لیکونکی : جلال (ستا ری)
ژباړونکی : پوهندوی دوکتورسیدحسام (مل)
دهنراواد ب د نقدی مکتبونوپه اړه دروم اود لرغونی یونان د پوهانو او فیلسوفانو د نظریاتو په مطابقت او همغاړیتوب تر ننه پوری معتبرمقالی ، کتابونه یالیکل شوی اویا هم ژباړه شوی دی ،اوځنی حتا لا تر اوسه پرهغه مخکینیو باورونواوعقایدوباندی باور
لری ،مګر ځنی ننی ادبی اوهنری اثار اودهغو نقد کوم چی د مخکینیو باورونو لړی او تداول دی بیکاره بولی اوپه دی مفکوره دی چی په واقیعت کی مقدساتو ته سپکاوی دی اوداسی څرګندونه کوی چی مخکینیانو هیڅ شی ناویلی نه دی پریښی اوهغه څه چی نورو له هغه څخه وروسته تر خپل کتنی اوبحث لاندی نیولی بی ګټه اودعمر عبث تیرول څخه بل شی نه بریښی .
، چی البته دا پورتنی بیان او نظر کاملاً بی بنیاد ښکاری اودا ځکه چی د ننی نقدی مکتبونو څخه سرغړونه ادبی اوهنری بحثونواوڅیړنو ته غټ تاوان رسوی ، په ننی نړی کی بی له ګمانه دننی رایجو نقدی مکتبونو څخه پوره پوهاوی اسان کار هم نه دی اوهرڅوک نشی کولای چی سر پری خلاص کړی اودا ځکه چی دغه مکتبونه له یوی خوا زیات رنګارنګ دی او دبلی خوا له راز راز پوهاویو څخه بډاشوی (ژبه پیژند نه ، ټولنه پیژند نه ، روحی روانی پیژندنه ..) دی . اودا دهر چا کار او پوهاوی یا مهارت نه دی چی له هر پلوه په کلی توګه پرهغه باندی پوره پوهاوی او تسلط ولری او اسان هم نه بریښی
.خصوصاً کوم چی نوموړی دانش اوپوهاوی په مختلفو رسالو ،مقالو او کتابونو کی بیل بیل او تیت توصیف ، توضیح او تشریح شوی دی . دیادونی وړ دی چی په دی لیکنو او مقالو کی ضد او نقیض وینا اونظریات هم له نظره نه دی غورځیدلی ، خو بیا هم پرنوموړی مکتبونو باندی یو څه تم کیدل ضرور بریښیی اولازم کڼل کیږی چی نوموړی مکتبونه وپیژندل شی او یو څه لازم معلومات ترلاسه شی ،زه هڅه کوم چی د خپل عملی توان پر بنیاد ددی ننی مکتبونوپرځنی اصولواو محتویاتو باندی په لنډه توګه رڼا واچوم :
د سوریالیزم رول : په شلم پیړی کی دسنتی نقد راوتلی او ډیر مشهور منتقدان (نیوکی کونکی) هغه هنر مندان وه چی په سوریالیزم غورځنګ پوری تړلی خلک وه کوم چی له ( فروید) څخه په الهام داسی انګیرلی چی آد می (انسان) په اصل کی دپوه اود استدلال خاوند نه دی بلکه اساساً خیال پردازاوخوب لیدونکی موجود دی اوپه دی شان پر نامدارو پوهانوباندی کوم چی په ټولنه کی دلوړ مقامونو اود عزت خاوندان وه نیوکی کولی چی هغوی حقیقت په نظر کی نه نیسی او په موثق واقیعت (سوریالیزم) کوم چی له واقیعت اوخیال څخه جوړ شوی دی سرغړونه کوی ، یا په نظر کی نه نیسی ، نو په دی بنیاد سوریا لستانو په طبعی
ډول دهغه کسانو په لټه کی ولویدل کوم چی په دی لاره کی دهغو څخه مخکی او پیش قدم وه ، دهغو له جملی څخه ساد په اتلسم پیړی کی نروال ، بود لر ، اولتر امون ، رمبو او ژاری په نولسم پیړی کی ، سربیره پردی نوماند و دبوف کورصادق هدایت په هڅه باندی دیو اثر ژباړه په فرانسوی ژبی باندی دفرانسی پرسوریالستانوباندی هم بی تاثیر پاتی نشو .
لاکن هغه څه چی سوریالیزم له پورتنی زمینی اوشرایطو څخه تر لاسه کړ په نقد او تفسیر کی دوه ډیر پیاوړی لاس ته راوړنه وه اویا دی چی نن دهغه بازار ډیر ګرم اوښه رونق لری (۱) یو له هغو څخه هغه مکتب دی چی سړی (انسان) د طبیعت اود فطرت په خوزښتونوپوری تابع اویا دهغه روان منی (۲) اوبل دهغه زده کړه دی کوم چی هغه (انسان) داسی تصور کوی چی پخپل تاریخی ټولنیز چاپیریال کی یو بندی او محبوس موجود دی .
