لیکونکی : جلال (ستاری )
ژباړونکی : پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)
نقدی مثالونه :نن ورځ نقدی مثالونه کوم چی دهغه اسا سی مضمون اودلمشغولی د متن د رمزونو کشف ( دجوړښتونو تجزیه او تحلیل ) د لیکونکی اود اثر دخاوند له حضورڅخه دباندی لکه چی
مخکی مرسوم وه اولا تر اوسه مرسوم دی را څپړل دی .اویا په بل عبارت (ادبیات پوهنه ) او نه (اد بی نقد ) خورا ډیر زیات دی اودا ډول څیړنی دزړی طریقی د(سبک شناسی) په دودونواوطریقوچی دهغه منظوراو غوښتنه ډیرزیات دژبی دخاصیتونو پیژندنه اودادبی متن ارزونه دی بی شباهت نه دی ، اوپه همغه مسیر کی ګام پورته کوی کوم چی هغه طریقی لاپسی تکمیلوی اوورته غنا بښي ،هرڅه چی دی دا ټول هغه مثالونه دی چی د ادبی (شعری) نثر بنیاد او اسا س را څپړی ،اوددی مکتب ډیرپیاوړی اوسرشناس استاذی یوبلغاریایی (فورمالیست) تی .تودورف او بل یی روسی ولادیمیر پراپ دی چی دروسی د عامیانه قصو په ارزونی (کارکرد) سره د کړونو (کنشها) ځای او مقام دقصو په مسیر کی روښانه کړ،او مجموعاً یودیرش (کارکردګی) یا کړنی یی تشخیص کړ اود هغو په څیړلو سره د ژبی پیژندنی د دوه محوری په مطابقت چی یو دهر (کار ګرد ګی) د مختلفو روایاتو په برابری اوبل یی هم د کړنو د توالی ا و دهغو پرتسلسل باندی خپل ارزونی ترسره کړ.
ګرما س دپراپ تیوری ته پراختیا ورکړ،اودهغه دکارکردګیوله جملی څخه هغه کړنی او کار کر دګی کوم چی دوه په دوه سره جفت کیږی را وویستل اوهم دساختارشناسی(جوړښت پیژندنه ) نمونه یی د قصو دپاره مینځ ته راوړ چی په دی ډول دي :
لیږونکی -ــــــــــ موضوع(عینی) ــــــــــ نیونکی
دوست ـــــــــــــ نفس (یاذهنی) ـــــــــــــــ دښمن
دا ډول نمونه اوسر مشق په مختلفو تالیفاتو کی دقصی د متن په ارزونه کی تربحث او تعد یل لاندی ولویدلی دی چی دهغه له جملی څخه یو هم کلوربریمون دی کوم چی د پرات نظر د کارکردګیو د نه سازش او د تسلسلو د نه تم کیدو اودریدنی تیوری رد او تر نقد لاندی نیسی .او خپله یوه بله نمونه (الګو) کوم چی ممکنات هم په بر کی نیسی وړاندی کوی اوپه ضمن کی یادونه کوی چی د مختلفو لړلیدو پربنیاد دکارکردو معنی د رنګارنګ نکاتو په نظرکی نیولو سره چی ټول د آمر او مامور یا د فرمان ورکونکی او فرمان وړونکی پر دوه قطبونو باندی متمرکز کیږی ، سازمان مومی بدلون او تغیر هم په کی راتلای شی یعنی تغیر منونکی هم وی بیانوی .
