لنډۍ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په درنښت پوهنمل سرفراز مومند
 زما ګران دوست دیپلوم  انجنیرعبدالقادر مسعود  ډیر ښکلی هنری ذوق لري، څو لنډۍ یی د انټر نیټ په یوه صفحه کی ډیر په زړه پورې انداز ځای په ځای کړی دي،زما په نظر یی یو ابتکاری کار کړیدی ،زما ډبرې خوښې شوې، ما ورته وویل چی دا ستا کار ځکه د ستایلو وړ دی چې ته یو انجنیر یی او د ادبیاتو سره دې دومره مینه ده چې په دی صفحه دې ډیر زحمت  ویستلی دی، ز

ه مسعود صاحب ته  د اوږد عمر او روغتیا تر  څنګ د نوروهنری ابتکاري کارونو ارزو لرم. ددغه ګران دوست په غوښتنه په داسی یوه موضوع چې ډیرې اوږ دې تحقیقی لیکنی ته ضرورت لری، په څو لنډو کرښوبسنه کوم، هیله ده چی د قدر وړ لوستونکی می د ډیر اختصار په وجه و بخښی.
 کله چی د پښتو په ادبیاتو خبرې کوو نو مجبور یو چې د پښتو ژبی په باره کی يو څه ووایو، همدارنګه پښتو ژبه او پښتانه سره لازم او ملزوم دی، یعنی ادبیات حتمې د یوې ژبې پورې اړه لري، او هره ژبه په غیر د انسانو څخه په هوا کی مینځ ته نشی راتللي. نو پښتانه- پښتو ژبه  او پښتو ادبیات د یو بل سره تړلي دي نو مونږ که د پښتو د ژبی په اصالت خبری کو نو په عین زمان کی به د پښتوپه ادبیاتو خبری کو.
پښتو ژبه د تاریخ په مختلفو دوروکی محققینو څیړلې ده او هر چا د خپلې وسې پوري پکی څیړنی کړیدی، ځینو څیړونکو پښتو ژبه غیر اریایی سامی ژبه بللی ده، هغه مستشرقین چې دا نظر لری عبارت دي له  هنری راورټی انګلیس- سرویلم جونز انګلیس الکزانډر-رنزانګلیس-چارلیزمیسن- برنس- دکتور بیلواو کرونسکی پولنډی.
دوی د پښتو ژبې په څیړنه کې ډیر زحمت ویستلی خو نورو مطالعاتو ثابته کړه چې دا نظر افسانوي او عنعنوي دی او له ریشی یی رد کړیدی هغه ډله څیړونکی چی ددې نظر په مقابل کې وایی چې د پښتو ژبه یوه سوچه اریایی ژبه ده چې د هند و اروپایی ژبو د سترې کورنۍ پوری اړه لري دا ډله هم په دری برخو ویشل کیږی.
 اوله ډله پښتو ژبه یو اریایي ژبه بولي ، چی د اریایي ژبو په شرقی څانګه( سنسکریت) پوری مربوطه ده.
دوهمه ډله پښتو ژبه یوه اریایي ژبه ګڼی چی د هندو ایرانی یعنی غربی(اوستایی) څانګه پوری اړه لری.
دریمه ډله پښتو ژبه نه سانسکریت او نه اوستا پوری مربوطه ګڼی، بلکه وایی چی پښتو ژبه یوه مستقله  اریایی ژبه ده چی د سنسکریت او اوستا سره موازی لرغونی ژبه ده ، یا په بل عبارت پښتو ژبه د سنسکریت او اوستا  تر مینځ د اتصال کړۍ ده.
د اولې ډلې څیړونکي:  کلدت پروت- رابرت لیچ- رودولف هورنل – پات -  الفنستن دي