دروحی څیړنو له الهام څخه نقد : دیواد بی اثر نقد دروانی (پسیکوانالیزس) الهام پر بنیاد نه یواځی داد بی څیړنو د کار پوهانو تر نیوکی لاندی پریوزی بلکه د سیکالوژستانو (روانکاوانو ) د اندیښنی اود ژورتفکر موضوع هم ګرځی ( فروید) ویل چی دروانی څیړنو څخه هیڅکله باید دهغه دنتایجواود لاسته راوړنوانتظار ونه ایستل شی .کوم چی روحی څیړنه دهغو په چمتو کولو اوبرابرولو باندی لاس بری ونه لری .خصوصاً د اثارو دارزش په اړین ، یا د نبوغ اویا په فکری ذکاوت باندی حکم . نن هم ډیری سیکالوژستانو اوروحی روانی څیړنپالو د ناسنجول شوی غلط اوله دروغو څخه ډک روحی روانی څیړنیز کارونه په مختلفو زمینو او ساحو کی تر نقد لاندی نیسی د تاسف اود ګمراهی وړ بولی او په دی باور دی چی دهغه لیکونکی اویا د اثر هستونکی روانی څیړنه کوم چی هغه یا غایب دی اویا هم مړ . یا ممکن نه دی اویا د ناوړو او مبتذ لوعقدو اوحسادتونوله مخی د اثارو کمول او په فشار سره دکوچنیوالی د دوری دجنسیت ټاکنی ددننه (درونی) ژوند دغنا راټیټول د هنری او دا د بی پوهاویو خنډ ګرځی او له هغه څخه هیجانی درک تر لاسه کیږی ، په واقیعت کی د ګونګ ،تیت اوپیتو اوله سره شکید لی یا دغیر اړین دانځورونو تفسیر چی هیڅ مخاطب نه لری او دهغه تشابه اوارزونی دیو ادبی اثر سره چی د پوره محتوا او معنی څښتن دی څه به وی ؟؟؟ سره له دی ټولو یادونو څخه دیاده مو باید ونه وځی چی اولاً یو ادبی اوهنری اثر له همغه پیل څخه د روانی څیړنو یو نه بیلیدونکی برخه ګڼل کیږی . دوم داچی که څو لسیزه یو ګټور یا پربار ادبی نقد کوم چی د کامل روانشناسی اود روانی څیړنو دمفاهیمو پر بنیاد باندی ولاړا ویټیکاو پیدا کړی وی نو طبعاً دخپل اهلیت حق تر لاسه کوی .
فروید تل یو هنری اثر دخیال په نړی کی دساختګی هیلو دراڅرګندیدو (تجلی) ترعنوان لاندی لیدل چی روانی څیړنی نه باید اویا نشی کولای چی پرهغه باندی پام ونه ساتی اویا پرهغه باندی بی اعتنا پاتی شی ، ځکه چی دهغه په باور هنری اثر ډاډګیرنه اواسود ګی مینځ ته راوړی کوم چی تیر زړی(مخکینی) سرښیند نی اوفرهنګی لاسته راوړنی جبرانوی یا له سره یی جوړوی اومونږبیا هم دهغو محرومیتونو اوناهیلو خپلوان ګڼل کیږو . نو په دی بنیاد کولای شو چی یو اد بی اوهنری اثر کوم چی دروحی څیړنی ددرملنی حیثیت تر لاسه کړی دی ومنو ځکه چی د محرومیت اود کمښت ښکارندوی اوخپله یو ادبی اثر دهغه جبرانونکی دی یا په بل عبارت ممکن دی چی ښکلا پیژندنه داسی تعبیر شی کوم چی پر محرومیت باندی لاس بر وی .
