له یوخوندی جمهوریته تر یونا قرارامپراطوری پوری

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکونکی: بروس فین (‌Bruce  Fein)
منبع :انتی وار . کام (com .Antiwar)
ژباړونکی :  پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)
دامریکی دامپراطوری د پاره ډیر مساعد او ښه وخت به  داوی  چی  د امریکی متحده  ایالات د نړی  د دی بی جوړه   وچی څخه  لاس  پرسر شی 

او دغه  وچه پخپل حال پریږدی.                                            

دامریکی دمتحده ایالاتو نظامی کلنی بودجه (مالی لګښت) له (۶۵۰)  بیلون  ډالر څخه  یوپورته رقم دی چی د نړی  د  نورو (۲۵)  هیوادونو  د ګډی   یو کلن نظامی بودجه څخه بیاهم زیات  یورقم دی،   د روسی دفاعی  بودجه   یا کلنی  نظامی د فاعی  ما لی لګښت دامریکی د زبرځواک  او د هغه د سړی جګړی سیال اوس اوس وخت کی دپنتاګون دبودجی  ۱/۱۲   برخه تشکیلوی،سره  د هغی  چی د روسیی  نظامی  قوتونه داسلامی جګړه مارو افراطیا نو سره په مبارزه کی په چیچینیا ، داغستان اوانګوسیتیا په منطقو کی مخامخ اوجګړه کی بوخت دی . د یا دونی  وړ دی  چی  په جنوبی اوستیسیا اوابخاذیا کی اوس پوره څرګند شوی چی د امریکی د ملی امنیت دپاره هیڅ کوم ډول تهدید اوخطری نسبت دمسولو غړود ادعا  په نظرکی نیولو سره نه په سترګو کیږی .                                  

سن جان مکنیس(Sen  John Mc  cain)په ډیر بیشرمانه او پوچ بیان سره د(۲۰۰۸) کال د جمهوری ریاست په پریزید نشل انتخا با تو  دانتخابا تی مبارزی په لړ کی په اوکتاویس  (octaves) کی  داسی وویل  (مونږ له سره ټول چیچینیانو یو یا چیچینیانو یاستو ).  کوم   چی  هغه   په  دی   وینا  سره وغوښت  خلک وډاروی  او د  خپل  امپراطوری  د  فلسفی له غروره ډک  د هیلی  انعکاس ته لمن ووهی اود  خپل نا وړی استفا دی د پا ره  دکنترول تر نامه دکنترول د پاره بها نی جوړ کړی اود خلکومد نی آزادی له مینځه ویسی .   

جیمس مدیسن (James Madison) د امریکی د جمهوریت  استا ذی  داسی   بیدارتیا  او یا هوشداری ورکړی وه :( دتاریخ په اوږدو کی ددفاع اویا دسا تنی معنی اومفهوم دخارجی له خطر څخه ژغورنه  په دننه کی د ظلم اودجبر د جاری ساتلو د پاره یواځنی  وسیله ګڼل شوی دی ).                                          

دامریکی امپراطوری په ( ۱۳۵)هیوادونوکی نظامی حضورلری ،  کوم چی د هغه  د سپاهیا نو   شمیرله څلورسووزرو(۴۰۰۰۰۰)څخه زیات دی ،  دامریکی نظامی پرسونل په لسونو زرودامریکی څخه دباندی  د خلکو د دفاع اودساتنی په بهانی سره په جنوبی کوریا، جاپان،غربی اروپا ،سعودی عرب اوځنی  نوروځایونو کی میشته شوی دی . اودنړی خلکو ته داسی ښیی چی هغوی خپل ځانونه په خطر کی سره اچولی ( هغه هم دملګرتیا اود صمیمیت داخری اندازی په کچه)   او نه د خپل امن ،آزادی او د راتلونکی  خیرښیګڼی  لپاره ، بلکه هغوی دخارجی یرغل په مقابل کی اوپه ځانګړی ډول دهغه خارجیانو په مقابل کی دتیارسیی  په  حالت کی دی کوم  چی امریکی  ته  مالیه  نه  ورکوی  اویا دامریکی سره هیڅ وفا داری نه لری .                        

دروسیی اود اوکراین ترمینځ دګاز دقیمت پرسر لانجی ، په اوګاندا کی د  سردارانو  او د  لوړ  پوړو مقا ما تو نظامیان ، په دارفور کی قتل عام ، د سربیا په کوسوبه کی دالبانیانو دبرخه لیک ستونزی ،په مالی کی دګوتو په شمیر د القاعدی نوی ځوان پلویان یا  په بنګله دیش کی د بی ځایه شوی خلکو ستونزی اودنړی دګرمید لو تازه راپیداشوی  پرابلمونه  کوم   چی  ټول نړی د تهد ید سره مخامخ کړی د امریکی  نظا میا نو اوسپاهیانو ته ډیر بی ارزش ، ناچیزی اوهیڅ د پام وړ مطلب نه ښکاری .                                              