تودورف هم کومی چی د ډیرو تالیفاتو څښتن دی په همدی برخه کی د ساختاری قصو په تحلیل او تجزیه کی د نواوری پوره لاس بری لرل ، هغه د کلود برومون په خلاف کوم چی د منطق له نمونو څخه الهام اخلی دژبی د لارښونی نمونی اودهغه نحوی سرلیک ټاکی چی زه دهغه د څیړنو دلاسته راوړنی له تشریح څخه معذرت غواړم ، ځکه چی زه پخپله د ژبی پیژند نی د مقولو په مورد کی پوره پوهاوی نه لرم . اما له ویلو څخه دی پاتی نشی چی تودورف هم کم ترکمه پخيل ساختاری څیړنو کی عقیدتی تفسیرونه اومرامی تعبیرونو ته کوم چی باید مجرد اوله هر ډول اغیزی اومرامی نفوذ څخه پاک او منزه وایی (ځکه چی انتزاعی مقولات لایزال تلقی کیږی ) ځای ورکړی او پخپل څیړنه کی درمز په اړین درمز د (نظریوپه ارتباط۰)اوهم نه په دی مورد دکوم نظر پلوی کوی او نه څه وایی ، اوپه دی بنیاد نور هیڅ ډول بهانه په لاس نه درځی بلکه ویلی شو چی له تاریخ څخه بی له تیښتی نور څه نشته چی دا پخپله ډیر ګران اوسخت دی .
په پای کی باید چی د ګیراردژینت څخه یادونه وکړو چی هغه هم د ژبی د لار ښونی نمونی ( صرف او نحو ) په نظر کی نیسی او د قصه د(ژبی) لارښود داصلی اواسا سی کړنی (فعل) پراختیا او توسعه چی لیکونکی په کار وړی (یا غواړی چی په کار ویسی ) منی .او په همدی ډول د مارسل پروست (دلاسه تللی زمانی په لټه ) رومان کوم چی د یو جمله ( مارسل لیکونکی کیږی ) بسط او توسعه منی ، په همدی باور سره تجزیه او تحلیلوی .
لاکن د شعرپه اړه کتاب کوم چی د عصرټول څیړونکی پرهغه باندی استناد کوی د رومان دیاکوبسون تالیف دی چی د شعر د ځانګړتیا اود پیام په اړه ګټور خبری کړی دی. کوم چی د هغه شرح ځمونږ په استطاعت کی نه دی او یواځی د نظر خاوندان دهغه له عهدی څخه وتلی شی .
همدارنګه د امیل بنوسیت ادبی نقد ځمونږ زمانه یا عصر ترخپل ژور اغیزی لاندی راوستی چی د هغه معرفی او پیژندګلوی هم د ژبی پیژندونکی پر غاړه دی .
په هر صورت له یاده باید ونه ایستل شی چی دیو عبارت ساختاری تحلیل ډیر زیات ظاهری اولفظی ویل شوی کلام ( منطوق) ته پاملرنه کوی ، اود اثر دلیکونکی اوداثر د متن د موضوع په اړین څه نه وایی لاکن جیولاکرستیوا پخپل څیړنیز جوړښتونوکی د اثر د لیکونکی د متن موضوع اودهغه ذهن تل په نظر کی ساتل او په دی بنیا د له روانکاوی اود ریاضیاتو له موضوعګانو څخه ګټه پورته کول . او پر ځای دی چی دهغه مهم اثار چی د هغه په اند هڅی دی ( له دودیز فرهنګی اثارو څخه تیښته چی له ایدیالیستی او میکانیکی محتوا څخه ډک وی ) په دری یا پښتو ژبو باید ژباړه شی .
کریستوا پخپله ویل : دا نوی پوهنه ( سیمیوتیک سیمیولوژی یا سیمی انالیز) دژبی پیزندنی پر جنازی باندی ممکن بنیاد اوبنسټ تر لاسه کړی ، اودهغه هدف د ادبی نقد او په ادبیاتو کی د څیړنو د محوری کلام (لوګوسینتروم ) له بند څخه خلاصون دی ، کرستوا ددی پوهنی د بنیاد کولو دپاره د مارکس ، نیچه ، او د فروید دنظریاتو څخه کاراخلی اوخپل ډده دفلسفی ، حکمت ، ریاضیات اوپر ادبیاتو باندی لګوی .