سربیره پرهغه روحی روانی څیړونکی پخپل اثارو او لیکونو کی ډیر زیات پر ادبیاتو باندی ډډه لګوی ، ځکه چی ادبیات د مقالاتو په تدوین او د روحی روانی پر استدلال اوڅیړنو کی ، لوړ ځای او مقام لری اوداسی انګیرل کیږی چی د قهرجنی روحی روانی وضعی ښکارندو اودیو لړ عقدواونا هیلوتوضیح اوڅیړل دی .لکه هسی چی ممکن خیال په متقابل بڼه سره روحی روانی اود ادبی متون تفسیر ته تازه ګی اونوی ژوند بښلی وی ، په هر صورت سره دټولو نیوکو کوم چی پر ادبی اوهنری روحی روانی اثارو باندی نیول کیږی اویا لا تر اوسه تر نقد لاندی راوړل کیږی ، روحی روانی څیړونکی (روانکاوان) په دی باور دی چی له خپل ځانه بی خبر دلیکونکی اوهنرمند په اثارو کی پټ او پوښلی هیلی راڅپړیږی او روانکاو (روحی روانی څیړونکی) دهغه له مخی پرده راجګوی یا پورته کوی لکه هغه شان چی د خوب لیدنی پټ او پوښلی معنی او تفسیر دخپل ظاهری انځور په چاپیریال کی دلمر وړانګی ته وغورځول شی اولوستونکی هم دنوموړی اثر له لیدنی اولوستنی څخه مشابهه خوند لکه چی د اثر لیکونکی تر لاسه کړی ترلاسه کوی ،ځکه چی به دواړو مواردو کی یو ډول پیوند اوعلایق موجود دی او په واقیعت کی د ادبیاتو روانکاوانه ( روانی څیړنه) ارزونی لږ تر لږه تحول موندلی اود اثرد لیکونکی له روانکاوی څخه د اثرد لوستونکی او لیدونکی په روانکاوی باندی ختمیږی ، یعنی هغه تاثیر چی یو ادبی اوهنری جوړښت داثر پر لوستونکی او لیدونکی غورځوی دهغه عاطفی سره چی پر هنرمند باندی د اثر دلیکلو په وخت کی غورځییږی برابر دی ، اوپه همدی دلیل ادب اوهنر د لوستونکی اود لیدونکی درضامندی اود خوښی سبب ګرځی ، نو په دی اساس یو ادبی اوهنری اثر ددرملیز ارزش اوقیمت لرونکی دی .او په همدی بنیاد روانکاوی (روحی روانی تحلیل ) په ادب اوهنر باندی یو نوی باب پرانیستی دی یعنی د اثر د لوستنی اود لیدنی (شرح اوتفسیر) ډول ددی اصل پربنیا د چی ډیری لوستونکی یا لیدونکی باید نظر اکثر نوروته پخپله روانکا و وګرځی تر ارزونی لاندی اچولی دی .
لاکن ژیلبردوران د پان سکسوالیزم لوڅ او بربنډ منتقد کونکی کوم چی د فروید دروانکاوی پر اصولو اود رازونو اود نښو په تقلیل باندی له ګوتی څنډنی څخه که تیر شو د فرویدبه روانکاوی باندی وتلی اوتکړه منتقد ګاستون باشلار(۱۹۶۲-۱۸۸۴)دی چی پر روانکاوی باندی مین اود فروید سره پوره پیژندګلوی درلود ، یونګ یی توصیفول اودادبی اوهنری روانکاوی د اصولو په نظرکی نیولو سره د فروید پرچلند باندی نیوکی کولی چی فروید دانځورونو دانسجام له مقولی څخه سترګی پټوی ، کوم چی دروانکاوی محدودیت هم په همدی کی دی ، چی یواځی د انځورونو بربنډول (کانون سری) دی حال داچی که غواړی چی دستاسی نقد صحیح وی باید چی د انځورونو اصلی خبری ( کلام اصل) اود هغه خیال بندی را وڅپړی ، اودا هغه کار دی چی ګاستون باشلار پخپله تر سره کړ ، یعنی د روانکاوی د اصطلاحاتو اود تعبیراتو اود نظراتو په کار وړلو سره هڅه وکړ ترڅو چی دشاعرانه انځورونو د ریښو پیوند دژور رویایی واقیعت سره وپیژنی اودهمدی اصل په نظر کی نیولو سره هغه وتوانید چی څلور اصلی عناصر یعنی اوبه ، اور ، هوا او خاوره کشف کړی .
په هر حال روانکاوانه څیړنیز نقد خپل بی خبری اوهمغاړی اندیښنوی اواړین تصوراتی رول دادبی اوهنری اثر په زیږنده کی سبب ساز ګڼی ، دتاریخ ، ټولنی اود پوهاوی داغیزی نقش لږ او جزیی ګڼی ، په دی ډول ادبی اوهنری خلاقیت لکه د جادوګری په څیر وی ، کوم چی محضاً کولای شی دهغه جادویی زیږول شوی اثر رمزونه اواسرار توصیف او توضیح کړی .