دامریکی امپراطوری  زمونږ د سیا ری په هره  برخه کی د پیښو د کنترول اود هغه د څارنی  اولاس وهنی په لټه کی وی ،اودامریکی دپخوانی جمهورریس شاغلی  جیورچ واشنګټن د  بیطرفی هغه  غښتلی منل شوی  اوسوله ایز پا لیسی سره  خدای پاما نی کړی  ،  او د هغه نظر اوپالیسی دخلکو له پامه غورِځولی،اود  فراموشی  په طاقچه  کی  ایښی  دی  ،  په  (۱۷۹۴)  کی  جورج واشنګټن  کوم  چی  د  انګلستان   او  د  فرانسی  ترمینځ  جګړه  او شخړه  روانه  وه  د خپل ددولت  بی غرضی اوبیطرفی پالیسی اعلام کړل،اوله هررنګ لاس وهنی  څخه ډډه وکړ ،همدارنګه متحده ایالات په  هغه  لانجو  او  پیښوکی  چی  مرکزی  او جنوبی  امریکا  د اسپانیا او پرتګال سره  مخامخ  وه اوتقریباً دوه لسیزه(۱۸۰۹-۱۸۲۹)    سره دوام درلود دپوره بیطرفی سیاست غوره کړ اوله ډیر احتیاط څخه کار واخیست چی دتاریخ په پا ڼو کی ددایمی خاطری په بڼه لاتر اوسه ترسترګو کیږی .                        

  لاکن دهغه پالیسی پرضد د امریکی  د امپراطوری ننی جمهور ریسان په دروغ اوجعل سره دملی امنیت دګټو د ساتلو کوم چی هغه ته ډیر ارزش ورکوی اوله له  هرڅه نه  یی  مهم بولی  د همدی اصل  په  بها نی اوتوجیه سره نن د سومالیا فاسد  او متزلزل دولت  ته پخپله جوړکړل شو پلمی سره چی   نوموړی  دولت د سومالیا دیاغیانو ،اسلامی افراطیا نو  پرضد  جنګیږی سلاح اونظامی تجهیزات لیږی  او هم  د ایریتیریا اود حبشی ترمینځ سرحدی اختلافا تو لمن وهی اوهیوادونه سره په جنګ اوجګړه کی ورټیل وهی یا یی  داخلوی او د بلی  خوا د ځمکی د تودوخی  او دایدز دناروغی دپرابملونو څخه سرپیچی کوی  او هغه  ته د خپل ملی امنیت په پرتله ارزش اواهمیت نه ورکوی  کوم  چی دنړی دخلکو د تشویش اونګرانی  وړ  موضوع  ګڼل کیږی ، مګر دمتحده ایالاتو واکدارن که دیموکراتان ، جمهوریخواهان اویا آزادو اتباع دی خپل حق ګنی چی دخپل ملی امنیت دساتلو دپاره کولی شی اویا په طبعی ډول ددی صلاحیت لری چی دنړی په هربرخه کی دپټو اوښکاره پیښو څخه دخپل مورال اودخپل استعداد په برتری اود استبداد دله مینځه وړلو  اود دموکراسی د پلی کولو په بهانی سره لاس وهنه وکړی اوله پیښو څخه ځان خبر کړی .                                         

دامریکی  متحده ایالات  د نا تو  ټولو (۲۸)  غړو هیوادونو ، پولیند ، دچک جمهوریت ، هنګری ، البانیا اوکرواتیا ته وعده سپارلی چی  د هغوی څخه به د هر ډول  نظامی یرغل په مقابل کی ساتنه کوی او روسیه لکه چی  پخوا   په کال  (۱۹۵۶)  پرهنګری  او  په (۱۹۶۸) پرچکوسلواکیا باندی نظامی تیری وکړ  که بیا وغواړی د یرغل نیت وکړی  یعنی  په   نوموړی هیوادونو  باندی یرغل  وکړی امریکا  به  د ځان  په تیریدو  اوقربا نی کولو سره به دهغو څخه دفاع وکړی اودهغوی تمامیت ارضی به وسا تی اوهم ځان مکلف ګڼی چی د جنوبی کوریا اود جا پان داسقلال اودارضی تمامیت په سا تنه کی له هیڅ ډول قربا نی اوسرښیندنی څخه ډډه ونکړی .                                          

د یادونی  بل  مهم   مطلب   دادی   چی د بین المللی تروریزم  سره   د امپراطوری تلپا تی   جګړه   د دی سبب کیږی  چی  ټول  نړی  ( په  شمول  د امریکی  متحده ایالات) باید  دجنګ اودجګړی په ډګر واوړی اوددی غوښتنکی وشی اویا ایجاب وکړی چی نظامی قوتونه دجنګ ددوام د پاره هلته ولیږل شی ، اوهم بیا دجنګی جنایاتو جانیان  بی له دی چی  وخت  دلاسه ووځی دیو ټاکلی کمیسون له خوا چی دهغه په ترکیب کی ، قاضی ، منصفه هییت ، وکیل مدافع شامل  وی دیو مخکینی تدوین شوی دغور اودبررسی د قانون په رڼا کی دجنګ مجرمین ته سزا ورکړل شی ، نه داچی  په  نا انډوله او یا د غرض  په درلودو سره  او یا  د د سیسی  په کار وړلو سره جانیان اوتروریستان تربیه شی اووروسته بیا د خپل شومو مقاصدو دپاره استخدام شی  چی د هغه ډیر ښکاره مثال یوهم عظمی بن الادن دی چی د نړی ټول خلک د هغه په سوابقو باندی پوره خبر دی .چی څوک دی اودچا له خوا استخدام شوی.       

