د سپيڅلی مينی رشتنی عاشقان

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لنډه کيسه نورعلی شاه ځلبلاند
ملا صاحب هغه د زلمی مورته خو څه وعظ وکړه
دا اوس هم نده خبره چه موږ په کمه دنيا کی ژوند کؤؤ


دلته د مينی او مئين لپاره هيڅ نشته
دلته که څوک هر څومره ظلم او جبر کولايي شی کوی ئي
ځکه چه دلته د بدو هيڅ سزا نشته
ددا ولس دا رواج دی جه مينه به څوک نه کوی
هرڅه جائز او روا دی خو مينه نه
اوکه هرچا مينه وکړل نو ئي د مرګ په غيږ کی سر کيښودی عجبه خبره ده د ژوند تر ټولو دروند تړون هم مينه ده اود ژونديو پيدا کيدل پر دا نړی هم د مينی په خاطر او د مينی لپاره شوی دی
پرورديګار د خپل جانان لپاره دا دومره لويه دنيا اباده کړل
او جانان د اومت د مينی په خاطر د ځنکدن په غوټو کی هم امت هير نه کړی
خو بيا هم دا ظاليمان د مينی قدر نه کوی دوی زما او د خان اکا دژوندون ګلان داسی په بی د ردی په وينو و لمبول
د ننګ غيرت او پښتون والی په نامه بيا شيطانانو خپل ناولی او کر غيړن لاسونه زموږ غاړی ته ورسول او زموږ ارمانونه ئی د خاورو سره خاوری کړل
بس ددا څو خبرو وروسته جلال اکا پر ځمکه و لويدی ملا صاحب په زوره زوره پری دمونه ويل شروع کړل
د مها جرت څه نوی راغلی ميلمه عبدالله په يوه او بل لوری منډی وهلی په چغو چغو ئی ويله
دا چا وکړل
دومره ظلم خو څوک پر ځناورو هم نه کوی لکه پر دا مظلو مانو چه شوی دی
په کمه ګنا ه د ا سزا ورکول شوی ده
داسی څوک شته چه ماله حاله خبر کړی
د خدای ج په خاطر زما مرسته و کړی ما له حاله خبر کړی
جانان چه د سترګو اوښکی لاری لاری پر مخ روانی وی چه هره سلګی به ئي وهله تابه ويل لکه پر تن چه زوروره زلزله راغله
عبدالله ئي تر اوږه کرار و نيوی او په درديدلی اواز ئي ورته وويله غواړی د حاله ځان خبر کړی
عبدالله د هو په ايشاره سر ورته وښوروی
جانان ويل لږ څه ددا مړو څه را څنډی ته شه چه په حال دی خبر کړم
په دواړو پښی مړی ځړيدی او د مخونو رنګونه ژيړ اوښتی وه يو څو ګامه هغه خواته کښينستل
جانان وويل هغه په شنه بړستن کی پرته جنازه د ښکلا ده اوپه سره بړستن کې پروت ځوانيمرګ زمری دی
عبدالله سر د هو په ايشاره ورته و ښوروی لکه دومره چه دی هم خبر وی او بيا ئي سترګی د جانان طرف و نيوی چه د نوری کيسی خبر شی
جانان د خپلو سترګو اوښکی په دسمال پاکی کړی او وئی ويل
زمری د جلال اکا يواځنی زوئی ؤ چه د ښه ځوانی او خوږو اخلاقو سيال ئي په دا سيمه کی څه چه په ټوله ښار کی نه وه
د زمری رکه سپينه څيره توری غټی سترګی او تور ځليدونکی ويښتانو کی سره شنډان داسۍ ځليدل لکه د انارو په ونه کی سره ګلان
الله ج د زلمی په نامه موږته يوه قيمتی تحفه راکړه خو موږ بد بخته په هيڅ قدر نه شو پوه
خو لکه ده چه معلومه وه چه د ژوندون ورځی کمی دی نو ځکه ئي په لږ وخت کی دومره ښکلی يادونه راته پريښودل په پوره ژوند ور باندی تيريدی شی
نپوهيږم څه ئي را ياد کړم او نپوهيږم په څه ئي و ستايم
له کله چه معشومان ؤ ده خوږو خبرو او ښه عملونوته به تل حيران وم هميشه می فکر کوی چه څه ښه عادتونه ترينه زده کړم ليکن په دا نه پو هيدم چه ددرياب اوبه په کچکول نشی کميدلی