ادبی نقد اومارکسیزم : د ټولنی پیژندنی په نقد ( ادبیات دټولنی پیژندنی له لحاظه)کی مارکسیزم ډیر لوړ اووچت مقام لری ، خورا مهم مطلب په دی برخه کی هغه نظریه دی چی تاریخی متریالیزم هغه طرح کړی دی ، هغه هم په دی بنیاد چی اقتصادی تولیدی شرایط اوزمینی دمختلفو ایدیولوژیو په صورت بندیو( قضایی ، سیا سی ، مذهبی ، هنری کلتوری ....) کی لمړنی ټاکونکی نقش لری ، البته مارکیستان خپله په ډاګه کړی چی دغه اصل ) نه باید لکه د ماشین په څیر په کار ویوړل شی ، کوم چی په ذهن کی (اقتصادی انګیزی ) را وپاروی ، په (۱۸۹۴) عیسوی کال کی انګلس داسی یادونه وکړ چی :
سیا سیی ، قضا یی ، فلسفی ، مذهبی ، ادبی ، هنری .....پراختیا په اقتصادی پراختیا پوری تړلی دی ، هغوی ټول یو پر بل د اقتصاد پر مبنا یا اساس تاثیر غورځوی اود ا مفهوم حقیقت نه لری چی اقتصا دی وضع یواځی موثر او فعال شاخص ( علت) اونور پاتی فقط د هغه انفعا لی محصول او لاسته راوړنی دی ، بلکه داقتصادی ضرورت پر بنیاد عمل او متقابل عکس العملونه دی چی بالاخره همغه اقتصادی ضرورت اساساً ټاکونکی دی . یا په بل عبارت معین اقتصادی شرایط د اقتصا دی پراختیا موجب ګرځی او خپل اغیزمنتوب غورځوی . مګر د روبنا په متن کی د پیچلی متقابل عمل او عکس العمل خنډ اود روبنا د عکس العمل اغیزی پر روبنا باندی نه غورځوی او همدارنګه همغه ډول چی انګلس دهمغه لیک په اخر کی په ذکر رسولی دهغه نقش په پراخه پیما نی سره دزمانی په اوږد پړاونو کی ښکاره کیږی ، نو په دی بنیاد د تاریخی میتریالیزم دمعروف اغیزمن اصل په نظر کی نیولو سره د ادبی نقد د مقولی موضعی محدودیت باید چی د ژور اود ډیر دقت او ظرافت سره مل او له هر ډول تعصب اوتنګ نظری څخه وتلی وی .
سره دهغه چی مارکس او انګلس دادبی موضوعاتو دڅیړلو دپاره کافی وخت نه درلودل لاکن هغوی دسرمایه داری دتولیدی شیوی ځنی اغیزی د ښکلا پیژندنی (جمال شناسی) په قلمرو کی را وڅپړل اود زمان په تیریدو سره دهغو دنظریاتو ریښتینتوب او صحت په ثبوت ورسید ، مثلاً کارل مارکس وښودل چی په سرمایه داری نظام کی یو ادبی اوهنری اثر هم په مصرفی کالی بدلیږی ، ، سربیره پرهغه مارکس او انګلس روښانه کړل چی د اجتماعی په لحاظ د کار ویش چی قهراً او جبراً دتولیدی مناسباتو دخصلت دعلت له مخی په سرمایه داری ټولنه کی مینځ ته راځی ددی سبب هم کیږی چی هنری کار د څو تنو
د مزی اود لوړتیا سبب وګرځی .
دارنګ ملاحظات دمارکسستانو له نظره په دی معنی دی ، چی دهنری اثر فردی خصلت دعجیب اوغریب زیږونو (خلاقیت) په نتیجه کی طبیعتاً دهنر په سرشت اوذات پوری نه مربوط کیږی ، بلکه د ټولنی دتاریخ په ځانګړی پړاو کی دشرایطو اود مقتضیاتو سره سم چی پر هنرمند اویا دهنر دنورو کارکونکو پرغاړه ولویږی مطابقت لری ، اوالبته دغه واقیعت او ځانګړتیاوی په هیڅ ډول هنری کار نه ردوی یا نه نقی کوی یا له مینځه نه وړی ، سره له دی ټولو د ذکر وړ مطلب دادی چی مارکس پخپله دتاریخی میتریالیزم په یو ډیر ستوزمن کارکردګی دهنر په قلمرو کی ځنی یادونی کړی مثلاً هغه یعنی کارل مارکس د یونان دحماسی په اړین داسی ویلی دی :اویا په دی معنی معترض شوی چی دهنر ځنی ډولونه دزیږید ن ځای ( زاد ګاه ) د مادی جوړښتونو او ساختمانونو په پرتله اوږد عمر لری اووروسته له زواله دهغه مبا نی لا ژوندی پاتی کیږی ددی ستونزی دمینځه وړلو دپاره مارکس په یو شاعرانه اظهار نظر کی چی ډیر خیال پردازی ته پاتی کیږی یا ورته والی لری وایی ( دوړکتوب ددوران –مهربانی او جذ به ) دادمی د ټایپ یا د نوع په تاریخ کی دلیل راولی ،چی البته دتیرو زمانو دهنری معیارونو اود نمونو دارزش اود هغو ددوام دپاره توضیحات چندان کافی اومکمل نه بریښی ، اوپه یو بل ځای کی وایی : دیونان هنر له پیړیو څخه مخکی له دی وجهی سرمشق وګرځید چی دیو تاریخی غوښتنی بیانګر دی چی په بورژوازی ټولنه کی په ځانګړی ډول ډیر قوت تر لاسه کړ ، ددی مطلب تو ضیح په دی ډول دی : چی هنر د ځنی ملی ، مذهبی او سیا سی ساختاری محدودیتونوسره سره ( دیونان دنړی) دتولید هد ف (انسان) شمیرل کیږی ، حال دا چی په سرمایه داری ټولنو کی د انسان هدف تولید دی اود تولید هدف او انجام (ثروت) دی ، ممکن چی دا ډول خبری د طلایی دوران دنشتوالی اود فقدان یو ډول له حسرته ډک اظهار نظر وی اما په انقلابی نړی کی یو انسانی غوښتنه هم شمیرل کیږی .