دښمن جنګیالی یعنی هغه جګړه ماران چی په  یو او یا په بل رنګ  د القاعدی سره داړیکی په تور نیول شوی وی ، په  نامحدود شمیر سره  بی له  کوم  موثق اتهام یاپرته له محکمی دګوانتاناموزندان ته لیږل کیږی . که چیری احیاناً دښمن جنګیالی وغواړی چی دهغوی محاکمه د متحده ایالاتو دفدرال په محکمه کی صورت ونیسی ، جمهور ریس دهغود راتګ له ګوانتانامو څخه  دامریکی په دننه خڼد ګرځی اونه غواړی چی  هغوی د خپل ددعوی حل اوفصل د فدرال  په محکمه  کی تر سره کړی ،  اودا په دی معنی چی د ګوانتانامو  زندان د ټولو تروریستانو د  پاره دهغو د برخه لیک تر ټاکلو پوری دیو لنډی مودی دپاره غوره شوی (حتی که ددی جنګیالیو  یوشمیر تبریه  هم تر لاسه کړی وی .  بیاهم لازم ګڼل شوی چی د یوی دوری د پاره  په ګوانتانامو کی پاتی شی ) دی.                                          

دامریکی متحده ایالات هغه وخت چی خارجی اتباع په غیر قانونی ډول سره داوږدی مودی د پاره  په  بند کی وسا تی بیا وروسته له هغه هغوی ته د پناهنده ګی حق نه ورکوی ، اولکه چی  یوګهورس (Uighurs :دچین  په شمال کی دهقانان دی) کوم چی د چینا یانو تر شکنجی او ترټل لاندی ولویږی  اونوموړی  خلک خپل مورنی ټاټوبی ته دشکنجی ، ازار  او د  ترټل له ډاره بیرته نشی راګرځیدلی .همدارنګه بل خبره دا چی  دامریکی واکداران نادارو ،  ناروغو ،  بی وزلو  او متقاعد ینو ته   که  وغواړی  چی   مهاجر  شی   ښه راغلاست نه وایی یعنی  ورته پناهنده ګی نه ورکوی.   حال داچی  نړی  ته  خپل  ځان دآزادی مشعل بردار ګڼی او دآزادی پرهغه لوړ سپین  رنګه مجسمه  باندی ویاړی ، او  په درواغو دآزادی او د حریت شعارونه ورکوی .                                                              

د قانونی سیستم د نه رعایت کولو  پر بنیاد همد غه د امریکی واکداران  دی  چی یوشمیر  خلک د نامعلومی مودی د پاره دافغانستان د بګرام په زندان کی سا تی بی له هغه چی دهغو برخه لیک دقانونی له لاری وټاکل  شی ، او دا  د  ګولاګ  د هغه  کارګری مجتمع یا زندان په  څیر کوم  چی په   شوروی اتحاد  کی  د نوموړی مجتمع  پر غړو باندی  اجباری  کار ترسره کیدل ورته والی لری چی الکساندارسولزهنیتس د   هغه   مجتمع    اسرار   د    ګولاګ  ارخی پیلیګو    ( Archipeligo.G)دکتاب تر عنوان لاندی په دری     ټوکه کی افشا کړ کی  .                                  

رازداری:                                    

ددولتی رازداری امتیاز په  رسمی  بڼی  د  اجرایوی  برخی د مسولیتونو  د څارنی ، د اساسی قانون  څخه ساتنی اودهرډول قانونی سرغړونی څخه لکه شکنجه ، سړی  تښتول یا غیر قانونی نظارت ، عدالت ، اویا دملی امنیت تر عنوان لاندی ناسالم برخورد هغه  څه دی چی دهغه امتیاز جمهور ریس پوری اړین وی .او جمهورریس ددی صلاحیت لری چی د دولتی  اسرار څخه پوره باخبر وی .                                      