کله چه به په ښونځی کی يا په کلی هلکوانو د زلمی څه نفرت کوه وجه به صرف داوه چه چه دده د ښو عملونو او ښو عادتونو مخکی به خپل ځان بي وسه ورته ښکاريدی
خو زلمی به تل په خندا اود زړه له خلوصه هر يوه ته د ملګری لاس ورکوی اوپه هر حال کی به ممکنه مرسته ورسره کول يو چا چه په ټول ژوند کی دمرغه زړه هم نه ؤ ازار کړی موږ په ډبرو سنګسار کړی دده ددومره ښو صله می په بدو ورکړه
د جانان سترګو بيا لپی لپی اوښکی و څڅولی خو کله چه عبدالله ته پام شو چه سترګی کلکی د جانان خولی ته نيولی نو بيا جانان خپله کيسه جاری و ساتل
د سترګو په روڼيدو د ځوانی ورځی شپی را ورسيدلی
هغه د خوشحال خټک چه ويلی دي د ځوانی په ارمان
نه خوشحال وايي نه خټک وايي
مسلی وايي خو ځوانی وايي
څه ښه و يلی دي وائي وائي د نړی هر يو شی چه ځوان وی نو هيڅ عيب نه لری ځکه چه ځوانی د حسن سترګۍ دي مشران وائي د کارګه بچی لا په ځوانې کی ښه ايسی نوته وايه چه زلمی به څنګه ايسيدی لکه د لمر شغلی نه نه
لکه څورلسمه سپوږمئ نه نه
لکه د ګلاب ګل نه نه
لکه د پسرلی لومړنی ورځ نه نه
زلمی داسی ايسيدی لکه ګل هغه ګل چه د هری پاڼی پر ځاي ئي دنړی يو يو ښکلی کيږدی نوبه هغه ګل څنګه ايسی همدغه حال دزلمی ؤ خو زلمی تنها دی نړی ته نه ؤؤ راغلی
ده يوه جوړه هم درلودل ( دښکلا) په نامه که څه هم ښکلا او زلمی په يوه باغچه کی غوړيدلی وه خو دوی يو د بل نظاره نه وه کړی د پښتنی دستور ديوالونو ددوی دديدن مخه خنډ کړی وه
خو پرورديګار غوښته چه خپل ګلان بيرته واخلی ځکه چه دلته دا خلګو ددا نايابه ګلانو قدر نشو کولاي
چه يوه ورځ موږ ټول هلکوان د ښونځی په مخ کی په لوبو بوخت ؤ چه د کلی د نجنونی لکه د پسرلی وريځ په منډه زموږ پر لور راغلی ددوی ټولی داسۍ معلوميدل لکه ددرانه باران څه وروسته چه لمر وړانګی پر غرونو و بريښوی او د غره پر سر سره زرغونه و بريښی نو د هر چا پام خپل ښائست ته اړوی همدغه حال د را روانو نجنو د ټولی ؤ چه را نژدی کيدوته ئي ټولو ځوانانو سترګی کږی نيولی وي
هر ځوان غوښته چه د خپلو ارمانو شاپيرۍ کی پيدا کړی
او ډيرو نجنو هم د حيا او غرور ډکو سترګو څه په غلچکی نظر د هلکوانو په لور ځغلنده نظرو سره کتل چه نڅاپه د يوی پيغلۍ سترګی پر زلمی و لګيدی او تر خولی ئي ناره و ختل وي وي دا ځوانيمرګ څوک دی چه ټولۍ نجونۍ و زلمی ته حيرانی پاته شوی او يوي انجلۍ ( ښکلا) په څنګ ووهل ويل ته ورته وګوره هغه ( زلمی) چه خلګ وائی تر تاه هم ښکلي دی
(ښکلا ) ويل زما ئي په څه نه ورته ګورم خو د زړه او نظر خبره ئي جدا وه چه ناڅاپه سترګی د زلمی په لور واوښتی ( د ښکلا) ښائست په ځوانانو داسی ناری ګډی کړی لکه ليوه چه په رمه ګډ شی خو د ښکلا سترګی د زلمی پر مخ ولاړۍ پاته شوی هر څومره هڅه چه ئي وکړه خپلي سترګی په کعبو کی نشوی راوستی د زړه ټکانو ئي د احساس زولنی و شکولی
هغه د حسن شاپيری چه هر زړه ته په اسانی ننوتل خو نن ئي خپل زړه تری د تلو ټوپونه وهل په يوه ان کی شور شو نجنو او هلکوانو ټولو د ښکلا او زلمی د مينی ننداره کوله کله چه ددوی خپلو ځانوته پام شو دواړو د شرمه سرونه ځمکي ته و ځړول لکه چه دواړو غوښتل چه يو د بل حسن ته سجده وکړی خو په اسلام کی سجده صرف الله ج ته روا ده