البته نن دادب اود هنر مارکسیستی نقد له دی بحثونو څخه ډیر زیات مخکی تللی او په مختلفو مکتبونو باندی ویشل شوی چی دهغو له جملی څخه ډیر مهم کوم چی نوی نظریی دی دادی :
* هنرپه حیث دانعکاس (جلوه)
* هنر په حیث د نړلید (له نړی څخه لید )
* هنر په حیث د مرام او مسلک ( ایدیولوژی )
لمړی نظریه ( هنر په حیث د انعکاس) د لینن له خوا وړاندی شو او په لنډ ډول دهغه معنی اومفهوم دا دی چی ادبی اوهنری اثر په واقیعت کی هنداره ، انعکاس ( وړانګی او جلوه ) او د اجتماعی واقیعت بیان او څرګندونه دی ، د لینن په باور یو اثر انعکاس یا بی زیات اوکم جلوه اود تاریخ تمام نما هنداره نه دی ، بلکه واقیعتونه لکه ما تی هنداره ( آینه ء شکسته) منعکسوی ، اودغه مات هنداره له هغه سببه چی څه شی نه منعکسوی اوهم له دی جهته چی جلوه ورکوی ښکارندوی دی .دغه اظهار نظر په دی ځای کی په معنی د بیا جوړونی ( تولید مجد د یا له سره تولید ) او حتی (پیژند نه ) یا شناسایی نه دی بلکه له غیر مستقیم عکس برداری څخه دبیا جوړونی د نقص اود نا تمامی له سبب دی، ناویلی داسی څرګند یږی چی ددی نظریی اود ژدانف نارسیدلی او کوتاه نظری کوم چی د بورژوازی ادب اوهنر سراسر غلط او ګمراهی ګڼل او یا یی لا تر اوسه هم ګڼی دهغه تفاوت له ځمکی تر آسمان دی .
یو بل کار پوه کوم چی د مارکسیستی ادب په نقد اوارزونی سره نوی لاره او روش را مینځ ته کړ هغه لوسین ګلدمن (۱۹۱۳-۱۹۷۰) دی کوم چی ددیالکتیکی ټولنی پیژندنی ادبیات (یا تکوینی جوړښتیا ) یا د ساختارګرایی مکتب پرانیستل ، هغه ډیر زیات دادبی اثر دمناسباتو ډول ،ټولنیز اودهغه داقتصادی پیدایښت زمینی اوشرایط ته پاملرنه کول ، هغه په دی باور وه چی د اثر دمعنی لرونکی جوړښت له پوهاوی(فهم ) څخه وروسته یعنی ساده جوړښتتیا( دمتعددو عناصرو له ترکیب څخه )چی دهغه په شناخت سره د ټول اثر فهم (یعنی د اثر نړی لید) په لاس ورکوی اویا د ټول اثر دپیژندنی دپاره زمینه برابروی نوهغه جوړښت یا ساختاردنوموړی اثر په ګیډه (دننه ) یامتن کی باید ولټول شی نه هسی چی داثر له د باندی یا له بهر څخه تر لاسه کړل شی ، اویا دهغه اثر ودباندی ته منسوب وګرځول شی .دهغه په باور کار( پوهید نه یا فهم » یا » تعبیر» ) باید داثر د( توجیه) اود (توضیح) دپاره دهغه واقیعت سره کوم چی دا ځل دنوموړی اثر ساختار (جوړښت) داثر په دننه یا ګیډه کی نه پیداکیږی بلکه دهغه څخه دباندی پروت دی اړین کړو یا سره ربط ورکړو اوهغه خارجی واقیعت هم یواځی د اثر خاوند او زیږونکی نه دی بلکه له هغه څخه یو څه لوړ شی دی یا په بل عبارت داثر د تکوین د توضیح دپاره باید چی د معنی دار جوړښتونو کوم چی ( داثر له دننه ) تر لاسه شوی اود هغه جوړونکی ساختارونو کوم چی د یو اجتماعی ټولنی له ذهن او وجدان ( نه د اثر د محتوا اود ټولنی دوجدان دمحتوا تر مینځ ) څخه تر لاسه کیږی اړیکی او ارتباط باید تر لاسه کړل شی یا هغه اړیکی وپیژندل شی . اثر چی په دی ډول (فهم ) او ( توضیح) یا ( روښانه ) شوی وی نور نو یواځی دجمعی دوجدان ساده انعکاس نه دی ، نو په دی بنیاد ګلدمن د لینن د (انعکاس ) یا د (جلوه ) انځور نه منی اوهغه ردوی .