اما ممکن چی ددی مکتب نامدار استاذی کوم چی دژبی پوهنی ترکیب اودهغه انطباق د روانکاوی سره د اثر د جوړښتنی دارزونی په وخت اوهم د اثر د څښتن په نظر کی نیول دهغه منظور وی چی هغه ژاک لاکن جنجال بښونکی روانکاو وه ، کوم چی د موضوع د محتوی د خبرو په اوریدو سره پوهیده کوم چی هغه د متن په څیر انځور او مخه ایستل ،لکه د هغه په مشهوراومعروف قول سره چی ویل :(ناخپل پوهاوی ساختار، لکه د ژبی دساختار په څیر وی ) .که فروید د ادبی اثارو لیکوالانو او شخصیتونو ته د ژوندی موجوداتو په سترګو کتل او دهغو سره همدا شان معامله اورفتار کول مګر ژوندی سړیو یا انسانانو ته یی ګفتاری اوزبانی موجودات ویل ،اودهغه په نظر نه باید کلمه لکه (لفظی نمایش) سرخوړلی خاطره ومنل شی، کلمی یوبل راغواړی اودهغوڅخه دباندی هیڅ شی پټ نه دی:دژبی څخه دباندی،ناخوداګاهی (خپل ناپوهید نه) وجود نه لری اوناخود اګاهی یواځی دژبی شا اودهغه
منفی صفحه دی . او دغه نظر د ننی ادبی نقد د پاملرنی تاییدی مطلب دی چی د اثر د څښتن واقیعت یی دژبی ددیوال نه هغه خوا ته لټوی، لکه هسی چی د نفس دغه پندار هم چی دهغه حقیقت له اذله د وجود په نهانخانه ( هغه ځای چی پکی څه شی پټ شی یا قسمت اونصیب ) کی په امانت ایښود ل شوی با طل دی ، اود غولونی له سراب څخه بل شی نه دی ، دویلو دی هغه څه چی لاکا ن واټنی خط ( خط فاصل)
یی د دوو جفتو یعنی په مینځ دنام او نامور په مینځ د امر او مامورلیدل د همغه (خط فاصل) په څیرسرماتیدونکی خنډ بولی ځکه چی په واقیعت کی همدا نوم یا همدا ماموردی چی دهغه سر مات شوی دی . لاکن په هر صورت هغه په دی باور دی چی امیر مقدم پرمامور او لمړنی دی د لاکان اثار ډیر پیچلی اود سخت پوهاوی په بڼه لیکل شوی دی ولی په دی ارزی چی دهغه اثار په پښتو او دری ژبو باندی ژباړه شی اود روانکاوی دپاره یوه نوی کړکی پرانیستل شی .
لکه هغسی چی وینو نوی ادبی نقد رنګا رنګ مکتبونه او کله هم سره متضاد دی اویا داچی په مجموعی ډول سره د ادبی پدیدو فردی جنبی په نظرکی سره نیول شوی دی،اویا داچی دهغی ټولنیز اوتاریخی اړخونو ته پاملرنه شوی دی اوالبته په دی مینځ کی دلاری انتخاب دبی طرف څیړونکی دپاره آسان کار نه دی اوهم ایا په ریښتیانی بڼه سره د بی طرفی امکان شته دی ؟؟ځکه چی ټول دا ډول مثالونه له نړی لید ، عقیدتی ، سیا سی مرامونو اود زمانی له تاثیر غورځونی څخه الهام اخلی اوهغه به څوک وی چی وشی کړای ځان دهغودنفوذ له ساحی څخه وساتی ؟ شاید چی ځنی داسی ګڼل چی د موضوع دنه پاملرنی له مخی متن له اجباری نظر ټاکنی څخه معاف اوسی ، مګر ومولید چی ذهن څرنګه حتی په ډیر مجرد اوانتزاعی څیړنوکی بیا هم انځور مومی .