پټ دولتمداری له قانونی شفافیت اویا روڼوالی څخه بیل اواستثنایی چلند اویاحاکمیت دی لکه دمتحده ایالاتو پټ دولتمداری اوحاکمیت کوم چی خلک دخپل دولت د اجرایوی  اوامنیتی ارګان پرچلند باندی پوه نه دی چی دهغو دولت اوامنیتی اداره  د څه شی  په  لټه کی  دی  او هغه کړنه چی سرته رسوی کوم  دی او د امریکی عادی  خلک لا تراوسه پری نه پوهیږی چی دهغوی دولت اوامنیتی اداره په ابوغریب زندان کی د القاعدی سره په ارتباط مشکوک بندیانو ته دتحقیقات په وخت کی څرنګه شکنجه او آزارورکول،ترڅو چی دپلټونکی اودشکنجه ورکونکی دبرخوردونو بربنډ  عکسونه  په مد یا یا بین المللی رسانو کی خپوراو افشا شو.له هغه څخه علاوه په غیر قانونی او په بین المللی بڼی سره د تروریستانو د نظارت کولو پروګرامونه اوهم دخارجی ا ویا د با ند نی هیوادونو داستخباراتو نظارت کول  نه یواځی چی غیر قانونی دی بلکه یوجنایی  اوله توهین څخه ډ ک اود نورو هیوا دونو په  داخلی  چارو  کی ښکاره  لاس وهنه  دی چی عا م اوتام دبین لمللی منل شوی میثاقونو پرضد چلند دی ، چی دامریکی دمسولو امنیتی  اورګانونو  په واسطه  سره  تر  سره  کیږی ، اوښاغلی اوبا ما هم  دامریکی دمد نی اتحا د یو دقانون درعا یت په پیروی مسولو مقا ما تو ته   هدایت ورکړ چی   د ابوغریب  د زندان څخه  رانیول  شوی  بربنډ عکسونه نورخلقو ته ونه ښیی اویا دهغه دخپرولو څخه ډډه وشی.اوداځکه چی د جمهورریس تشویش اوډار په دی  کی  دی  چی  مبادا  دهغه  دامنیتی  او داجرایوی مامورینو د غلط  اوله ستمه  ډ ک  کړنی اوچلند رسوا نشی  او دهغه د نظامیا نو په ضد په خارج کی دخلکو قهر او ضد احساسات ونه پاریږی او د هغو  د جنا یی کارونو  د  سرته  رسولو د پاره د هغوی محاکمه  ونه غوښتل شی لکه همغسی چی د (من لای) په قتل عام کی ترسره شوه  زه  په همدی  باور  یم چی د جمهور ریس اودهغه نژدی تړلی مسو لین په همدی عقیده او باور دی .                                                   که دامریکی دامپراطوری دپنهان کاری ماهیت ته لږ څه ځیر شو ځنی ناروا معاملی اوراکړی  ورکړی  په پټه بڼی سره ترسره کیږی چی څوک پری نه خبریږی حتی د امریکی  په د ننه کی  یعنی د دولت  په  رسمی مقاماتو  کی مثلاً  د فدرال د ما لی معاملاتو په راکړی اوورکړی کی په تریلینوډلار په شخصی او خصوصی ډول سره بی له دی چی کوم سیاسی یا حقوقی منبع  ته دلګښتونو په اړین ځواب وویل شی حیف اومیل  کیږی یا دا چی  د خلکو د  ستونزی د مینځه وړلو د موسسی د بودجی څخه  په میلونونو  ډالر  په شخصی معاملاتو اوراکړی ورکړی کی  په  مصرف رسیږی بی له  دی چی دامریکی خلک اولوړ پوړی سیاسی  اویا  حقوقی دنهادونو چارواکی پری خبر شی ، پس ویلای شو چی پنهان کا ری   او پټ خصوصی  معاملات  د امریکی دامپراطوری یو طبعی خصلت دی چی د امپراطوری دولتی ما شین پری چلیږی.                             

  دیادونی وړ خبره دادی چی که چیری دکنګرس دګوتو په شمیر غړی ددی ډول راکړی اوورکړی  پر جریان با ندی  مشکوک  شی  نو په  ډیر نرمی  سره   قبلوی چی  داجرایوی  څا نګی  دا ډول معاملات ممکن  چی قانونی بڼه ولری  نو  په همدی  بنیا د  سره ځا ن غلی نیسی اود یو راز په بڼه  پخپل ذهن  کی سا تی  اونور پری   نه خبروی   ، او یا داچی  ځنی  ضیعف  النفس کنګریسیان داجرایوی امنیتی مامورینو سره  په معامله کی  لاس  یو کوی  او  په  ځنی   نورو  جنا یا تو لکه  خلکوته ازاراوازیت ورکول دخلکو تیلیفونی تما سونه اوایملونه ترڅارنی لاندی نیسی اودCIA دمسولینودخوا بیا  د همدی  ضیعف النفس  کا نګریسیا نو   تیلیفونونه اوایملونه تل ترکنترول لاندی نیول کیږی او په  همدی  برخورد  سره هغوی سکوت ته را بولی  چی د شوی معاملی څخه پرده پورته نکړی .
د امریکی جمهور ریس د خپل مشاورینو د امتیازاتو اوصلاحیتونو څخه  له دی  چی د هغوی د کارکرد ګی شفافیت د کنګرس له طرفه تر پلټنی لاندی راشی  اویا داچی کنګرس د هغه څخه د انتقام په  لټه کی ولویږی  دفاع اوتر خپل حمایت لاندی نیسی . لکه چی دسپینی ماڼی مشاورصلاحکار جان دین(jhon Dean)داوبال  په دفتر کی دواتر ګیت د سنا کمیته  په اړین دریچارد نکسن سره   په  مرکه   چی با ید دموضوع په اصلی اومحوری برخی باندی شهادت  ورکړی چپ او منکر وه اوداځکه چی هغه  په دی پوه وه چی جمهور ریس قانوناً حق لری چی دهغه څخه ملاتړ اودفاع وکړی .  د جمهور ریس دصلاحیتونو مصوبه دکانګرس له خوا تصویب کیږی  اما  ځنی اضافی  مطا لب لکه امضا لګونی ، بیانات ، ځانګړی دریځ ،مقرراتو ته پاملرنه ، اویا ځنی وختونه دخپل تام اختیاراتو له  نظره له ځنی شیا نو اوموضوعا تو څخه سترګی پټول خصوصاً  له امنیتی اوخارجی چارو څخه ، جمهور ریس د دی حق لری چی خپل سپاهیان دملګرو ملتونو تر فرمان لاندی نوروهیوادونو ته واستوی اوهم دا صلاحیت لری  چی دنورو مللو سره مجلسونه او ملاقاتونه ولری اوبالاخره ددی واک هم لری چی دتروریزم پرضد اومجادله کی ما لی ذمه واری وکړی  اود اځکه چی کنګرس ورته پوره واک اواختیار ورکړی دی .                             