او په وار وار ټینګار کوی اویا په تاکید سره وایی چی ځما دلګرمی او دلمشغولی دهغه (کارکردګی پیوند ) یا د (کړنی ) میندل دی کوم چی ساختاری یا همشکلی مشابهتونه داثارو اود ټولنی دمعین ګروپ دجمعی وجدان د بدلونونو او د ګرایشونورا څپړل دی . دګلد من په باور لوی او مشهور نمونوی لیکوالان هغه کسان دی چی په منظم ډول سره (نړی لیدنه ( یا له ( نړی څخه لیدنه او کتنه ) چی د اجتماعی طبقی تر زیات وجدانی حد ممکنه اګاهی ( او نه د ټولنیز جمعی واقعی طبقی خود اګاهی ) سره مطابقت ولری بیان کړی ، نو په دی بنیاد ادبی خلاق ټولنی پیژندنه دلوسین ګلد من په نظر د نورو د هڅو او اند سره په متقابل تضاد کی دی چی د جمعی واقعی وجدان پر مفاهیمو ، داثر محتوا او خپله اثر د بازتاب اویا د انعکاس په څیر ټیکاو لری ، ولاړ او ساکن (ایستایی) ټولنی پیزندنو ،کوم چی لوی اوغټ اثارراکوچنی کوی او یا هغه ته په ټیټو سترګو ګوری مګر برعکس مبتذل اوبی ارزش اثاروته په درنه سترګو ګوری اوهغه ته ارزش قایلیږی هغه کسان دی چی د ولاړی ټولنی پیژندنی پیروان دی کوم چی مو ورځنی یاد کړ .
ددی مقولی بل کار پوه لویی التوسردی چی د لوسین ګلد من د نظر مخالف اود کارل مارکس ریښتیانی او بی سپر ملاتړ دی کوم چی هغه په ادبیات کی مستقل ښکلا پیژندنی لړ لید ته خپل نظر نه را ګر ځوی بلکه له ایدیولوژی څخه په (انځوری) لیدنه او په ځانګړی ډول د حاکمی طبقی دایدیلوژی د اشکالو له مخی ګوری اود هغه کار پوه پیروان داسی څرګند کړل چی : چی د یو ادبی متون رامینځ ته کول (افرینش) او قبلیدل ددولت ( په ځانګړی بڼه مدرسه ) دمرامی اوباوری ابزار په وساطت د ټاکلی اقتصادی اجتماعی وضع اوشرایطو پر بنیاد ( چی په هغه کی طبقاتی مبارزه ، حتی د ملی ژبه زده کړه اوپه هغه کی د مهارت اود استادی موقف تر لاسه کول هم ددولت تر اغیزی او نفوذ لاندی پریوزی ) دمنلو وړ ګرځی ، دا ډول څیړنی د تاریخی میتریالیزم داصولو پر وفق او مطابقت وی ، مګر لا تر اوسه معلږم نه دی چی څنګه توانیدلای شو چی هغه څیړنیز کړنی اوروش د مدرسی د پیدایښت څخه په تیرو زمانو کی په ادبی پدیدو کی لکه ددولت دباوری ابزارو به بڼه په کار واچوو .
دیادونی وړ دی چی مارکسیستی نقد لکه هغسی چی ننی روانکاوی څیړنیز نقد له ژبی پیژندنی څخه ګټه تر لاسه کوی زیات لیکل شوی اثار وته ( کار نګارش) پام اړوی .
