښارته ورسید لواوځمونږ دملګروشمیر پنځوسو تنو ته رسیدل ، شپه مو دجلا ل آباد په ښارکی په هغه ځای کی  کوم  چی  د ملکی  دواطلب جنګیالی وګړو د پاره  چمتو  شوی وه اودلوی
ننګرهار د څلورو خوا څخه  دواطلب  خلک د انګلیس په ضد جګړه کی د ګډون د پاره راتلل نو په همدی  په  اصطلاح  چوڼی  کی ځای په ځای کیدل ، مونږ هم دلغمانی دواطلب ملکی خلکو په نوم په همدی چوڼی کی ځای پرځای اوشپه  مو سبا  کړ ، سهار وختی  له   خوبه پاسیدو اووروسته له لمونځ سبناری مو وکړاو منتظر اوو چی مونږ څه  وکړو ،  وروسته له یو څه ځنډ څخه  یو لوړ  اونه  بریتور اوقوی هیکل  سړی   را پیدا شو   او  زمونږ  خواته رانژدی شو  او په  ډیر جذ با تی آواز سره پر مونږ غږ  وکړ  چی لغمانیانو  ستړی مه شی ، خدای مو راوله  ، پس  له هغه  خپل  ځان  یی معرفی کړ او وویل چی زه جلات خان نومیږم اودلغمان دعلیشنګ له دری څخه یم اودستاسی مسولیت اوسرګرده ګی ماته راکړ  شوی دی ، نو مونز ددی خبری په اوریدو سره  خوشحال شو چی ځمونږ قوماندان ښه دی چی یولغمانی دی اوهغه ځمونږ په رسوم ، رواج او طبیعت باندی ښه پوهیږی  ، لنډه  داچی  هغه  ځمونږ نومونه په یو کتابچه  کی یاداشت کړ ، ځمونږ آذوقه حواله شو ،  مونږ ته  ټوپکی ،  توره ، شمشیر او نور لازم جنګی تجهیزات له سلاح کوټ څخه را کړل  اوپس  له  هغه  مونږ ته وویل  چی اوس له خیره سره مخ په  وړاندی دتورخم په خوا ، مونږ لغمانیان دنورو ځایونو دخلکو سره  چی  د هغوی  قوماندانان  د خپلو خلکو له  خوا وه  په ګډه  سره د تورخم په لور وخوځیدو  او  پس  له  ډیر هیجانی مزل څخه هزارناو اوباسول ته  چی  هلته  د جبهی  مقدم لیکه وه  ورسیدو  اود  ګڼ شمیر خلکو له خوا په ستړی مشی سره بدرقه شولو  اود یودمی نه وروسته  د  جلات خان  لغمانی  قوماندان   تر قوماندنی لاندی مونږ هریو په خپل ټاکل شوی سنګرونوکی کیناستواوپه جګړه مو دانګریزانو پرضد دټوپک ماشی ته   لاس  ویوړل . جګړه شیبه  په شیبه ګرمیدل ،دغزا ډولونه وهل کیدل او غازیانو په ډیر وطنپرستانه احساساتو سره بی له کوم ستړ تیا سرښیندنه کول اودهرورځی په تیریدو سره نوی بریالیتوبونه تر  لاسه کیدل اوانګریزانو هره  ورځی د ماتی سره  مخامخ اوشاته کوچیدل ،سره دهغه چی هغوی په ډیر مدرن جنګی سلاحګانو  باندی  سمبال هم وه ، مګر ځمونږ مورال  ډیر قوی  اولوړ  وه  سره دهغه چی زمونږ سلاح اونظامی تجهیزات ډیر ابتدایی اوناکافی وه،دشمن موقرار نه پریښودل اوددښمن په زړه کی مو ډاراچولی وه او دهغه مورال پوره ښکته راغلی وه،دهمدی سرښیندی اودجګړی په پروسه کی ځمونږقوماندان جلات خان پرمونږ لغمانیانو باندی غږ وکړچی تاسی نن مازدیګر سره  ځما د خیمی  په مخه راټول شی چی تاسی ته خاص  دنده  سپارل  کیږی ، مونږ په همغه ټاکلی وخت  کی  د جلات خان د خیمی په مخ کی را ټول شو اود جلات خان دامر انتظار موایستل ،وروسته له یو څه ځنډ جلات خان  راغی  اومونږ  ته   وروسته  له شاباسی اوافرین  ویلو څخه  څرګند  کړ  چی دمحرکی اودشرقی جبهی لوړ پوړی چارواکی د تا سو له سر ښیندنی  او لوړ  جنګی مورال څخه ستاینه اومننه کوی اودهغه په ضمن کی نن شپه ګزمه وهل مونږ اوتاسی لغما نیا نو ته زما په سرګرده ګی سپارل شوی دی ،  نو  په دی بنیاد ما تاسو ته خبر درکړ چی ځانونه مو چمتو اواماده کړی ، دندی به وروسته تاسی ته به زه ورکړم نو ترهغه وخته  پوری لاړ  شی دمی وکړی اوخپل ټوپکونه پاک اوپه اصطلاح سره غوړ کړی. مونږه  د خپل قوماندان جلات خان دامر په مطابعت لاړودمی مو وکړ اوخپل ټوپکونه موپاک اوغوړ کړل اوپه همغه وخت چی هغه ټاکلی وه بیا دهغه دخیمی  په مخ کی راټول شو اودهغه دامر انتظار مو