د بیا نیو اود خطا بو تصویب اویا  لاس  لیکونه اودهغه انډول درای ګیری په یومطلق مورد کی کوم چی د ستره محکمی له  خوا په کار ولویږی ،  او که چیری د نیویارک دپنځم کلنتن داساسی قانون پرخلاف وی ، هغوی د قانون ګذاری پرروند باندی د غضب د قدرت په پیاده کولو سره اجریوی قوی  ته  د کنکرس دلمړنی لایحی دمندرجاتو په نظر کی نیول سره لاری پرانځی اوپرکنګرس  باندی لاری  تړی  او څه  چی دجمهور ریس په خوښه وی ښه اوکه یی په خوښه نه وی په ناچاری سره یوه لاره ټاکی اوداسی موارد هم پیښیږی چی دبیانیو دتصویب په اړین دمشرانو اود سنا دمجلسونو ۲/۳ اکثریت  هم  نشی کولی چی  د جمهور ریس د صلاحیتونو پرضد خنډ واقع شی .             

د جګړی لګښتونه: دامریکی داساسی قانون دمندرجاتو د درک اود پوهی په رڼا کی جمهور ریس ته  دا توان اوقدرت ور په برخه کړی دی چی د متحده ایالاتو اود خپل متحد ینو  د مصونیت  د سا تلو او د تامین د پاره هرخطر په نطفه  کی خنثی  کړی یعنی  جمهور ریس کولای شی  چی  د ضرورت  په  وخت کی که چیری پرامریکا باندی د کوم یرغل د خطر احساس  پیدا شی مخکی د مخکی د یرغل د خنثی کولو دپاره پیشګیرانه اوپه  یواړخیز بڼی سره په  جګړه  لاس پوری کړی ، کنکره داساسی قانون دمندرجاتو په نظر کی نیولو سره دجنګ او سولی تصمیم نیولی شی ، د جګړی اودهغه ددوام  مالی لګښتنونو بیا هم دجمهور ریس د تاید اونه تا ید پوری اړین وی.حتی تردی چی جمهوری ریاست کله ناکله ددرواغو په ویلو سره دجنګ اودجګړی دپیل کولو اجازه دکنګری څخه اخلی چی ځنی سناتورانو په ذهنی اواخلاقی برابری یاهمفکری اوځنی نور یی  په سرټیټی او ناعلاجی سره دجنګ لایحه تصویبوی، لکه د(۲۰۰۹)  کال  کنګری ته د جنګ د مجوز د اخیستلو د پاره په عمدی بڼه درواغ وویل شو چی د جنګ دپیل دلایحی دتصویب په وخت کی د خلکو نمایندګا ن زړه نازړه او  د کا لی  ( خمیازی یا پاژی)  په ایستلو سره رای ورکړ چی چندان د خلکو له خوا هرکلی ونشو .          

متحده ایالات په عراق اوافغانستان کی خپل  په سلونوزروسپاهیان په دی هڅه اواند چی خپل د ارما نه ډ ک استبدادی سیا ست په بدوی پر رونق د موکراسی باندی واړوی په ډیربیړه او د مافوق سرعت صوت په پیمانه سره  ځای پرځای کړ ، چی دهغه په بدله کی په زرونوامریکا یی سپاهیان ووژل شواوپه لسونوزره يی زخمیان اومعیوب شول،اما دهغه پایلی لاتراوسه متحده ایالات د امن او د صیانت هیلی  ته نه دی  رسولی  او لاتراوسه سره د بیګناهوخلکو دوژنی اود نظامی ما لی لوړ بودجوی منابعو په لګښتونو سره سره بیاهم  دامن په ټیکاو باندی ډاډه نه دی اود ډار سره ورځ  او شپی سبا کوی .                                                            

دامریکی داسا سی قانون دمندرجاتوپه خلاف یواځی د کنګره دصلاحیت او د اختیار پر بنیاد جورج بوش پرعراق باندی یرغل اوپه جګړه لاس پوری کړ.  جورج واشنګټن چی په کال (۱۷۸۷) کی  دامریکی د ا سا سی قانون  د مجتمع ریاست اومشر یی  په  غاړه درلود په یو تاریخی خپل وینا کی داسی ویلی وه :           