 ددوهمی ډلې څیړونکي : جیمز ډار مسټټر- ماکس میولر- جورج مارګنسترن دي
ددریمې ډلې څیړونکي: داکتر ترومپ- شیلي ډیور- پر فیسور اډيلنګ- برنارډ ډورن- جان ملکم او استاد پوهاند عبدالحی حبیبی دي.
  پاسنیو لیکوالانو د يښتو ژبې په اړوند د قدر وړ څیړنې کړی دي ، کتابونه یی لیکلی دي چې مونږ د هر یو قدر دانی کوو او نومونه یی د ډیرو لویو لیکوالو او څیړونکو په حیث په تاریخ کې ثبت دي، ما په دی خاطر چی د اصلی موضوع نه لرې نشو نو په دی لنډو څو کرښو مې بسنه وکړه،د هر یو کتابونه او نظریات او دلایل تشریح کول د ډیرې اوږ دې مقالی ایجاب کوي.
لنډۍ:
په هر صورت لنډۍ د پښتو ژبې اصیل او په زړه پورې ولسي ادب یوه برخه ده، چی لمن یی ډیره  پراخه ده، دومره پراخه چې په یو بیت کی بحرونه رانغاړي او د ژوند مسلط شرایط په ډیره ښکلې بڼه انځوروي.
د لنډۍ لمړۍ نیم بیت 9 او دوهم نیم بیت 13 سیلابونه لري، دا په پښتو کی د شعر یو خاص  فورم دی ، لنډۍ فقظ په پښتو ژبه کی  وجود لري د نړۍ په بله ژبه کی نشته.
لنډۍ دزرونو کلونو راهیسي د ولسی شفاهی ادب په توګه خوله په خوله او سینه په سینه له یو نسل نه بل نسل ته را رسیدلې دي، لنډۍ د انسان په احساس  ډیر ژور تاثیر کوی او د پښتنی ژوند ټولې برخې پکی ډیرې عمیقې لیدلای شو، چی دا صفت په دومره زورد پښتو شعرونو په نورو ډولونو کی نه لیدل کیږی.
لنډۍ د پښتو ادب هغه  با ارزښته پانګه ده  چی پښتانه پری ویاړی او پکی د انسان د احساساتودرجه بندی ډیره دقیقه شویده، د پښتنو د عواطفو ، در دونو، ستونزو، انګیرونوښکلې ترجماني کوي او د هر ذوق وړ مطالب پکې لیدل کیږي.
لنډۍ چی شاعر یی نه دی معلوم- شمیر یی نه دی معلوم- زمان یی نه دی معلوم – مکان یی نه دی معلوم- یعنی هر چا ویلی په هره موضوع ویل شوي، بی اندازی زیات ویل شویدی- په هر وخت کې ویل شوی او د پښتنی ټولنې په  هر ځای کی ویل شوې دي- نو ځکه لنډۍ دا امتیاز لری چی ټول پښتانه یی خوښوي-
 لنډۍ د فورم له پلوه ټولې یو فورم لری خو د مضمون له پلوه ډیری متنوع دي  او د پشتنو د اجتماعی ژوند ټولی برخی یی په هر زمان او مکان کې په ډیر ساده ، روښانه او په زړه پوری طریقه په ځان کې ساتلی دي.
 په لنډیو کی د پښتو ادبیاتو د ادبی فنونو ټولی نمونې په ډير روښانه طریقه پیدا کولای شو.
په لنډیو کی تشبهات او استعارات ډیر ښکلی تطبیق شوی – زه د نمونی په ډول صرف دا یوه لنډۍ را اخلم.
ځان یی زړو جامو کی جوړ کړ
لکه په وران کلي کی باغ د ګلو وینه

