عبدالملک پرهيز
دا دهغه کتاب نوم دی چې د ښاغلي عنایت الله سادات په پياوړي قلم په دري ژبه لیکل شوی دی. دغه کتاب ۱۳۳ مخونه او د سریزې سربېره ۱۴ غوره سرلیکونه لري. دغه کتاب په ښکلی
لیکوال په مادي نړۍ کې بې سارې پرمختیا په ټولنه کې د معنوي او اخلاقي ارزښتونو دکمزوري کېدو او له منځه تلو یو دلیل بولي. هر څومره چې مادي ارزښتونه غښتلي کېږي په هماغه اندازه معنوي ارزښتونه کمزوري او کمزوري کېږي. معنوي کمزورتیا په خپل وار د کورنۍ د کمزورۍ سبب کېږي. لیکوال پر کورنۍ باندې د صنعتي انقلاب اغېز ته پاملرنه کوي او ليکي چې صنعتي انقلاب ټولنيز ژوند ته د ښځو لاره خلاصه کړه او د پانګوالۍ د ودې په انډول د ښځو رول د ټولنې په ټولو چارو کې پياوړی شو، له کورڅخه بهر د ښځو مشغولتیا سبب شوه چې کورنۍ هډونه سست شي. لیکوال همدارنګه پر هغه لارو چارو خبرې کوي چې د هغې په مرسته کېدی شي معنوي ارزښتونه پیاوړي او د کورنۍ ستنې ټينګې شي.
په کتاب کې دټولنې په پايښت او پرمختیا کې د کورنۍ رول او ارزښت ته ځانګړې پاملرنه شوي او د کورنې د ټينګښت او پايښت پر اهمیت باندې ټينګار شوی دی.
د کتاب غوره سرلیکونه په لاندې ډول دي:
ـــ اجمالی بر پیدایش خانواده .
ـــ ساختار خانواده ها در.( یونان ،روم، جرمن ).
ـــ خانواده های اروپائی در تحت شرایط فیودالی و تسلط کلیسا .
ـــ گذار از " خانه " به "فامیل" و عوامل موثر بر قواعد ازدواج .( تأثیر رینسانس،تأثیر طرز دید رومانتیک ، اثرات انقلاب صنعتی).
ـــ تکامل تدریجی و یا از هم پاشیدگی تدریجی خانواده .
ـــ توجیه نا درست از تشکیل اقتصادی فامیل .
ـــ رشد اقتصاد و دست یابی زنان به حقوق مدنی .
ـــ جنبش زن در کشاکش مباحثه ای تیوریک .
ـــ خانواده در معرض انحرافات جنسی و اخلاقی .
ـــ قانون ساختن جنایت به جای ریشه کن کردن آن .
ـــ آزادی یا اسارت جدید .
ـــ اضمحلال خانواده و آینده غرب .
ـــ سر نوشت فامیلهای معاصر به کجا خواهد کشید؟؟؟ .
ـــ ماخذ
دغه کتاب چې ژور علمي او ټولنیز ارزښت لري لوستل يې ټولو ته ګټور ، اغېزمن او په زړه پورې بولم .