ظا ليمی مينی بيا په نازکو او ښکلو زړونو زخمونه جوړکړل نه ئي د حسن خاطر وکړی اونه ئي د ښکلو خاطر
سپيڅلۍ او ښکلی زړونه ئي په درد بوخت کړل
نن سهار زلمی راته څو ځله وويله چه زړه می تنګ دی لکه چه عزرائيل ئي انتظار کی ناست ؤ
نو ما او زلمی د پاس غره په لور روان شو که څه هم په ټوله لاره کی پټه خوله خو لکه چه د چا په انتظار ؤ نو ئي ځکه د هرګام اخستلو وروسته مخته شاته کتل
مه تری وپوښتل زوروره وعده خوبه نه لری ده په موسکی خوله راته ويل د څه وعده ما ول بل نو څوک شته ښه پوهيږی د ښکلا سره خوبه دي وعده نه وی کړی زلمی ويل ئي ليونيه دا ځايي و ګوره او ښکلا ته ؤ خداي ج دا ځاي د ښکلا ور دۍ ښکلا خو د ښو ماڼيو او ښکلو ګلانو لائقه ده نه ددا سپيری سحرا او بيا ئي ناڅاپه تر خوله وتل جانانه زه چه وا يم په هر ګام کی ښکلا زما مله ده او راته د مينی خبری کوی
نا څاپه زموږ تر شا ه ناری شوی زلمی زلمی و دريږه
که ګورو ښکلا ده چه په منډه راغله او د زلمی د خوښی حد نه ؤ
ښکلا هم لکه د هوا شاپيری زموږ مخته ودريدل
داسی معلوميدل لکه مينه او حسن چه دلته زيږيدلی وۍ
دلته ماته يوه عجبه کيفيت پيدا شو چه په خپلو سترګو می ګمان نه راتلي چه څه وينم ځکه چه هر پلو کورم يوه يوه جوړی راځی اوپه لوړو لوړو اوازونو سره اورو دا د نړی سپيڅلی مئينان د زلمی او ښکلا هر کلی له راغلی دی
اود هری جوړی په لاس کی د ښکلو ګلانو غنچي وی چه ښکلا او زلمی ته ئي د مبارقی سره ډالی کوی او بلی جوړی ته واری ورکوی
يوه ښکلی نجلی چه د ښائسته سترګی نه پر روڼيږي
د هري جوړی معريفی زلمی او ښکلاته کوی
او بيا ئي د بل چا له لوري ددا جوړی نمونه په ډير ښا ئسته انداز سره ياديږی
زه هم کله يو لور ته کله لور ته منډۍ کړم چه د چا څه پو ښتنه و کړم خو هيڅوک جواب نه راکوی چه دوه ښکلی ځوانان سره ناست دی پوښتنه می وکړل کولايي شی خپل ځانونه راته معريفی کړی هغو وويل و بخښه نشو کولاي
ما بيا هم عذر ورته وکړی نپو هيږم څه روان دی اوڅه کيږی
دوی وو يل لږ صبر وکړه خپله به پوه شی
ما د زلمی په لور منډی کړی چه د هغو څه پوښتنه خو دا راته ويل شول ايجازت نشته په څه غواړی پوه شی
ماه و پوښتل تاسو څوک ياست
يوه وويل ما ه نه پيژنی زه ميرويس جليل يم
او دا بل مير ويس نقشبندی دي
نور صرف ددرو پوښتنو وخت لری وايه ژر کوه وخت لڼډ دی
لومړې پوښتنه :د زلمی او ښکلا راسته څنګ ته او چپه څنګ ته څوک ولاړ دې
جواب:راسته څنګ ته حضرت يوسف او زليخا دی
چپه څنګ ته مجنون او ليلا دی
دوهمه پوښتنه: دا راتلونکی خلګ څوک او دا زلمی او ښکلاته چه معرفی کوی دا نجلی څوک ده
جواب:دا ټول سپيڅلی عاشقان دۍ
او هغه نجلی ( انا هيتا ) ده
ګوره زه جورنالسټ يم په يوه سوال کی دوی پوښتنی مه کوه صرف اخيری پوښتنه وکړه
دريمه او اخيری پو ښتنه :دا خبری چه کوی دا اواز د چا دی
جواب :(دا څانګه ايماج ) ده
ددا پوښتنی په اوريدو سرهرڅه بدل شول د انسانانو يوه غټه ټولی زموږ په لور په منډه راغله دا زيات زموږ د کلی او نژدو کلو کسان وه نو هرڅه ورک شول په ميدان زلمی او ښکلا سره غاړه غړی وه
او ددا ظاليمانو له لوری پری د ډبرو باران شروع شو
د سپيڅلی مينی رشتنی عاشقان په ډبرو سنګسار شول
مينه او حسن په چغو چغو زموږ له کلی ولاړل.

نور علی شاه ځلبلاند
دوبئ