(داساسی قانون جامه اویا داساسی قانون په جامه باندی  ملبس کیدل  په  واقیعت  کی  د قدرت پرسر په کنګره کی دجنګ اعلام دی ، ، نوپه  دی  بنیاد دهیڅ یوتحقیر آمیز سفر بری دپاره تر هغه وخته پوری چی پرموضوع باندی ښه مشوره ترسره شوی نه وی باید چی  اقدام ونشی یا دهسی سفربریو تقاضا دی ونشی)، هغه  یعنی  جورج  واشنګټن  دامریکی لمړنی جمهور ریس داساسی قانون دپلار لقب تر لاسه کړ .
دامریکی څلورم جمهور ریس  (جامیس مادیسون)   په (۱۸۱۲) کی  د امریکی  د  کنګرس څخه د بریتانیا په ضد د جګړی غوښتنه وکړ ، مګر له هغه   ځایه  چی د اساسی  قانون  اصلی   متن  او  هد ف  دامریکی  د امپراطوری ساتنه  وه چی اکثریت په متفق  القول سره قدرت جمهورریس ته لیږدولی وه  یادهغه په لاس  کی  متمرکز وه  او داځکه چی د ثا بت  جنګ څخه مقصد دامریکی دامپراطوری ساتنه اوحفاظت وه چی جمهور ریس  باید د جنګ په  هکله خپله  پریکړه وکړی .     داساسی قانون دپلار اود بنیاد ګذار په ریښتیا سره ډار په دی کی وه چی مبا دا جمهور ریس په قدرت  راشی کوم چی د اساسی قا نون د حکم  له مخی  چی جمهور ریس ته  لوړ  اختیارات  ورکړی ، هغه  سمدلاسه  په جګړه لاس پوری نکړی ،  ځکه   کیدای شی  چی یو شونیست ، افراطی  ناسیو نالست  وطنپال  سړی  کوم چی دهغه سره دخلکو ملا تړ وی ، زیات پیسی موجود اووسی اودوسوسی په لرلو سره اوهغه داچی نړی باید تغیر وخوری  پخپل سر په جګړی لاس پوری نکړی.     

متحده ایالات په افغانستان او عراق کی له مفسدو، ناهیلو ، بیکاره و،له خلکو څخه لری ،بی احساس اوله ډیر احمقو رژیمونو څخه ملاتړ کوی .چی له هر پلوه په خلکو اوحتی په نړی کی ډیر بدنام رژیمونه دی .        

د حامد کرزی  اداره  کوم  چی  په دی وروستیو وختونو کی یعنی د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی د یوشمیراوباشو ، غلو ، داړه مارو ، قاتلو ، رشوتخورو  اود قبایلو  د مشرانو  په مرسته  کوم  چی د کوکنارو دراکړی اوورکړی په تجارت بخت او دتاریاکو دفصل داړولو  پرضد  متنفذ ین  دی   بیا  په  قدرت  ورسید اود جمهوری ریاست پرچوکی کیښناست ،  هغه سړی چی دمیړونو په  نفع د ښځو  په وړاندی  داسی  قانون توشیح کړ چی نارینه کولی شی څوښځی وکړی اوخپل ښځه ته جایداد اومیراث ورنکړی .                      

ددی دواړوهیوادونو جمهور ریسان نه په نظامی لحاظ اونه په اجتماعی اواقتصادی لحاظ لاتراوسه کوم لاسته راوړنی نه لری یواځي ستره محکمه په نوم سره مینځ ته راوړی اوحتی  تردی  چی   د  potter stewart ددیوان په څیر چی وشی  کړی  پرونوګرافی  تعریف کړی لاس رسی ورته نه لری . ( زه پوهیږم  کله چی ووینم) دا دجورج سنتایانا(santayana.G) فیلسوف هغه تفسیری جمله دی ،او هغه داچی  یومتعصب ملت کله چی هدف ورڅخه هیرشی دهغه دمیندلواویارسید و دپاره خپل هڅی او اند دوچند کوی ، نودهمدی تفسیری جملی په نظر کی نیولو سره اوس  ګورو  چی  ښاغلی اوباما په افغانستا ن کی د خپل سپاهیا نو په شمیر کی زیاتوالی اوهم دغیرنظامی خدمتونودپاره ما لی مرستی ته پراختیا ورکړی اوهم  د خپل  ستراتیژیکی د هد ف رسید و ته چی دمنطقی له حالاتو ورته پرله پسی خبر ورکړی ، ریچارد هولبروک یی د خپل خاص استاذی په حیث  د افغانستان اود پاکستان د پاره  ګمارلی  دی  کوم چی هغه دخپل ماموریت  په دی لنډه موده کی په ډاګه  کړی چی ځما  ماموریت په نوموړی منطقه کی ددی د پا ره ناکام دی چی  ما لا  تر اوسه د کلاوی یا د جنګل شوی تار سر نه دی پیدا کړی ،  نو د نومړی استا ذی دقوله داسی معلومیږی چی متحده ایالات لکه چی په ویتنام کی  د یو  شرمونکی اومفتضحانه ما تی سره  مخامخ  شو په افغانستان  کی  هم  د هغه  غلط ستراتیژی سرته  نه رسیږی  او هغه  داچی  نوموړی هیواد  یعنی متحده ایالات  باید  چی  د بریتانیا   او د شوروی  امپراطوری له ما تی څخه  په دی  غملړلی هیواد کی عبرت ترلاسه کړی او دکامیابی خوبونه ونه وینی .                                                           