(وجود ی روانکاوی ) : Psychanalys Existen tielle
ژان – پل – سارتر هڅه وکړ چی دوه ډول روانکاوی او مارکسیستی نقدی څیړنه کوم چی دواړه له د باندی څخه د اثر دمعنی غوښتونکی دی وڅیړی : چی دا دواړه یعنی یا د اثر د خاوند دخپل پوهاوی(خود اګاهی) اونه خپل پوهاوی (ناخود اګاهی) دعقل اودعواطف په را څرګندولو اویا هم د اثر په خلاقیت (زیږونه ) کی مسلط اجتماعی مناسبات پروت دی کوم چی باید جوړ جاړی (سازش) ته سره ورسیږی . نو هغه په دی ډول داسی یولاریا طریقه مینځ ته راوړ چی هغه ته د وجودی روانکاوی یا ظهوری قیام نوم ورکړ ، د سارتر اندیښنی او تفکرات په واقیعت کی دفلسفه او د ادبیاتو د مناسباتو په مورد کی هغه (سارتر) د وجودی (زه) وضع ارزونی ته را کاږی ، ددی مطلب دپوهاوی دپاره چی ځنی خلک په کومو شرایطودیو اثر په رامینځ ته ( خلق) کولو باندی بریالی کیږی ، سارتر ددی معما اوراز په توضیح او روښانه کولوباندی له هغه مفهوم څخه چی پخپله مینځ ته راوړی وه د اختیاری (طرح اصیل) اواساسی یا د( » هستی نقشه ») نوم ورکړ اوداسی توضیح کړ چی تجربی روانکاوی دعقدی ( حقارت او کینه توزی ) دټاکنی په لټه کی وی او هڅه کوی چی د شخص د وجود په سر چینه کی ، د ژوند کولو روانی علت کوم چی ډیر زیات الزام اور (مجبوریت ) دی کشف کړی ، اما برعکس وجودی روانکاوی په دی لټه کی وی او یا غواړی چی د شخص آزادانه او له هوښیاری نه ډک ( اصیل ټاکنه ) انتخاب را معلوم کړی اوپه دی ګمان وی چی دغه ارادی انتخاب دهغه د برخه لیک یا سر نوشت سره یو کیږی .او د همدی اصل پر بنیا د د نه خپل پوها وی
( ناخوداګاهی ) اوبیداری موضع نه منی او سره ردوی او په عین وخت کی ددی روانکاوی قابل د ارزونی لاری اوسلوک ، خیال او د سهوی او غلطیو سره مل د بیان – تیر وتنه ( لغزش) نه دی بلکه د افکارو او په ځانګړی توګه دبیداری او هوښیاری اود بریالیتوبونو سره مل وی .سارتر دغه نظر په لمړی سر کی پخپل څیړنو ( ۱۹۴۷) کی د بودلر په اړه تر سره کړ .اووروسته په ( ۱۹۵۲) کال کی د ژان ژنه په مورد کی خپل څیړنه پلی کړ،هغه په دی څیړنو کی د ټولنی دحکم اوقضاوت په اړین کوم چی د اشخاصو په مورد کی په کار وړل کیږی تر خپل مطالعی لاندی ونیول کوم چی دهغو دبرخه لیک په ټاکنه کی نقش لوبوی په ذکر رسوی او په دی ډول د مارکسیسزم پښه هم دی موضوع ته را کاږی ، هغه داسی یادونه کوی چی یواځی د انسان آزادی او اختیار دهغه دبرخه لیک او تقدیر په کشمکش او نیوونو کی اوهم دهغه دپوره شخصیت په توجیه اوتشریح کی نقش لری ، اویواځی ( اګزیستانسیالیزم ) کولای شی چی د انسان بی همتایی دتاریخ دعمومی حرکت په سرکی ځای ورکړی اویا ورته ځای تش کړی ،هغه په پای کی خپل نظر لا پسی پراخه کړ یعنی هغه ته بسط او پراختیا ور کړ .
ا د بی نقد او ژبه پیزند نه (سا ختار ګرایی ،نښی پیژند نه،متن پیژند نه )
دا مثالونه د ادبیات د معنی په ارزونه لاس نه پوری کوی ، اودهغو بوختیا دا نه دی چی ګټور اد بیا ت یعنی څه ؟ او یا څه معنی لری ؟ بلکه هغو ډیر غواړی په دی با ندی پوه شی چی ادبی متن یعنی څه ؟ او له کوم مقولی څخه دی؟ نو په دی بنیاد دهغو سر اوکار اکثراً دژبی او لیکنی ځانګړتیاوی پوری اړین اوتړلی دی .او په دی بڼه هغو دیو پدیدی یا دیو شی فردی یا اجتماعی معنی سره کار نه لری ، یا په بل عبارت هغو دیوشی ذات (جوهر) اویا نفس د ننه خوشی کوی اودهغه شی بیرونی اوباندنی ذات یا جوهر ته پام اړوی ، ځکه چی هغوی په دی باور دی چی یواځی شی یا موضوع دعلمی معرفت پر بنیاد پیژندل کیږی ، نه د ذهن اویا د فاعل شناسی په ذریعه سره .