په هرصورت (نوی نقد) یعنی په ننی نړی کی نقد هغه نقد دی چی دهغه هدف زیاتر داثر توضیح اوارزونه اوهم داثر شرح اوله هر پلوه دهغه لټونه خصوصاً د سیا سی ، مرامی اود اثر ټاکونکی او قطعی ارزش بی له کوم دعوا څخه دی . نو په دی بنیاد نوی نقد دزړی نقد برخلاف چی دهغه هدف تل اوغالباً په لمړی مرتبه کی پراثر باندی دقضاوت مثله وه ، نن نقد دفهم (پوهاوی) په هنر اودهغه میندنه اوتمیز د (اد بیا تودپوهاوی) پربنیاد صورت نیسی ، د مثال په ډول کولای شو چی د کلودروا له نقدونو (کال ۱۹۴۹) څخه یادونه وکړوکوم چی دهغه نقدی شرح دبرنارپیوت فرانسوی تلویزیونی برناموکی داد بیا تو په اړه په نشر رسیدلی دی اوپه واقیعت کی هغه بحث چی نن طرح شوی دادی : چی آیا منتقد د خپل زمانی داور(منصف) دی ، یا د اثر میندونکی اوپوهونکی ؟؟ اودډیرو مکتبونو میل او رغبت دهغه دپوهی او دمیند نی په پلویی دی ،نه د داوری او دحکم په خوا، د رولان بارت له نظره تر هغه پوری چی منتقد په دودیز ډول سره دداوری اوحکم دنده پرغاړه لری ، ناچاراً دسازش او د جوړ جاړی اهل او پلوی به وی یعنی البته د داورانو د ګټو او د اغراضو دتامینولومثله هم له پامه نه غورځول کیږی، او دا په دی معنی نه دی چی د ادبیاتو په ساحه کی نوربحث اوجدل معنی نه لری بلکه خبره په دی کی دی چی دا جګړه اوجد ل لکه هغسی چی مخکی مروج وه دمختلفو ادبی مکا تبودویونکو مشاجره اوجګړه نه دی چی یو د بل سره د نمونو (الګوها) اوقواعدو کوم چی دهنر دښکلا دزیږونی دپاره باید رعایت وشی په جګړی سره لاس پوری کړی . په واقیعت کی زیاته جدال او جګړه دنقدی مکاتبو د پیروانو او د هواخواهانو تر مینځ دي چی د خپل روشونو په ریښتنولی او برتری باندی ټینګار کوی ، دنن ورځی د نقد د اکثرو بنیاد ګذارانو په باور د اثر معنی تل شفاف دُر اوګوهر نه دی کوم چی د اثر په متن کی ځای پر ځای شوی وی ، دنقد کوو نکی کار یواځی بیا میند نه او را پرانیستل ( بازنمای) دهغه متن دی ، خصوصاً دنوی اثارو اوهم د زړی اثارو په ا ړه د منتقد دنده د مختلفوروشونو پربنیاد د اثر دمطالعی په میند لو کی لمر ته دهغه معنی اچول دی . چی په دی ډول ته به وایی چی هغه تړلی کړکی یو په یو د منتقد یا د لوستونکی پرمخ پرانیځی،یا په بل عبارت دیو شی د متن بڼه چی دهغه جوړښت انجام ته رسیدلی اود یو تجاری متاع یا محصول کوم چی بازار ته د خرڅلاو دپاره راوړل شوی وی نه دی چی په یو مستقیم خط له تولید نه په مصرف ورسیږی یا همغه یوه لاره ووهی ، بلکه ته به وایی چی هغه شی (اثر) له یولړسره اړینو او مرتبطو نښو نښانوڅخه مینځ ته راوړل شوی چی د منتقد دپاره مختلف امکانات او ظاهراً نه پایونکی تفسیر او میندنی په لاس ورکوی .
هرڅه چی وی ځمونږ په ټولنه کی دغه مکتبونه اوروشونه ( سبک) چندان اویا اصلاً پیژندل شوی نه دي اوالبته دغه ادعا اوغوښتنه چی مونږ دهغو پیژندنی ته ضرورت نه لرو بی ځای او نامعقول خبره دي اوبی ځایه نه دی چی د نن ورځی د مکا تبو په پوهاوی سره سربیره پرهغه پوهاوی کوم چی له تیرواو مخکینی یونانی او رومی کارپوهانو څخه په لاس کی لرو په ښه شان کولای شو چی د نقد په کار باندی لاس بری ولرو .اوډیره بی ځایه به وی چی که چیری دغه بلد تیا او پوهاوی له کوم خاص مکتب څخه کور کورانه تابیعت اوملا تړوګڼل شی.اودا ځکه چی دهڅی اود اند لاره پر هیڅ یو څیړنپا ل نه دی تړل شوی .