ایستل، هغه یعنی جلات خان راغی اومونږ ته داسی وویل  تاسوټول په هغه ویا له کی چی مخامخ ګوری اوپه هغه کی  اوبه  جاری  دی  او دهغه ژور والی دتا سو تر اوږو پوری رسیږی شا په شا په یوه لیک کی  بی له دی  چی داوبو  شرهار ووځی داخل شی او ورو ورو مخ په ښکته ما پسی روان شی ، اوهغه داچی دهمدی ویالی د چپه اړخ  څخه دانګریز  ګزمی  چی پرآسا نو باندی سپاره دی تیریږی اوشاوخواترصد کوی په تاکیدی بڼه سره بیا تاسوته وایم چی په هیڅ بڼه سره باید داوبو شرهار اوچړپهار مو د تګ په وخت کی ونه وځی اوتر هغه پوری چی ما  تا سوته د خولی  شپیلی  نه وی  ایستلی  ډزی ونکړی اوکله چی ما تا سوته شپیلی ووهل  نو اور په ډله کی پرهغو انداخت وکړی چی  یوه انګریز له تاسونه ژوندی بیرته ونه  ګرځی ، مونږ ټول لغمانیان دخپل قوماندان امر تر سره کړل  اود هغه  د خولی  په  شپیلی  سره  هغه دانګریزانوګزمه چی شمییریی له پنڅوسو څخه هم زیاته وه  په  ډزو  مو له  پښو  وغورځول اوهغه  مو  ووژل ،  ټوپکونه   اونور  ورسره شیانو مو،تری ولجه کړل اوبیرته  په اصطلاح سره  خپل  قرارګاه  ته راغلو،   سهار  وختی د جبهی په مقدم لیک  کی  خبر خپور شو  چی پرون شپه لغمانی جلات خان دخپلو لغمانیانو سره په ګډه ډیر انګریزان وژلی دی  اودباقی انګریزانو مورال ته غټ صد مه ور رسولی دی،  نو په  همدی بنیا د سره ټولو  مونږ ته شاباسی ویل ، لنډه داچی دهمغی شپی زمونږ دعملیات په  نتیجه  کی  په  ریښتیا  سره چی د انګریزانو  وضیعت  خراب  شو  او  شا ته وکوچیدل او خپل سنګرونه په پرله پسی ډول سره خوشی کول ، مګر دیخواته یعنی زمونږ دغازیانو  مورال  ساعت  په  ساعت  لا پسی لوړیدل ، چی  د همدی  مورال  په لرلو  سره یوبریتور  توریالی افغان  چی  په  پښتو   ژبه حبری کول  اوخپله  یی دکنړونو  څخه وه  پر یوغټه تیګه با ندی ودرید  او  پرټولو  غازیانو اومجاهید ینو داسی غږ وکړل : هرڅوک چی دافغانستان بیرق په علی مسجد  اود  آټک  په هغه خوا ونه دروی اوبیرته وګرځی  هغه  به دوس اودله وی اوهغه زه پخپل لاس وژنم ، په هرصورت مونږ په ډیر شوق مخ  ته  روان وو ، چی په لاره کی یو سړی چی اوږد سپینه ږیره یی درلود او پریواوږه یی دحضرت عمر دُره او په بغل کی  قران  شریف  یی  په  یوه  څرمنی پوښ یاتبراق کی  ځای په ځای کړی وه  او پخپل  بل  اوږه  کی  ځوړند  کړی وه  ، پرمونږ باندی غږ وکړ ،  چی ای  غازیا نو  ستړی مه شی ،  په قدمونو مو مبارک ، اوپه ډیر   خواشينی  سره   مونږ  ته   وویل  چی انګریزانو دفتح آباد اودسره رود په لاره باندی پرجلال آباد یرغل کړی اوبیرته جلال آباد یی تر خپل ولکی لاندی راوستی ، نوتاسی چیری ځی ،  دا  به   ښه   وی   چی   بیرته وګرځی اوانګریزان له جلال آباد څخه وبا سی ، ددی خبری په اوریدو سره هک اوپک شو او دهغه روحانی ملا په خبرو مو باور وکړ ،هغه وخت مخابره اودمخابری وسایل هم نه وه چی خلک دجبهی دمخ اودشا نه خبریدای شوو،نو په بیړه سره بیرته جلاب آباد را ستون  شو کله  چی جلال اباد ته ورسیدو خیر اوخیرت   وه اویو انګریز هم په سترګو نه لیدل کید ل   اومونږ وروسته په دی پوه شو  چی هغه  ملا  پخپله انګریزوه اودملا په جامه کی  زمونږ دوړاندی تګ خنډ شو.
دپورتنی قصی څخه دا سی برداشت کیږی چی افغانستان تل د بدو ملایانو ،پیرانو ، حضرتانو  په واسطه سره خراب اوویجاړشوی دی ، که دغازی امان الله خان نهضت وه،که دافغانستان ننی وضعی ته ګوری هغه  څه  دی  چی  ملا سیاست مدار شوی دی ، داقصه می ددی دپاره تاسی لوستونکو ته وړاندی کړ چی یوځلی خپل تارخ ته پام را واړوی اود تیرو خلکو ښه اوبد کارنامی وګوری اوورڅخه عبرت واخلی .
پای
په درناوی