ددی مکتب یو له پیاوړی استا ذ و څخه رولان بارت دی چی د (لیکونکی مړینی ) ته مبارکی ورکول او په نیک فال یی نیول ، او په دی باور وه چی ژبه یو ډ ول (نښانی ) دی چی د مسلک اویا د مرام انتخاب په پوهاوی اویا نا پوهاوی سره وی ، نو په دی بنیاد باید د نښو اویا د علاماتو په تحلیل او تجزیه اود هغو داسرار اود رمزونو په کشف اولټونو باندی اقدام وشی، دویلو ځای دی کوم چی بارت ژبه د (نمایش) په څیر ګڼل تیاترته په ځانګړی ډول او په خاصه توګه د برشت تیاتر ته زیات توجه او علاقه ښول ، اود برشت دفاصله ګذاری ( واټن نیونه ) له نظریی څخه د خپل جمعی عقاید و اوباورونو د توضیح دپاره کار اخیستل د برشت د اثارو د لوبغاړی اود راسین دنمایشاتو د هنرمندانو تر مینځ تضاد را وڅپړل اوداسی توضیح کړ چی د برشت د اثارو هنرمندان اوهنر پیشه ګان یوشی نمایش ورکوی یا نمایش ته وړاندی کوی اوهغسی نه را څرګند وی چی خپله هماغه اصلی معنی اومفهوم نمایش ورکړشوی دی ، اما د راسین د اثارو سنتی هنرمندان باور لری یا په دی باور دی چی دهغوی رول دیو ډول روانشناسی اوزبان شناسی تر مینځ داړیکو برقرارول دی ، ددی وړاندی وینی پر بنیاد چی کلمات د فکر او د اندیښنی ترجمان دی بارت ددی نظرپه تعمیم سره دمعمول اوعادی ډول مطالعی په نقد لاس پوری کوی،یعنی د روانشناسی
اویا روان پیژندنی کوم چی دهغه په متن کی دهغه د معنی غوښتنه دی چی یو څوک هغه ضمانت کړی په امانت سره سپارلی دی . بارت برعکس دلیکوالو د اثارو په ارزونه کی خصوصاً په پیل کی پرهغو ،یواځی له دی کبله چی یو لړ نښی او علامی یی باقی پریښی دی یا ورځنی په میراث پاتی دی خپل پام اړوی یعنی هغه نښی اوعلامی کوم چی څیړنپال د انځورونو له توروالی (سیاهی) څخه چی سره یوځای او یا ترکیب کیږی یو شی راکشفوی و اما وروسته په همدی څرګندونی سره د متن د پوښلی چوړښتونو په لنډیز لاس نه پوری کوی ، بلکه په ډیر زیات هڅی اواند سره د لیکونکی د پیام متن یود بله څخه بند په بند رابیلوی تر څو چی بل ځلی (خپله لوستونکی ) هغه متن پخپله خوښه له سره جوړ کړی ، اوپه دی ډول د متن له سره نوی جوړونه د متن د مطالعی په ضمن ( د لوستونکی په لاس ) کی تر لاسه شی ، په دی مواردو کی سمدلاسه دا لوستونکی دی چی نوموړی له مفهومه ډک متن له سره لیکی ، اما منجمد ، ګونګ ، مړ او متحجر متنونه دا ډول نوی جوړونی ته کوم چی په هر لوستلو اوقرات سره نوی شی به لاس نه راځی اویا نه چمتو کیږی ،اوداسی ښکاری چی لمړی ډول لیکنی د بارت له نظره یو (ادبی ) متن شمیرل کیږی . اما بارت ورو ورو خپل توان ددی نقد یا نوی شناخت کوم چی د ژبی د نښو بی نقاب کول دی د لاسه ورکوی اویا د تردید اودوه دلګی سره مخامخ کیږی اوپه پای کی سمدلاسه (بداهت) دی تجربی ته رسیږی چی ټول هڅی ددی دپاره دی چی متن باید دبری اود لذ ت اساس او مایه اوسی اوهمدغه تقا صی یا نقصان ( ورته معامله یا تاوان رانیونه ) وه چی هنرمند یعنی لیکونکی یا د ادبیات له شکارچی ( صید کونکی ) ژبه پیژندونکی څخه دژبی نښی اوعلامی یا د بیداد ګر(ظالم) ژبه پیژندونکی څخه رانیول او دغه لار بد لونه (تغیر جهت) ددی معنی ښکارندوی وګڼو چی نقد یواځی ظاهری (صوری) وی کوم چی فقط دژبی ډولونه اوادبی متن را څرګندوی اودهغه دتاریخی زمینی اهمیت ته په بی اعتنایی سره کتل لاره کلی (ده) ته نه وړی .
دوام لری ( دوهمه برخه یی په راتلونکی لیکنه کی )