ګران لوستونکي به دا تشبه په خپله وګوري چی په څومره قوت څومره ساده او ښکلې بڼه په دی لنډۍ کی ځای شوی ده لکه (بحر په کوزه کی).
لنډۍ په پښتنی مختلفو سیموکې مختلف نومونه لری. لنډۍ- ټپه- مصرۍ- ټکۍ  دا نومونه فقط د محیط  په تغیر سره بدلیږي نور په فورم او په مضمون کې یی هیڅ فرق نشته.
 لنډۍ- که عشقي دی او که حماسي دي ، که ټولنیزي دي او که تاریخي، ډیرې خوږې دی او ماته ګرانې او ډیری می خوښیږی.
په لنډیو کی ډیرو د قدر وړ لیکوالو لیکلي دی- چا را ټولې کړیدي- ځینو په کې تقلب هم کړی- پخوانۍ تاریخي لنډۍ یی پخپل نامه ثبت کړیدي- په هر صورت تر اوسه په لنډیو یو ژور اکادمیک کار ندی شوی.
 هیله ده چی دا نیمګړتیا ډکه شي.

 دا اخری لنډۍ دې دا وي-
 اخر یی مکړې د یارانو  مجلسونه

 په درنښت پوهنمل سرفراز مومند
26.2.2010

 زما ګران دوست دیپلوم  انجنیرعبدالقادر مسعود  ډیر ښکلی هنری ذوق لري، څو لنډۍ یی د انټر نیټ په یوه صفحه کی ډیر په زړه پورې انداز ځای په ځای کړی دي،زما په نظر یی یو ابتکاری کار کړیدی ،زما ډبرې خوښې شوې، ما ورته وویل چی دا ستا کار ځکه د ستایلو وړ دی چې ته یو انجنیر یی او د ادبیاتو سره دې دومره مینه ده چې په دی صفحه دې ډیر زحمت  ویستلی دی، زه مسعود صاحب ته  د اوږد عمر او روغتیا تر  څنګ د نوروهنری ابتکاري کارونو ارزو لرم. ددغه ګران دوست په غوښتنه په داسی یوه موضوع چې ډیرې اوږ دې تحقیقی لیکنی ته ضرورت لری، په څو لنډو کرښوبسنه کوم، هیله ده چی د قدر وړ لوستونکی می د ډیر اختصار په وجه و بخښی.

 کله چی د پښتو په ادبیاتو خبرې کوو نو مجبور یو چې د پښتو ژبی په باره کی يو څه ووایو، همدارنګه پښتو ژبه او پښتانه سره لازم او ملزوم دی، یعنی ادبیات حتمې د یوې ژبې پورې اړه لري، او هره ژبه په غیر د انسانو څخه په هوا کی مینځ ته نشی راتللي. نو پښتانه- پښتو ژبه  او پښتو ادبیات د یو بل سره تړلي دي نو مونږ که د پښتو د ژبی په اصالت خبری کو نو په عین زمان کی به د پښتوپه ادبیاتو خبری کو.

پښتو ژبه د تاریخ په مختلفو دوروکی محققینو څیړلې ده او هر چا د خپلې وسې پوري پکی څیړنی کړیدی، ځینو څیړونکو پښتو ژبه غیر اریایی سامی ژبه بللی ده، هغه مستشرقین چې دا نظر لری عبارت دي له  هنری راورټی انګلیس- سرویلم جونز انګلیس الکزانډر-رنزانګلیس-چارلیزمیسن- برنس- دکتور بیلواو کرونسکی پولنډی.

دوی د پښتو ژبې په څیړنه کې ډیر زحمت ویستلی خو نورو مطالعاتو ثابته کړه چې دا نظر افسانوي او عنعنوي دی او له ریشی یی رد کړیدی هغه ډله څیړونکی چی ددې نظر په مقابل کې وایی چې د پښتو ژبه یوه سوچه اریایی ژبه ده چې د هند و اروپایی ژبو د سترې کورنۍ پوری اړه لري دا ډله هم په دری برخو ویشل کیږی.

 اوله ډله پښتو ژبه یو اریایي ژبه بولي ، چی د اریایي ژبو په شرقی څانګه( سنسکریت) پوری مربوطه ده.

دوهمه ډله پښتو ژبه یوه اریایي ژبه ګڼی چی د هندو ایرانی یعنی غربی(اوستایی) څانګه پوری اړه لری.

دریمه ډله پښتو ژبه نه سانسکریت او نه اوستا پوری مربوطه ګڼی، بلکه وایی چی پښتو ژبه یوه مستقله  اریایی ژبه ده چی د سنسکریت او اوستا سره موازی لرغونی ژبه ده ، یا په بل عبارت پښتو ژبه د سنسکریت او اوستا  تر مینځ د اتصال کړۍ ده.

د اولې ډلې څیړونکي:  کلدت پروت- رابرت لیچ- رودولف هورنل پات -  الفنستن دي