مګر ځمونږ په ټولنه کی نقد کول لږ منطقی او علمی اسا س او بنیاد لری اوزیادتر دورځی د جا نبدار اوغرض الود سیا ستونوتر اغیزی اوتاثیرلاندی پریوځی اویا قرارنیسی ،اوپه کلی بڼه سره، له دی نه چی د حقیقت په لټونه کی د دلیل اوبرهان څخه کار واخیستل شی ، په سیاست لاس پوری کیږی کوم چی سیا ست خپله د سیا د ت (حکمروایی) مقوله دی . البته دغه نظر په همدی بڼه اوشکل سره ښه سنجول شوی نه دی ، اودا ځکه چی هم په تیرو وختونو کی دیو شمیر کسانو په اړخ کی لکه خواجه نظام الملک سنی شافعی چی خپل مذهب پوری ډیر دلبستګی اومینه درلود او په دی بنیاد دنورو فرقو او ددین پیروانو ته د تعصب په نظر کتل اوپرهغو باندی اعتراض کول اوهغو ته بد مذهبیان ویل ، یوه بله لیکونکی (نصیرالدین ابو الرشید عبدالجلیل قزوینی رازی وه چی په شپږم پیړی کی ژوند کاوه ) هغه هم په ځنو دلایلو او برهان سره خبری کول اود هغه کتاب کوم چی یو له لوی اومخکینی نقدی کتاب څخه شمیرل کیږی ، هغه په وار وار سره پر اهل د تشیع باندی اعتراض اونیوکی کولی اوهم ځمونږ په زمانه کی ځنی پوه او حق شناس او ریا لیستو هم لیکنی کوی اود حقیقت په لټونو پسی قلم وهی ، مګر په کلی توګه بی حقیقت ستا یش اوبی اسا س مذ مت اوبد وینه هم ګرم بازار لری او دا عیب ځما په ګمان ددی واقیعت ښکارندوی دی چی کم تر کمه په فکری اوعقلی مواردو کی کوم چی دسیا ست له کړکی څخه نظر اچول کیږی د مشروطیت له دوران څخه را پاتی دی اودغه سیا سی غلط لوبی کوم چی اندیښنوی اوفکری مبنا نه لری غلط اوغولونکی لړ لید را وزیږول اوهغسی دوام وکړ چی دودیز ټیکاو ته ورسید ترهغه ځایه چی نیوکی پرهغه دبیرته پاتیوالی ټاپی سره مل شو اویا لا تر اوسه مل دی .
ځما په یقین د مشروطی انقلاب بریالیتوب کم تر کمه د حکومت په نسکورولو سره ددغی اندیښنی نهال د ځنو په اذهان کی خړوب کړ. چی د سیا ست په تغیر سره اندیښنی هم اجباراً بل ډول شو ،اوپس له هغه په ظاهر کی ورو ورو سیا سی سرمشق (الګو) د تفکر په هنداره کی هم خپل سیوری واچول ، او دغه خام خیال اوانځور مینځ ته راغی چی سیا سی بریالیتوب د اندیښنی دبریالیتوب سره برابراو متناظر دی
بی خبر له دی چی د سیا ست( ریښتینتوب) ملاک کامیابی دی لاکن په تفکر کی د ارزونی ملاک حقیقت دی نه باداری او سیا د ت ،اوس که سیا سیی سرمشق (الګو) د تفکر په پراخ ساحه کی حاکم اووسی یا سیا سیی الګو عین تفکر ومنل شی ، فکر او اندیښنه ډیر زیات سیا ست وهلی اود سیا ست په لوخوړوکی ککړ شوی اوپه نتیجه کی ورو ورو سیا ست د تفکر دپاره وخت او مجال به ورنکړی او خپل سیال (رقیب) له صحنی یا میدان څخه باسی، او په نتیجه کی له هغه ځایه چی په سیاسیی ډګر کی نسبت فکری ډګر ته بریالیتوب آسان دی اود تر دید ځای هم نشته چی د سیا سی اعلا میی امضا د تفکر او د زده کړی د روش له بنیاد ګذاری څخه ډیر زر صورت نیسیی اود عقل د په کار وړلوسره سړی زر په شهرت رسیږی علاقمندی سیا ست اوسیا ست بازی ته اوسیا ست لکه د آزاد اوبی قید او بند اصلی تفکر په څیر منل دزما نی خود مختار آین ګرځی اود سیاسیی سرمشق پربنیاد غولونه ، درواغ ، د اندیښنی په ډګر کی هم رونق پیدا کوی اود تفکر خاوندان د ګندم نمایان جوفروش په څیر را ښکاره کیږی کوم چی په ټولنه کی دشیاد ، رهزن اود غلو حیثیت نیسی .