اوس اوس په سلونومیلیاردو دالر د افغانستان  اود عراق د  جګړی د دوام د پاره دامریکی د کنګرس  په اختصاص او دامریکی دخلکو په تصویب سره  بیل او په مصرف رسیږی ، هیڅ شی له دی نه  به غمیزه  نه وی  کوم  چی د ملی امنیت  مامورینو په ډاګه  څرګند کړی اوهغه  داچی په  افغانستان  او عراق کی بی ګناه غیرنظامی خلک  هره ورځ  خپل ژوند دلاسه ورکوی اوهم د ابوغریب ،ګوانتناموخلیچ  اود بګرام  په  زندان کی  بندیانو ته د تحقیقا ت په وخت کی شکنجه ورکول کیږی او ورسره ناوړی سلوک کیږی ، سربیره پرهغه نن  متحده ایالات  په مرکزی  اوشرقی  اروپا  کی ګڼ مخفی ګاه او پټ ځایونه  لری  چی هلته  په یونامحدود شمیر سره  خلک  په بند کی  سا تی  او د هر ورځ په تیریدو سره د خپل ناسم چلند په مقابل کی نوی دښمنان ځانته زیږوی .                                               

  دالقاعدی د جنګیا لیو د ښکار او د هغو  د نیولو د پاره دافغانستان دګڼ اولوړغرونو اود څمڅو اودمغارو په مینځ کی  دسلونو  میلونو ډالرو په مصرف رسولو سره سره بیاهم هیڅ لاس ته راوړنی نه لری او له حده زیات پیسی هسی خوشی په مصرف رسیږی ، مګر یوشی چی د لته  د یا دونی وړ دی  هغه دا دی چی د نوموړی امپراطوری واکداران هر  غیر وطنپرستانه کړنه  او هرڅومره  پیسی چی په  غلطو اوبی هد فو لاروکی مصرفوی،هغه دملی امنیت د تامینولو تر نامه لاندی پکار وړی یا یی فهرست کوی ، ترڅو  چی په دی پلمی سره د خلکو له نیوکی څخه ځان وژغوری .  دامریکی امپراطوری دخپل نوزادی(نوی زیږ) د پیل  قدمونه له جمهوریت څخه امپراطوری ته د مکسیکو سره په جګړه کی اوچت کړ ، جمهور ریس جیمز.ک پولک (polk  Gemas K) په ډیر بی شرمانه اوخاینانه بڼی سره دهر پوښتونکی په ځواب کی څرګندول  چی دا مکسیکویان  وه  چی  زمونږ  سره په  جګړه لاس پوری  کړل  او زمونږ   ګڼ  شمیر  سپاهیان  زمونږ د خاوری په دننه کی ووژل ، اوپرمونږ باندی جګړه تحمیل کړل .                                                       

دامریکی دامپراطوری زیږ اوپیدایښت  بی له کوم د یبت اویا جروبحث د کنګری اود  امریکی د یو شمیرخلکوله خوا تود هرکلی و شو اوپه اصطلاح سره وزیږد اووپتیل شو چی دا دمتحده ایالاتو مسلم اوطبعی حق دی چی پرخپل ځان  د امپراطوری نوم  کیږدی ، یعنی متحده   ایالاتو   ته  نور د اختلاف  موضوع   د هیلوسنتریک (Heliocentric)  تیوری  په  ارتباط سره نه لیدل کیږی . مګر کا نګرسمینان هریو رانپاول (Ron-Paul)  او والتر جانس (Walter Johns) خپل غږونه د امپراطوری د نوم په  اړین  پورته کړل اوخپل اعتراضا ت داسی توضیح کړل :   امپراطوری پخپله د نورو ملیتونو اود ملګرو ملتونو منشور  اوبین المللی میثاقونو ته ښکاره سپکاوی اوبی حرمتی اوځان له ټولو نه لوړ ګڼل دی ،  دیاده باید مو ونه وځی چی  توماس جفرسون  (Thomas  Jefferson)   پخپل لمړنی  افتتاحیه  وینا کی  داسی   ویلی وه :  ( سوله ، تجارت ، اوپه صداقت  دنورو ملتونوسره دوستی باید زمونږ نه هیریدونکی چلند وی ).                         