بل عامل چی دغه وابستګی (فکر اوسیا ست ) ته ټیکاو وبښل د ټولو مباحثوطرح دمرام اودځانګړی مسلک پر اساس وه ،البته نقد اوارزونی د ښکاره ذوق اورغبت پر بنیاد نه یواځی داچی تاوان رسوی بلکه ډیر ګټور هم دی ، په هغه شرط چی د جر وبحث ډګر تنګ نه وی ، او مناظره دکم ظرفی اوکینی سره مل نه وی ، ځکه چی په هر صورت که د تفکر مرام ځانګړی وی کوم چی دیو لارښود په شکل راغلی او قالب ګیری شوی وی نو په دی اساس دآزاد تفکر ځای نشی نیولی مګر دتفکر سره بحث اوبیان دویونکی له طرفه د مرام د نافذ کیدو (چلیدو) خنډ نه ګرځی او ځما په فکر سره ځمونږ په ټولنه کی دنقد کولو یواځنی نقص او عیب ناسنجول شوی نقدی ارزونه دی چی برخلاف د سیا ست بازی دهغه فکری زیربنا عام بازار لری .
په واقیعت کی په کلی توګه سره ځمونږ په ټولنه کی دوه ګونی نقد مروج اودودیز شوی ،(۱ ) جهت داره عقیدتی نقد چی کله دسیا ست سره مل اوهم کله دتفکر اواندیښنی سره مل (۲) او بل فاضلانه نقد .
لمړی ډول نقد دباورونودراڅپړلوته کم مجال ورکوی اوزیات سیا سیی جدال او جګړی ته لمن وهی ،کوم چی ددښمنی اوعدوات سره مل وی ، حال داچی دوهم ډول نقد چی دهغه استاذی ټول فاضل اود اندیښنی خلک دی اویا وه ،اکثراً پرهغه جزیاتو باندی خبری کوی اویا د سنواتو ، دتاریخونو اود نقل قولونو اود کلماتو د ریښتینتوب اود خقیقت په اړین کوم چی ډیر مهم دی خپل ارزونه کوی ،اود اثر فکری زیر بنا اود اثر د لیکونکی دلایل اواستدلال ته چندان پاملرنه نه کوی نو له دی امله دا ډول نقد کله هم غلی او جمود(چُپ) اود حقیقت یابی څخه غافل پاتی کیږی ، پس هغه څه چی د هغه ځای لا تر اوسه تش دی د مخلصانه تفکر سره بحث او بیان دی چی اثر له مختلفو اړخونو څخه وڅیړل شی . اویا له مختلفو اړخونو څخه یواثر تر څیړنی لاندی ونیول شی .د مطلب د توضیح دذکر وړ خبره دادی چی ځمونږ په ننی ټولنه کی ، ځما په نظر د منتقد کار یواځی حکم ، داوری ، یا تفسیراویا رای ورکونه ،نیمګړی اویا نارسیدلی (خام) نظراویا نظریه پردازی نه دی .
اونه باید هم وی بلکه دهغه داوری باید مخکی له هرڅه نه د اثر شرح او دهغه پیژندنه وی .نو په و اقیعت کی منتقد د اثر د زیږونکی اود ټولو مخاطبانو یا لوستونکو ، لیدونکو اوداثر داوریدونکو تر مینځ رابط اویا پل دی ،اوپه دی بنیاد هغه نه باید د اثر دتوضیح نه مخکی د خپل پوهاوی ، صداقت ، اوریښتینولی له مخی قضاوت وکړی ، تر څو چی د اذهانو د ګډوډی او د تشوش موجب ونه ګرځی او لازم هم نه بریښی چی د اثر په اړین د لوستونکو، ویونکو ، اود اوریدونکو خبری اویا نظر وا نه اوریدل شی او منتقد ځانته حق ورکړی چی يواځی هغه دی چی داوری او قضاوت وکړی ، اما لکه چی مو مخکی وویل دلته کوم ممانعت هم نشته چی منتقد خپل اخرنی نظر داثر په اړین ونه ووایی اوخپل حکم صادر نکړی ، مګر هغه خپل نظر د کامل پوهاوی اود ریښتینی قضاوت په رڼا کی باید بیان کړی نه په سرسری او جانبداری بڼی سره . دلته سوال پیداکیږی چی دا ډول پوهاوی اولړ لید سخت نه بریښی ؟ اود یو سړی (منتقد) دلاسه پوره دی ؟ بی له کوم شک د نقد کار ډیر سخت او ستوزمند دی کوم چی دلوړ او کاپی پوهاوی او پوره پیژندګلوی څخه برخه مند نه وی، لاکن ناممکن کار هم نه دی سره له دی ټولو تذکراتو هر منتقد البته د اثر یا دهنری اثارو په یو اویا بل څانګه کی دپوره لاس بری او پوهاوی خاوند دی اود خپل منتقدانه کار له دوام څخه تجربی تر لاسه کړی اوکیدای شی چی د پوره مهارت څښتن وی ، اما دکار سخت والی په دی کی دی چی د پوره انصاف په لرلو سره باید یو اثر د څو تنو منتقدانو له خوا نقد کړل شی ، او په دی ځای کی بی مورد به هم نه وی چی د فرانسی د تلویزونی برنامی دکارکونکوپه لاس هغه ځانګړی کتاب نقد کړل شو ځکه چی هغه برنامه اویا میدیا چی زیات لیدونکی ولری جوته دی چی د اثر لیکونکی زر په شهرت رسوی .
د کتاب په نقد ولو کی د پروګرام اویا دبرنامی چلونکی چی پخپله کتابخوان د کتاب او دکتابداری (برنارپیوی) سره علاقمند ی لری هرځلی دیو کتاب په نقدولو کی یو شمیر نقد کونکی ماهرانو ته بلنه ورکوی چی نوموړی اثر (کتاب) له خپل نظره تر ارزونی لاندی ونیسی .البته د اثر زیږونکی اویا خاوند هم د رابلل شو ماهرانو په صف کی وی اودهغه داثر ارزونی دهغه په غیاب کی نه تر سره کیږی اوهمدارنګه یوشمیر نور صاحبنظران او ننداره چیان هم په صحنه کی حضور لری چی د پروګرام د چلونکی به اجازه سره د ضرورت په وخت کی د هغو نظر هم د اثر د نقد په پروسه کی غوښتل کیږی ، د اپوستروفوس برنامه او پرو ګرام هومره غنی ، جذبونکی او اموزنده دی چی په هغه شیبه کی ډیر خلک دهغه لیدو ته راغلی وه دغه سر مشق اونمونه یواځی دیو مثال په ډول می په ذکر ورسول چی البته یواځی د نقد د قبلولو شکل نه دی اما دهغه توضیح تش له ګټی نه دی .
پای
یادونه :
ما ددی اثر له فارسی ژبی څخه پښتو ژبی ته په ژباړه کی کوشش کړی چی معیاری کلمی (لغتونه ) پکار ویسوم اود پښتو له نګه لغاتو څخه د امکان تر حده پوری ډډه کړی او ځما ډار له دی اړخه وه چی د پښتو دنګه کلیمو په کار وړلو سره د متن محتوی ته ضرر ونه رسیږی اویا متن د نګه پښتو د کلماتو په رڼا کی ګنګ ونه ګرځی ، اودا ځکه چی ځما په نظر دی ژبی غنا په دی کی دی چی د نورو ژبو کلمات تر خپل قواعدو لاندی راولی ، نه دا چی دتعصب څخه کار واخیستل شی .
بیاهم د لوستونکو څخه معافی غواړم چی که می کلمات غلط پکار وړی وی د هغه په تصحیح کی له ما سره مرسته وکړی
په ډیر درناوی