د جمهوریت دلاسه ورکول:دامریکی دجمهوریت د پاره ډیر خراب او ناوړی زما ن  هغه وخت وه چی د امپراطوری د پلویا نو نظر د عمل  جامه  واغوښتل اوهغه په دی معنی چی په لمړی سر کی امریکایانو یا دامریکی د جمهوریت هد ف دامن تامینول ،  د خلکو دحقه حقوقو څخه انکارنه کول،د سعادت اودخوشبختی په لور تګ وه  مګر متا سفا نه چی دغه  انسانی  نطر دځنی منحطو  اوخودغرضو  خلکو په کوشش سره له خپل  اصلی  او  بشردوستانه  لاری څخه  واغوښت ، اوداسی ومنل شو چی متحده ایالات باید دخپل  نظامی او اقتصادی  پیاوړتیا په لرلو سره پرنړی تسلط ولری اوهغه عام اوتام کنترول کړی  ،فردی  حقوق ا ود فرد هستی او دارایی ، آزادی  په دبا ندی باید چی کنترول ،چک ،اومحدودکړل شی  اودامریکا په د ننه کی  باید چی شفافیت تامین شی ، د ا په دی معنی چی دامریکی خلک محترم وګڼل شی اونوراتباع باید چی تر کنترول لاندی راشی . چی داپخپله یو استکبارانه او مغرورانه چلند اوپالیسی دی چی نن دامریکی د  واکدرانو  نظر جوړوی .   

کنګرس ته په  اصطلاح  د ځمری  د قدرت  ونډه ورکول اوبیا په ځا نګړی ډول دکنګری هغه برخی ته کوم چی د خلکو سره نژدی اود خپل رای ورکونکو د پوښتنو د ځواب مسولیت  پرغاړه درلود  او څه  ناڅه جنګ او جګړی ته هم  رغبت درلود ،  موضوع  دی ځای  ته ورسید  چی د  کنګری همدغه  د پوره واک څښتن  د مالی اوبود جوی ملاتړپه لرلو  اوپه مجریه قوی   باندی  د  ډیرسخت  نظارت   او  کنترول   په درلودو اودجنګ اود جګړی د یواځنی تصمیم نیوکی قدرت په بڼه  سره عرض اندام وکړ . دغه نوی دپوره قدرت څښتن ځواک دنیکسن دزمامداری په وخت کی لا پسی ډیر پیاوړی شو اود قدرت  لوړو  مدارجو  ته ورسید ، ترهغه چی پرکمبودیا باندی بمبا ری ودرول او په تایلند کی دامریکی پر پیاده نظام باندی ګشت او ګذر بند کړل .دغه دقدرت بی جوړه واک په اصطلاح دکلیسا دکمیتی له خوا څارل کیده کوم چی دخلکو مدنی آزادی د اف- بی- ای  (FBI)  سی- ای- ا  (CIA) او
ان اس- ا  (NSA)  د د ندو د نه کنترول اود بی بند و باروآزاد یو په درلود و سره په دی (۴۰) کا لو کی تر پښو لاندی غورځید لی دی اوهیڅوک نشته چی دهغو څخه پوښتنی وکړی .                  دبلی خوا څخه په دی اوس وختونو کی کنګرس ډیر سیا سی باریک بینی اوکنجکاوی ته چندان اهمیت نه ورکوی اوله نظره یی غورځیدلی دی ، اودا په دی معنی چی دامریکی هر جمهور ریس د قانو ن پربنیاد داحق لری چی د جګړی او د اقتصاد دودی (محرک) د پاره د پیسی اود ما لی  وجهی په لټه کی  دی  وشی .اوهغه له هرډول جزایی، استفهامی ، داخلی ،خارجی  اطلاعات ، اوبی پروا بانکونو  ته د بود جوی   ویش اودځنی نوروکارونو اودهغه څخه د راپیداشوی ناوړی اغیزی  په اړین یوغیرمسول شخص دی اودقانون له مخی پرهغه باندی هیڅوک دنظارت اودکنترول حق نه لری .
جمهوریت بالاخره په دی باندی پوه شو چی دکنګرس  اطلاع رسونکی کړنی اوفعالیتونه کوم چی هغوی ته ډیر مهم اوځان  له  ټولو نه لوړ ګڼی  ډیر  مهم ، مګر دغه آزادی اوبیخبری پوره نامنا سب اویود بل سره په هیڅ ډول سر نه خوری، اوداځکه چی رای  ورکونکی  باید له هغه کړنی  کوم چی دولت  په  موجوده حالت کی سرته  رسوی  پری خبر شی   اودولت  باید  خپلو پلویانو ته د خپل سیاسیی  عملکرد او دفعالیتونو راپور ورکړی .  لکه  چی  تاریخ  پوه هنری ستیل کامه ګر (Henry  steel  cammager) په (۱۹۷۲) کی  داسی یاده کړی وه:( نسلونه کوم چی د ملت  جوړونی په لور ځی ،  رازداری  اوسریت  په حکومت  کی د زړی نړی  یوله استبدادی  افزارو څخه شمیرل کیږی او په هیڅ بڼی سره د دموکرا سی اصل ته ځان متعهد نشی ګڼلی ، بلکه دا د خلکو پوره حق دی چی ددولت په هر ډول کړنی باندی پوره پوهاوی ولری ).             

دلته یوشی کوم چی یوخوندی جمهوریت دامریکی د نا امن امپراطوری له منګلو څخه سا تی هغه عبارت دی :  ( دامریکی  خلکو ته  په  نه انکار منونکی بڼی سره با ید روښانه شی  چی  له خطره  څخه آزاد ژوند هغه  وخت  میسریږی  یا لاسته  راځی  چی  پر نورو هیوادونو باند نطامی تیری ونشی اویاپه نظامی ګواښ سره  نورو ملکونه تهدید ونشی ).
په درناوی